سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 11 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰ / ۰۰۵

ولایه سوریه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هجین ښارګوټي مسلمانان څوک نه لري، چې غږ یې واوري

(ژباړه)

له څو میاشتو را هیسې د صلیبي ایتلاف الوتکو له ترورېزم سره د جګړې تر نامه لاندې د حجین په ښار او د دیرالزور په نورو سیمو کې بې ګناه مسلمانان وژني. دغو بریدونو د عاموژنې په ډول له سلګونو ښځو، ماشومانو او سپین‌ږېرو ژوند واخیست، چې په دغه کار سره یې انسانیت وشرماوه.

زموږ خلک نن په حجین کې د داعش د پاتې شونو، د صلیبي الوتکو د بریدونو او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ځورولو په منځ کې ژوند کوي. د غرب لخوا روزل شوې رسنۍ، چې د بې‌طرفۍ ادعا کوي، هم د دوی په وینو کې شریکې دي. دا ټولو ته ښکاره ده چې رسنۍ کڼې او ګونګۍ شوې او حتی انسانیت یې هم له لاسه ورکړی؛ ځکه له هغه شي پرته چې ملاتړي یې تمه لري، بل څه نه ویني. دوی د هغو ډلو د مشرانو او قانون جوړوونکو پر وړاندې هم یو اړخیز چلند کوي، چې تر اوسه د انقلاب د کمزوري کېدو، ګوښه والي او ماتې لپاره کار کوي.

انقلاب په لومړیو کې د یوه وجود په شان متحد و، له یوې خوا یې د شمال، جنوب، لویدیځ او ختیځ په لور سیمې ازادولې او له بل لوري به یې په ملاتړ د ادلب او حمص اوسېدونکو دا شعارونه «اې درعا! موږ تر مرګه له تا سره یو.» او «اې دیرالزور! موږ تر مرګه له تا سره یو.» ورکول. دا حالت له هغه مخکې و چې د تنظیمونو مشران دې خپلې خېټې د هغو ملاتړو په غذا ډکې کړي، چې له مسلمانانو سره یې خپله ملګرتیا ختموله او هم وړاندې تر دې چې دوی دې د نورو هېوادونو د لاس آله وګرځوي. دوی او د دوی غړي یې د خلکو پر مټ ځواکمن کړل، د وسلې خوله یې له سمې خوا واړوله او د سختدریځه او منځلارو ډلو له ویشلو وروسته یې د یو او بل په لوري نښه ونیوله. هغه څه چې نن په حجین کې کېږي، سم دلاسه باید موږ ته دوې لاندې مسلې را یادې کړي: 

لومړی- د انقلاب د ماتې اصلي لامل دغه ځواکمنې او د غرب لخوا ملاتړې ډلې دي. په دې کې بیا مهمه مسله د خلکو چوپتیا او پر بدلون یې بې باوري کول وو او بله دا چې په شام کې یې چې کوم مسلمانان پاڅون ته هڅولي وو، د هغوی د چوپولو لامل هم دوی شول.

دویم- په عامه توګه مسلمانان او په ځانګړې توګه د شام خلک د غلامۍ تر ژغ لاندې او د صلیبیانو د نفرت په اور کې د هغه امام په نشتون کې سست شوي، چې د الله سبحانه وتعالی پر احکامو عمل کوي. هغه داسې ډال دی چې تر شا یې باید وجنګېږي او پرې وساتل شي. هغه خلیفه چې د دوی چارو ته پام کوي او د «وا معتصما» له چیغې سره سم د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ فوځونه راوباسي.

نو اې د شام د اسلامي خاورې مسلمانانو! له حجین سره د مرستې او د شام، درعا او نورو سیمو له مظلومو خلکو څخه د ملاتړ او همدارنګه د رژیم د رانسکورولو تر ټولو لنډه لار د هغې وېرې له منځه وړل دي، چې د ډلو د مشرانو په وینه کې ګډه شوې. په دې سره انقلاب او د هغه تېر عزت او دبدبه یو ځل بیا راوستل کېږي. پوه شئ چې زموږ حالت به تر هغه ښه نه شي، څو مو چې د هر شي ارزښت په خپل ځای کې نه وي موندلی. یو له هغو څخه د الله سبحانه وتعالی له لوري پر موږ د لمانځه او روژې په څېر د اسلام د واکمنولو مکلفیت دی، چې د ژوند، دولت او ټولنې د نظام په توګه د راشده خلافت د تاسیس له لارې رامنځته کېدلی شي. یو ځل بیا هغه څه ته وګرځئ چې د جنایتکار اتاترک لخوا له منځه لاړ، ځکه چې په هغه کې مو عزت، ویاړ او دبدبه نغښتې ده. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی.

پوه شئ چې په انقلاب کې هم غمونه شته او هم د ورک شوي حق حل لاره. نو انقلاب باید د خپلې موخې په لور لاړ شي، چې هغه د رژیم او د هغه د جنایتونو ختمول دي او په دې هم پوه شئ چې ژغورل زموږ په لاس کې دي، نه زموږ د دښمنانو. تاسو د شام د فرعون پر وړاندې پاڅون کړی، نو په نیمه لار او له دې وروسته چې انقلاب یې ټولې توطیې او خیانتونه بربنډ کړل، مه دروئ او پوه شئ چې بریالیتوب د یوه ساعت صبر لپاره هم لاسته راځي او بله دا چې له هرې سختۍ تر شا اساني پټه ده. تاسو باید یو ځل بیا سر را پورته کړئ، څو بریالیتوب ووینئ او په لټه کې یې شئ. په دې سره یو ځل بیا په خپلو پاکو لاسونو سره دویم راشده خلافت جوړ کړئ او دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: ٥٥]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي، ژمنه کړې چې دوی به حتمي د تېرو کسانو په څېر په ځمکه کې خلفا ټاکي. د دوی لپاره به هغه دین ځواکمن کړي چې الله سبحانه وتعالی ورته غوره کړی او وېره به یې په امن ورته بدله کړي. دوی دې زما بندګي کوي، له ماسره دې څه نه شریکوي او څوک چې له هغه وروسته ناشکري وکړي، نو هغه ډله فاسقان دي.  

احمد عبدالوهاب

د حزب التحریر-ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې