شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سره له دې چې کفري سیستمونه ډېر نمانځل کېږي، خو بیا هم د خلکو زړونه ترې تور دي
بسم الله الرحمن الرحيم
سره له دې چې کفري سیستمونه ډېر نمانځل کېږي، خو بیا هم د خلکو زړونه ترې تور دي

خبر:

په ترکیه کې د کډوالۍ موضوع په اصل کې یو ټاکنیز کمپاین دی. د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جون د ۲۳مې په ټاکنو کې ژمنه وکړه، چې د ټولو عربي شرکتونو ځای به ترکي شرکتونو ته ورکړي او له ۵۰ زرو زیات کډوال به له هېواده وباسي. نوموړي زیاته کړه: «موږ د کډوالۍ موضوع ته د ترورېزم او نشه یې توکو په پرتله ډېر پام کړی. په دغه کال کې مو له ۱۲۲زرو ډېر ناقانونه کډوال نیولي دي. په ترکیه کې سوریایي ګډوال باید زما په څېر قانون ته ژمن وي او پیروي یې وکړي. له هغو کسانو سره به هم ولیدل شي، چې له ځینو مهمو قوانینو څخه سرغړونه کوي. دوی هر یو باید له سیستم او قوانینو څخه ملاتړ وکړي، ځکه موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې عامه نظم ګډوډ کړي.» نوموړي دې ته ورته پردي نور اصطلاحات هم وکارول.

بل خوا په ترکیه کې د  CHPکاندید او نژادپال اکرام اوغلو هم له اسلام او سوریایي کډوالو سره خپل مخالفت په لاندې ټکو کې په ډاګه کړ: «دلته ځورېدلې کورنۍ، ماشومان او ... شته؛ چې موږ باید په دغه پروسه کې د دوی د ستونزو د چټک حل لپاره د همدغو ماشومانو، ښځو او کورنیو رواني ملاتړ وکړو.» موخه یې دا وه، چې بهرني کډوال په ځانګړې توګه سوریایي کډوال به ډېر ژر له هېواده وباسو.

تبصره:

د اروپایي او غربي هېوادونو دا ډول څرګندونې موږ ته په ډاګه کوي، چې اروپایي هېوادونو ته د کډوالو ورتګ یوه مهمه موضوع ده. دوی په خپلو پارلمانونو، مطبوعاتو او نورو ځایونو کې د دغې موضوع د سیاسي حل لپاره تل خپله غوښتنه په جدي ډول وړاندې کړې. دا څرګندونې د دوی ارزښتونه (خپلواکي، ازادي، برابري او بشري حقوق) دروغجن ثابتوي او دا ډول کړنې بیا د دوی پردي او اسلام ضد احساسات په ډاګه کوي.

«اروپا ته په کډوالو د لارو بندول» او «د اروپایي اتحادیې لخوا له کډوالو سره د مرستو کمول» د داخلي او بهرنیو سیاستونو په سر کې دي چې د ورته کولو، ادغام کولو، مناسب او برابرولو په مفاهیمو سره توجه شوي دي.

ځینې مشهور سیاستوال ادعا کوي چې اروپایي ټولنه د عربیت او اسلاميت پر لور روانه ده. بهرنی فرهنګ ورځ تربلې پر اروپایي فرهنګ د غوړېدو په حال کې دی، خو اروپایانو یې پر وړاندې همداسې چوپ پاتې دي. د غربي ټولنې د دغه واقعیت تر شا خپله د غرب لاس دی، ځکه خلک یې پر خپلو استعماري سیاستونو او جګړو سره له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. ځینې کډوال یې بېوزله کړي او ځینې نور یې بیا د خپلو ګټو د تامین لپاره ساتلي دي.

د اسلامي هېوادنو لاسپوڅي چارواکي له غربيانو سره د دوی د بهرنیو سیاستونو په بریالیتوب کې مرسته کوي، څو د هغوی سیاستونه د اسلامي خاورو پر کډوالو پلي کړي.  سره له دې چې سوریایي کډوال یې ډېر وګواښل، خو بیا هم په ترکیه کې د دوی په وینا له ۵۰ زرو ډېر ازبکستاني، تاجکستاني او قرغېزستاني ناقانونه کډوال ژوند کوي. دوی همداراز په ترکیه کې له ۷ څخه تر ۸ کلونو ژوند کړی، خو بیا هم له ټولو حقونو (ښوونځي ته د ماشومانو تګ، روغتیایي خدمتونه او د کار کول) څخه بې برخې دي.

پردې سربېره په ترکیه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو ازبک، قرغېز او ایغوري کډوال په بېرته ستنېدونکو مرکزونو کې ساتل شوي، چې حتا ځينې یې  په دغو مرکزونو کې له یوه کال څخه ډېر پاتې شوي دي. ترکي رژیم پر مظلومو کډوالو خپل استعماري سیاسیتونه د نورو ناوړه کړنو په څېر تپلي دي. سره له دې چې ترکان د اسلامي امت یوه برخه ده، خو زړونه یې د هغو کفري سیستمونو په وسیله تور شوي، چې دوی ته ښه ښکاري.

اوس بیا ناوړه حالت دا دی چې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو دغو څرګندونو ته د AKP رایې ورکوونکو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. په داسې حال کې چې د CHP او نورو ګوندونو د څرګندونو په پر وړاندې به مسلمانانو حتا ټولنیزو رسنیو ته ټکان ورکاوه، څو خپل سوریایي وروڼه او خویندې خوندي کړي. تر ټولو دردوونکې یې لا دا چې چارواکي مو له هرې لارې پر موږ د کفر د واکمنولو هڅه کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د النساء سورت په ۱۴۱ ایت کې دا واقعیت څرګند کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي، ژباړه: هغه به هېڅکله هم کفارو ته دا اجازه ورنه کړي، چې پر مسلمانانو برلاسي شي.

نو مسلمانان باید د دغو کلمو په مانا پوه شي او سمدستي خپل سیاستوال د هغوی تېروتنو ته متوجه کړي.

 لیکواله: زهرا ملک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې