جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 شعبان 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 02 می 2019 م

شمېره:      ۱۷/۱۴۴۰

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حوثیان له ملګرو ملتونو سره په یوه کتار کې! دوی په بې‌شرمۍ له ملګرو ملتونو غواړي چې د یمن د تیلو زېرمې اداره کړي.

(ژباړه)

حوثیانو پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د یمن د خامو تېلو  پلور تنظیم کړي. په دې سره به خپل عاید د سون توکو په وارداتو او د مرکزي بانک له لارې د عامه سکټور د معاشونو په ورکولو ولګوي.  دغه کار محمد علی الحوثي، د لویې انقلابي کمېټي مشر، د یوه ټویټ له لارې کړی. ده ویلي: موږ پر ملګرو ملتونو او د امنیت پر شورا غږ کوو چې د خامو تېلو –په ټانکرو کې د ذخیره شوو تېلو په ګډون- د پلور لپاره یو میکانېزم جوړ کړي.  ده زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له لارې د خامو تېلو پلور به دوی ته دا وس ورکړي، څو د  خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه تېل، ډیزل او د کورنیو لپاره ګاز وارد کړي. تر څنګ یې د پلور له لارې نورې لاسته راغلې پیسې د عدن او صنعا مرکزي بانکونو ته وسپاري، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ټولو مامورینو ته معاشونه ورکړي.

موږ باید د ملګرو ملتونو پر وړاندې د حوثیانو دغه دریځ ته حیران نه شو؛ ملګري ملتونه په دوامداره توګه د دوی ملاتړ کوي او ژغوري یې، که هغه د سیاسي موقفونو له لارې وي یا د هغو اقتصادي مرستو له لارې، چې د مرسته‌کوونکو په کنفرانسو نو کې د یمن د خلکو په نامه اخیستل کېږي. ډېری مرستې بیا حوثیان کنټرولوي او د خپلو ګټو لپاره یې لګوي. په یمن کې د ملګرو ملتونو رول یو عنادي استعماري رول دی، چې غواړي جګړه اوږده او حوثیان د امریکا د ګټو لپاره نور هم ځواکمن کړي. د نړۍ تر ټولو لوی کنټرولوونکی دولت غواړي، چې دوی د یمن په حکومت کې راګډ کړي او د ایران پر ځای یې د سعودي تر چتر لاندې وساتي.

 د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د سپینې ماڼۍ اوسنی سیاست دا دی، چې په سیمه کې د ایران ځواک راکم کړي او خپل نوي غلام ته چې د دوی ډېر اطاعت کوي، یوه مهمه دنده ورکړي، په ځانګړې توګه د سعودي پاچا محمد بن سلمان او زوی يې محمد ته. د امریکا ولسمشر ډونالټ ټرمپ دغو دوو کسانو ته د مطیع غلامانو په سترګه ګوري چې ډېره شتمني لري، دا به د امریکا په ګټه کارېږي او  دغه له کاره لوېدلې پاچاهي به یې ساتي.  

د محمد علی حوثي دغه خبرې ښیي، چې دوی له ملګرو ملتونو سره یوه لویه معامله لري. دوی غواړي چې ملګري ملتونه په یمن کې مخه پیدا کړي او ملګري ملتونه بیا غواړي چې دوی لا ځواکمن کړي، غواړي جګړه وغځوي، د یمن له وږو خلکو ګټه پورته کړي او پر سر یې معامله وکړي؛ په داسې حال کې شپه او ورځ چغې وهي چې د یمن خلک د لوږې او قحطۍ له ناورین سره مخ دي. دا کارونه د دې لپاره کوي چې د مرسته کوونکو په کنفرانس کې د یمن د خلکو د ناوړه وضعیت په نامه مرستې ترلاسه کړي. هغه مرستې بیا غلا کوي، ځانته یې اخلي او په یمن کې یې هغو نورو عنادي سازمانونو ته ورکوي چې په دغې خاوره کې د امریکا پلانونه پلي کوي. ډېری دغه مرستې د دغو سازمانونو لخوا د نوو کسانو پر جذب او ګومارنه لګېږي. دوی د هیواد له ناوړه اقتصادي وضعیت نه ګټه اخلي او په لوړو ډالري معاشونو دغه کسان له فکري او اخلاقي اړخه فاسدوي. 

تاسو پر ملګرو ملتونو څنګه باور کولای شئ؟ دوی په یمن کې دجګړې د پیل راهیسي ۷ بیلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې. دوی دغه پيسې خپلو درجن درجن سازمانونو ته ورکړې. په دغو سازمانونو کې لوی لوی سازمانونه ؛لکه نړیوال  غذایي پروګرام، یونیسف، نړیوال روغتیایي سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ اداره شامل دي. کوچني سازمانونه هم پکې شته چې په ټیټه کچه پیسې ترلاسه کوي. په ټوله کې د هغو نړیوالو سازمانونو شمېر چې دغه مرستې یې اخیستې ۱۰۰ سلو ته رسېږي. دغو سازمانونو نیږدې ۲ بیلیونه ۶۵۲ میلیونه ۵۹۵ زره او ۵۲۵ ډالر تر لاسه کړي، خو لا هم د یمن خلک د بیوزلۍ، لوږې او ناروغیو له لاسه کړېږي. دغو سازمانونو او ملګرو ملتونو له دغو ستونزو څخه یوه یې هم نه ده حل کړې، برعکس دوی ستونزې او کړکېچونه مرسته کوونکو ته ورښیي او په بدل کې یې بیلیونه ډالر اخلي، چې له دې څخه لږه برخه یې د یمن خلکو ته رسېږي. هغه کسان به څنګه بریالي وي، چې استعمارګرو کفارو تربیه کړي او ملګري ملتونه او نور چټل سازمانونه یې چارې سمبالوي؟  الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً

[النساء: ۱۴۱]

ژباړه: ... الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو د کافرانو د برلاسي کېدو لپاره هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.

او همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَاناً مُّبِيناً

[النساء: ۱۴۴]

ژباړه: اې مومنانو! د مومنانو پر ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ. ایا غواړئ چې الله سبحانه وتعالی ته د ځان پر خلاف کوم څرګند سند ورکړئ؟

اې د یمن خلکو! تاسو دوکه شوي یاست، چې د مسلمانانو تر منځ دغه ناروا جګړه زغمئ... د جګړې لوریو (غلامانو) تاسو ته ویجاړي او ویراني راوستې. له هیواد څخه یې د امریکا او انګلیس د جګړې –چې د هیواد د ننه او په سیمه کې د دوی د لاس د الو په واسطه یې په یمن کې ځاله نیولې- میدان جوړ کړی. دوی په دغه چټله جګړه هیواد او خلک تباه کړل او بیا یې ملګري ملتونه په دې بهانه چې سوله راولي راوستل، څو دلته خپل خطرناک او له کینې ډک رول ولوبوي او په بې شرمۍ د ښکېلو ډلو تر منځ منځګړی (ریفري) و اوسي. وروسته بیا هر لوری ادعا کوي چې په حق دي او په صفونو کې یې چې څوک مړه شي، شهید یې بولي! سره له دې چې له دغو ښکېلو ډلو څخه یوې یې هم اسلام د ژوند لار او د بیا احیا پروژه نه ده بللې، نه یې به دغو شخړو کې ورته پام کړی، نه یې په تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د الله قوانین پلي کړي. په داسې حال کې چې موږ وینو دوی د سېکولر دولت په جوړولو کې له یو بل سره سیالي کوي، څه په دې سره خپل غربي بادارن او له اسلام او مسلمانانو سره کینه‌ګر خوشاله کړي.

اې د یمن خلکو، اې مومنانو او هوښیارو... ستاسو د خلاصون لار دا ده، چې د اسلام حاکمیت او د اسلامي دولت تاسیس وغواړئ او له هغو سره سم خپلې شخړې حل کړئ. یوازې له دې لارې عزتمند او بریالي ژوند ته رسېدای شئ. د اسلامي دولت تر چتر لاندې به د اشغالګرو کفارو لاسونه ستاسو له هیواده بند شي، له خپلو وروڼو سره به له قومپالنې لېرې خوشاله ژوند ولرئ؛ نو د نبوت پر منهج د راشده خلافت لپاره کار وکړئ. خلافت به دا هر څه په واقعیت کې وښيي، موږ له تاسو غواړو چې په اړه یې غبرګون وښیئ، ځکه چې دا ژوند درکوي.

حزب التحریر ـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې