جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 06 سپټمبر 2017 م

شمېره:     

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اخند بهارت «ستر هند» نقشه پای ته ورسوئ او خلافت تاسیس کړئ

د پاکستان حاکمانو د هند د نقشې لپاره د نبوت پر منهج خلافت او د اشغاګرو ځواکونو پر ضد جهاد غیر قانوني ا­­­­علان کړ

د اسلام د نړیوال لرلید د نشت له کبله پاکستاني چارواکو یو ځل بیا د هند د نقشې لپاره د نبوت پر مهج د خلافت تاسیس او په اسلامي خاورو کې داشغالګرانو پر وړاندې جهاد غیر قانوني اعلان کړ. بریکس  د هند طرفدارې ادارې (BRICS)، چې هند يې هم غړی دی، د روان کال د سپټمبر په څلورمه یې په یو بیانیه کې د حزب التحریر د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه؛ حزب التحریر یو سیاسي فکري حزب دی، چې هدف یې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس دی. د دې تر څنګ د هغو ګروپونو د فعالیت د بندولو غوښتنه یې هم وکړه چې په کشمیر د هند او په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي. د دغو څرګندونو په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د سپټمبر په پنځمه وویل: «پاکستان په خپله خاوره کې هیڅ تروریست نه لري.» همدا راز د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا وویل: « پاکستان هم په جنوبي اسیا کې د تروریزم او افراطیت د ګواښونو په اړه سخت اندیښمن دی.»

حزب التحریر والایه پاکستان د پاکستان له منزوي شوي ریژیم څخه پوښتنه کوي: هند څوک دی، چې د اسلامي امت او نورو ملتونو لپاره د ښه او بد پریکړه کوي؟ ولې د نبوت پر منهج خلافت افراطیت تعبیرېږي، په داسې حال کې چې د هر اوسیدونکي امنیت ساتي، خو موږ وینو چې د هند معتصب رژیم د ټولو اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې کوي او ځوروي يې؟ د اشغالګرو ځواکونه په وړاندې جهاد ته ولې تروریزم وویل شي، په داسې حال کې چې د هند ظالم ریژیم له خوا په اشغالي شوي کشمیر کې د خلکو پر وینې تویونې سربېره هند ته د دیموکراسۍ د یوې متمدنې بېلګې په سترګه کتل کېږي؟ د هند ظالم رژیم د نبوت پر منهج د خلافت له تاسیس څخه ځکه وېرېږي چې هغه به د اخند بهارت (ستر هند) نقشه له منځه یوسي. د دې تر څنګ د هند بې غیرته ځواکونه په کشمیر او نورو ځایونو کې له کوچنيو جهادی ګروپونو څخه داسې وېره لري، دا خو پریږده چې د پاکستان پوځ د راشد خلیفه تر مشرۍ لاندې د هند په وړاندې د جهاد اعلان وکړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! رهبري باید هغه چا ته ورکړل شي چې وړ یې وي او د هغه چا پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، چې د رهبرۍ وړ نه دی، په خپل ذات کې جرم دی. دا د تاسف خبرمه کوئ چې «رهبري نشته» تر هغه چې په وړاندې یې نه یی را پاڅیدلي او عمل مو نه دی کړی. دښمنان مو پر وړاندې په قدرت سره ولاړ دي، په داسې حال کې چې اوسني حاکمان ستاسو ټول حقونه تر پښو لاندې کوي او پر دې سربیره تاسو ته په لاره کې لویې څاګانې کني. دا د ارام کېناستلو او سکون وخت نه دی. هغه وخت را رسېدلی چې خپل غږ پورته کړئ او د حزب التحریر له شبابو سره اوږه په اوږه ودرېږئ، امت وژغورئ او د اخند بهارت (ستر هند) د نقشې د له منځه وړلو لپاره کار وکړئ. اوس یې وخت دی چې تاسو په پوځ کې له خپلو خپلوانو، پلرونو، وروڼو، زامنو، سره اړیکې ټینګې کړئ او ترې وغواړئ چې د نبوت پر منهج د ژر تر ژره راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي؛ تر څو اسلام یو ځل بیا په هندو مشرکانو داسې حاکم شي لکه څنګه چې په مخکینیو پړیو کې پرې حاکم و. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
[التوبه: ۳۳]

هغه (الله) هغه ذات دی، چې خپل پيغمبر يې له هدایت او حق دین سره راولېږه، چې پر ټولو دینونو يې غالب کړي؛ که څه هم مشرکان خوښ نه وي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې