جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په امريکايي سوله کې د سيمه ييزو هېوداونو او افغانانو پر ونډه ټينګار؛ يعنې څه؟!

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې د امريکايي سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د خپل اووم سفر په ترڅ کې پر دې ټینګار کوي چې د سولې خبرې اترې نوي پړاو ته داخلېږي او افغانان بايد تر پخوا ډېر په دغه پروسه کې ښکېل شي. نوموړی دې ته ورته د سيمې د هېوادونو پر ونډه او همغږۍ هم ټينګار کوي.

خليلزاد له اشرف غني سره د ليدو پرمهال ويلي وو چې د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په هم‌غږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په‌دې برخه کې په یو نظر دي. له همدې امله زلمی خليلزاد دا ځل په افغانستان کې ډېر تم شوی او د افغان حکومت له مشرانو، اکثرو مطرح سياستوالو، مدني ټولنو، ښځو، نړيوال بانک او د ځینو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره ليدنې کتنې کړې دي. ترڅو د امريکايي سولې لپاره ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځ ته او يا هم پياوړې کړي.

له پورتنيو هڅو سره-سره د افغانستان مسلمانان باید د خليلزاد، لاسپوڅي افغان حکومت او موجوده سياسي مشرانو په څرګندونو او هيله منديو باندې و نه غولېږي او پر دې باید کره عقيده ولري چې امريکا د سولې په هڅو کې ريښتينې نه ده. ځکه امريکا او افغان حکومت سره له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې کوي، مګر د داعش او شلو نورو «تروريستي» ډلو د فعاليتونو د ستر ښودلو لپاره هم پراخ تبليغات کوي او له هغوی سره د سولې پر مېز د خبرو اترو هېڅ آجنډا او کومه اراده نه لري. همدغه واقعيت پر دې دلالت کوي چې امريکا د سولې د پروسې له لارې طالب مشران له لاسپوڅي ډيموکراتيک او سېکولر دولت سره يو ځای کوي، ترڅو بې سرپرسته طالب سرتېري يې د داعش او يا نورو وسله والو ډلو سره يوځای شي او د افغانستان پر خاوره داسې جګړې ته دوام ورکړي چې په سيمه ييزه کچه امريکا ورڅخه ګټه پورته کړي.

 امريکا د سولې له دغه پروسې څخه لاندې ګټې ترلاسه کوي:

لومړی: امريکا به له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته نړيوالو او خپلو عامه افکارو ته په فاتحانه انداز کې ووايي؛ کومه جګړه چې امريکا په افغانستان کې پيل کړې وه، هغه يې په برياليتوب سره پای ته ورسوله او دا به په افغانستان کې د امريکا د ماتېدو له رسوایۍ څخه خوندي کړي او حاکم ګوند به يې د امريکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ټاکنيز کمپاين په توګه وکاروي.

دویم: له طالبانو سره د سولې تړون له لاسليک وروسته چې د افغانستان پر خاوره کومه جګړه دوام کوي، د هغې بشري او اخلاقي بار به د امريکا پر اوږو نه بلکې د سيمې د هېوادونو او له هغوی سره د تړلو افغان سياسي مشرانو پر اوږو وي، کوم چې نن يې خليلزاد غواړي په دغه پروسه کې تر پخوا ډېر ښکېل کړي. دغه سياسي مشران به د لومړي بن په څېر د دويم ځل لپاره د امريکا په لومه او غېږ کې ولويږي، چې د عطا محمد نور په خبره تر پيپسي بوتل به يې ډېر ناوړه وکاروي.

دريم: امريکا دا ځل په افغانستان کې تر کورني کړکېچ سيمه ييز کړکېچ ته ډېره لېواله ده، نو له همدې امله په دوامداره توګه د خپلو نظامي او سياسي مشرانو د څرګندونو له لارې د داعش لپاره پراخ تبليغات کوي. خو له دې سره هم مهاله وېريږي چې داسې نه چې داعش په حنفي مذهبه افغانستان کې د وهابي مذهب درلودو له امله د پښو ځای و نه مومي، نو هڅه کوي چې په افغانستان کې د القاعدې د ځینو عناصرو او جنګياليو پر حضور هم ټينګار وکړي. ځکه دغه دواړه ډلې له ملي پولو څخه پراخې اجنډاګانې لري او امريکا يې کولی شي د چين لپاره په شرقي ترکستان او د روسيې لپاره په منځنۍ آسيا کې د افغانستان له خاورې وکاروي. دې ته ورته د پاکستان او ايران د تضعیف او پر هغوی د فشار راوړلو په موخه هم کارېدای شي.

څلورم: امریکا غواړي د نړيوال بانک او نورو نړيوالو سازمانونو له لارې د سولې له تړون وروسته افغانستان سره پراخې مالي مرستې چمتو کړي، ترڅو طالب مشران هم په هماغه طریقه چې پخواني مجاهدين (شمالي ټلواله او اسلامي حزب) يې له ډيموکراتيک او سېکولر نظام سره يوځای کړل، ورپسې يې فاسد او په پایله کې يې خلع قدرت کړل، له شته لاسپوڅي دولت سره يوځای، ورپسې فاسد او په پايله کې يې خلع قدرت کړي.

نو د افغانستان مسلمان ولس، سياسي او وسله والو ډلو او مطرح مشرانو ته په کار ده چې د امريکا دغه خبیث نيت درک کړي او له هر ډول امريکايي پروسو سره مقاطعه اعلان کړي. ترڅو امريکا د خپل تاريخ په تر ټولو اوږده جګړه کې په ګونډو شي او ماتې يې د امپراطوريو په هديره کې شرق او غرب ټول احساس کړي. ځکه امريکا غواړي د سولې د پروسې له لارې خپله تنګه شوې ساه تازه کړي او د وحشي اشغال څېره په وينې ځبېښونکي استعمار بدله کړي. امريکا او امريکايي وعدو ته د هيلو پر ځای د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم وعدو ته هيلې پیدا کړي او د هماغه هيلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه په ټولنه کې د بنسټيز بدلون لپاره مبارزه وکړي او د راشده خلافت د تاسیس پر لور افغانان رهبري کړي. ځکه الله سبحانه وتعالی پخوا او اوس، له ازله تر ابده د بشر او کايناتو پر ټولو چارو مسلط او برلاسی دی. دا شرایط او ستونزې يوازې د بشر د ابتلا او افشا کولو په موخه په دنیا کې شتون لري. نو د حق او باطل تر منځ په روانه جګړه کې د حق پلوي وکړئ، ترڅو زموږ او ستاسو د دنيا او آخرت د سوکالۍ سبب شي. نو هرهغه سياسي مشر او افغان چې له دغه ډول امريکايي پروسو سره مرسته کوي، په افغانستان کې به د راتلونکو فاجعو او ناورينونو دروند مسووليت هم پر غاړه ولري.  

سیف الله مستنير

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

اسلام له جرایمو او ناقانونه کړنو سره څه ډول مبارزه کوي؟

  • خپور شوی په سیاسي

اوس مهال په ټولنه کې د امنیت، قانون او عدالت په اړه خورا تاوده بحثونه کېږي. دا درې واړه مسایل په ډیموکراتیکه ټولنه کې خورا لوړ اخلاقي او معنوي ارزښت لري. هر دولت خپلو خلکو ته د يوه خوندي او پر عدالت ولاړ هیواد ژمنه ورکوي، خو ایا ريښتیا همداسې ده؟ ایا په اوس وخت کې ريښتیا هم عدل او قانون عملي شوی؟ ایا خلک د امنیت په فضا کې ژوند تېروي؟ او که خبره برعکس ده او خلک په تیاره، د قانون او د امنیت په نشت کې ژوند کوي؟

که د نړۍ د امنیتي حالت په اړه لږ څه پلټنه وکړو، نو په حقیقت به پوه شو او راته معلومه به شي چې بشریت ريښتیا هم په سوله کې ژوند کوي او که نه.

د ۲۰۱۶م کال کې د ګلوبل ایکانومي (Global Economy) په خپاره کړي راپور کې راغلي چې په هرو ۱۰۰۰۰۰ نفرو کې ۷۸۳ نفرو غلا کړې ده. دا کچه په ډنمارک کې تر ټولو لوړه وه چې په هرو یو لکو نفرو کې ۳۹۴۹ نفرو غلا کړې وه. دغه راز په ۲۰۱۶م کال کې د ناما (Knoema) د راپور له مخې السلوادور هیواد په نړیواله کچه په کور دننه کې ډېرې د ځان وژنې پېښې درلودې، چې په هرو یو لکو خلکو کې د ۸۲،۸ قضيو شاهد و. دا چاره په هندوراس، وینزویلا، جامیکا او بیلیز کې هم په لوړه کچه ده. د جنوبي امریکا په چیلي کې د غلا پېښې د نړۍ په سطحه ډېرې ښودل شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې يې په۱۰۰۰۰۰ خلکو کې د غلا کچه ۱۱۹۳،۹ پېښو ته رسېده. نور پنځه هیوادونه چې پکې د غلا کچه اوج ته رسېدلې، ډنمارک، اتریش، سویډن او اسټرالیا دي. ارجنټاین د نړۍ په سطحه په غلا کې اوله درجه هیواد دی. د ۲۰۱۶م کال د راپور له مخې په ارجنټاین کې په هرو یو لکو خلکو کې د غلا ۹۸۸،۹ پېښې ثبت شوي دي. په غلا کې مشهور نور پنځه هیوادونه چیلي، یوروګوای، ایکوادور او پاراګوای دي. سویډن په نړیواله کچه د جنسي تیري پېښې لري. د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخې په سویډن کې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې ۵۶،۷ د جنسي تېري پېښې ثبت شوي دي.  دا کچه په ایسلنډ، ګینا، د امریکا متحده ایالاتو او السلوادور کې زیاته ده. په لبنان کې د تښتونې پېښې په نړیواله سطحه ډېرې دي. په لبنان کې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې د تښتونې ۱۷۷،۷ پېښې ثبت شوي دي. دا چاره په ترکیه، کاناډا، پاکستان او سانټ ویسنټ ګرناډینز کې زیاته ده. ګریناډا په نړیواله کچه د شخړو ډېرې قضيې لري. د ۲۰۱۶م کال د راپور له مخې په هر ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې ۱۷۲۱،۹ د تاوتریخوالې پېښې شوي. د شخړو او تربګنۍ کچه په سانټ ویسنټ ګرناډینز، باربادوس، فرانسه او کلمبیا کې زیاته ده.

دا یوازې څو د ګوتو په شمېر بېلګې وې او دا جوتوي چې د بشر په لاس جوړ شويو او دیموکراټیکو نظامونو کې قانون، امنیت او عدل خوب او خیال دي. اوسني حاکم نظامونه د انساني فطرت او طبیعت خلاف دي، اړتیاوو ته يې ځواب ویونکي نه دي او په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي. د بشر په لاس په جوړو شویو نظامونو کې، سخته بې وزلي، نشه یي توکې، شراب، د محاسبې نه شتون، فساد، غلاوې او نور جرمونه یوه عادي خبره ده.  

سوال دا دی، چې ایا اسلام له جرمونو سره د مبارزې، له قانون څخه د سرغړونې د مخنیوي او د امنیت د راوستلو لپاره کومه تګلاره لري؟  موږ ټول په دې پوهېږو چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وړاندې عربو په څومره جهالت، تیارو او سرګردانیو کې ژوند کاوه. له اسلام نه وړاندې په عربو کې يوازې د قبیلو د مشرانو خبرو ته درناوی کېده، نور يې د هیچا اطاعت نه کاوه او نه يې هم د کوم قانون او نظم پیروي کوله. پر ټوله جزیره عرب باندې د ناقانونۍ فضا خپره او قانون چا نه پېژانده. جعفر بن ابي طالب د حبشې پاچا ته دا حالت داسې تشریح کړ: «پر موږ جهالت حاکم وو، د بتانو عبادت مو کاوه، د مړو شویو حیواناتو غوښې مو خوړلې، له یو بله مو کرکه کوله، خپلوي او قرابت مو نه پاله، له ګاونډیانو سره مو ناوړه چلند کاوه او زموږ غښتلي به پر کمزوره ظلم کاوه.»

د اسلام په راتګ سره د عربو د جهالت ژوند بل رنګ غوره کړ. اسلام بشریت ته د ژوند کولو مفهوم ورکوي، هر فرد ته د هر عمل د مکافاتو او مجازاتو په اړه خبر ورکوي. اسلام موږ ته وايي چې الله تعالی مو ویني، همدې مفهوم په مسلمانانو کې د تقوا مفهوم ژوندی ساتلی. پایله به يې دا وي چې د کپټلیزم برعکس به هر انسان خپلې غوښتنې په واک کې ساتي او له حرامي لارې څخه د مادي شتمنۍ د لاسته راوړلو په لومه کې به نه راګیرېږي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم د قوم یا شخصي ګټو لپاره د یوه انسان وینه تویول حرام ګڼلې، له غلا او بچه بازۍ څخه يې منع کړې، له ټولو هغو فعالیتونو څخه چې امنیت، د خلکو ملکیتونو، ژوند او د انسان عزت ته زیان رسوي، بد ګڼلې دي. ټول يې له بهتان، غیبت، له ناوړه لارې د پيسو له لاسته راوړنې، لکه سود، تور بازار، رشوت او غلا څخه منع کړي دي. په عربي ټولنه کې دا دود وو چې کله به یوې قبیلې د يوې بلې قبیلې مشر مړ کړ، نو د مقتول قبیلې چې څومره به يې وس کېده، په قاتله قبیله کې به يې هغومره کسان وژل، خو کله چې اسلام راغی، دا دود يې په کلکه سره رد کړ. له شریعت سره سم یوازې هغه شخص وژل کېږي، چې پر هغه د قتل تور ثابت شي، ځکه اسلام له ناحقه قتل څخه سخته منع کړې. بله بېلګه يې غلامي ده. له اسلام څخه وړاندې د بادار او غلام اړیکه پر ظلم، زورزیاتي او سپکاوي باندې ولاړه وه. اسلام دا اړیکه بدله کړه. الله تعالی باداران د غلامانو له ځوروني او سپکاوي څخه منع کړل:

﴿وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾

[النور:۳۳]

ژباړه: او څوک چې د نکاح اسباب و نه مومي، هغوی دي پاک لمني غوره کړي تردې چې الله په خپلې پېرزوینې سره هغوی شمتمن کړي. ستاسو له مریانو او وینزو څخه چې کوم کسان د عوض ورکولو په بدل کې د ازادۍ غوښتنه وکړي، نو له هغوی سره په لیکلې بڼه تړون وکړئ. که تاسو ته معلومه وي چې په هغوی کې خیر شته؛ هغوی ته له هغه مال څخه ورکړئ چې الله تاسو ته درکړی دی. خپلې وینزې د خپلو دنیوي ګټو لپاره بدلمنۍ ته مه اړباسئ کله چې هغوی په خپله د پاک لمنۍ ژوند تېرول غوړاي. او څو چې هغو اړباسي، نو له دې اړایستنې څخه وروسته الله دهغو لپاره بښونکی او مهربان دی.

بله بېلګه یې غلا او لوټ ماري ده. په ودان شېله کې چې مکه معظمه يې له بهرنۍ نړۍ سره نښلوله، د غفار قبیله اوسېده چې نوموړې قبیلې پر کاروانونو او کمزورو ګاونډیو قبیلو بریدونه کول. دا قبیله تر داسې بریده له قانون څخه په سرغړونې باندې تورنه وه، چې په څلور حرامو میاشتو کې  به یې جګړې او غلا ګانې کولې، په داسې حال کې چې عربو دا کار نه کاوه. د دوی ټول کار له غلا او شکونې سره مل و. خو کله چې مسلمانان شول، دا هر څه يې د اسلام لپاره پرېښودل. قران کریم په ښکاره ډول د غله نارینه او غلې ښځې د لاس پرېکولو حکم کوي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

[المایده:۳۸]

ژباړه: او غل که نر وي او که ښځه د دواړو لاسونه پرې کړئ. دا د هغوی د خپلې کړنې بدله او د الله له لوري د عبرت وړ سزا ده. د الله قدرت پر ټولو غالب دی او هغه د پوهې او حکمت څښتن دی.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم له حلالې لارې څخه ګټې لاس ته راوړلو ته مسلمانان وهڅول او له هغو لارو چارو نه يې منع کړل، چې په اسلام کې حرام دي. يوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وسلم تېرېده چې پر يوه غنم پلورونکي ورپېښ شو، غنم له پاسه وچ او له لاندې لانده وو. کله چې یې لاس ترې لاندې کړ، لانده غنم په لاس ورغلل، نو په قهر شو او ويې ویل: لیس منا من غشنا«هغوی چې موږ تېر باسي، له موږ څخه نه دي.» د رزق مفهوم د مسلمانانو په ژوند کې یو بل داسې ستر مفهوم دی، چې الله سبحانه و تعالی له زېږېدو څخه مخکې رزق ټاکلی. دا مفهوم خلک له دې څخه منع کوي، چې په غلا، لوټ مارۍ او یا رشوت سره خپله شتمني زیاته کړي. پر دې سربېره اسلام یو عادلانه اقتصادي نظام لري، چې د ټولنې هر قشر او فرد ته په مساوي او عادلانه توګه اقتصادي ګټه رسېږي، داسې به نه وي چې د ټولنې يوه طبقه ډېره شتمني ولري او بله طبقه يې بیا بې وزلې وي. دا بې عدالتي په خپل ذات کي د ګڼو فتنو، فسادونو او حرامو چارو لامل ګرځي.

بله موضوع ټولنیز امنیت دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې ته ولاړ، لومړی يې هلته مسجد ودان کړ، ترڅو د مسلمانانو تر منځ نږدې والی، مینه، شفقت، ورورګلوي او امنیت پیدا شي.  پر دې سربېره په مدینه منوره کې داسې سیاسي نظام جوړ شو، چې په هغه کې خلکو او دولت ګډې اړېکې او همغږي لرله. پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د دولت مشري کوله، د مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره يې يو شان د عدل چلند کاوه او  دا زرینه دوره په تاریخ کې ثبت ده. دغه راز په اسلامي ټولنه کې د ښو اخلاقو او غوره چلند روحیې پیاوړې وې، فساد او جرمي کړنو ته په کرکه کتل کېږي، همدا روحیه د ټولني غړي له ناوړو او جرمي کړنو څخه منع کوي. البته په اوسنیو ټولنو کې پورته دود  شوي ناوړه کړنې به هغه وخت پای ومومي، چې کله واک د اسلام شي. موږ ته دا خبره ښکاره او واضحه ده، چې کله اسلام پر عربي جزیرې واکمن شو، نو څه ډول يې د جاهلیت ټغر ورټول کړ او پر ځای يې د الله سبحانه وتعالی د رضا لاسته راوړلو په موخه نیکو اعمالو او د ځان محاسبې ته مخه کړه. اسلام چې هر ځای واکمن شوی، په هماغه ځای کې د جرم کچه، ناقانونه کړنې او جنګونه حداقل ته راکښته شوي دي. اسلام چې پر هره ټولنه واکمن شوی، هغې ټولنې ته يې عزت وربخښلی، يو نېکمرغه ملت ترې جوړ شوی او د يوې داسي رهبري خاوندان شوي، چې د ټولنې هر فرد ته يې د امنیت احساس ورکړی. نړۍ اوس په کلکه یو اسلامي بدلون ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د اسلام مبارک دین د عربو جاهل قبایل  له تاریکیو او بدبختیو څخه رڼا ته راوایستل همدا شان اوس هم یوازې اسلام کولی شي تر څو اوسنۍ نړۍ له ناوړه جرمونو، ناقانونۍ او جګړو څخه خلاصه کړي.

﴿قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾

[یوسف:۱۰۸]

ژباړه: ته دوی ته په ډاګه ووایه: زما لاره دغه ده، زه د الله سبحانه و تعالی لوري ته دعوت کوم. زه پخپله په پوره رڼا کې خپله لاره وینم او زما ملګري هم؛ او الله پاک دی. او له مشرکانو سره زما څه اړیکه نشته.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لبکواله: آمنه عابد

د مطلب ادامه...

د انسانیت مفکوره یوازې په اسلام سره بشپړېږي

  • خپور شوی په سیاسي

یو مسلمان ډېر ځلې تورنېږي چې د غیر مسلمانانو پر وړاندې د تېري او کرکې لید لري او د هغه چا پر وړاندې د کینې یا دښمنۍ دود پالي چې د دوی له دین او عقیدې سره تړاو نه لري، د دې تورونو د ثابتولو لپاره د مسلمانانو له هغې کرکې څخه یادونه کېږي چې د کفر پر وړاندې یې لري(په ځانګړې توګه د یهودو پر وړاندې)، له صلیبي جګړه مارو سره د مسلمانانو دښمني او همداراز له هغې کرکې څخه هم یادونه کېږي چې مسلمانان یې له مشرکینو څخه په ټولو وختونو کې د کافر غرب تر زمانې پورې کوي، چې تر ټولو مخکې او په لومړي سر کې یې امریکا او اروپا ځای لري!

همداسې بله ډله را پورته کېږي ترڅو د دوی ځواب ووایي، دوی ځانونه د اړیکو رغونکي ګڼي او په ډاډ سره دا تاییدوي چې د اسلام دین د مينې او سولې دین دی او هیڅ هغه مسلمان چې د خپل دین په اړه پوهېږي د دې جرات نه کوي،څو له هغو انسانانو څخه کرکه یا نفرت وکړي چې انسانیت خپروي.

په دې ډول د دوو ډلو تر منځ یوه اوږده مناظره پیلېږي؛ دوې د حملې او د دفاع ډلې، ترڅو د مسلمان شخصیت وټاکي او بیا یې په رڼا کې ده ته د ښه یا بد چلند امتیاز او نمرې ورکړي، د دې لپاره چې د یو مسلمان ازموینه واخلي، دی له هغو پوښتنو سره مخ کېږي چې یا د ده له عقیدې سره اړخ لګوي او یا یې پر ضد دي او په یو ځانګړي صندوق کې یې ږدي. یوه ډله چې د مسلمان د شخصیت په غندلو کې مبالغه کوي او مسلمان ته ترهګر او تندلاری وایي او بله ډله چې د مسلمان د شخصیت په اوبولو کې دقت کوي، هغه ویلي کوي او یو سولیيز او زغم لرونکی کس یې معرفي کوي...

په پای کې بحث د هغو په ګټه پای ته رسېږي چې ځانونه سمون پالي او معقول معرفي کوي او غوښتنه یې دا وي چې ګروهه (عقیده) باید څنډې ته کښېښودل شي ځکه عقیده داسې څه نه ده چې د انسانانو ارزښت پرې اندازه شي، کنه نو دا د دې لامل کېږي چې د دوی تر منځ تربګني رامنځته شي او تاوان پېښ کړي، دوی وایي، نو راځئ اجازه ورکړو چې له ژوند څخه د دین جلاوالی یو اساس وګرځي او هر څوک که د دې هیله لري چې په خپل مذهب عمل وکړي اجازه ورکړئ چې همدا کار په فردي ډول تر سره کړي، نه د یو ډلې په توګه. ځکه کوم څه چې دغه ډله سره نښلوي هغه د ورورولۍ او انسانیت اصول دي په داسې حال کې چې مذهب یې سره جلا کوي!

نو، ایا یو مسلمان ته دا روا ده سره له دې چې د احکامو له تر ټولو زیاتې کاملې ټولګې سره ژوند کوي، بیا هم د وروسته والي او حقارت په مقام کې پاتې شي، داسې احکام چې الله سبحانه تعالی د ټول انسانیت لپاره بشپړ او کامل ګرځولي دي؟ ایا دی له خپل ځان څخه په دې خوښ دی، چې دی تر ټولو ښه دین او تر ټولو لوړ پیغام له ځان سره لري، خو بیا دې هم مسلمان د ارزونې او ټولپوښتنې موضوع وي، مسلمان هغه څوک دی چې الله سبحانه تعالی داسې جوړ کړی، ترڅو له خلکو څخه دی تر ټولو غوره (وسط) وي او د قیامت پر ورځ پر دوی شاهد و اوسي، ځکه دی د محمد صلی الله علیه وسلم له امت څخه دی؟!

ابن کثیر د دې آیت شریف په تفسیر کې لیکي:  

﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً﴾

[البقره:۱۴۳]

ژباړه: او په دې ډول موږ تاسو یو منځنی امت (امت وسط) ګرځولي یاست تر څو تاسو پر نړیوالو (نورو خلکو) شاهدان و اوسئ او پېغمبر پر تاسو شاهد و اوسي

الله سبحانه تعالی تشریح کوي چې ده سبحانه تعالی زموږ قبله د ابراهیم علیه السلام قبلې ته واړوله او دا قبله یې زموږ لپاره وټاکله ترڅو موږ تر ټولو غوره ملت وګرځوي. په دې دول به موږ د آخرت پر ورځ پر نورو ملتونو شاهدان و اوسو او دوی ټول به زموږ د پرهیزګارۍ او تقوا تایید کوي. د وسط لغت په دې ایت کې د تر ټولو غوره او د احترام وړ مانا لري. ځکه یې داسې ویلي چې قریش(د پېغمبر قبیله) د عربي قبیلو او سیمو په وسط یا منځ کې شتون درلود، مانا تر ټولو غوره. همدا راز یې ځکه دا ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو خلکو په وسط یا منځ کې وو مانا د عربو په منځ کې له تر ټولو غوره قبیلې څخه وو. دا چې الله سبحانه تعالی دا امت (مسلمان ملت) وسط ګرځولی دی، نو ځکه یې دا امت په تر ټولو کامل شریعت، غوره منهج یا تګلارې او څرګند مذهب (کړنلارې، اخلاق او نورو) نازولی دی. (د نقل قول پای)

د مسلمان ځانګړی خاصیت دا دی چې له الله سبحانه تعالی سره د ده اړیکه او له الله سبحانه تعالی سره د ده ارتباط هغه معیار دی چې له نورو خلکو او د ده شا وخوا ته له انسانیت سره د ده اړیکه ټينګوي. نو هر څومره چې یو مسلمان خپل رب ته نږدې کېږي په هماغه کچه دی د دغې عقیدې ستروالی احساسوي، په کومه عقیده کې چې دی پر دې باور لري چې دی د خپل رب، خپل امت او ټول انسانیت پر وړاندې لوړ مسولیت لري، ترڅو دغه دین ټولو هغو سیمو ته ولېږدوي چېرې چې ورځ او شپه رسیږي ځکه د خلکو لپاره تر عقیدې ستره ښېګڼه نشته! د الله سبحانه تعالی پر وړاندې د سجدې سر ټیټول او الله سبحانه تعالی ته ژړل، خاکساري او اطاعت کول تر هغو پورې، چې اوښکې ستا مخ او زړه دواړه وینځي او بیا ته نیکمرغي او سکون احساس کړې، په دې کیفیت له یو مسلمان پرته بل څوک نه شي پوهېدلی!!! خپلې پیسې د صدقاتو لپاره ورکول او تر ځان صدقاتو ته لومړیتوب ورکول ترڅو په ګوښه څنډه کې وخاندې بیا د سکون او رضایت احساس کول هغه څه دي چې یوازې یو مسلمان یې درک کولی شي!

د خپلو والدینو درناوی کول، د خپلې مور پښې ښکلول او د هغې رضایت غوښتل او د مور له لوري ستا لپاره د ښېګڼې دعا کول ټولې هغه ښېګڼې دي چې له یو مسلمان پرته بل څوک په دې ډول ښېګڼو کې ژوند نه کوي! او د دغه دین لپاره په زندان کې لوېدل، شکنجه کېدل او د ظلم پر وړاندې د الله سبحانه تعالی د رضایت لپاره صبر کول، له الله سبحانه تعالی څخه غوښتل چې دا هر څه ورڅخه قبول کړي او بیا د ویاړ احساس هغه څه دي چې یوازې یو مسلمان یې په اړه پوهېږي!

د حکامو پر وړاندې مبارزه کول او د دوی پر وړاندې درېدل پرته له دې چې خپل کمزوري او د سرچینو کموالی په نظر کې ونیسي، دا هغه مقام دی چې یوازې مسلمان پرې پوهېږي! د دې لپاره چې د دې دین د بیا را ژوندي کولو لپاره کار وکړي ستړیا او د نورو ناوړه خبرې له پامه غورځوي، نو د ټولو هغو غمونو پروا نه لري چې دی یې له هر لوري را چاپېره کړی، دا هر څه پر الله سبحانه تعالی د لوړ ایمان نښه ده چې یوازې مسلمان پرې پوهېږي!

دا چې د خپل رب د احکامو تر سیورې لاندې ژوند وکړې او په حاکمیت، قضا، ټولنیز ژوند او اقتصاد کې یې پلي کړې ترڅو رښتنولۍ، عدالت، رښتنی ژوند او روحي خوښي تر لاسه کړې، د سترګو لید او د ځمکې روښنایي یې د خپل رب په نور سره وځلیږي، دا هغه ویاړ دی چې یوازې مسلمان یې درک کولی شي!

په ژوند کې ډېر حالتونه شته چې د مسلمانانو په توګه موږ ورسره مخ کېږو، ښه احساسات، خوښي، هوسایي او خوشحالي چې په میلیارډونو انسانان په کایناتو کې ترې بې برخې دي. هغه احساسات چې تر ماده پرستۍ او د غذا تر خوړلو، جامو اغوستلو او غرایزو تر اشباع لوړ دي، دا د سترې خوشحالۍ هغه احساس دی، چې یو کس یې هغه مهال تر لاسه کوي کله چې دی خپل رب په پوره او سم ډول راضي کړي، دا هغه څه دي چې غیر مسلمانان ترې بې برخې دي.

د مسلمان اصلي حالت دا دی چې دی د خپل ځان او نورو لپاره ښېګڼې وغواړي او له دغه ځایه څخه د ده د دین د حمل، پلي کولو، په دین باندې د ژوند کولو او ټول بشریت ته یې د لېږدولو لپاره د ده رول پیلیږي، ترڅو دغه ښېګڼه تر لاسه شي او دغه خوشحالي او هوسایي لاس ته راوړي او دا د الله سبحانه تعالی کلام دی.

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [العمران:۱۰۴]

ژباړه: په تاسو کې باید څه خلک هرو مرو داسې وي چې د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. کوم خلک چې دا کار وکړي همغوی به بریالي شي.

څومره ښه دی اسلام! یوازې اسلام دی چې مسلمان ته یې دا انګېزه ورکړې ترڅو دغه خوشحالي او دغه رضایت او ښېګڼې هر انسان ته ولېږدوي او اسلام مسلمان ته انګیزه ورکوي چې د هدایت، تقوا او رښتولۍ سره مینه ولري او په دې نړۍ او اخرت کې یې د ټولو خلکو لپاره وغواړي. موږ د غیر مسلمانانو لپاره د دوی د ګمراهۍ او بدمرغۍ له امله د همدردۍ احساس لرو. دا ښېګڼې د دعوت او جهاد، سیاسي او فکري مبارزې، د دروغو په لمنځه وړلو او د بې ایمانۍ پر وړاندې د جګړې له لارې لېږدول شوي دي، د هغه چا پر وړاندې له لاس پورته کولو او ځواک څخه کار اخیستل شوی چې زموږ دښمني یې کوله، په دې ډول یو مسلمان خپل ژوند قرباني او شهید کړ تر څو نور د کفر له منګولو وژغوري.

 پر همدې بنسټ د انسانیت مفکوره یوازې په اسلام سره بشپړېږي چې خلک له تیارو څخه د روښنایۍ لور ته را بولي او د ټول بشریت لپاره نېکمرغي له ځان سره لېږدوي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 لیکواله: نسرین بزحفیري

د مطلب ادامه...

په اسلام کې د سیاستوال ځانګړتیاوې

  • خپور شوی په سیاسي

په اسلامي نړۍ کې د سیاستوالو کم رنګي په دې خاورو کې د اسلامي تمدن د سیاسي هویت له پیکه کېدلو سره څرګنده اړیکه لري. د سیاسي بنسټ(خلافت) له پرځېدو راهیسې مسلمان هیوادونه سیکولر سیاسي نظامونو ته ور مات شول او د نورو لاس ته اړ سیاسي ځناور یې وزېږول، چې خپله وفاداري یې پر غربي یرغلګرو وپلورله.

په ۱۹۲۴م کې د خلافت د بنسټ له نړېدو راهیسې اسلامي امت د استعمار او تفرقې په سیورې کې په مراتبو تر زوال لاندې راغلی، تعلیمي نصاب یې د لوېدیځ تر اغېز لاندې راغلی او امت د اسلامي تمدن له میراث څخه بې برخې شوی دی. ځکه خو اسلامي امت د لوېدیځې ترمینالوژۍ پر بنسټ د سیاست له سیکولر تعریف سره نور هم اشنا شوی دی، په دې ترمینالوژۍ کې سیاست تل د واک لاس ته راوړلو د هڅو په مانا تعریف شوی دی، چې د مشروع او نامشروع لارو د واک غځول یا ډېرول او په واک کې پاتې کېدل یې اصلي موخه ده. دغه ډول سیکولرې مفکورې سیاسي ګوندونه را وټوکول او پراګماتیک اشخاص یې وزیږول چې نور یې شعار د دولت خدمت نه وو او هر څه شمېرل شوي ګڼي. دا په دې مانا؛ وایي «ما مصرف کړی نو ما ته یې باید په بدل کې کوم څه د حکومت له لوري را کړل شي. په دغې ځانګړنې سره خلک د سیاست لپاره خدمت نه کوي، بلکې د سیاست لپاره ژوند کوي.»

پایله دا شوه چې د ماکیاولي پر تګلارې را منځته شوي سیکولر سیاسي ګوندونه په انتقالي سیاسي ګوندونو کې بنسټیز شول او د مسلمانانو په خاورو کې یې د «سیاسي حیواناتو» دریځ خپل کړ. دا یو معقول کار وو. طبعاً په دغه ډول ککړ سیکولر سیاسي محیط کې د سیاست والو را ټوکېدل سخت دي. دغه سیاسي حیواناتو د استعمار ګرو چوپړ ته د خلکو پر چوپړ لومړیتوب ورکړ، دوی استعمارګرو ته اجازه ورکړه چې د دوی د هیوادونو طبعي شتمني غلا او تالا کړي، د خلکو ژوند ته یې هیڅ پاملرنه ونه کړه هغه چې له غربته کړېږي او ژوند یې ورته را چاپېر کړی دی. دوی د ارتداد سر لاري دي او په شهوت او نفساني غوښتنو پسې ځي. د دوی ملاتړ د منافقینو، تندلارو، له اسلام څخه د ناخبرو او بې پروا خلکو له لورې کېږي. ځیني وختونه دوی باخبره او صحیح برېښي خو په حقیقت کې دوی خپل دین د دنیا د یو ټوټې په بدل کې پلورلی. دوی خپل علم د مضر او کفري نظام په توجیه کولو کې کاروي. دوی ریښتیا له دروغو سره ګډوي. په پایله کې حلال او حرام، مکروه او منکر د امت د سترګو پر وړاندې ورک شول.

بل اړخ ته دغه سیاسي وحشیان هڅه کوي چې په «مغرورانه او بې رحمۍ» سره د اسلام د ایډیالوژۍ نفوذ له ریښې څخه وچ او له منځه یوسي، له دې وېرې چې د دوی واک ته خطر پېښ نه شي او د دوی د شتمنیو خزانې له منځه ولاړې نه شي. ځکه خو د مسلمانو سیاستوالو شتون لا نور ستونزمن او دا ډول سیاستوال د ګوتو په شمار دي، پرته له دې چې دوی په یو مخلصه ډله کې له قوي افکارو سره یو ځای شي. دا موږ ته د اندونیزیایي مبارز شخصیت وینا را یادوي:

«د اسلامي مراسمو لمانځلو ته به اجازه وي، اسلامي اقتصاد به کنترولېږي او اسلامي ګوندونه به له ریښو څخه له منځه ځي.» محمد ناصر

 د یو مسلمان سیاستوال ځانګړتیاوې

 له دې ډول حقیقي خطر سره د مخ کېدلو له امله زموږ لپاره ښه دا ده چې بیرته اسلام ته ور وګرځو.اقرا؛ د اسلام ټول نظریات د اخلاص په نیت ولوله او تر نظر یې تېر کړه. په خواشینۍ سره دا د هغو خلکو لپاره نادره ده څوک چې غواړي دا و ویني او څرګند یې کړي چې څه ډول د اسلامي سیاسي افکارو خزانه د حزب التحریر له لوري ټینګه ساتل شوې ده. په ریښتیا هم حزب التحریر په اسلامي هیوادونو کې شتون لري ترڅو یو سیاسي مفهوم چې د اسلامي سیاسي افکارو له درنې خزانې څخه استنباط شوی وي، وړاندې کړي. اسلامي سیاسي فکر د ابن تیمیه په وینا کې منعکس شوی دی چې وایي: سیاسي ځواک یو (عمده شرعي دنده) ده، دا چې په اسلام کې د سیاست (سیاسة) مانا په کور دننه او دباندې د امت د چارو تنظیم دی. سیاست د دولت او امت له لوري تر سره کېږي، ځکه دا دولت دی چې په مستقیمه توګه شریعت په عملي ډول پلی کوي، په ورته مهال کې امت د شریعت د پلي کولو پر وخت د دولت څارنه کوي. دا تعریف له هغه حدیث څخه اخیستل شوی دی چې د حکامو کړنې ورته په ګوته کوي، هغه فرضیت په ګوته کوي چې باید دوی اصلاح شي او د امت د چارو د تنظیمولو اهمیت ښيي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(من لا يهتم بأمر المسلمين فليس منهم)

«هر هغه څوک چې د مسلمانانو چارو ته پاملرنه نه کوي، د مسلمانانو له ډلې څخه نه دی.»

پورته ذکر شوی تعریف دا په ډاګه کوي چې په اسلام کې د سیاستوالو شخصیت څومره مهم دی، ترڅو د امت چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، نه دا چې د واک په پوړونو پسې وګرځي. یوازې په دې ټکي کې د اسلام د سیاست مفهوم د مسلمانو سیاستوالو د دې خاصیت مخه نیسي چې په سیاسي حیواناتو بدل شي. نو په اسلام کې یو سیاستوال جوړېدل له هغو لوړو اهدافو څخه دی چې ریښه یې د خالق او امت پر وړاندې د مسولیت په احساس کې ده. واکمني یو مهمه دنده ده تر څو وتوانېږې د رهبرۍ غټ رول او اهداف د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د امت پر وړاندې ترسره کړي. د سیاستوال شخصیت یوازې د اسلام له سیاسي چاپیریال څخه را زېږي داسې چاپیریال چې د ایمان له قوي فضا څخه اغېزمن دی، په کوم کې چې سیاست د عبادت د اعمالو په توګه پېژندل شوی دی. هر څوک په دې ډول سیاسي چاپیریال کې ژوند کولی شي، آن که مجبوره شوی هم وي، هغه که د یو حاکم په رول کې وي او یا د عامو خلکو په توګه وي.

د اسلامي سیاسي افکارو تر عنوان لاندې کتاب کې عبدالقدیم زلوم (د حزب التحریر دوهم امیر) په څرګنده توګه تشریح کوي چې د سیاستوال شخصیت د لوړ سیاسي رهبر په څېر دی، خو سیاستوال تل یو چارواکی نه وي او نه هم ټول چارواکي سیاستوال دي. یو سیاستوال دودیز رهبر دی او دې ته چمتو دی چې د دفتر د چارو واګی په لاس کې واخلي، په هر حال یوازې په دفتر کې هم نه. یو سیاستوال یو نوښت ګر او مبتکر رهبر دی. نوموړی د دې جرات کوي چې په داسې وخت کې ثبات وښیي چې نور یې نه ښیي او دی دغه راتلونکي ځانګړتیاوې لري: ۱) د رهبرۍ ذهنیت لري، ۲) د دې وړتیا لري چې د دولت چارې تنظیم کړي، ۳) د ستونزو د حل وړتیا لري، ۴)  د دې وړتیا لري چې شخصي اړیکې او عمومي چارې کنترول کړي.

سیاستوال هغه شخصیت دی چې د دې وړتیا لري تر څو د علماوو کتابونه او افکار د ژوند په واقعیت کې تفسیر او ولېږدوي، د سیاسي فکر د را منځته کولو لپاره سیاسي رهبرۍ ته اړتیا شته. امت به سیاسي افکار د خپل ژوند په چارو کې تجربه کړي، ان امت به خپل مسولیت د ټولو هغو خلکو پر وړاندې احساس کړي چې د سیمې تر پولو بهر دي. د علماوو په ذهنونو او کتابونو کې د سیاسي افکارو ډېروالی د داسې سیاسي رهبرۍ له شتون پرته بې ګټې دی چې په ژوند کې یې نه شي پلي کولی. د دې لپاره چې یوه سیاسي رهبري د خلکو په منځ کې څرګنده شي، یو چا ته اړتیا شته چې د دې رهبرۍ د سیاسي افکارو په خلاق ډول ځان پوه کړي او له توپیر پرته یې پلي کړي.

مسلمان سیاستوال به هم را وټوکېږي؛خو که له دریو هغو شرطونو سره د دوی بنسټ کېښودل شي کوم چې له اسلامي عقیدې څخه سرچینه اخلي لکه: ۱) له ژوند څخه جامع او ځانګړی لید، ۲) د ټولنې لپاره د ریښتني خوښۍ لرلید رامنځته کول، ۳) د تمدن د عقیدې درک کول. د دغو دریو شرطونو په پایله کې د سیاستوال په شخصیت کې د حساسیت او هوښیارۍ جوهر را منځته کېږي، ځکه دی یو زیرک لرلید او ځانګړی اسلامي لید لري چې ده ته وړتیا ورکوي ترڅو په خپل شا او خوا کې خطر درک کړي او دا وړتیا مومي چې په خپل حالت کې لوی بدلون راولي.

که وغواړو بیا ځلې مسلمان سیاستوال ولرو، نو لومړی ګام په اسلامي سیاسي افکارو سره د امت روزل دي او دا ور ښودل دي چې څه ډول د دوی چارې د اسلامي حکمونو په رڼا کې تنظمېږي. بیا خپل ځانونه دې ته برابرو کړو تر څو د نهایي بدلون لپاره په مبارزه کې د ځانګړي سیاستوال خصوصیات خپل کړو او د امت په منځ کې ستر بدلون را منځته کړو. ستر بدلون د فکر او سیاسي مبارزې له لارې را منځته کړو، لکه د بدلون لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت تګلاره.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[النور:۵۵]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی له هغو كسانو سره چې ايمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوى په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه څرنګه چې یې له هغوی څخه مخكې تېر شوي خلك ګرځولي وو.  د هغوی لپاره به هغه دين پر محكمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالٰى ورته خوښ کړی دى.  او د هغوی د وېرې (اوسنى) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوى دې زما بندګي كوي او زما سره دې كوم شی نه شريكوي  او څوك چي له دې وروسته كفر غوره کړي، نو همدا كسان فاسقان دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: فیکا کومارا

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ژوندۍ خبرې اترې (په شام کې وروستیو پېښو ته کتنه)

د (په شام کې وروستیو پېښو ته کتنه) تر سرلیک لاندې له ولایه سوریې حزب التحریر غړي انجنیر علی عبدالرحمن سره د الواقیه تلویزیون ژوندۍ خبرې اترې

پنج شنبه، ۱۴۴۰ د روژې ۲۵مه / ۲۰۱۹ د مې ۳۰مه

د ډېرو معلوماتو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د فطر عید خطبه (سلطان سیف الدین قطز: د خلافت له نسکورېدو سره د مهدي په تمه نه وو!)

د استاد احمد القصص لخوا د فطر عید وینا

حزب التحریر ولایه لبنان

شنبه، ۱۴۴۰ شوال ۰۱ / ۲۰۱۹ د جون ۰۴ مه

د ډېرو معلوماتو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې