جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 محرم 1439

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 21 سپټمبر 2017 م

شمېره:      ۳۹/۰۱

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر- ولایه اردن د رژیم په زندانونو کې د خپلو ځوانانو او د مسلمانانو د بچیانو پر ملاتړ خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

په اردن کې د فکري ځوانانو، د حق لارې د بندیانو او د نورو مسلمانانو د بچیانو د دفاع لپاره دوامدارې مبارزې ته په پام سره، حزب التحرير ولایه اردن د خپلو بندیانو د خوشې کولو لپاره په دې ولایت کې سر تا سري مبارزه پیل کړې، ترڅو د دوی پر وړاندې بې عدالتي لرې کړي او د رژیم د امنیتي ادارو بې عدالتي، زور زیاتی، ربړونه، سپکاوی، بد چلند او همدا راز د دوی پر وړاندې د نظامي محکمې غيرعادلانه شرطونه خلکو ته څرګند کړي. د دوی یوازینۍ ګناه دا ده، چې وايې، زموږ رب الله دی او د حق له کلمې څخه، چې الله سبحانه و تعالی او د هغه رسول صلی علیه وسلم يې امر کړی نه پر شا کېږو. د مسلمانانو خلیفه امیرالمومنین عمر بن الخطاب رض په دې اړه ویلي: «زه به هغه څوک چې د حق کلمه وایي بندي نه کړم، نه به يې وربړوم، نه به پرې څوک واکمن کړم او نه به یې ژوند تنګ کړم. هغه به د حق کلمه ویله.» ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم په دې اړه وایي: "که موږ حق وانه ورو، نو په موږ کې خیر نشته او که تاسې حق و نه وایاست نو په تاسې کې خیر نشته".

د دوی بله ګناه دا ده،چې وايي: موږ پر خپل رب ایمان لرو، د رښتینولۍ ملاتړي یو، رژیم ته پر نېکۍ امر او له بدۍ يې منع کوو، ترڅو د رښتینولۍ لاره خپله کړي. د دوی کړنې او مفاهیم د ویجاړۍ، زورزیاتي او د هغو جرمونو د رامنځته کېدو سبب نه ګرځي، چې د الله له قانون سره په ټکر کې وي. دوی د هغو خلکو په پرتله خپل هیواد او خلکو ته ډېره پاملرنه کوي، چې له هیواد سره د دوستۍ ادعا کوي، په داسې حال کې چې هغوی هیواد بې ارزښته کړی او د خپلو خلکو وقار يې تر پښو لاندې کړی. د حزب شباب خلکو ته ښيې، چې فساد کوونکو ته وخت ورکول کیږي، د دوی پر کړنو سترګې پټېږي او ملاتړ يې کېږي. دغو خلکو هیواد چور کړی دی او د غربت او فساد کچه يې لوړه کړې، ځکه چې کورنی رژیم امتیاز ورکوي او ظالم کورني او بهرني ښکېلاکي ځواکونه یې ملاتړ کوي. 

دغه مبارزه به په بېلا بېلو ډولونو د حزب التحرير د شبابو او نورو مسلمانانو پر وړاندې د بې عدالتۍ، ظلم او څارنې انځور وړاندې کوي. دغه مبارزه په اردن کې پر عامو خلکو، سیاستوالو لکه: وزیرانو، مرستیالانو، لوړپوړو چارواکو، پر هغو سیاستوالو چې دولتي دنده نه لري، پر قضایي قوې، قانونپوهانو، د سوداګریزو اتحادیو پر استازو، شیخانو، پر قومي او د کمپونو پر مشرانو، د رسنیو پر استازو، لیکوالو، مبلغینو او امامانو ټینګار کوي؛ چې د دغو بې عدالتیو پر وړاندې دریځ ونیسي، د خپلو مظلومو او دیني وروڼو پر وړاندې د روانو بې عدالتیو مخنیوی خپله مشروع وجیبه وګڼي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

»مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِمًا عِنْدَ مَوْطِنٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ. وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِمًا فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ« (رواه ابوداوود)

که یو مسلمان بل مسلمان په داسې ځای کې پرېږدي چې پر عزت یې تېری کیږي، نو الله سبحان وتعالی به نوموړی په داسې ځای کې پرېږدي چې هلته د الله سبحانه وتعالی مرستې ته اړ وي او کوم مسلمان چې په داسې ځای کې د بل مسلمان ملاتړ وکړي، چې هلته یې پر عزت او حرمت تېری کېږي؛ الله سبحانه وتعالی به یې په داسې ځای کې ملاتړ وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د ملاتړ غوښتنه کوي.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې