جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ربیع الاول 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 23 ډسمبر 2017 م

شمېره:      ۱۳/۱۴۳۹

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې ملاتړ له یهودي دولت څخه دی، نه له قدس څخه!

(ژباړه)

د اردن حکومت د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې له وروستۍ فیصلې څځه، چې د امریکا لخوا یې د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه د قدس ټاکل رد کړ، خوښي وښوده. د اردن حکومت زیات شمېر رسنیو د دغه هېواد د اطلاعاتو د وزیر محمد مومني د وینا په خپرولو سره د دغې فیصلې هرکلی وکړ. مومني د قدس په اړه  د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې فیصله د نړیوال قانون اراده وبلله او ټینګار یې وکړ، هر ډول هوډ چې د دغه سپېڅلي ښار د شته وضعیت د بدلون په موخه ونیول شي، غیر قانوني دی او هېڅ ډول رسمیت نه لري. مومني ټینګار وکړ، چې د نړیوال قانون پر بنسټ د قدس ختیځ اشغال شوې خاوره ده او د سولې د رامنځته کېدو شرط دا دی، چې د ۱۹۶۷م کال د پولو د رسمیت پېژندنې پر اساس دې د دغه ښار ختیځ د فلسطین خپلواک دولت پلازمېینه وپېژندل شي.

همداراز مومني په خپلو خبرو کې وویل: «سوله هغه ګزینه ده، چې عربي نړۍ د یو ستراتیژیک انتخاب په توګه غوره کړې.» حزب التحریر ـ ولایه اردن د ملګرو ملتونو د سازمان له فیصلې څخه د اردن حکومت د خوښۍ او هرکلي په اړه څو ټکو ته اشاره کوي او ټینګار کوي:

نړیوال قوانین، چې د اردن حکومت ویاند ترې ښه پخلی وکړ او هغه معیار ګڼي، په هېڅ قضیه کې مسلمانانو ته پاملرنه نه کوي، ځکه دغه د ځواکمنو کفارو او استعمارګرو قوانین دي او همدغه قدرتونه وو، چې په ۱۹۲۴م کې سره یو ځای شول او د مسلمانانو سیاسي او قانوني قدرت (خلافت دولت) یې له منځه یوړ او اسلام یې له نړیوالې صحنې لرې کړ.

د ملګرو ملتونو سازمان له خپلو ټولو دستګاوو، موسسو او جلسو سره، کفري او استعماري سازمان دی او مسلمانانو ته هېڅ ارزښت او اعتبار نه لري د هغوی له موسسو او یا جلسو څخه صادرې شوې فیصلې مسلمانانو ته رسمیت نه لري، ځکه همدغه سازمان و، چې د فلسطین په وېشلو سره یې په دغې مبارکه او سپېڅلې خاوره کې، چې د اسلامي خاورو یوه برخه ده، د یهودي دولت شتون په رسمیت وپېژنده او همدغه سازمان و، چې د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته یې د استعمارګرو لخوا په وړو او کمزورو دولتونو، د مسلمانانو د خاورو وېش په رسمیت وپېژنده.

له شک پرته، د ملګرو ملتونو د سازمان د غونډې وررستۍ فیصله له قدس څخه د ملاتړ په معنا نه ده او په هېڅ ډول د مسلمانانو په ګټه نه ده؛ بلکې د فلسطین په مبارکه خاوره کې د یهودي دولت د شتون او د یهودانو په واسطه د قدس ښار د غصب د ټینګښت په معنا ده. ټول فلسطین د ختیځ، لودیځ، شمال او جنوب په شمول د قدس ټول ښار، د سترې اسلامي خاورې یوه برخه ده او د ټولو مسلمانانو ملکیت دی. نو هېڅ لوری او هېڅوک حق نه لري، چې یوه لوېشت یې هم د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته ورکړي او د مسلمانانو په استازیتوب، ورڅخه تېر شي او سترګې پرې پټې کړي.

د مسلمانانو حکام، که هغه عرب او یا غیر عرب دي، په دې فکر کې دي، هغه څه چې یهودانو د قدس ښار د سترې برخې په شمول تر اوسه اشغال کړي،  هغوی ته پرېږدي او ترې تېر دي. دغه حکام د ملګرو ملتونو د سازمان د مخکنیو فیصلو په تایید سره د یهودانو په واسطه د فلسطین اشغال ته ټينګښت وربښي، دغو استعماري فیصلو ته رسمیت ورکوي او په ځينو اسلامي خاورو کې د یهودانو په ګټه شاته شوي دي.

دا چې د فلسطین د قضیې حل، د دوو یهودي او فلسطیني دولتونو د جوړولو پر بنسټ غواړي، دا چې د قدس لودیځ د یهودي دولت د پلازمېینې او ختیځ یې د فلسطین د پلازمېنې په توګه غواړي، دا چې ټینګار کوي، د عربي هېوادونو د سولې وړاندیز، د اسلامي مرستو او عربي هېوادونو د سازمان له کنفرانس څخه صادر شوو فیصلو ته ژمن دي، دا ټول په دې دلالت کوي، چې د دغو خاینو حکامو لاس له نړیوالو استعمارګرو واکمنو سره په یوه کاسه کې دی او په ګډه ورسره د مسلمانانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او همدا ډول له الله سبحانه و تعالی، د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم او له مومنانو سره خیانت کوي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾

[انفال: ۲۷]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له الله سبحانه وتعالی او له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره خیانت مه کوئ! او همداراز په خپلو امانتونو کې خیانت مه کوئ، په داسې حال کې چې پوهېږی دغه کار ستره ګناه ده!

له شک پرته چې د دغو فیصلو او د فلسطین او یا قدس د سپېڅلي ښار له وجب وجب خاورې څخه د مسلمانانو د حکامو د سترګو پټولو پر وړاندې د مسلمانانو مسولیت دا دی، چې په ټولو امکانانو سره له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره  د دغو خیانتونو لړۍ ختمه او د اسلام، مسلمانانو، اسلامي خاورو او مقدساتو  پر وړاندې د دسیسو جوړولو ټغر ټول کړو او یوازینۍ لار چې وکولی شو یاد مسولیتونه په سمه توګه ادا کړو دا ده، چې اسلامي امت د دې خاینو چارواکو له شره وژغورو او  پر دې ویجاړو، پاشلو او په کافر غرب پورې تړلو خاینو او مزدورو حکامو د نظامونو پر ځای د نبوت پر منهچ د خلافت دولت تاسیس کړو.

سره له دې چې په اردن کې حاکم نظام پر دې پوهېږي، چې د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه د قدس له ټاکلو څخه د امریکا د هوډ وروستۍ موخه، د اردن حکومت موخه ګرځول دي، بیا هم د دې پر ځای چې د امریکا د بادارۍ پر وړاندې مقاومت وکړي او اسلامي نظام  په پوره توګه تبني او د اسلامي احکامو په تطبیق سره، له غربه اړیکه پرې کړي او د عربه وادي هوکړه (د اردن او یهودي دولت تر منځ د سولې معاهده) او ټولې ژمنې چې پکې ورکړل شوي، لغوه اعلان کړي او له یهودي دولت سره جګړې ته راوګرځي، وینو چې د داسې کړنو پر ځای یې، له رسمي ویاند څخه اورو، چې موږ د یهودي دولت شتون ته ژمن یو او په رسمیت یې پېژنو.

دا په داسې حال کې ده، چې اردن لومړنی حکومت دی چې د قدس په اړه د امریکا له هوډ وروسته د لاریون غوښتونکی شو او  د وزیرانو په شمول یې د خپل حکومت کارکونکي جادو ته ویستل او له خلکو یې وغوښتل چې ورسره یوځای شي او له قدس څخه د دفاع په موخه یې لاریونونه وکړل. د یهودي دولت او د امریکا د احمق او سپک ولسمشر د هوډ پر وړاندې دا څه ډول ذلت، ګمراهي او له شرعي غبرګون څخه سترګې پټول دي، چې اردني دولت یې کوي؟!  

وروستۍ خبره دا چې:

اې د ټولې نړۍ مسلمانانو! امت ستاسو پوځونو ته سترګې په لار دی، تر څو سمه او عملي لاره غوړه کړی، هغه ګزینه چې ستاسو په فریادونو کې له اندونیزیا تر المغرب پورې واوریدل شوه، هغه ګزینه چې په پوره ډول له مزدورو او خاینو نظامونو سره په ټکر کې ده او هغه دا چې له یو قوي حرکت سره مو قدس او ټول فلسطین د یهودو له منګلو وژغورئ. دغه کار د مسلمانانو پوځونو ته ډېر اسان دی او په اسانۍ سره کولی شي، چې تر سره یې کړي؛ په دې شرط چې لومړی هغه خاین حکام چې د هغوی او یهودي دولت د له منځه وړلو خڼد ګرځي، له مخې لرې کړي، او وروسته د ښکېلاګر غرب نفوذ زموږ له ځمکو ټول کړي او واک له غاصبانو واخلي او امت ته چې اصلی څښتن یې دی، ورکړي؛ هغه امت چې شپه او ورځ بې صبرانه د نبوت پر منهج د اسلامي دولت د بیا تاسیس په انتظار کې دی.

د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عمار

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې