پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له انصارو سره محبت د ایمان نښه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
له انصارو سره محبت د ایمان نښه ده

(ژباړه)

ابن بطال د صحیح البخاري د شرحې په «عَلامَةِ الإيمَانِ حُبُّ الأنْصَار» باب کې له انس رضي الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

 «آيَةُ الْإِيمَانِ حُبُّ الْأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الْأَنْصَارِ»

ژباړه: له انصارو سره محبت د ایمان نښه ده او له انصارو سره بغض او کینه کول، د نفاق نښه ده.

عباده بن صامت رضي الله عنه چې د بدر په جګړه کې یې ګډون درلود او د عقبې شپې له نقیبانو څخه و (نقیب هغه کس دی، چې شپږ کسیزه ډله رهبري کوي)، داسې روایتوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې له یو شمېر اصحابو سره ناست و، وفرمایل:

«بَايِعُونِي عَلَى ألا تُشْرِكُوا بِاللَّهِ شَيْئًا، وَلا تَسْرِقُوا، وَلا تَزْنُوا، وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ وَلا تَأْتُوا بِبُهْتَانٍ تَفْتَرُونَهُ بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ، وَلا تَعْصُوا الله فِي مَعْرُوفٍ، فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا، فَعُوقِبَ فِي الدُّنْيَا، فَهُوَ كَفَّارَةٌ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا ثُمَّ سَتَرَهُ اللَّهُ فَهُوَ إِلَى اللَّهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ، وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ". فَبَايَعْنَاهُ عَلَى ذَلِك»

ژباړه: له ما سره پر دې باندې بیعت وکړئ؛ چې له الله سبحانه وتعالی سره څه شی شریک نه کړئ، غلا ونه کړئ، خپل بچیان ونه وژنئ، پر یو بې ګناه کس تور پورې نه کړئ (دغه تور په خلکو کې خپور نه کړئ) او  په غوره کارونو کې نافرماني ونه کړئ. له تاسو څخه چې هر یو پر دغو مواردو وفا وکړي، د الله (سبحانه وتعالی) له لوري به اجر ورکړل شي او که له تاسو څخه هر یو دا ګناهونه وکړي (له شرک پرته) او په دې دنیا کې جزا ورکړل شي، هغه جزا به یې د ګناهونو کفاره وي. خو که چا له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړه او الله (سبحانه وتعالی) د هغه ګناه پټه کړه، نو د هغه (سبحانه وتعالی) خوښه چې په اخرت کې یې بښي او که جزا ورکوي. عباده بن صامت زیاته کړه: نو ځکه موږ په دغو مواردو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیت وکړ.

مهلب وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (علامة الإیمان حب الأنصار) د انس په حدیث کې بیان شوې ده. خو د عباده حدیث د انصارو د فضلیت په اړه راغلی دی، ځکه انصار هغه لومړني کسان وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په بیت کولو کې یې دغه فضلیت په اسلام کې خپل کړ او دا په اسلام کې لومړنی بیعت و چې په مکه کې له انصارو سره وشو، چې یوازې ۱۲تنو انصارو پکې برخه اخیستې وه.

ابن اسحاق هم پخپل کتاب کې دغه مسله یاده کړې ده. همدارنګه عباده رضی الله عنه ویلي: «له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د اصحابو یوه ډله وه، که څه هم مهاجرینو په مکه کې اسلام منلی و، خو د انصارو په څېر یې بیعت نه و کړی؛ نو دغه موضوع څرګندوي چې انصار هغه لومړني کسان وو، چې د الهي توحید او اسلامي شریعت په اعلان سره یې بیعت وکړ او د ژوند تر وروستیو شېبو پرې ورته ژمن پاتې شول. په همدغه دلیل، له انصارو سره محبت کول د ایمان نښه ده... پای.»

انصار هغه ډله وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ یې وکړ او د الله سبحانه وتعالی دین ته په نصرت ورکولو سره یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ. نصرت یعنې له هغه فکر سره د قدرت او دفاع یو ځای کول، چې نصرت ورکوونکو پرې ایمان راوړی وي. نصرت، د طریقې اړوند یو شرعي حکم دی؛ ځکه مبدأ له فکرې او طریقې څخه جوړه شوې ده. فکره له هغې عقیدې او حل‌لارو څخه عبارت ده، چې د انساني ستونزو د له منځه وړلو لپاره راغلې ده او طریقه بیا د عقیدې د ساتنې او لېږد تر څنګ، د هغې د حل‌لارو پلې‌کوونکې کړنلاره ده.

نو هره مبدأ‌ چې په رښتیني ژوند کې عملي کېدل غواړي، نو یوه مناسب جوړښت ته اړتیا لري، چې په رښتیني ژوند کې مبدأ تنظیم، خوندي او حمل کړي او حل‌لارې یې عملي کړي. د نصرت مفکوره د طریقې له احکامو څخه اخیستل شوې، چې په ژوند کې د مبدأ د عملي کولو څرنګوالی بیانوي. دغه کار د هغه دولت په تاسیس سره کېږي، چې د عقیدې پر اساس ولاړ وي او د هغې ساتنه، لېږد او حل‌لارې عملي کوي.  

په حقیقت کې دغه ویاړ د لومړي ځل لپاره د هغو انصارو په برخه شو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې په مدینه منوره کې پنا او نصرت ورکړ او هغه عقیده یې په ټول توان سره په غېږ کې ونیوله، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازله شوې وه او دوی هر څه چې درلودل، د هغې په لاره کې یې قربان کړل؛ تر دې چې اسلامي دولت تاسیس شو، پرمختګ یې وکړ او پراخ شو.

په همدې توګه موږ پوښتلی شو، چې انصار نن ورځ چېرې دي؟ د الله سبحانه وتعالی قدرتمند او اغېزناک کسان چېرې دي؟ یعنې هغه کسان چې خپل ټول ارزښتمند شیان له اسلام سره د نصرت او مرستې کولو لپاره او د اسلامي دولت (د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت) د تاسیس لپاره بښي، ترڅو هغه ستر ویاړ ترلاسه کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ترلاسه کړی و.

اې ربه! د نبوت پر منهج خلافت دولت راپه برخه کړه، چې د هغه په وسیله د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه غمونه او مصیبتونه لرې شي! اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې