پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یوازې خلافت کولی شي، چې میندې د پانګوالۍ له هغو وحشتونو وژغوري، چې د کرونا وبا په ترڅ کې افشا شول
بسم الله الرحمن الرحيم
یوازې خلافت کولی شي، چې میندې د پانګوالۍ له هغو وحشتونو وژغوري، چې د کرونا وبا په ترڅ کې افشا شول

په غربي نړۍ کې کارکونکې میندې د کرونا وبا له امله د رامنځ ته شویو ستونزو له امله د مرستې فریادونه کوي، خو دا چې غرب د اسلام پروړاندې تعصب لري او تل یې د اسلام پرضد تبلیغات کړي، زیاتره ښځې په دې نه پوهيږي، چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د پانګوال نظام بدیل، اسلامي خلافت دی، خلافت د حکومتوالۍ هغه نظام دی چې کولای شي ښځې د پانګوالۍ له ظلم څخه خلاصې کړي.

د ښوونځیو او ماشومانو د پاملرنې مرکزنونو (وړکتونونو) بندولو له امله، دنده لرونکې میندې اړ شوې چې شاقه کارونه وکړي او په پایله کې یې له سختو ستونزو سره مخ شوي او له همدې امله ځوریږي. په ۲۰۲۲ کال کې د اتلانیتیک ورځپاڼې په یوه مقاله کې په ښکاره ډول د کارکوونکو میندو ناوړه حالت په ګوته کړی، او له دغه میندو  څخه لیکوال یو لړ پوښتنې کړي او دغو منیدو ځواب ورکړ، چې موږ څنګه خپل ماشومان ښوونځي ته واستوو، کله چې د کرونا وبا لپاره هېڅ ازموینه نه اخیتسل کیږي او ډېری زده کوونکي او ښوونکي ناروغان دي؟ موږ څنګه ښه مور او پلار کېدای شو، چې موږ خپل ماشومان د ښوونځي پرځای په کورونو کې وساتو او په ورته وخت کې له موږ څخه تمه کېږي، چې خپلو دندو ته هم حاضر شو؟ موږ څنګه کولای شو ښه والدین و اوسو، داسې چې تمه راڅخه کېږي، موږ باید هم ښوونکي، نرسان، د لوبې ملګري، اشپزان، ډاکټران، مېرمنې او خاوند و اوسو؟ والدین د کرونا له ویروس څخه د مخه له کړواوونو سره مخ و. اوس چې موږ د کرونا وبا یوې مرحلې ته رسېدلي یو، موږ نه شو کولای داسې کليمې پیدا کړو چې د خپل ژوند ناوړه حالت بیان کړو. موږ ماتې خوړلې او هېڅ نه لرو، یوازې له لوږې او خپلو دردونو فریادونه کوو.

د کارکوونکو میندو لپاره د پانګوالي خطرونه ډېرو خلکو ته څرګند دي په ځانګړې توګه د هغو میندو لپاره چې د قرنطین جریان کې په خپلو کورونو کې منزوي دي. په ورته وخت کې  د ستړیا، ذهني فشار، سخت کار، به کور دننه د ماشومان زده کړو او د هغوی د پاملرنې لپاره یې خپل ټول وخت ورکړی و. د مکنزي یوې سروې موندلې، چې د هغو میندو د هوساینې کچه چې له خپلو کورونو بهر په دفتر کې کار کوي، د هغوی د خاوندانو په پرتله خورا ټیټه ښودل شوې ده او  پایله یې دا ده، چې ٪۵۹ مېرمنې او٪۲۹ نارینه د زیات کاري فشار له امله له ستونزو سره مخ شوي.

  په پایله کې میندې مجبوره دي چې یا په کور کار وکړي او یا خپلې دندې ته لاړې شي، خو د ډېرو میندو لپاره د کور کار لومړنی انتخاب دی. د پانګوالې نظام مشران سوداګر اندېښمن دي، چې د کرونا وبا له امله د ښځینه کارکونکو برخه له منځه تللې ده، په داسې حال کې چې ښوونځي هم بند دي. له همدې امله دا د حیرانتیا خبره نه ده، سره له دې چې د اومیکراون ساري وایروس خپور دی، معاشونه هم نه ورکوي، حکومتونه د نړۍ به ګوټ کوټ کې د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار کوي، ترڅو هغه میندې چې دندې لري خپلو دندو ته بېرته ستنې شي. اوس په پانګوالو ټولنو کې له ښوونځیو څخه د ګودامونو په څېر ګټه اخیستل کېږي، چې میندې خپل ماشومان هلته ساتي ترڅو دوی خپلې دندې ته لاړې شي. په دې توګه د ماشومانو روغتیا هم د پانګوالۍ د اقتصادي نظام قرباني کېږي او دوي د ښوونځیو په یوه ناامنه چاپېریال کې ساتل کږي. د مثال په توګه په اسټرالیا کې چې د کرونا وبا د قضیو شمېر د امریکا او انګلستان په پرتله ډېردی، د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وویل موږ غواړو چې ماشومان بیرته خپلو ښوونځيو ته راشي ، ځکه چې دا په کاري ځواک ډېره اغیزه لري.

د پانګوالۍ پر خلاف اسلام د میندو ساتنه او د هغوی د حقونو درناوی کوي، لکه څرنګه چې د حزب التحریر د اساسي قانون په ۱۱۲ ماده کې ذکر شوي: «د مېرمنو لومړنۍ دنده په کورنۍ کې د خپلو اولاونو استادي ده.» د دې لپاره چې ټولنې ته قدرمن شخصیتونه ورزوي، نو باید ساتنه او عزت یې وشي، د دې ترڅنګ د خلافت د اساسي قانون په ۱۱۹ ماده کې راغلي: «د هر نارینه او ښځینه لپاره جواز نه لري چې په ټولنه د اخلاقي فساد لامل شي.»

عبدالله ابن عباس رضی الله عنه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي او ستر عالم دی، یو ځل وویل: «زه له مور سره له مهربانۍ او احترام پرته بل داسې عمل نه وینم چې خلک الله سبحانه وتعالې ته نږدې کړي.» سربېره پردې په اخرت کې د مور او پلار لپاره ډېر ثوابونه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلام فرمایلي دي:

«إنَّ لِلْمَرْأَةِ فِي حَمْلِهَا إلَى وَضْعِهَا إلَى فِصَالِهَا مِنْ الْأَجْرِ كَمَا لِلْمُرَابِطِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنْ هَلَكَتْ فِيمَا بَيْنَ ذَلِكَ فَلَهَا أَجْرُ شَهِيدٍ»

ژباړه: «د یوې ښځې اجر د حمل له وخت څخه تر ولادت او شېدو ورکولو پورې، هغه کس ته ورته دی چې د الله سبحانه وتعالې په لار کې شهید شوی وي، که چېرته کومه ښځه په دې موده کې د سختیو او ژېږون د دردنو له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي، نو هغې ته به د شهید اجر ورکول کیږي.»

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

{أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ}

[الملک:۱۴]

ژباړه: ایا هغه دې، د زړونو په حال ونه پوهېږي، چې پیداکړي یې دي؟ په داسې حال کې چې هغه د هر څه لیدونکی او د زړونو په پټو رازونو پوهېدونکی دی.

ښځه په اصل کې مور او مېرمن ده او د اسلامي شریعت او سپارښتنو مطابق باید له خپل خاوند سره اړیکه ولري. اسلام د ښځې او نارینه لپاره ځانګړې قوانین لري د ښځو او نارینه وو تر منځ، چې په ځینو حقونو او دندو کې یې توپیر شوی او هغه د فطرت او انساني مزاج غوښتنه ده. الله تعالی نارینه فطرتاً ځواکمن او ښځه کمزورې پیدا کړې ده او د دغې جسماني توپير له وجې پر هغوی ترحم کړی، سخت او درانه کارونه یې نارینه وو او نسبتا هوسا کارونه یې ښځو ته سپارلي دي. دا یې په کورنۍ کې د خپلو اولادونو استاده ګرځولې، تر څو ټولنې ته قدرمن شخصیتونه ورزوي. همدا وجه ده چې اسلام د دوی تر منځ په ځینو حقونو او دندو کې توپیر په پام کې نیولی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې د ښځې او سړي د دندو په اړه فرمایلي دي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا...»

(رواه: صحیح بخاري)

ژباړه: ستاسي هر يو سرپرست او څارونكى دى او ستاسې له هر يوه څخه د هغو کسانو په هكله پوښتنه كيږي چي ستاسي تر سرپرستۍ او څارني لاندي دي. واکمن د هغو کسانو څارونکى دى، چي د ده تر واک لاندې دي، له هغه څخه د  هغو  په  هكله پوښتنه كيږي. خاوند د خپلې كورنۍ څارونكى دى، له هغه څخه د هغه د کورنۍ د غړو په هكله پوښتنه كيږي. ښځه د خپل خاوند د كور او كوچنيانو څارونكې ده، له هغې  څخه د هغې د کور او کوچنيانو په هکله پوښتنه کيږي.

د ښځو او نارینه وو د کار په اړه د دودیزو قوانینو د اسلامي درک په ځانګړي ډول د ۲۰۱۷-۲۰۲۰ کلونو د نړیوالو ارزښتونو د سروې ۷مه څپه کې منعکس شوي . کله چې له خلکو څخه د دندو په اړه پوښتل شوي وو چې ایا د کورنيو د اړتیاوو  پوره کول یا کار کول د نارینه مسوولیت دی، که د ښځینه وو یعنې د اولاد د نفقې پیداکول. په مصر کې (۹۰٪) اردون (۸۲٪)، عراق (۷۸٪) او ایران (۶۹٪) کې مسلمانانو ځواب ورکړی و چې د اولاد د نفقې پیدا کول مسوولیت دنارینه وو دی. په داسې حال کې چې په غرب کې د پانګوالۍ فضا حاکمه ده، ډېرو کمو خلکو ځواب ورکړی وو، چې د دې دندې ترسره کول د خاوند مسوولیت دی مثال : په ناروې کې (۴٪) هالنډ (۵٪) آلمان (۶٪) او استرالیا (۷٪) .  

 پانګوالي دا څرګند حقیقت په پام کې نه نیسي او په پایله کې پر ښځو فشار راوړي، چې کار وکړي، جوړجاړي وکړي او حتا د یوې مور په حیث خپل حقیقي رول یعنې د کور مېرمنتوب او د اولاد روزنه پرېږدي، چې په پایله کې یې هم میندو او هم ټولنې ته زیان رسېږي. سربېره پر دې پانګوالۍ په اسلامي ټولنو کې هم  د مورتوب په اړه زموږ د سپڅلي اسلام دین  لیدلوری تر پښولاندې کړی او د مسلمانو نجونو یوازيني موخه تر دندې پیدا کولو پورې محدودې شوي، چې په پایله کې یې د میندو او پلرونو هیلې د راتلونکو ماشومانو او ژوند په اړه د اندېښمنې وړ دي.

له همدې امله اسلامي شریعت ښځه د کور مېرمن (د کور د ژوند او د ماشومانو د پالنې مسوولیت لري) د ښځو او نارینه وو تر منځ چې په ځینو حقونو او دندو کې یې توپیر شوی، هغه د فطرت او انساني مزاج غوښتنه ده. الله تعالی نارینه فطرتاً قوي او ښځه کمزورې پیدا کړې ده او د دې جسماني توپير له امله یې پرهغوی ترحم کړی، سخت او درانه کارونه یې نارینه وو او نسبتاً هوسا کارونه یې ښځو ته سپارلي دي. دا یې په کورنۍ کې د خپلو اولاونو استاده ګرځولې، تر څو ټولنې ته قدرمن شخصیتونه ورزوي. نه دا چې له هغې څخه د کاري ځواک په توګه وکارول شي یا د هغوی د روغتیا او هوساینې په قیمت شرکتونو او دولتونو ته شتمني پیدا کړي.

لیکوال: تسوري ایمل یسنا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: محمد هارون رؤفي

#أقيموا_الخلافة

ReturnTheKhilafa #

#YenidenHilafet

# خلافت تاسیس کړئ

 

Last modified onچهارشنبه, 09 مارچ 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې