پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا له غلامۍ څخه د خلاصون لپاره باید ډیموکراسي رد او د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړو.
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا له غلامۍ څخه د خلاصون لپاره باید ډیموکراسي رد او د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړو.

موږ به تر هغه د امریکا له غلامۍ څخه ریښتنی خلاصون ونه وینو، تر څو چې ډیموکراسي پر موږ واکمنه وي. دا ډیموکراسي ده چې خپلو ټولنو او ادارو ته اجازه ورکوي، تر څو هغه فرمانونه، غوښتنې، پالیسۍ او قوانین تصویب کړي، چې موږ د غربي استعمار تر تسلط لاندې ژوند وکړو. په دې توګه د پاکستان اقتصاد د نړیوال وجهي صندوق ( IMF )  او ( FATF ) سازمان د فرمانونو تابع دی، همدارنګه د دغه هېواد پوځ د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا دفاع وزارت (US CENTCOM  ) او ملګرو ملتونو د غوښتنو، تعلیمي نظام یې د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID ) او یونسکو ( UNESCO ) د پالیسیو مطابق مخکې ځي او د دغه هېواد قضایه قوه د برېټانیوي استعمار راج (ICJ) د قوانینو تابع ده او پر مخ یې بیایي. په حقیقت کې دا ډیموکراسي ده چې زموږ امریکا ته زموږ غلامي تظمینوي.

دغه راز دا ډیموکراسي ده چې زموږ اقتصاد یې ویجاړ او د نړیوال وجهې صندوق د پالیسیو غلام ګرځولی دی. دا ډیموکراسي ده چې پاکستان یې زموږ په لګښت نړیوالو او سیمه ییزو پور ورکوونکو ته، چې د پاکستان په ملي پور کې پانګونه کوي، په لنګه غوا بدل کړی. دا ډیموکراسي ده چې پر دې مو باوري کوي چې د پاکستان حکام تر درېیو ترېلیونو زیاتې روپۍ، د پاکستان د مالیاتي عاید تر نیمایي زیات، په سودي پورونو ورکړي. همدا ډیموکراسي ده چې له امله یې له عامو خلکو مالیه راټولېږي او هغه بیا په سودي پورنو کې ورکول کیږي؛ پرته له دې چې د خلکو ستونزې په پام کې ونیول شي او د حل لپاره یې یوه لاره پیدا کړي او دا کار د دې لامل کیږي، چې په سود باندې نور پورونه واخلي او له امله به یې زموږ راتلونکي نسلونه له موږ څخه له زیات سخت حالت سره مخ شي. په دې توګه، که هر څوک زموږ حاکمان وي، خو ترڅو چې ډیموکراسي حاکمه وي، زموږ اقتصاد به ویجاړ وي.

ډېموکراسي ده چې د امریکا د دفاع وزارت او د نورو استعماري وسیلو، لکه ملګرو ملتونو غوښتونو او فرمانونو ته د غلامۍ له لارې زموږ امنیت زیانمنوي. دا ډيموکراسي ده چې د پاکستان واکمنان یې د هند غلام کړي او له هندیانو سره قوي اړیکې ساتي، په داسې حال کې چې مودي په هند او اشغال شوي کشمیر کې پر مسلمانانو ظلم کوي او د نوموړي استخبارات هڅه کوي چې په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړي. همدا ډېموکراسي ده چې د باجوه- شریف ریژم یې مجبوره کړی، چې د هند پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي، ترڅو مودي د چین او د سیمې د مسلمانانو پر ړواندې د امریکایي پولیس په توګه کار وکړي. دا ډیموکراسي وه چې امریکا ته یې په پاکستان کې په دوامداره توګه هوايي او ځمکنئ اډې ورکړې او همدارنګه یې په خلیج کې بې پيلوټه، جنګي الوتکو ته اډې ورکړي، ترڅو افغانستان اشغال او د ډیورنډ د پولې په اوږدوکې د فتنې اور بل وساتي. په حقیقت کې دا ډېموکراسي ده چې زموږ امنیت ته زیان رسوي، که واکمن هرڅوک وي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

یوازې د نبوت پر منهج خلافت کولی شي، چې موږ د امریکا له غلامۍ څخه خلاص کړي. یوازې خلافت کولی شي، چې د استعمار د هر اړخیز نفوذ دروازې په کلکه وتړي، ځکه دا به موږ د هغه څه په واسطه اداره کړي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي. په خلافت کې د اساسي قانون هره ماده له قرآن او نبوي سنتو څخه اخیستل شوې ده.

الله سبحانه وتعالې په قران کریم کې فرمایي، چې دا هغه کتاب دي چې هېڅ شک پکې نشته:

{أَفَغَيْرَ اللّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنَزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلاً}[الانعام: ۱۱۴]

ژباړه: ایا نو زه له الله نه سِوا بل كوم حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې همغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى.

یوازې خلافت دی چې موږ به د نړیوال وجهې صندوق له غلامۍ څخه خلاص او خپل اقتصاد به مو راژوندی کړي. خلافت دی چې ټولې سودي معاملې به له منځه وړي، ځکه سود د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم سره د جګړې په معنا دی. خلافت دی چې بې وزله او پوروړي به له هر ډول مالیاتو څخه خلاص او اړتیاوې به یې له زکات څخه پوره کوي. خلافت دی چې د مالي توان له مخې به له خلکو څخه مالیه اخلي، که هغه د کرنیزې ځمکې مالک وي، چې خراج ورکوي یا صنعتکار وي، چې له نصاب څخه د اضافي سوداګریز مال زکات ورکوي. خلافت دی چې د اسلامي نړۍ پراخه انرژي او معدني زېرمې به د عامه ملکیتونو په توګه ساتي، چې ټول عاید به یې د مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېږي، نه دا چې د خصوصي مالکینو جیب ته لاړې شي. خلافت دی چې زموږ اسعار به د سروزرو او سپینو زرو پر بنسټ ولاړ وي، د نړیوال ډالر تسلط به له منځه وړي، نرخونه به ثابت ساتي او انفلاسیون به له منځه وړي.

خلافت کولای شي چې اسلامي نړۍ د یوه لوی دولت تر سیوري لاندې سره متحده کړي، د استعماري قدرتونو په زړونو کې وېره رامنځته کړي. خلافت دی چې د مسجد الاقصی، اشغال شوي کشمیر او همدانګه هند د فتحې لپاره به وسله‌وال ځواکونه تیاروي. خلافت دی چې د دعوت او جهاد له لارې به د اسلام رڼا او لارښوونې خپروي، لکه څرنګه یې چې پېړۍ وړاندې ټولو هېوادونه د بشري قوانینو له غلامۍ څخه خلاص کړل. خلافت دی چې خپل پوځیان به د اسلامي افکارو او مفاهیمو پر اساس روزي او د هغه چا پر وړاندې به درږي، چې زموږ ارزښتونو او زموږ رسول صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کوي او د دا ډول خلکو خولې به خاموشه او لاسونه به یې تړل کېږي، که په فرانسه، سویډن او یا هم په امریکا کې وي.

نوره ډيموکراسي او د امریکا غلامي بس ده. اې مسلمانانو همدا اوس د حزب التحریر له شبابو سره د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د بیا تاسیس لپاره هلې ځلې وکړئ!

اې د پاکستان وسله والو مسلمانو ځواکونو!

ایا د امریکا له غلامۍ څخه ستړي شوي نه یاست، نوره غلامي پرېږدئ او د هغوی پر وړاندې عملي مبارزه وکړئ. ایا د خپلو خلکو پر وړاندې دښمني بس نه ده، چې کله جنرال مشرف د اسلام پر ضد  پاکستان د امریکا د صلیبي جګړې په اور کې وسوځاوه. ایا تاسې هغه وخت ستړي نشوئ/ مایوسه نشوی، چې کله جنرال کیاني امریکایي صلیبیانو ته اجازه ورکړه، چې زموږ خاوره ککړه کړي او موږ په ذلت کې ډوب کړي. ایا تاسې د امریکا له غلامۍ څخه نه یئ ستړي شوي، کله چې جنرال راحیل په قبایلي سیمو کې د فتنې جګړه پیل کړه، په داسې حال کې چې کشمیر د کنټرول په کرښه کې له هند سره مرسته وکړه. همدانګه همدا اوس تاسې نه شرمېږئ، کله چې جنرال باجوه اشغال شوی کشمیر هند ته تسلیموي، ترڅو مودي په افغانتسان کې د امریکا ګټې او نفوذ وساتي او پر موږ باندې ظالم، غله او غدار چارواکي حاکم کړي.

ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې د واقعي مېړانو/نرانو په توګه اقدام وکړئ، حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، ترڅو د خپل امیر شیخ بن خلیل ابو الرشته په مشرۍ د نبوت پر منهج اسلامي خلافت تاسیس او د اوسنیو ظالمو حکامو لاسونه وتړي. همدا اوس حزب التحریر ته د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره نصرت ورکړئ، ترڅو د الله سبحانه وتعالی له غصب څخه وساتل شئ او د ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم امت ته واک، حاکمیت، وقار او عزت ورکړئ او که دا کار ونه کړئ، نو الله تعالی سرکشانو ته عذاب ورکوي او په دې اړه فرمایي:

{وَلَا ‌تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ}[هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کېږېږئ، که نه نو د دوزخ په اور په وسوځول شئ او تاسې به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ، چې له خدای څخه مو وژغورلای شي او له هېڅ یو ځای څخه به تاسې ته مرسته ونه رسیږي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان

ژباړن: محمد هارون رؤفي

Last modified onپنج شنبه, 26 می 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې