جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 21 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۴

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اعدام ظالمانه حکمونه او بې شرمانه قتلونه مو د نظام ثبات نه ساتي او نه د دغه جنایت پر وړاندې د خلکو د راولاړېدو مخه نیسي

(ژباړه)

د روان میلادي کال د فبروري په ۲۰مه، العربي الجدید وېبپاڼې د مصر د کورنیو چارو وزارت د زندانونو سکتور له یوې سرچینې نه په نقل، رپوټ ورکړ چې محکمې د مصر د لوی مفتي په تایید، نهه تنه مسلمان ځوانان د لوی څارنوال، هشام برکات د سلاکار د ترور په تور اعدام او  جسدونه یې سړې خونې ته تسلیم کړل. د اعدام دا حکم د استناف په زندان کې د یوه څارنوال، یوه روحاني او یوه عدلي ډاکټر په شتون کې پلی شو. د نړیوالې بښنې سازمان، ورسته له دې چې دوی له زندان نه استناف محکمې ته د اعدام د تیارۍ لپاره یوړل شول، د ورځې په پای کې ماښام شاوخوا په یوه اعلامیه کې له مصري چارواکو غوښتي وو چې دغه ظالمانه حکم پلی نه کړي؛ په ضمن کې له یادې بیانیې ښکارېدل چې دا ځوانان د هغې پېښې له امله چې د ۲۰۱۵م کال د جون په ۲۹مه وشوه، په ډېر وحشیانه ډول نیولي او د دې لپاره چې اعتراف وکړي، ډېر ظلم او شکنجه یې لیدلې.

دغې نوې عام‌وژنې، د مصر د مظلومو خلکو پر وړاندې، دغه رژیم په دوامدارو جنایاتو کې یو بل جنایت ور اضافه کړ. تر یوې میاشتې په کم وخت کې ۱۸ تنه مصري بچیان اعدام شول چې وروستي یې دا ۹ مسلمان ځوانان وو. خلک پر دغه واقعیت ښه پوهېږي چې په یوه داسې قضیه کې چې هېڅ قانع کوونکي دلایل نه لري، دا او له دوی مخکې ځوانان سره له دې چې جرم یې قطعا نه و ثابت شوی، نیول او امنیتي سرویسونو ته لېږل کېږي. د دې خبره واقعیت د محمود احمدي په نامه یوه ځوان په خبرو کې ښکاري چې ویډیو یې له الرصد شبکې او نورو انټرنټي شبکو نه نشر شوې؛ دی په ډېره معصومانه توګه قاضي ته وایي: «زه په څنګ کې مې نور مظلومان به د قیامت په ورځ د الله سبحانه و تعالی په حضور کې ستا دښمنان وو او ته پر دې ښه پوهېږې!» قاضي یې په ځواب کې وویل : «خو تا، محمود، پخپله اعتراف نه دی کړی؟» محمود یې په ځواب کې وویل:« ماته یو د برق شوک ورکوونکی راکړه، بیا به وګورې چې څنګه د انور سادات پر قتل اعراف نه کوې. موږ ته دومره برقي شوک راکړل شوی چې مصر ته یې شل کاله برق ورکولی شوی.» همداراز، ده قاضي ته د هغه پولیس په اړه وویل چې دی یې د محکمې په سالون کې شکنجه کاوه. دا او د یقیني دلایلو د نشت خبره بس وه چې قاضي د اعدام حکم وځنډوي یا یې مخه ونیسي.

نو له دې خبرې ښکاري چې دا ډول محکومیتونه دغو قاضیانو ته د دوی د داخلي او خارجي بادارانو لخوا ورکول کېږي او دا په حقیقت کې د مصر د خلکو لپاره یو پیغام دی چې ستاسو لپاره هېڅ کوم تضمین نشته او نه مو د پولیسو، پوځ او قاضیانو د اعدام د کړۍ ملاتړی شته، چې په پټه خوله د خپلو بادارانو له اطاعت او پرېکړو یې له پلي کولو پرته بله چاره نه لري. لکه څنګه چې قاضي دوی ته وایي: «ستاسو لپاره هېڅ امید نشته، پرته له دې چې هغو خبرو ته تسلیم شئ او اطاعت یې وکړئ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د دوی باداران غواړي.» ده دا خبره د پامپیو تر بیانیې او د قاهرې په زړه کې د دغه رژیم له خونړي عمل نه تر مستقیم ملاتړ وروسته کړې. سیسي په مونیخ کې وویل، څه چې په مصر کې تېرېږي هغه د «اسلامي ترهګرۍ» پر وړاندې جګړه ده او بیایې له غربي رهبرانو وغوښتل چې مصر کې هغه جوماتونه وګوری چې ده له منځه وړي او سوځولي یې دي.

کوم کارونه چې دغه رژیم او رهبر یې په دې وروستیو کې کوي، د دې لپاره دي چې د اساسي قانون د تعدیل –چې دی تر مرګه پر قدرت پرېږدي- د مخالفانو خوله پټه کړي، د خکلو په زړونو کې وېره او رعب پیدا کړي او انقلابي روحیه یې – چې د دغو خلکو په طبعیت کې ده او ټول په دې پوهېږي- له منځه یوسي. د رژیم دغه احمقانه او ویجاړوونکي تصمیمونه د دې لامل شوي چې خلک د دوی پر وړاندې انقلاب ته اړ کړي. نو، که خلک د دغه له بدیل نه خبر وئ او یوه مخلصه سیاسي رهبري یې درلودی چې د غرب او مزدورانو پر وړاندې یې مبارزه کولی شوی، یو داسې انقلاب به یې کړی و چې د سیسي، رژیم او پلویانو استبدادي څراغ یې د تل لپاره مړ کړی و.

اې د مصر الکنانه قاضیانو! په دې کې هېڅ شک نشته چې د دغو ځوانانو او بل هر بېګناه وینه چې د تاسو د پرېکړې په نتیجه کې تویېږي، ستاسو په غاړه ده. سیسي نه تاسو ته کومه ګټه رسوی شي او نه مو د قیامت په ورځ د قهار خدای پر وړاندې شفاعت کولی شي. په دغو کارونو به د الله متعال قهر درباندې وشي او هرو مرو به یې ځواب ورکوئ. د دنیا د لنډ ژوند ټولې خوښۍ او خوندونه د دوذخ له لږ اور، د زقوم وینې یوه لمړۍ خوراک او یا هغو خوټېدلو اوبو له یوه څاڅکي سره برابر نه دي چې څښئ به یې. نو که د دوزخ له اوره ځان ژغورلی شئ، څه مو چې زړه غواړي ویې کړئ؛ که داسې نه وي، ژر به د الله سبحانه و تعالی حضور ته ورشئ، د هغو بېګناه کسانو قتل به مو له مرۍ نیسي چې ستاسو په حکم وژل شوي او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې به د دغو کارونو په سبب ذلیل او شرمېدلي وئ. د خدای تعالی پر وړاندې یو کس تر هغه پورې ازاد دی( سزا نه ورکول کېږي) چې په ناحقه د چا وینه تویې نه کړي. دا خبره یوازې ستاسو په اړه نه؛ بلکې د ټولو هغو کسانو لپاره ده چې د بېګناه کسانو په وینو تویولو کې شریک وي، شهادت یې ورکړی وي او د خپل دغه کار په اړه یې هېڅ د بدبینۍ احساس نه وي کړی. 

اې د مصر الکنانه خلکو! هېڅکله د دغه رژیم لخوا د بندیانو له قتل او وینو تویولو مه وېرېږئ؛ ځکه دا رژیم ستاسو د وېرولو لپاره بېګناه مسلمانان ځوروي او شکنجه کوي یې، ترڅو تاسو او هېواد مو په خپله قبضه او کنټرول کې راولي. د دغه رژیم حاکمان د هغو کسانو وینې تویوي چې د دوی او د دوی د اقتدار پر وړاندې د انقلاب او را پاڅېدو هیله لري. نو مه يې پرېږدئ چې پر تاسو یې لاس بر شي او خپلو چټلو هیلو ته ورسېږي. پر دې پوه شئ چې د رژیم دا کړنې د دوی کمزوري او ډار ښیي او تاسو کمزوري نه یئ؛ بلکې له هغوی نه پیاوړي یئ. یوازینی شی چې اړتیا ورته لرئ، د اسلام پروژه «د یوه دولت په چوکاټ کې» ده چې حزب التحریر یې تاسو ته لېږدوي او د الکنانه په پوځ کې ستاسو د د مخلصو زامنو او وروڼو په نصرت یې هېڅوک پر وړاندې د درېدو وړتیا نه لري؛ نه رژیم، نه یې ساتونکي، نه مزدوران او نه یې په سپینه ماڼۍ کې بادارن؛ ځکه چې د دوی د استبدادي حکومت عمر پای ته رسېدلی. 

اې د الکنانه پوځ مخلصو افسرانو! دا وینې چې اوبو غوندې روانې دي، هغه مسله ده چې په تاسو پورې اړه لري. په خدای قسم که دا رژیم پوهېدای چې په تاسو کې داسې کسان شته چې یوازې د الله سبحانه و تعالی په خاطر په غوسه کېږي، د «دین» حرمت یې ساتي او له مظلومانو سره مرسته کوي؛ هېڅکله به یې د«بې ګناوو» د دغه هېواد د خلکو د وینو تویولو جرات نه و کړی. په دې پوه شئ چې له دغه رژیم، بې عدالتیو، تېریو او ظلمونو سره په همکارۍ او د رژیم د جنایتونو پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو سره د دغه هېواد د بېګناه خلکو په وینه تویولو کې شریکان یئ. تر هغه به رستګار نه شئ چې له دغه رژیم سره خپلې اړیکې پرې او له الله سبحانه و تعالی سره یې ټینګې نه کړئ او بیا په حزب التحریر کې د اسلام د دعوت له حاملینو سره چې د نبوت پر منهج د خلافت بیا تاسیسولو لپاره هڅې کوي؛ هغه دولت چې له دغه رژیم سره به د دغو جنایتونو حساب کوي، اسلام به پلی کوي ترڅو هر څوک شهادت پرې ورکړي او د هوښیارانو لپاره د عبرت درس وي، الله سبحانه و تعالی د مظلومانو زړونه ټکور کوي. یوازې ریښتینی اسلامي خلافت دی چې ټول هغه څه به بېرته واپس کړي چې دغه رژیم د مصر له خلکو چور کړي او غرب ته یې د دغه چور او چپاول موکه برابره کړې او د دوی ورک شوی عزت او ځواک به بېرته ورکړي... هغه ورځ به مومنان له هغې فتحې او بریا نه خوشاله شي چې الله سبحانه و تعالی ورکړې؛ خدایه دا فتح او بریا ژر راباندې ولوروه!

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

 [انفال: ٢٤]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پيغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. او د هماغه لور ته به تاسو ور غونډ کړای شئ.

د حزب التحریر ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې