شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله سبحانه وتعالی په نزد قوي مومن تر کمزوري مومن غوره دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله سبحانه وتعالی په نزد قوي مومن تر کمزوري مومن غوره دی

(ژباړه)

له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى الله مِنْ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ: لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ الله وَمَا شَاءَ فَعَلَ فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ»

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نزد قوي مومن تر کمزوري مومن غوره دی؛ په داسې حال کې چې په هر یوه کې ښېګڼې شته دي. د هغه څه په اړه حریص اوسه، چې ستا په ګټه دي، له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته غواړه او عاجز کېږه مه، که چېرې یو څه در پېښ شول، داسې مه وایه: که چېرې مې داسې و هغسې کړي وای (دغه پېښه به نه رامنځته کېدله)، بلکې ووایه: الله سبحانه وتعالی مقدر کړي وو او هر څه یې چې غوښتل، ترسره یې کړل؛ ځکه د (که چېرې) ویل د شیطان کار ته لار هواروي.

د صحیح مسلم د نووي په شرحه کې داسې راغلي دي:

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه خبره: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى الله مِنْ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ» کې له (قوة) څخه موخه د اخرت د چارو په ترسره کولو کې د یو کس قوي عزم او اراده ده. که څوک دغه صفت ولري، نو د جهاد په ډګر کې پر دښمن ډېر وردانګي، د جهاد په لاره کې بېړه کوي او د هغه په لټه کې کېږي، په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې قوي اراده لري او په دغو ټولو چارو کې د ستونزو پر مهال صبر کوي، د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د سختیو پر وړاندې له زغم څخه کار اخلي، د لمانځه، روژې، ذکر او نورو عبادتونو په اداکولو کې ډېره علاقه لري او داسې نور.

مګر د رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه خبره «وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ» په دې معنا ده چې په کمزوري او قوي مومن دواړو کې خیر نغښتی دی؛ ځکه چې قوي مومن له کمزوري مومن سره په ایمان او عبادت کې چې هغه یې ترسره کوي، ورته دی. د رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه خبره «احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ» په دې معنا ده چې د الله سبحانه وتعالی په طاعت کې حریص اوسه او د هغه اجر او ثواب لپاره لېوال اوسه، چې له الله سبحانه وتعالی سره دی، له الله سبحانه وتعالی څخه د دغه کار په ترسره کولو کې مرسته وغواړه او د طاعت او له الله سبحانه وتعالی څخه د مرستې غوښتلو په برخه کې ټمبلي او دوه‌زړیتوب مه کوه. 

قاضی عیاض د رسول الله صلی الله علیه و سلم د دغې خبرې «وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ: لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ الله وَمَا شَاءَ فَعَلَ فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ» په اړه وایي، ځینو علماوو ویلي دي: دا د هغو کسانو لپاره نهي ده چې په بشپړ باور سره وایي: که چېرې ما داسې کړي وای، له دغه ډول ستونزې سره به نه مخ کېدم، مګر که څوک دغه عمل ته د الله سبحانه وتعالی له تقدیر سره تړاو ورکوي او وایي چې موږ ته یوازې هغه څه راپېښېږي، چې الله تعالی مقدر کړي دي، نو دوی په دې مسله کې نه شاملېږي. همدارنګه علماء د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په خبره استدلال کوي، چې په غار کې یې وویل: «که چېرې له مشرکانو څخه یو کس هم سر پورته کړي، موږ به وویني.» قاضي عیاض وايي: په دې موضوع سره استدلال نه کېږي، ځکه د ابوبکر رضي الله عنه خبره د راتلونکي په اړه وه او د الله سبحانه وتعالی د قضاء تر پېښېدو وروسته له هغې څخه انکار نه دی.

قاضي وایي؛ ټول هغه حدیثونه چې په صحیح بخاري کې د "ما يَجُوزُ مِنَ اللَّوْ"  تر باب لاندې راغلي دي، د دغه حدیث په څېر دي.

«لَوْلَا حِدْثَانُ عَهْدِ قَوْمِكَ بِالْكُفْرِ لَأَتْمَمْتُ الْبَيْتَ عَلَى قَوَاعِدِ إِبْرَاهِيمَ، وَلَوْ كُنْتُ رَاجِمًا بِغَيْرِ بَيِّنَةٍ لَرَجَمْتُ هَذِهِ، وَلَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ»

ژباړه: که چېرې ستا قوم د کفر وخت ته نږدې نه وای، نو کعبه مې د ابراهیم علیه السلام په څېر جوړوله (د حطیم دېوال مې کعبې ته دننه کاوه) او که چېرې ما له دلیل پرته یو څوک سنګسارولی، نو دغه ښځه به مې سنګسار کړې وای. که چېرې زما پر امت نه سختېدلی، هغوی ته مې د هر لمانځه پرمهال پر مسواک وهلو امر کاوه.

دغه ټول حدیثونه پر راتلونکي دلالت کوي او په هغو کې د الله سبحانه وتعالی پر قضاء هېڅ نیوکه نه ده شوې. نو هېڅ ستونزه پکې نشته ده، ځکه د دې لپاره استفاده کېږي چې که چېرې په راتلونکي کې دغه خنډ نه وي، دغه کار ترسره کوم او د هغه د ترسره کېدو توان هم لري؛ مګر د هغه کار بدلول بیا ناممکن دي، چې پخوا تېر شوی وي. قاضي وایي: هغه څه چې د حدیث له مفهوم څخه مې درک کړل، هغه دا دي چې دلته نهي ښکاره او عامه ده؛ خو تنزیهي نهي ده او د رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه خبره «فَإِنَّ "لَوْ" تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ» د دغې نهی پر تنزیهي‌والي دلالت کوي او په دې معنا دی چې د الله سبحانه وتعالی د قضاء مخالفت یې په زړه کې پروت دی او د شیطان د وسوسې لامل هم کېږي.

  ښکاره خبره ده چې د "که چېرې" له کلمې څخه په هغه حالت کې نهي شوې ده، چې یادول یې هېڅ ګټه نه لري؛ نو له همدې امله تنزیهي نهی ده، نه تحریمي. مګر که چېرې یو څوک د الله سبحانه وتعالی د عبادت په نه ترسره کولو سره پېښمانه وي او یا د الله تعالی د طاعت پرمهال عذر ولري، نو په دغو حالتونو کې د (که چېرې) له کلمې څخه استفاده کول کومه ستونزه نه لري او په حدیثونو کې په دې اړه ډېره یادونه شوې ده. والله اعلم.

نو موږ باید پخپله ځانونه تشویق کړو، چې د باثباته مومنانو په ډله کې راشو؛ هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي او اوامرو ته یې غاړه اېږدي، له ګناه او د الله تعالی له نافرمانۍ څخه مخ اړوي، پر الله سبحانه وتعالی داسې توکل کوي، څنګه چې ښايي او د الله سبحانه وتعالی پر حکم او قضاء باندې خوشاله کېږي.

 ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې