جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 شوال 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 20 جون 2018 م

شمېره:      HTS 53/143

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ملي تنظیمي ځواکونو د استازو یوې ډلې د حزب التحریر ولایه سوډان په دفتر کې د دغه حزب له استازو سره وکتل

چهارشنبه د شوال شپږمه، چې د ۲۰۱۸م د جون له ۲۰مې سره سمون لري د ملي تنظیمي ځواکونو د استازو یوې ډلې د عیسی الیو په مشرۍ د هغه مرستیال حسن الساماني، سیاسي ریس حسن عبدالحمید او د حرکت د اصلاحاتو مرستیال مشر حسن عثمان ریزیګ د حزب التحریر ولایه سوډان په دفتر کې د حزب التحریر ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمېټې له مشر استاد ناصر رضا او د دې کمېټې له غړي استاد عبدالله حسین سره وکتل.

د ملي تنظیمي ځواکونو استازو چې پکې ۱۵ اسلامي او ملي ګوندونه موجود دي، خپلې پروژې بحث ته وړاندې کړې، چې د دوی په اند د دغو پروژو په مټ به هیواد له ناورین څخه وایستل شي، د هېواد د تجزیې او ټوټه کېدو مخه به ونیول شي او د واکمن رژیم نفوذ او حاکمیت به وساتل شي. خو استاد ناصر رضا یې په بدل کې د حل په موخه د حزب التحریر لیدلوری وړاندې کړ او واقعتونو ته په کتو سره یې لاندې ټکي په ګوته کړل:

لمړۍ: حقیقت ته د رسېدو په موخه اسلام یوازینی اساس جوړ کړئ.

دوهم: د هیواد یووالی وساتئ، ترڅو د ټوټه کېدو پر وړاندې یې ثابت قدمه پاتې شی.

دریېم: د هیواد شتمني مو د پانګونې او نورو تر نومونو لاندې له ورکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورئ او له اسلامي اصولو سره سم یې داسې تنظیم کړئ، چې ولس ته مو سوکالي ورپه برخه کړي.

څلورم: خلافت د یوې قانوني لارې په توګه اسلام پلی کوي، د هیواد د وګړو یوموټی والی او د هغوی شتمني ساتي.

د بحث په پای کې د ملي تنظیمي ځواکونو استازو یو لیک ترتیب کړ، چې پکې د ملي تنظیمي ځواکونو رسمي دریځ راغلی و او دغه راز یې پکې د غونډو او خبرو اترو پر دوام ټینګار کاوه.

ابراهیم عثمان ابوخلیل دحزب التحریر ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې