جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 11 فبروری 2019 م

شمېره:      HTY- ۱۴۴۰/ ۰۹

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فبرورۍ انقلاب د اتمې کلیزې د نمانځلو په پار

اې د یمن اوسېدونکو! اصلي بدلون همدغه دی چې له انقلاب وړاندې، د انقلاب پرمهال او تر انقلاب وروسته مو درته وښود او تل به یې یادونه کوو

(ژباړه)

اوسمهال د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ د ۱۱مې د انقلاب په یاد کلېزه ده؛ هغه انقلاب چې د یمن خلکو د رژیم د ړنګولو او د پخواني ولسمشر علي صالح د لرې کولو په موخه پیل کړی و. له دې وروسته کله چې د تونس او مصر د انقلاب، په اصطلاح د عربي پسرلي څپې نورو هېوادونو ته ورسېدې، یو له هغو هېوادونو یمن و. 

د یمن مسلمان خلک له کورونو څخه د خپل هېواد د ناوړه بشري، اقتصادي او سیاسي وضعیت لپاره لاریونونو ته را ووتل؛ هغه خاوره چې له جګړې وروسته پکې د امریکا-انګلیس سیالي په شمال او جنوب کې د جګړییز اور لامل شوه. موږ په دې تړاو خپلو خلکو ته په یمن کې په لاندې ټکو سره ډاډ ورکوو:

۱.  یمن ته الله سبحانه وتعالی د طبیعي سرچینو او ستراتیژیکي موقعیت پر اساس برکت ورکړی او بله دا چې د دغې خاورې اوسېدونکي د نورو اسلامي هېوادونو په څېر ټول مسلمانان دي. په دغې خاوره کې د انګلیس-امریکا جګړه له کنټرول وتلې او دا جګړې د هغو بدبختیو او بربادیو پایله ده، چې د یمن مسلمانان پرې اخته شوي دي.

۲. پخوانی رژیم د وروستي ولسمشر علي صالح او هغو حزبونو په واک کې و، چې له ده سره په دولت کې شریک وو. ده خپلو ټولو حکومتي چارواکو ته د مسلمان خطاب کاوه، چې د جوماتونو منبرونه، پوهنتونونه او شخصي پروژې کنټرول کړي. تر څنګ یې پر ډېری لوړو چوکیو د ملي او سیکولري حزبونو غړي ګومارلي وو، چې په حقیقت کې ټول غلامان او د انګلیس د ناوړه پلانونو پلي کوونکي وو. هغو اشغالګرو چې د دغه هېواد پر وړاندې یې له ۳۳ کلونو څخه زیات جنایتونه وکړل، تر اوسه یې اغېز زموږ پر خاوره پاتې دی.

۳. د امریکا د غلامانو جنایتونه د انګلیس د غلامانو په څېر دي، هغه که په جنوب کې د «باعوم» ډله ده یا په شمال کې د حوثي ملېشې دي. دا چارواکي د امریکا د لاس آله دي چې د کفارو تر منځ جګړه کې په ښکېلو حزبونو او د جګړې په سون‌توکو بدل شوي دي.

۴. په یمن کې د کافر غرب په ځانګړې توګه د انګلیس او امریکا دښمنۍ، د خپلو غلامانو او سازمانونو د منافقت پر مټ د خلکو سپېڅلی انقلاب منحرف کړ. د انقلاب فضا یې په وژونکو زهرو ککړه کړه او یمن یې د تباه کوونکو جګړو ډګر ته ور ټېل واهه.

۵. کافر غرب شپه او ورځ هڅه کوله، چې د خلکو په زړونو کې د انقلاب شغله مړه کړي او د پای ټکی ورته کېږدي. همدارنګه تاسو پوهېږئ چې انقلاب د کپيټلېزم د نظام او چارواکو پر ضد و، خو د یمن د خلکو پر وړاندې د کفارو او د دوی د چارواکو جنایتونو څو لسیزې دوام وکړ.

۶. حقیقي انقلاب د اسلام د اصولو پر اساس دی، چې حزب التحریر هغه ټول امت ته ښودلی دی. د انقلاب یوازنۍ موخه د خلکو په افکارو کې د بدلون راوستل نه دي، بلکې موخه یې د موضوع، جوړښت، اساسي قانون او ریښو پر اساس د نظام ړنګول دي.

۷. ځایي، سیمه ییزو او نړیوالو حزبونو د یمن د انقلاب پر وړاندې بېلابېلې دسیسې جوړې کړې او د دغه هېواد خلک یې ورباندې لا لهانده کړل. خلکو خپلې هیلې د غوره بدلون لپاره له لاسه ورکړې، ځکه په جګړه کې ښکېلو حزبونو او غیر دولتي ډلو د خپلو ګټو لپاره هڅه کوله. همدارنګه په یمن کې د وضعیت خرابوالي د خلکو ناهیلي نوره هم زیاته کړه او دا حالت د دې لامل شو چې خلک د هر واقعي بدلون د راتګ په اړه خپلې هیلې له لاسه ورکړي.

حزب التحریر د ښکاره ویروونکو په څېر تل خلک له دا ډول ستونزو وېروي او خلکو ته ښيي چې یو نظام څه ډول وي او څه ډول بدلون کوي؛ په پای کې اسلامي نظام ور ته په ژوند کې د ستونزو د حل لارې په توګه وړاندې کوي. په یمن کې حزبونو د غلامانو په واسطه زهر خپاره کړل، چې په پایله کې یې د انقلاب فضا پرې زهرجنه کړه. دغه زهر طبي درمل نه دي، بلکې شعارونه دي، لکه:« د خلکو دولت، ازادۍ، د ښځو توانايي او نور سیکولري چټل شعارونه.» حزبونو خلکو ته له ملي خبرو او فدرالي مفکورې په اړه خبرې وکړې، چې د یمن خلک هېڅکله هم په خپل ترې غلا شوي انقلاب کې داسې څه نه غواړي.

۸. د یمن خلک اوس باید د خپل انقلاب له پایلې څخه مایوسه نشي، خو د خیانت له مخې دې حالت ته رسېدلي. دوی باید د خپلې خرابې فضا د بدلون لپاره په سمه حل لاره فکر وکړي. د انقلاب دا پایله ښایي د الله سبحانه وتعالی حکمت وي او خلکو ته د غلامانو په اړه هغه حقیقتونه بربنډ کړي چې په دې کلونو کې له یو بل سره وجنګېدل؛ په ځانګړې توګه هغوی چې د واقعي بدلون له پروژې پرته یې د اسلام شعارونه ورکول. اسلام په حقیقت کې د ژوند د عقیدې او نظام په توګه راغلی او د خلکو له ټولو چارو څخه ساتنه کوي.

په پای کې، اې د یمن خلکو! تر کومه وخته به تاسو دې حالت ته دوام ورکوئ، چې د روانې شخړې او جنایتکاره دښمنو د جګړو په اور کې د، سون توکي وګرځئ؟ ایا هغه وخت نه دی رسېدلی چې سطحي پوچ افکار پرېږدئ او د ایمان د منطق، حکمت او د اسلام پر اساس د واقعي بدلون لپاره فکر وکړئ؟!

په همدې توګه حزب التحریر اوس هم تاسو ته مشوره درکوي او په پوره رښتینولۍ سره مو حق ته را دعوتوي او الله سبحانه وتعالی شاهد دی چې په بدل کې یې پر تاسو او ستاسو پر پیسو د نورو کفري دولتونو په څېر واکمني نه کوي؛ بلکې حزب التحریر د نبوي منهج پر اساس د دویم راشده خلافت د تاسیس په واسطه د اسلامي واک غوښتونکی دی، چې په ژوند کې مو د نېکمرغۍ او په اخرت کې مو د الله سبحانه وتعالی د رضایت لامل ګرځي.

د حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې