جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 محرم 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 17 اکتوبر 2017 م

شمېره:      PR17071


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
پرېږدئ چې امریکا د امپراطوریو په ګورستان کې خښه شي!

د پاکستان چاراوکي هڅه کوي، چې د خبرواترو له لارې امریکا ته هغه څه ورکړي، چې دغه هېواد یې هېڅکله د جګړې په ډګر کې په لاس نشي راوړلی

(ژباړه)

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د امریکا په ملاتړ څلور اړخیزه ناسته، چې د ۲۰۱۷م کال د اګتوبر پر ۱۶مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوه، په کلکو ټکو غندي. دا ناسته د اسلامي نړۍ د یوازیني هستوي ځواک په خوا کې د امریکا د دایمي نظامي شتون او د دغه هېواد د نظامي تجهزاتو لپاره یو هڅه ده. امریکا، چې په دې ورځو کې په پاشلي اقتصاد او کم روحیه عسکرو کې سخته ستونزه لري؛ د تل په څېر یې د امید سترګې د پاکستان رهبرانو ته دي، چې د دوي له لارې هغه څه لاس ته راوړي، چې په یوازې ځان یې هېڅکله د لاسته راوړو توان نه لري. له همدې امله امریکا پر افغانستان د بجواـ نواز د خبرو اترو هڅې وستایلې، چې له هغه وروسته د امریکا د سرپرستانو د ګډه مدیره پلاوي رییس جنرال جوزف دانفورډ د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر پنځمه داسې وویل: «افغانستان ته د بجوا سفر موږ ستایو، هغه زموږ د هڅونې لامل شو او له افغان چارواکو سره یې ښې لیدنې لرلې، چې په دې لیدنو کې زموږ رهبرۍ هم برخه درلوده.»

اې د پاکستان مسلمانانو! امریکا په هېڅ ډول د پاکستان د چارواکو له مرستې پرته په سیمه کې پر نظامي شتون نه قادره وه او نه ده. ورستیو ۱۶ کلو او له نویو صلیبانو سره مرستې موږ ته یوازې داسې رهبران راکړي، چې زموږ امنیت او وینه یې د خپلو مزو او چړچو لپاره د خپلې دندې پر مهال او له تقاعد ورسته معامله کړې ده. له صلبیانو سره دې مرستې د مشرف په څېر رهبران رامنځته کړل، چې زموږ استخبارات، نظامي هوایي ډګرونه او هوایي دهلېزونه یې د اشغالګرو امریکایانو په واک کې ورکړل او هغوی له دې لارې داسې لاسته راوړنې درلودې، چې په یوازې ځان یې هېڅکله پر لاسته راوړلو قادر نه وو.

له دغو ځواکونو سره مرستې، موږ ته د کیانی او راحیل په څیر رهبران راکړل، چې د افغانستان په قبایلي سیمو کې يې له نویو امریکایي صلیبیانو سره د مرستې لپاره زموږ له پوځه عسکر ولېږل او د هغوی د ځواک او روحیې له ماتې ورسته یې هغوی ته تازه‌دمي پاکستاني ځواکونه ولېږل. که دا مرسته نه وی، هغوی (نوي امریکایي صلیبیان) به د مخکنیو اشغالګرو لکه: د استعمارګرو انګلیسانو او یرغلګرو روسانو په څېر د امپراتورۍ په قبر کې خښېدل. اوس له کفارو سره مرستې موږ ته بجواـ نواز دالۍ کړی، چې غواړي د مذاکرانو مېز ته د طالبانو په راوستو سره په سیمه او زموږ په خوا کې د امریکا ستړي او کمزوري شتون ته قانوني رنګ ورکړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! موږ ولې باید د ټرامپ او اشغالګرې امریکا فرمانونو ته غوږ وو؛ په داسې حال کې چې موږ یې خپل حد ورښودلی شو؟ هوښیاره او مخلصه اسلامي رهبري ډير ژر موږ د امریکا له صلیبي جګړو ژغوري او په CIA او FBI کې هغه امریکایي نظامیان له منځه وړي، چې زموږ په خاروه کې یې قتل او چادونې پیل کړې او زموږ مخلص عسکر یې په قبایلي سیمو کې خپلې جګړې ته لېږلي؛ چې دا به یې یوازې پیل وي. په اسلامي خاورو کې به یې سفارتونه او قنسولګرۍ وتړل شي او د ریموند دیویسونو نظامي اډې، چې ښارونه او حتی زموږ د مخلصو او نجیبو عسکرو نظامي اډې په خپلې مردارۍ چټلوي؛ له اسلامي خاورو به وشړل شي، حتی دا کار به د اشغالګرو او یرغلګرو پر وړاندې یوازې د جنګېدو پیل وي.

زموږ استخبارات به په سیمه کې دامریکا د شتون د قانوني کولو  او د مذاکراتو مېز ته د افغاني طالبانو د راوستو پر ځای به په هغه شوق چې له جهاد او شهادت سره يې لري، جهاد ولېږل شي؛ ترڅو له اسلامي خاورو د استعمار د ځواکونو په شړلو کې برخه واخلي. زموږ عسکر به د ډیورند پر سرحد ودرېږي او د تښتېدونکو امریکایي عسکرو سیل به وکړي او له دې لارې به د مخکینیو اشغالګرو (انګلیسانو او روسانو) په څېر د امریکا د استعمار له منځه تګ وویني. د ځانګړې او واقعي اسلامي رهبرۍ (د نبوت پر منهج واقعي اسلامي خلافت) لپاره دا کړنلاره حتی د کار پیل دی.

راشئ له هغه مزدورې رهبرۍ بېزاره شو، چې زموږ وینې او امنیت یې د دښمن له خوا د تقدیر پاڼو او لویو شخصي ګټو د لاسته راوړلو لپاره معامله کړی. راشئ او دنبوت پر منهج د واقعي اسلامي خلافت د تاسس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، چې داسې کسان مو حکمراني وکړي، چې خپل اجر او تقدیر یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿الَّذِینَ یتَّخِذُونَ الْكَافِرِینَ أَوْلِیاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِینَ أَیبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِیعًا﴾
[نساء: ۱۳۹]

ژباړه: دا منافقان هغه کسان دي، چې د مومنانو پر ځای کافران دوستان او سرپرستان نیسي. ايا عزت له کافرانو غواړي؟ (دا کار ناشونی دی) ځکه چې عزت او برم ټول د الله دی.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې