جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام د ټېکنالوژۍ پرمختګ ته معنی ورکوي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام د ټېکنالوژۍ پرمختګ ته معنی ورکوي

هند د اګېسټ په 23مه سپوږمۍ ته ورسېد؛ له دې سره د ټېکنالوژۍ په برخه کې هغو لاسته راوړنو لېست نور هم اوږد شو چې د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې ترلاسه شوې. نړۍ هر شېبه د ټېکنالوژۍ په ډګر کې د دغو لاسته راوړنو شاهده ده؛ خو بیا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو حالت مخ پر خرابېدو دی. د نړۍ خلک لا هم د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري او د خوړو له کمښت، سیاسي بې ثباتيو، بې ثباته نړیوال امنیت، اقتصادي ستونزو، بې عدالتۍ، فساد، د کورني ژوند انحطاط، استعماري استثمار، بې ځایه کېدو، د کډوالۍ فشارونو، نژادپالنې، رواني ناروغیو او دې ته ورته پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هند راتلونګی ګام ښايي د مریخ پر لور وي؛ خو بیا به هم خپل خلک د ډیلي او ممبی له سړکونو او کنډوالو ونه شي ژغورلی او نه به د جنسي تېري وبا ختمه کړی شي. امریکا ښايي د څو ټریلیوني ډالري تصدیو له لارې نورې پرمختللې ټېکنالوژۍ رامنځته کړي؛ خو د زیاتېدونکي انفلاسیون او هغه دوره‌اي اقتصادي ناورین مخه به ونه شي نیولی چې امریکایان له سترې اقتصادي بدبختۍ سره مخ کوي او د غلامۍ ژورې کندې ته یې غورځوي. چین ښايي د خپلو پرمختللو ټېکنالوژيکي تولیداتو له لارې خپل کورنی ناخالص تولید (GDP) لوړ کړي؛ خو خلک به یې د درېیمې نړۍ د کاري ځواک په توګه کړاو کې وي. روسیه ښايي د هایپرسونیک توغندیو جوړولو ته دوام ورکړي؛ خو د نړۍ امنیت نه شي تضمینولی. لنډه دا چې یوازې ټېکنالوژیکي پرمختګونه د انسانانو ستونزې نه شي حلولی.

له یوې سالمې ایډیالوژۍ او د ژوند نظام پرته د ټېکنالوژۍ هر ډول پرمختګ بې معنی دی. ایډیالوژي د انسان د ژوند اصلي موخه تعریف او اداره کوي چې دا بیا په ژوند کې د انساني هیلو مسیر ټاکي. دا چاره د دې لامل کیږي چې د ټېکنالوژۍ پرمختګ په دې موخه وهڅول شي، چې د ژوند د هغې موخې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې ایډیالوژۍ تعریف کړې ده. له همدې امله د ټېکنالوژۍ پرمختګ له ایډیالوژۍ سره ټینګه اړیکه لري او تابع یې دی.

د غرب د پانګوال نظام معیوبه ایډیالوژي د هغه ټیکنالوژیکي پرمختګ لامل شوې چې د ژوند له ناسمې موخې او هیلې سره تړاو لري. په دې ډول د انسان د ژوند له اصلي مسلو څخه د ټېکنالوژۍ اړیکه پرې کیږي. په حقیقت کې د ټېکنالوژۍ اوسنی پرمختګ د ګوتو په شمېر پانګوالو د ګټو خدمت کوي او د نورو ټولو خلکو ګټې تر پښو لاندې کوي. خلکو ته یوازې د وچې ډوډۍ هغه ټوټې رسېږي چې د پانګوال نظام له دسترخوانه لوېږي.

له بل لوري اسلامي ایډيالوژي د انسانانو پر ژوند سم او دقیق تمرکز کوي. اسلامي ایډیالوژي د ژوند موخه د الله سبحانه وتعالی اطاعت او د هغه د رضا ترلاسه کول تعریفوي چې دا په دنیا او اخرت کې د بریا سبب کېږي. د ژوند هغه نظام چې له اسلامي ایډیالوژۍ څخه راوتلی دی هم د ژوند د همدغې موخې پر ترلاسه کولو تمرکز کوي.

له همدې امله انسانانو ته د نړۍ د ټولو سرچینو د اختیار حکمت هم دا دی، چې د ژوند د هغې موخې ترلاسه کولو لپاره وکارول شي چې اسلام تعریف کړې. نو د ټېکنالوژۍ پرمختګ د دې لپاره کېږي چې له خلکو سره اصلي موخې ته په رسېدو کې مرسته وکړي. د اسلام تاریخ ښي چې تخنیکي پرمختګونه تل خلکو ته هوساینې راوړلو لپاره شوي دي. مسلمانو ساینسپوهانو، انجینرانو او ډیزاینرانو د ساینس په ډګر کې داسې نوې زمینه مساعده کړه چې نن ورځ د معاصرو ټېکنالوژیکي لاسته راوړنو د بنسټ په توګه کار کوي.

نن باید بیا ټیکنالوژۍ ته د سالمو موخو لپاره پرمختګ ورکړو چې له انسانانو سره د انساني ژوند د اساسي ستونزو په حلولو او د اسلامي ایډیالوژۍ له مخې د ژوند موخې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. دا چاره یوازې د نبوت پر منهج اسلامي خلافت د تاسیس له لارې شونې ده. خلافت د مهمو ټېکنالوژیکي پرمختګونو له لارې یوازې د اسلامي ایډیالوژۍ پر پلي کولو تمرکز کوي او یوازې دا چاره انسانیت د اوسنۍ نافرمانۍ او بدبختۍ له کندې ژغورلی شي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

[إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ]

ژباړه: «حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی د هېڅ قوم حالت تر هغه نه بدلوي چې دوی په خپلو نفسونو (حالتونو) کې بدلون نه وي راوستی.» [الرعد:۱۱]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

علي طارق- ولایه پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې