شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الاقصی طوفان د امت پر طوفان بدل کړئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
د الاقصی طوفان د امت پر طوفان بدل کړئ!

که څه هم امت له ډېرو سختیو او کړاوونو سره مخ دی؛ خو نیکمرغي یې هم په همدغو کړاوونو کې نغښتې ده. امت که هر څو په لوګي کې راګیر دی؛ خو دا اور به دښمن او ملاتړي یې لولپه کړي. دا کړاوونه به له منخه ځي او دا هغه شېبه ده چې امت د خپل ذول الجلال رب غوښتنې ته لبیک وایي او هغه سبحانه و تعالی د نصرت (بریا) زیری ورکوي.

[يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی (په ورکړل شوي نصرت) باندې الله سبحانه وتعالی هغه چاته نصرت ورکوي چې خوښه یې شي او هغه عزیز او رحیم (برلاسی او رحم کونکی دی). [روم:۵]

هغه څه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مه په فلسطین او ځانګړې توګه په ویاړلې غزه کې پیښ شول، د دغه امت د ذاتي خیر، نیکمرغۍ او وړتیا ښکاره نښه ده او یوازې دې ته اړتیا لري چې سم مسیر ته برابر شي.

موږ د یوه امت په توګه همغسې یو، لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمایلي دي:

 [وَإِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ]

ژباړه: او په حقیقت کې ستاسو امت، یو امت دی او زه ستاسو رب یم، نو له ما څخه وویریږئ (تقوا وکړئ). [مؤمنون:۵۲]

موږ باید د همدغه حقیقت پر اساس چې یو واحد امت یو، دریځ ونیسو. دا خبره په ځانګړې توګه په لبنان کې ډېره مهمه ده؛ نن ورځ دا منل شوې چې هغه کسان چې وسلې یې پورته کړې له لبنان، فلسطین او اسلامي ډلو څخه دي. دغو ډلو پرله پسې اعلان کړی چې د دوی لوری په فلسطین کې له یهودانو سره مبارزه ده او تل د الاقصی د ازادولو شعارونه ورکوی. تل یې ویلي چې دې کار ته ګوته په ماشه او د یو مناسب فرصت په تمه دي؛ نو ایا تر دې بل مناسب فرصت شته؟

په غزه کې د مجاهدينو يوې ډلې چې په لوړ هوډ مقاومت کوي، ستاسو لپاره دروازه پرانيستله او د يهودانو قدرت او وسلې یې داسې وشرمولې، چې خپله يهود هم پرې اعتراف کوي. دغې پیښې د یوې هوډمنې او وفادارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د سترو قدرتونو د ملاتړ ترڅنګ د یهودي دولت د درنو وسلو او پرمختللې ټکنالوژۍ ضعف او کمزورتیا په ډاګه کړه!

دا پلمه چې فلسطينيان به په يوازې ځان دا مسووليت ادا کړي؛ د خپلې ناستې (له جګړې څخه د وېرې او بېغيرتۍ) لپاره پلمه ده او دا پلمه چې دولتونه به له خپلو ټولو امکاناتو سره پر موږ راټول شي، د هغو ټينګو ګامونو د نه پورته کولو لپاره پلمه ده چې په راتلونکي کې نه، بلکې همدا اوس يې د پورته کولو وخت دی.

امت راپورته شوی او که چېرې په تاسو کې د دغه حرکت څرک وویني؛ نه یوازې دا چې امت به درسره یو ځای روان شي، بلکې له تاسو به مخکې روان وي. په امت کې د قربانۍ او جهاد داسې لېوالتیا راژوندی شوې، لکه په فلسطیني وروڼو کې یې چې راژوندی ده. د دوی هیلې، احساسات او لیوالتیا مه وژنئ او د دغه طلایي فرصت په اړه د خپل تکلیف په ادا کولو کې سستي مه کوئ!

د فلسطین د خلکو په څېر اسلامي امت هم پوهېږي چې د دغه کار بیه ښایي لوړه وي؛ خو د خپل رب دغه قول لولي:

[وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا]

ژباړه: د خپلو دښمنانو په تعقیبولو کې سستي مه کوې، که تاسو له ستونزو سره مخ کیږئ، نو دوی هم له ستونزو سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې تاسو له الله څخه د هغه څه هیله لرئ، چې دوی یې قطعا نه لري. الله سبحانه وتعالی پر هر څه پوهیږي او د علم او حکمت څښتن دی. [نسأ: ۱۰۴]

دوی دا لولي، زړونه یې  ډاډه کیږي او د قربانۍ له لارې یې روح ارامیږي.

اې د لبنان او فلسطین خلکو او په لبنان کې وسله والو اسلامي ډلو:

که دا ستاسو د وسلو د کارولو وخت نه وي، نو کله دی؟ خپلې وسلې د بل کوم غوره عمل لپاره ساتئ؟ موږ پر تاسو غږ کوو: که چېرې تاسو نن ورځ پرته له دې چې هغه سیمه ییزې او نړیوالې پرېکړې په پام کې ونیسئ چې تاسو یې له کلونو راهیسې له دغه کاره راګرځولي یئ، حرکت وکړئ، نو امت به ستاسو تر څنګ ودریږي او ستاسو ملاتړ به وکړي. دا هغه وخت دی چې نه یهودي دولت او نه یې نور ملاتړي هېوادونه د امت د دغه حرکت پر وړاندې د کوم اقدام جرات کولی شي.

همدارنګه موږ تاسو ته دا هم وایو چې: که تاسو له یهودو سره جګړې ته راودانګئ، نو له دې لارې په پوځونو کې خپل مخلص وروڼه هڅولی شئ چې له یهودو سره جګړې ته تیار شي. تاسي وليدل چي په مصر، اردن، لبنان، ترکيې، افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کي څه ډول خلک او پوځونه دغې جګړې ته سخت په تمه دي، د دوی لپاره د دغې جګړې اور ته پوکی وکړئ.

[وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ]

ژباړه: د خپلو دښمنانو په تعقیبولو کې سستي مه کوې. [نسأ:۱۰۴]

نن ورځ ستاسو هر ډول ټمبلي او مرستې ته نه رادانګل موږ د دې ویلو ته اړباسي چې ستاسو ټمبلي او سستي دا په ډاګه کوي چې تر کاسې لاندې نيم‌کاسه ده او ستاسو د ځنډ تر شا حتماً خيانت پټ دی! نو راشئ او معادله راوڅرخوئ او خپل امت ته نیکي ښکاره کړئ. دا اوس په تاسو پورې تړلې او یوازې د هغه زړور ګام پورته کولو ته اړتیا لري، چې تاسو یې اخیستلی شئ. تاسو به هغه وخت وګورئ چې دغه اشغالګر دولت څنګه ړنګېږي او ملاتړي یې هغه وخت څنګه تښتي چې د اقصی طوفان د امت پر طوفان بدل شي.

[ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ]

ژباړه: د دوی د مقابلې لپاره له دې دروازې دننه ورشئ.کله چې تاسو دننه ورسېږئ، نو برلاسي یاست، پر الله توکل وکړئ، که چېرې مؤمنان یاست. [مائده:۲۳]

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۵مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۰مه

حزب التحريرـ ولایه لیبنان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې