شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 10 آګست 2018 م

شمېره:      HTS 58/1439

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سوېل هوکړه د امریکايي لارښونو په رڼا کې شوې او د سوډان د خلکو لپاره پکې کومه ښېګڼه نه تر سترګو کېږي

د ۲۰۱۸م د اګسټ پر ۵ مه د یکشنبې په ورځ د سوډان په سوېل کې د حکومت مخالفو ډلو یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې قدرت وېشل کېږي او د قدرت جزېرې به رامنځته کېږي. دغه هوکړه د سوېلي سوډان د حکومت په پلوۍ د سالوا کییر مایاردیت(Salva Kiir Mayardit) ګوند او د خلکو مقاومت خوځښت ریک ماچار له لوري لاسلیک شوه. د دې ترڅنګ، د سیاسي بندیانو د اتحادیې په استازيتوب او د جبرییل جانسن په ملاتړ ډینګ الور(Deng Alur )، د سیاسي ګوندونو او ځواکونو په استازیتوب جوزيف اوکیلو(Joseph Okilo)، د ملي شخصیتونو په استازیتوب فرانسیس ډینګ(Francis Deng)، د روحانیونو په استازیتوب محمد مرجان او په سوېلي سوډان کې د مدني ټولنیزو سازمانونو د استازي له لوري لاسلیک شوه.

سوډاني حکومت او د هغوی پلويو رسنیو دغه هوکړه د خپلو موخو د ترلاسه کولو په لار کې بریا اعلان کړه.

نوموړې هوکړې ته په کتو سره موږ لاندې واقعیتونه په ګوته کوو:

لمړی: په دغې هوکړه کې نه د خرطوم رژیم سیاسي ارادې شتون درلود او نه هم د دوی له لوري یې طرحه وړاندې شوې وه. دا څرګنده ده چې په سوېل کې جوړجاړي ته لاره اوارول د امریکا له «پنځه ګونو تګلارو» څخه یوه تګلاره ده او د امریکا په لارښوونه یې حکومت د پلي کولو تابیا لري. له همدې امله حکومت په کلکه او بې سارې توګه دغه طرحه پلې کوي، ان د سوېل ځینو مخالفو مشرانو ویلي، چې په لاسلیک کې د نه برخې اخستنې په تړاو ګواښل شوي. په یوه خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې مخالفې اتحادیې ویلي: «د سوډان د امنیتي ځواکونو ځینو چارواکو هڅه کړې، چې د مخالفې اتحاديې غړي زیات ووېروي او پرې فشار راولي، ترڅو د هوکړې لاسلیک ته غاړه کېږدي». (سرچینه: سوډان ټریبیون، ۲۰۱۸/۸/۵)

دویم: سوېلي سوډان د دغو هیوادونو یوه برخه وه، خو د امریکا د پلان له مخې ووېشل شو او د سوډاني حکومت له لوري نوموړی پلان سمدلاسه پلی شو. د سوېل وېشنه د سولې لاس ته راوړنې یا د جګړې د درېدو په موخه نه وه، لکه ځینې کسان یې چې ادعا کوي، بلکې موخه یې د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم غاندور د هغې وینا پر مهال څرګنده کړې، چې په ۲۰۱۷/۰۴/۱۳ ویلي وو:

 «د سوېل بېلېدل له اره یوه دسیسه وه، موږ یې پخلی وکړ او هغه څه چې نن ورسره لاس او ګرېوان یو، د همغې دسیسې پایلې دي». لکه څرنګه چې ده په خپله وینا کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته اشاره وکړه، چې ویلي یي و: «ولسمشر بشار له سپوټنیک انټرنټي ویب سایټ سره په یوه مرکه کې چې د ۲۰۱۷/۱۱/۲۵ نېټه خپره شوه، اعتراف وکړ:

 «د امریکا نفوذ او د امریکا دسیسې په سوډان کې خورا په پراخه کچه شتون لري او د امریکا د فشارونو په پایله کې سوېلي سوډان بېل شو. موږ اوس خبر یو چې د امریکا موخه، سوډان پر پنځو برخو وېشل دي». دا د ولسمشر بشار اعتراف دی، چې د سویل وېشنه د حکومت له سیاسي ارادې څخه نه ګڼې، چې له مخې به یې په ټولو برخو کې امن او سوله راشي.

درېیم: که څوک په دې اند وي چې د سوېل هوکړه د یوې ښې مفکورې پایله ده، چې پر مټ به یې پټرول لاس ته راشي او اقتصادي به پراختیا وکړي، خو موږ دوی ته وریادوو چې سوډان په پیل کې یو شتمن او غني هیواد و. اقتصادي پیاوړتیا د یوې سمې مفکورې او پر منطق ولاړ نظام  پر بنسټ راتلی شي، چې له امله به یې دغه سرچينې خوندي کېږي او د خلکو واک به بېرته ورکول کېږي. نو د تېلو له استخراج څخه لاسته راغلې پیسې چېرته ولګېدې او د چا جېبونو ته لاړې؟ له سرو زرو څخه لاسته راغلې پیسې څه شوې؟ د عربو له تېلو څخه لاسته راغلې پیسې څه شوې؟ له کرهڼې، څارویو، معدنونو او نور سرچینو څخه لاسته راغلې پیسې څه شوې؟ واقعیت دا دی، چې ستونزه د نظام او واکمنانو د فساد ده.

پایله: په سوډان کې موږ د حزب التحریر له ادرسه د سوډان نېکو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې هيڅ شی نه شي کولی د جګړې مخه ونیسي یا اقتصادي ثبات ډاډمن او تر لاسه کړي. پرته له دې چې د سیاسي وړتیا پر بنسټ رښتینی لارښود نظام(راشده خلافت) رامنځته شي، چې په راس کې به یې سلطان(خلیفه) وي، شرعي حکمونه به پلي کوي او په غوره  طریقې سره به د خلکو د چارو سرپرستي کوي. خو دا ټولې چارې پر نبوي طریقه له رښتیني راشده خلافت څخه پرته ناشوني دي او حزب التحریر د همدې موخې لپاره کار کوي او  بیا ځلي تاسیس ته یې خلک رابولي، ترڅو ټوله نړۍ یې له ښېګڼو څخه برخمنه شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[الروم:۴-۵]

ژباړه: او هغه ورځ به مسلمانان د الله له لوري په ورکړل شوې بریا باندې ډېر خوشحاله وي. الله د هر هغه چا مرسته کوي، چې خوښه یې شي. هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.

د حزب التحریر- ولایه سوډان رسمي ویاند

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې