دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلیفه صلاحیتونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلیفه صلاحیتونه

(ژباړه)

امام بخاري په خپل صحیح کې په دې اړه حدیث روایت کړی دی:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ بَعْثًا وَأَمَّرَ عَلَيْهِمْ أُسَامَةَ بْنَ زَيْدٍ فَطَعَنَ النَّاسُ فِي إِمَارَتِهِ، فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: "إِنْ تَطْعَنُوا فِي إِمَارَتِهِ فَقَدْ كُنْتُمْ تَطْعَنُونَ فِي إِمَارَةِ أَبِيهِ مِنْ قَبْلُ وَايْمُ اللَّهِ إِنْ كَانَ لَخَلِيقًا لِلْإِمَارَةِ وَإِنْ كَانَ لَمِنْ أَحَبِّ النَّاسِ إِلَيَّ وَإِنَّ هَذَا لَمِنْ أَحَبِّ النَّاسِ إِلَيَّ بَعْدَهُ".

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لښکر ولېږه او امیر یې پرې اسامه بن زید وټاکه. خلکو د هغه په اړه خبرې وکړې (چې ګواکې هغه د امارت وړ نه دی) رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېد او ویې ویل: که تاسو د هغه په امارت کې (ناوړه) خبرې کوئ، لکه څنګه مو چې تر ده وړاندې د هغه د پلار د امارت په اړه هم داسې خبرې کولې؛ پر الله قسم چې هغه (زید) د امارت وړ و او زما تر ټولو نږدې دوست و او دا (اسامه) هم له هغه وروسته زما تر ټولو نږدې دوست دی.  

د اسلامي دولت د لومړي مشر په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره دا وه، چې پخپله به یې د لښکر امیر ګوماره. له دغه حدیث څخه هم معلومېږي، چې په اسلام د کې د دولت مشر (خلیفه) په حقیقت کې په عملي ډول د لښکر رهبر دی، نه یوازې د لښکر اعلی قومندان. ځکه د لښکر لپاره د هغه رهبري سمبولیکه نه ده، بلکې د لښکر اصلي رهبري د خلیفه صلاحیت دی او پر دې سربېره خلیفه نور صلاحیتونه هم لري، چې په لاندې توګه خلاصه کېږي:

1-       خلیفه هغه څوک دی چې اړین شرعي احکام د امت د چارو د رعایت لپاره تبني کوي، هغه چې د اجتهاد له لارې د الله له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه استنباط شوي وي او دا احکام د خلیفه په تبني کېدو سره د هغو قوانینو په ډله کې راځي چې اطاعت یې واجبيږي او مخالفت یې جواز نه لري، دلیل یې هم د اصحابو اجماع ده. کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلافت ته ورسېد، د هغه نظر دا و چې د مسلمانانو تر منځ مالونه باید په مساوي توګه ووېشل شي، ځکه په هغو مالونو کې په مساوي توګه د ټولو حق دی؛ مګر د عمر رضی الله عنه نظر داسې نه و، هغه ویل دا سمه نه ده چې هغو کسانو ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې جنګېدلي، له هغو کسانو سره مساوي مال ورکړل شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ جنګېدلي دي او دا هم سمه نه ده چې فقیر ته دې د شتمن په اندازه مال ورکړل شي. دا چې ابوبکر خلیفه و او امر يې وکړ چې د هغه له نظر سره سم دې عمل وشي. یعنې د مسلمانانو تر منځ د مالونو وېش یې په مساوي توګه تبني کړ او نورو مسلمانانو له دغه دستور څخه پیروي وکړه، قاضیان او والیان په همدغه تګلاره مخته لاړل او عمر هم تسلیم شو، د ابوبکر په نظر یې عمل وکړ او هغه یې عملي کړ. کله چې بیا عمر رضي الله عنه د مسلمانانو خلیفه شو، د ابوبکر د نظر مخالف نظر یې تبني کړ، یعنې امر یې وکړ چې مالونه دې په مساوي توګه نه وېشل کېږي، بلکې د خلکو اړتیا او په اسلام کې د هغوی مخینې ته په پام سره باید مالونه ووېشل شي. مسلمانانو هم له دغه امر څخه پیروي وکړه، قاضیانو او والیانو عمل پرې وکړ؛ ځکه دا د اصحابو اجماع وه چې امام یعنې خلیفه کولی شي چې له شریعت څخه په صحیح اجتهاد سره ټاکلي احکام تبني کړي او مسلمانانو ته امر وکړي چې پر هغو احکامو عمل وکړي. پر مسلمانانو هم واجب دي چې که چېرې دغه امر د دوی له اجتهاد سره په ټکر کې هم وي، باید اطاعت یې وکړي او د خپل نظر او اجتهاد له عملي کېدو څخه باید لاس په سر شي.

2-      خلیفه د کورني او بهرني سیاست مسوول دی، د لښکر مشري د هغه پر غاړه ده او د جګړې د اعلان او سولې، اوربند او نورو هوکړه‌لیکونو د تړون واک له هغه سره دی او دلیل یې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره ده. ځکه دا ټول کارونه هغه صلی الله علیه وسلم پخپله ترسره کول او یا یې یو بل کس پرې ګوماره، لکه څنګه یې چې د اداري کارونو لپاره خلک ګومارل، مرستیالان، قومندانان او قاضیان یې ټاکل او وروسته یې محاسبه کول، د پېر او پلور، د مالونو د وېش او له وزګارو خلکو سره د کارموندنې او داسې نورو داخلي چارو په برخه کې یې څارنه کوله. همدارنګه پاچاهانو ته پيغام لېږل، د استازو منل او نورې بهرنۍ چارې او غزاګانې یې پخپله رهبري کولې؛ همدارنګه د سریو لپاره یې قومندانان ټاکل. له دې څخه ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر اصلي مشر و، نه یوازې اعلی قومندان. پر همدې اساس د جګړې اعلان یې پخپله کاوه او د اوربند او هوکړه‌لیکونو تړون یې پخپله کاوه، نو له دې څخه څرګندېږي چې دغه کارونه د خلیفه په واک کې دي.

3-      خلیفه حق لري چې بهرني سفیران ومني او یا یې رد کړي او همدارنګه حق لري چې د مسلمانانو سفیران وټاکي او یا یې لرې کړي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو له دوو استازو مسیلمه او ابو رافع سره ولیدل او همدارنګه هغه صلی الله علیه وسلم د هرقل، خسرو، مقوقس، حارث غساني، د یمن پاچا حارث حمیري، نجاشي او نورو پاچاهانو لپاره استازي وټاکل. همدارنګه عثمان بن عفان یې قریشو ته د استازي په توګه ولېږه، نو له دې څخه ښکاري چې خلیفه کولی شي سفیران وټاکي او یا هم له نورو سیمو څخه سفیران ومني او یا یې رد کړي.

4-      خلیفه کولی شي چې مرستیالان او والیان وټاکي او یا یې ګوښه کړي؛ همداراز هغوی ټول مسوول دي چې هغه ته ځواب ووايي. لکه څنګه چې د امت مجلس پر وړاندې ځواب ویونکي دي. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کړنلاره ده، چې ابوبکر او عمر یې خپل مرستیالان وټاکل او تر څنګ یې نور والیان هم وګومارل. هغوی یې محاسبه کول او یو شمېر یې لرې او ګوښه کول، لکه علاءبن حضرمي یې چې له بحرین څخه ګوښه کړ او یا ابن طبیه یې چې د ډالیو د اخیستو له امله محاسبه کړ، ځکه نوموړی یې د صدقې د راټولو په موخه لېږلی و.

5-      خلیفه کولی شي چې قاضي القضات او نور قاضیان وټاکي او یا یې لرې کړي، پرته د مظالمو له قاضي څخه، ځکه چې خلیفه هغه ټاکلی شي، خو لرې کول یې بیا ځینې محدودیتونه لري. خلیفه کولی شي چې د ادارو مدیران، د لښکر مشران، د ارکان رئیسان او د ولایتونو امیران وټاکي او یا یې لرې کړي او هغوی ټول مسوول دي چې یوازې هغه ته ځواب ووایي، نه د امت مجلس ته. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کړنلاره ده چې قاضي یې وګوماره، علي بن ابي طالب، ابوموسی اشعري، د لښکرو او سریو قومندانان لکه اسامه بن زید او حمزه بن عبدالمطلب یې وټاکل. 

6-      خلیفه کولی شي چې هغه شرعي احکام تبني کړي، چې د دولت بودجه پرې تنظيمېږي او کولی شي چې د بودجې د فصلونو او هغو پیسو په اړه تصمیم ونیسي، چې د دواړو اړخونو لپاره لازم وي، هغه که په عوايدو او يا لګښتونو پورې اړه ولري. دلیل یې د صحابه‌وو اجماع ده. ابوبکر صدیق رضی الله عنه همداسې وکړل او عمر رضی الله عنه هم په دې توګه عمل وکړ، خو هېڅ صحابي یې مخالفت ونه کړ، که چېرې دا عملونه منکر وای، حتمي یې مخه نیول کېده؛ نو په حقیقت کې دې ته اجماع وایي.

 د حاکم په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کړنلارې او تر هغه وروسته د راشده خلفاوو پر کړنو له اجماع وروسته معلومېږي، چې خلیفه هغه څوک دی چې د حکومت ټول واک یوازې له ده سره وي. نوموړی د مسلمانانو ولي‌الامر او د هغوی د مصلحتونو ساتونکی دی. له هغه سره دومره واک او اختیار شته دی، چې خپل مسوولیت په ښه او بشپړ ډول ترسره کړي.

دا د الله سبحانه وتعالی حکم دی او هېڅوک نشي کولی چې اعتراض یا نیوکه پرې وکړي. ایا له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک شته، چې د امت پر مصلحت ښه وپوهېږي؟ پر همدې اساس د خلیفه د پراخ واک ګټې یوازې هغه مهال څرګندېږي، چې انشاءالله خلافت یو ځل ژر را وګرځي. خلیفه د امت چارې سمبالوي. هغه د ټولو لويو او کوچنيو مسايلو مسول دی. امت هغه پوښتي او محاسبه کوي يې.

اې ربه موږ ته ژر هغه خلیفه را په برخه کړه، چې زموږ چارې سمبال کړي، زموږ نصیحت واوري او پوښتنې او غوښتنې مو ومني. ترڅو په دې توګه نور د فساد او بې‌عدالتۍ لپاره ځای پیدا نشي. اې ربه پر هغه امت باندې امنیت، ارامي او امن حاکم کړه، چې له ډېر وخت راهیسې تر ظلم، وحشت او بې‌عدالتۍ لاندې دی او دا هیله لري چې د مهربانه او بښونکي الله په فضل به یوه ورځ له دغه حالت څخه وژغورل شي. آمین

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې