پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلکو خصلتونه فاسد شوي؛ مسول څوک دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلکو خصلتونه فاسد شوي؛ مسول څوک دي؟

(ژباړه)

سهل بن سعد روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ.» (رواه البخاري برقم ۳۹۱۳)

ژباړه: په الله قسم، که یو کس ستا په واسطه هدایت شي، تر سرو اوښانو درته غوره دی.

د الله سبحانه وتعالی وروستی هدف له انبیاوو، رسولانو او صالحو او مومنو بندګانو څخه دا دی، چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته دعوت وکړي او د یوه دعوتګر لپاره همدغه عزت او مقام بسنه کوي، چې الله سبحانه وتعالی دغه ستر مسولیت هغه ته ورکړی دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی ته تر ټولو غوره او ستر عمل دا دی، چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته دعوت وشي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ [فصلت: ۳۳]

ژباړه: د چا وینا به د هغه کس تر وینا غوره وي، چې خلک د الله لوري ته رابولي، نېک کارونه کوي او وایي چې زه د مسلمانانو له ډلې څخه یم؟

د اسلام سپېڅلی دین د بشر هدایت د دغه امت پر غاړه اېښی دی او هغه کسان یې اجر او ثواب ته هڅولي چې دا کار کوي. د هغه چا لپاره همدا بسنه کوي، چې د الله سبحانه وتعالی دین ته د یو کس دعوتول ورته تر سرو اوښانو غوره بلل شوي وي. په عربو کې به سره اوښان تر ټولو غوره او ارزښتمن ګڼل کېدل. همدارنګه ویل شوي، چې سور اوښ همغه لېږدوونکی اوښ دی (هغه اوښ چې انسان لېږدوي).

د حدیث شریف معنا دا ده، چې د یوه دعوتګر په واسطه له کفارو څخه د یوه کس هدایت او لارښوونه لوی خیر او لوړ فضیلت دی او ځینو ویلي چې دغه کار له دنیا او په دنیا کې له هر شي څخه غوره دی. پر همدغه اساس، په دې ورځو کې به څوک د همت لېچې بډوهي او د دین لوري ته د امت د بیا راګرځولو لپاره به کار او جګړه کوي؟ څوک به د خلکو د هدایت لپاره کار او جګړه وکړي، په داسې حال کې چې د حکامو د ظلم سیوري او هراړخیز فساد د خلکو خوی او خصلت بدل کړی او ژوند یې د فطرت خلاف روان دی؟ څوک به په دې ورځو کې راپورته شي، خپلې غریزې به تر پښو لاندې کړي، لنډمهاله دنیا به پرېږدي او پر هغه څه به منګولې ولګوي چې دایمي وي؟

اې الله! راشده خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مهنج ژر تاسیس کړه، چې په مرسته یې د مسلمانانو مړاوی حالت پای ته ورسېږي او له دوی څخه غمونه او مصیبتونه لرې کړي. اې ربه! په خپل کریم نور سره دا ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر ویاړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې