یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خبرونو سرټکي 2021/12/1
بسم الله الرحمن الرحيم
د خبرونو سرټکي 2021/12/1

  • ·         د پاکستان پورونه تر اسمانه لوړ شول
  • ·         د ایران اټومي خبرې بیا پیلیږي
  • ·         د ترکیې اقتصادي بحران لاپسي ژور کېږي

بشپړ خبرونه:

د پاکستان پورونه تر اسمانه لوړ شول:

د پاکستان مالیې او عایداتو وزارت په دې وروستیو کې د پاکستان پورونه بربنډ کړل. په یوه لیکلي ځواب کې دغه وزارت ومنله چې د پاکستان بهرني پورونه په ۲۰۱۷ م، کې له ۹۵ میلیارده ډالرو (کله چې د عمران خان ګوند  PTIواک ته ورسید) نو د ۲۰۲۱م، د سپټمبرپه ۳۰مه، ۱۲۷میلیارده ډالرو ته پورته شول. دغه راز په دې وروستیو دریو کلونو او دریو میاشتو کې پورونه ۳۲میلیاردو ډالرو ته پورته شول! د تعجب وړ نه ده، چې لومړی وزیر عمران خان وايې: "لویه ستونزه" داده چې حکومت د هېواد چلولو لپاره کافي پیسې نه لري. هغه زیاته کړه چې بهرني پورونه او کم مالیاتي عاید د (ملي امنیت) په موضوع بدل شوي. دا په داسي حال کې ده، چې د PTI په دوره کې تورم دوه چنده لوړ شو. پاکستان به په ۲۰۲۳م، کې ټاکنې ترسره کړي او د PTI متحدین به په دې اقتصادي ناروین کې هغه یوازي پریږدي. داسي ښکاري چې د راتلونکي پاکستان پالیسي به د تېر په شان د پورونو لګول وي.

د ایران اټومي خبرې بیا پیلیږي

له شپږو میاشتو ځنډ وروسته، د نومبر په ۲۹مه، کمیسیون ناسته وکړه، ترڅو د ایران پر هسته یي پروګرام خبرې وکړي. خبرې اترې د ایران ملي ټاکنو پر مهال درېدلې وې، چې اوس د نړیوالو او سمیه ‌ییزو اندېښنو په راپورته کېدو سره د ایران هسته یي پروګرام پر وړاندي، چې په ۲۰۱۵م، برجام کې رامنځ ته شوې وې، له سره پیلیږي. د ایران او امریکا ترمنځ ډېر اختلافات پاتې دي، چې خبرې اترې له ځنډ او ستونزو سره مخ کوي. وروسته د دوشنبې له ناستې څخه، د اروپایي اتحادیې استازي انریک مورا خوښ و او ویې ویل، چې د ایران استازولۍ په زغرده وویل، چې د برجام بیا راژوندي کېدو لپاره باید جدي کار وکړي. هغه وویل: «په راتلونکو اونیو کې د مهمو کارونو په اړه مثبت احساس لرم» مورا زیاته کړه چې د امریکا بندیزونه پر ایران باندي په ملکي وګړو ناوړه اغېزې لري. هغه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایراني وګړو د ستونزو پای ته رسولو لپاره باید بیړه وشي. مورا وویل ایراني چارواکو منلي چې د June میاشت کې به درېدلې خبرې اترې بیا پیلوي. هغه وویل: هغوی منلې چې د پاتې خبرو د دوام لپاره، لومړۍ شپږ دورې خبرې ښه بنسټ دی. د تهران نوی حکومت غواړي په پخوانیو شرطونو بیاغور وکړي. هغوی منلې او د خبرو اترو په لومړیو کې یې جوړجاړی هم کړی دی.

د ترکیې اقتصادي بحران لاپسي ژور کېږي:

تېره اونۍ د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه پیل شول، دا په داسې حال کې ده چې لیره د یوه  ډالر پر وړاندې ۱۳ ته راښکته شوه، چې دا نوی ریکارډ دی. په استانبول او عنقره کې لاریونوالو د عدالت او پراختیا حزب ((AKP د غړو او حکومت د استعفا غوښتنه وکړه او هغوی په انقره کې له پولیسو سره نښته وکړه. د ترکیې روپۍ له کلونو راهیسې په بحران کې ده، ځکه د ترکیې پورونه د ناخالص کورني تولید نیم برابر دي، ډېری پورونه په ډالرو دي. د COVID-19 په څپې کې د سهاپ کاو، چي ځای ناستی اقبال د مرکزي بانک رییس له ټاکلو سره د ترکیې لیره ترټولو ټيټې کچې ته راښکته شوه. اردوغان د مرکزي بانک کنټرول په خپل لاس کې راوستی، او دا بانک یې په سیاسي بنسټ بدل کړی، ترڅو خپلې سیاسي موخې پلي کړي. د هغه لنډمهالې او نامنظمې موخې اوس په پراخه اقتصاد بدلې شوي؛ خو اردوغان وایې چې له یو لړ نویو اقتصادي اصولو څخه پیروي کوي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې