پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه سوریه: رسنیز رپورټ (حزب التحریر او د سوریې په انقلاب کې د هغې رول)

د (حزب التحریر او د سوریې په انقلاب کې د هغې رول) تر سرلیک لاندې د حزب التحریر ولایه سوريې لخوا چمتو شوی رسنیز رپورټ

ولایه سوریه: گزارش رسانه‌یی"حزب التحریر و نقش آن در انقلاب سوریه"!

۱۴۴۰ د شعبان ۲۴ مه / ۲۰۱۹ د اپرېل ۳۰ مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د روژې ځانګړې خپرونه (قَبسٌ من أُم الكتاب – د فاتحې سورې تفسیر)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دې ویاړ لري چې د خپلو پاڼو کتونکو ته د روان کال ۱۴۴۰ / ۲۰۱۹ په روژې مبارکې میاشت کې د (قَبسٌ من أُم الكتاب – د فاتحې سورې تفسیر) تر نامه لاندې د الواقیه تلویزیون له خپرونو څخه د ویډیوګانو نوې لړۍ وړاندې کوي.

نو له موږ سره اوسئ!

د مطلب ادامه...

[د امت د شعایرو خپرونه]

(په منځیني ختیځ کې د امریکا نظامي فشار)

د خپرونې مېلمه: انجنیر صلاح الدین عضاضه د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د خپرونې وړاندې کوونکی: شیخ عدنان مزیان

۱۴۴۰ د روژې ۰۶مه / ۲۰۱۹ د مې ۱۱مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د جمعې ورځې وینا (د فتنې پر وخت ثبات ته رابلل)

وړاندې کوونکی: شیخ عدنان مزیان

د ولایه لبنان حزب التحریر غړی او په الواقیه تلویزیون کې د امت د شعایرو خپرونې وړاندې کوونکی

۱۴۴۰ د روژې ۰۵مه / ۲۰۱۹ د مې ۱۰مه

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک کړئ

د مطلب ادامه...

د یمن د ماشومانو نسل‌وژنه دوام لري او قاتلان یې ځانونه سوله راوستونکي بولي

د اپرېل په ۲۶مه ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې وړاندوینه شوې چې د ۲۰۱۹م کال تر پایه به د یمن په روانه جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۲۳۰،۰۰۰ واوړي. د دغې څېړنې سرلیک «په یمن کې د جګړې د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی» و؛ په دغه رپوټ کې همداراز راغلي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹م کلونو په منځ کې به ۱۳۱،۰۰۰ یمني اوسېدونکي د جګړې د جانبي اغېزو؛ لکه لوږې، ناروغۍ او د روغتیایي کلینیکونو د نشتون له کبله وژل شوي وي. ملګري ملتونه وایي چې د روان کال په پای کې به د هغو کسانو شمېر چې جګړې یې ژوند اخیستی، ۱۰۲،۰۰۰ ته ورسېږي. جاناتان مایر، د دغه رپوټ مشر لیکوال د یمن د جګړې په اړه داسې ویلي:« له سړې جګړې وروسته یوه داسې کورنۍ جګړه چې تر ټولو لوړ شمېر قرباني لري.» نوموړي همداراز ویلي چې د یمن د جګړې د قربانیانو لویه برخه له پنځو کالو ټیټ ماشومان وو او په هرو ۱۲ دقیقو کې یو ماشوم په جګړه کې یا د جګړې د جانبي اغیزو له کبله وژل کېده. مرستندویې ډلې د تخمین له مخې وایي چې له ۲۰۱۵م کال راهیسي ۸۵،۰۰۰ ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي او میلیونونه نور د لوږې او قحطۍ پولې ته نږدې دي.  

د یمن چټله جګړه په اصل کې د انګلیس او امریکا تر منځ د دوی د خپلو ګټو او د دغه هیواد پر زېرمو د واکمنېدو لپاره جګړه ده، چې د دوی په استازیتوب دلته په سیمه کې د دوی غلامان (د سعودي په مشرۍ ایتیلاف او د ایران په ملاتړ حوثیان) سره اخته دي. دغې جګړې د یمن د خلکو ډېرې زیربناوې ویجاړې کړې، د یمن د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی؛ دوی ته یې مرګ، لوږه او بدبختي راوستې او ورو ورو د یمن نفوس له منځه وړي. د یمن ماشومان د دغو بې احساسه کپیټلیسټي دولتونو د حرص قرباني دي. دوی ته دا هېڅ مهمه نه ده چې د سیاسي لوبو لپاره یې په نورو هیوادو کې څومره کسان زیانمن او قرباني کېږي؛ دوی ته دا هېڅ توپیر نه کوي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو بل لوی نفوس د لوږې وروستي حد ته ورسېږي. د جګړې د پیل راهیسي امریکا د سعودي په مشرۍ ایتلاف ته د بیلیونونو ډالرو وسلې ورکړې. همداراز یې په هوا کې د جیټو د سوند موادو نوي کولو غم خوړلی، اکتشافات او د جاسوسۍ معلومات یې ورکړي. انګلیستان هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې پر سعودي نیږدې د ۵ بیلیونو ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې، چې جنګي جیټ، ډرون او مزایلونه پکې شامل وو.

ضمناً، ملګري ملتونه په یمن کې د جګړې د غزولو لپاره کار کوي، څو د یمن د وږو خلکو په اعاشه معامله وکړي او ګټه ترې واخلي. ملګري ملتونه شپه او ورځ چغې وهي چې یمن د لوږې او قحطۍ له ناورین سره مخ دی، په دې توګه د مرسته کوونکو په کنفرانس کې د یمن د خلکو د بد وضعیت په نامه مرستې راټولوي، غلا کوي یې بیا یې خپلو او په سیمه کې نورو عنادي سازمانونو ته ورکوي؛ هغه سازمانونه چې په یمن کې د امریکا د پلانونو د عملي کولو لپاره کار کوي. د مرستو ډېره برخه دغو سازمانونو ته د کسانو په ګومارلو او د ډالرو او جلبوونکو معاشونو په واسطه د دغو کسانو په فکري او خلافي ذهن مینځلو باندې لګوي، دوی په دې توګه د هیواد له خراب اقتصادي وضعیت څخه خپله ګټه اخلي.

پر ملګرو ملتونو څنګه باور وکړو؟ دوی په یمن کې د جګړې د پیل راهیسې، د یمن لپاره د مرستې له کنفرانس نه تر ۸ بیلیونو ډېر ډالر ترلاسه کړي او خپلو درجن درجن اجینسیو او سازمانونو ته یې ورکړې، خو د یمن خلک اوس هم له بېوزلۍ، لوږې او ناروغیو څخه کړېږي. د ملګرو ملتونو سازمانونو د دوی هېڅ ستونزه نه ده حل کړې؛ برعکس، د یمن د خلکو د ناوړه وضعیت په نامه یې بیلیونونه ډالر اخیستي، چې په بدل کې یې د یمن خلکو ته ډېر کم شی رسېدلي.

نو دې هر څه ته له کتو وروسته، پوښتنه کوو چې کوم سالم عقل خاوند کس باور لري، چې دا خلک به د یمن خلکو ته ریښتینې سوله راولي، د یمن د مسلمانو ماشومانو نسل‌وژنه به ختمه کړي او د دوی د ګټو لپاره به کارو وکړي؟ که د ملګرو ملتونو په ملاتړ «د سولې پروسې» دي، که د اپریل په ۲۶مه په لندن کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا، سعودي عرب، اماراتو او ملګرو ملتونو د استازو تر منځ تش په نامه «د سولې خبرې»؛ یو به یې هم د یمن د مسلمانانو لپاره ریښتینې ګټه ونه لري. دا هغه لېوان دي چې د دوی د ښکار شوي جسد پر سر جګړه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ * أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ

[البقره: ۱۱-۱۲]

ژباړه: «کله چې هغوی ته وویل شول، چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو هغوی ویل چې پام مو وي موږ خو اصلاح راوستونکي یو! په حقیقت کې همدوی فساد کوونکي دي، خو شعور نه لري»

اې د یمن مسلمانانو! د نبوت پر منهج د اسلامي رهبرۍ (اسلامي خلافت) له ژرتر ژره تاسیس څخه ملاتړ وکړئ. همدا یوازینۍ لار ده چې ستاسو د کورنیو او ماشومانو نسل وژنه ختموي او ستاسو په خاوره کې د هر راز استعماري دخالت جرړې وباسي. دغه دولت به د یمن د ټولو مسلمانانو زړونه په اسلامي عقیده او د الله سبحانه و تعالی په الهي قوانینو سره راټول کړي او پر دې به مو باوري کړي چې د دغه دولت تر حاکمیت لاندې سیمه کې به هر اوسېدونکی په امن کې وي. د لوړ کیفیت زدکړو ته به لاسرسی لري، روغتیایي خدمات به ورته له تبعیض پرته رسېږي او ستاسو هیواد ته به د «خوشاله یمن» صفت یو ځل بیا راګرځوي. 

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې مشره

د مطلب ادامه...

عراق ته د پامپیو سفر او له ایران سره د امریکا د ناندریو زور اخیستل Featured

  • خپور شوی په عراق

(ژباړه)

د امریکا د دفاع وزیر، مایکل پامپیو عراق ته یو ناڅاپی سفر وکړ. نوموړي په دغه سفر کې له ولسمشر او وزیرانو؛ برهام صالح او عادل عبدلمهدي سره وکتل. له بل لوري یوه رسمي سرچینه تاییدوي، چې دغه سفر د امریکا له خوا د خبرداري یوه برخه وه، څو د واشنګټن او تهران تر منځ د ناندریو په ډېرېدو کې بې طرفه پاتې شي.

پامپیو له عراق څخه د وتو پر وخت وویل: «هڅه مو وکړه  دوی د هغو ګواښونو له ډېرېدو څخه خبر کړو چې ومو لیدل او په دې اړه مو ځینې نور مسایل هم ورسره شریک کړل، څو کافي معلومات ولري. د دې ترڅنګ پردې خبره مو باوري کړل، چې زموږ د ټیم د ساتنې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي. موږ نه غواړو چې د دوی په هیواد کې څوک لاسوهنه وکړي او  په عراق کې د ننه پر نورو ملتونو بریدونه وشي» ده زیاته کړه چې «ترمنځ مو پوره توافق و.»

د امریکا دفاع وزیر په عراق کې د ایران د منفي رول او په دغه هیواد کې د امریکایي عسکرو پر وړاندې د ګواښونو د دوام په اړه داسې خبرې وکړې لکه امریکا چې هیڅ ګناه نه وي کړې یا لکه ایران چې د امریکا د غوښتنو پر وړاندې د عراق کنټرول په خپل لاس کې اخیستی وي او امریکا ورته خپل رول او ماموریت نه وي امر کړی. د امریکا د دفاع وزیر په خبرو کې چل دی او غواړي چې د خپل هیواد مخ سپین کړي، که څه هم دوی راغلي او عراق یې اشغال کړی. په داسې حال کې چې همدوی ایرانیانو ته واک ورکړ، په پوځ کې یې ورسول، له ملیشو یې ملاتړ وکړ او ....

کله چې عراق د امریکا له لوري اشغال شو، هلته امریکایان له یوه داسې مقاومت سره مخ شول، چې تمه یې نه درلوده. نو په عراق کې یې ایران را دخیل کړ، څو له دوی سره د دغه مقاومت پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي. اشغال او هغه نظام ته مشروعیت ورکړي، چې دوی هلته جوړ کړی و. په ځانګړې توګه له ۲۰۰۵ کال وروسته کله چې امریکا ایران پلوه ډلو ته اجازه ورکړه، څو د ابراهیم الجعفري او بیا د المالېکی تر مشرۍ لاندې د قدرت صحنې ته راشي. دغه دولتونه امریکا جوړ کړي او د امریکا ملګري دي. د مالېکي دولت د ایران په ملاتړ له امریکا سره امنیتي او سټراټيژيک تړونونه لاسلیک کړل، چې د عراق د اشغال له رسمي پای ته رسولو وروسته خپل نفوذ په دغه هیواد کې وساتي. دا د ایران له رول نه د امریکا خوښیي ښيي، ایراني چارواکي د عراق په اشغال او بیا په عراق کې د امریکا د نفوذ د ثبات د باوري کولو لپاره په کار کې له امریکا سره ملګري وو.

په سیمه کې د ایران رول د امریکا د پالیسۍ په پلي کولو کې مرسته کوي او د دوی دغه رول شرایطو ته په کتو سره کمېږي او زیاتېږي. له ۱۹۷۹ راهیسې، امریکا ایران د سیمې د هیوادونو پر وړاندې د «اسلامي انقلابي پوښ» په توګه ساتلی. په امریکا کې د نوو محافظه‌کارو په قدرت ته رسېدو سره یې رول«لوی فرقه‌یي ګواښ» شو او د عربو د پسرلي په شرایطو کې یې «اغېزناک سیمه‌ییز رول» درلود. خو کله چې د مصر په شان د امریکا نورو غلامانو سر راپورته کړ، دا رول د سعودي په څېر غلامانو ته ورکړل شو او له دوی څخه یې د ترکیې په شان ګټه اخیستی شولی. نو اوس امریکا پرته له دې چې لاس په سر شي، ایران ته د نورو رولونو د پیدا کولو په لټه کې ده.

موږ د مسلمانانو د پوهاوي لپاره دا یادونه کوو، چې د اسلامي امت اصلي دښمن کافر اشغالګر غربي هیوادونه دي، ځکه دوی د سیمې هېوادونو د ظاهري نفوذ سربېره په اسلامي هیوادونو کې نفوذ لري. غربي هیوادونه زموږ په  هیواد کې پالیسۍ جوړوي او د اسلامي دولتونو چارواکي یې د لاس الې دي. نو زموږ د کار تمرکز باید د غرب د غلامانو په لرې کولو وي، څو خپل هیواد د دوی له نفوذ څخه خلاص کړو او له یوه خلیفه سره بیعت وکړو، څو د راشده خلافت په دولت کې اسلامي احکام پلي کړي. خبره باید یوازې د اوسنیو حکامو لرې کول نه وي، چې په دې سره یو ځل بیا مسلمانان تېرباسي او د مصر او تونس په څېر د یوه غلام پر ځای بل غلام کېنوي لکه څنګه چې دوی هڅه کوي څو په لېبیا، الشام، سوډان او الجزایر کې هم دا کړنه پلې کړي. 

حزب التحریر-ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

حوثیان له ملګرو ملتونو سره په یوه کتار کې! دوی په بې‌شرمۍ له ملګرو ملتونو غواړي چې د یمن د تیلو زېرمې اداره کړي. Featured

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

حوثیانو پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د یمن د خامو تېلو  پلور تنظیم کړي. په دې سره به خپل عاید د سون توکو په وارداتو او د مرکزي بانک له لارې د عامه سکټور د معاشونو په ورکولو ولګوي.  دغه کار محمد علی الحوثي، د لویې انقلابي کمېټي مشر، د یوه ټویټ له لارې کړی. ده ویلي: موږ پر ملګرو ملتونو او د امنیت پر شورا غږ کوو چې د خامو تېلو –په ټانکرو کې د ذخیره شوو تېلو په ګډون- د پلور لپاره یو میکانېزم جوړ کړي.  ده زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له لارې د خامو تېلو پلور به دوی ته دا وس ورکړي، څو د  خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه تېل، ډیزل او د کورنیو لپاره ګاز وارد کړي. تر څنګ یې د پلور له لارې نورې لاسته راغلې پیسې د عدن او صنعا مرکزي بانکونو ته وسپاري، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ټولو مامورینو ته معاشونه ورکړي.

موږ باید د ملګرو ملتونو پر وړاندې د حوثیانو دغه دریځ ته حیران نه شو؛ ملګري ملتونه په دوامداره توګه د دوی ملاتړ کوي او ژغوري یې، که هغه د سیاسي موقفونو له لارې وي یا د هغو اقتصادي مرستو له لارې، چې د مرسته‌کوونکو په کنفرانسو نو کې د یمن د خلکو په نامه اخیستل کېږي. ډېری مرستې بیا حوثیان کنټرولوي او د خپلو ګټو لپاره یې لګوي. په یمن کې د ملګرو ملتونو رول یو عنادي استعماري رول دی، چې غواړي جګړه اوږده او حوثیان د امریکا د ګټو لپاره نور هم ځواکمن کړي. د نړۍ تر ټولو لوی کنټرولوونکی دولت غواړي، چې دوی د یمن په حکومت کې راګډ کړي او د ایران پر ځای یې د سعودي تر چتر لاندې وساتي.

 د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د سپینې ماڼۍ اوسنی سیاست دا دی، چې په سیمه کې د ایران ځواک راکم کړي او خپل نوي غلام ته چې د دوی ډېر اطاعت کوي، یوه مهمه دنده ورکړي، په ځانګړې توګه د سعودي پاچا محمد بن سلمان او زوی يې محمد ته. د امریکا ولسمشر ډونالټ ټرمپ دغو دوو کسانو ته د مطیع غلامانو په سترګه ګوري چې ډېره شتمني لري، دا به د امریکا په ګټه کارېږي او  دغه له کاره لوېدلې پاچاهي به یې ساتي.  

د محمد علی حوثي دغه خبرې ښیي، چې دوی له ملګرو ملتونو سره یوه لویه معامله لري. دوی غواړي چې ملګري ملتونه په یمن کې مخه پیدا کړي او ملګري ملتونه بیا غواړي چې دوی لا ځواکمن کړي، غواړي جګړه وغځوي، د یمن له وږو خلکو ګټه پورته کړي او پر سر یې معامله وکړي؛ په داسې حال کې شپه او ورځ چغې وهي چې د یمن خلک د لوږې او قحطۍ له ناورین سره مخ دي. دا کارونه د دې لپاره کوي چې د مرسته کوونکو په کنفرانس کې د یمن د خلکو د ناوړه وضعیت په نامه مرستې ترلاسه کړي. هغه مرستې بیا غلا کوي، ځانته یې اخلي او په یمن کې یې هغو نورو عنادي سازمانونو ته ورکوي چې په دغې خاوره کې د امریکا پلانونه پلي کوي. ډېری دغه مرستې د دغو سازمانونو لخوا د نوو کسانو پر جذب او ګومارنه لګېږي. دوی د هیواد له ناوړه اقتصادي وضعیت نه ګټه اخلي او په لوړو ډالري معاشونو دغه کسان له فکري او اخلاقي اړخه فاسدوي. 

تاسو پر ملګرو ملتونو څنګه باور کولای شئ؟ دوی په یمن کې دجګړې د پیل راهیسي ۷ بیلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې. دوی دغه پيسې خپلو درجن درجن سازمانونو ته ورکړې. په دغو سازمانونو کې لوی لوی سازمانونه ؛لکه نړیوال  غذایي پروګرام، یونیسف، نړیوال روغتیایي سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ اداره شامل دي. کوچني سازمانونه هم پکې شته چې په ټیټه کچه پیسې ترلاسه کوي. په ټوله کې د هغو نړیوالو سازمانونو شمېر چې دغه مرستې یې اخیستې ۱۰۰ سلو ته رسېږي. دغو سازمانونو نیږدې ۲ بیلیونه ۶۵۲ میلیونه ۵۹۵ زره او ۵۲۵ ډالر تر لاسه کړي، خو لا هم د یمن خلک د بیوزلۍ، لوږې او ناروغیو له لاسه کړېږي. دغو سازمانونو او ملګرو ملتونو له دغو ستونزو څخه یوه یې هم نه ده حل کړې، برعکس دوی ستونزې او کړکېچونه مرسته کوونکو ته ورښیي او په بدل کې یې بیلیونه ډالر اخلي، چې له دې څخه لږه برخه یې د یمن خلکو ته رسېږي. هغه کسان به څنګه بریالي وي، چې استعمارګرو کفارو تربیه کړي او ملګري ملتونه او نور چټل سازمانونه یې چارې سمبالوي؟  الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً

[النساء: ۱۴۱]

ژباړه: ... الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو د کافرانو د برلاسي کېدو لپاره هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.

او همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَاناً مُّبِيناً

[النساء: ۱۴۴]

ژباړه: اې مومنانو! د مومنانو پر ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ. ایا غواړئ چې الله سبحانه وتعالی ته د ځان پر خلاف کوم څرګند سند ورکړئ؟

اې د یمن خلکو! تاسو دوکه شوي یاست، چې د مسلمانانو تر منځ دغه ناروا جګړه زغمئ... د جګړې لوریو (غلامانو) تاسو ته ویجاړي او ویراني راوستې. له هیواد څخه یې د امریکا او انګلیس د جګړې –چې د هیواد د ننه او په سیمه کې د دوی د لاس د الو په واسطه یې په یمن کې ځاله نیولې- میدان جوړ کړی. دوی په دغه چټله جګړه هیواد او خلک تباه کړل او بیا یې ملګري ملتونه په دې بهانه چې سوله راولي راوستل، څو دلته خپل خطرناک او له کینې ډک رول ولوبوي او په بې شرمۍ د ښکېلو ډلو تر منځ منځګړی (ریفري) و اوسي. وروسته بیا هر لوری ادعا کوي چې په حق دي او په صفونو کې یې چې څوک مړه شي، شهید یې بولي! سره له دې چې له دغو ښکېلو ډلو څخه یوې یې هم اسلام د ژوند لار او د بیا احیا پروژه نه ده بللې، نه یې به دغو شخړو کې ورته پام کړی، نه یې په تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د الله قوانین پلي کړي. په داسې حال کې چې موږ وینو دوی د سېکولر دولت په جوړولو کې له یو بل سره سیالي کوي، څه په دې سره خپل غربي بادارن او له اسلام او مسلمانانو سره کینه‌ګر خوشاله کړي.

اې د یمن خلکو، اې مومنانو او هوښیارو... ستاسو د خلاصون لار دا ده، چې د اسلام حاکمیت او د اسلامي دولت تاسیس وغواړئ او له هغو سره سم خپلې شخړې حل کړئ. یوازې له دې لارې عزتمند او بریالي ژوند ته رسېدای شئ. د اسلامي دولت تر چتر لاندې به د اشغالګرو کفارو لاسونه ستاسو له هیواده بند شي، له خپلو وروڼو سره به له قومپالنې لېرې خوشاله ژوند ولرئ؛ نو د نبوت پر منهج د راشده خلافت لپاره کار وکړئ. خلافت به دا هر څه په واقعیت کې وښيي، موږ له تاسو غواړو چې په اړه یې غبرګون وښیئ، ځکه چې دا ژوند درکوي.

حزب التحریر ـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې