جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 شعبان 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 28 اپریل 2018 م

شمېره:      PR18030

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۲۰۱۸- ۲۰۱۹ بودیجه چې د خلافت اړتياوې پوره کوي تصويب شوه؛ خو هغه بله بودیجه چې د ښکېلاکي پانګوال نظام له لورې تايدېږي، زموږ اقتصاد له ناورين سره مخ کوي

د ۲۰۱۷م د اپرېل پر ۲۷ مه د پاکستان مسلم ليګ-نواز حکومت د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ لپاره کلنۍ مالي بودیجه وړاندې کړه. د بودیجې او اقتصاد په برخه کې د پاکستان د واکمنې ډلې مبدیې تنګلاسي څرګنده شوه. له يوه لوري حکومت د رايو خپلولو په موخه د ځينو مالياتو کمولو په تړاو څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې پر تېلو او ګازو بیا غیر مستقيمه ماليه لګوي، چې په دې سره به د ټرانسفورت او برېښنا بيه لوړه شي. له بل لوري له يوه مبديي بديل پرته اپوزيسون اړ شو، هغه غیر انتصابي د ماليې وزير چې پوره يوکال يې بودجه وړاندې کوله له دندې لرې کړي. په داسې حال کې چې د حکومت يوازې يوه مياشت وخت پاتې و. حکومت او اپوزيسون دواړه نه شي کولای د پاکستان اقتصادي کړکېچ پای ته ورسوي، ځکه دوی دواړه پانګوال نظام ته ژمن دي.

نننی پانګوال نظام د ناخالص فدرالي عوايدو يوه ستره برخه (۲۸.۶٪) د پورونو د ورکړې په چوپړ کې کاروي، چې په دې سره د پاکستان اقتصاد د ښکېلاکي مالي بنسټونو له لوري زبېښل کېږي. همدا رنګه د پاکستان اقتصاد د پانګوال نظام په اډانه کې د ځينو شرطونو په منلو اړ شوی دی، ان له ښکېلاکي ځواکونو سره د سيالۍ جوګه هم نه شي کېدای. پاکستانۍ کالداره د ډالر تابع ده او دا چاره کورني توليدونکي هڅوي چې د صادراتو په برخه کې بهرني اسعار لاسته راوړي، چې په دې سره کورنۍ سرچينې د بهرنيو بازارونو تابع کېږي. په پايله کې کورنۍ غوښتنې په زياتېدونکې توګه په لوړه بيه پر بهرني وارداتو متکي کېږي. د پانګوال نظام تر سیورې لاندې د خصوصي کولو په پلمه حکومت ستر صنعتونه او فابريکې شخصي کمپنيو ته سپاري د بېلګې په توګه: ستر ساختماني شرکتونه، دروند صنعت، برېښنا او کانونه. نو دولتي خزانه د پراخو عوایدو له راتګ څخه بې برخې کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې د خلکو چارې په سمه توګه سمبالې نه شي. سره له دې ځينې ښکېلاکي کمپنۍ د پاکستان د کليدي سرچينو او شتمنيو څښتنانې دي، چې دا په خپل ذات کې يو خطر دی. همدا راز د اوسني نظام فدرالي حالت د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زياتي کړې دي. د برتانوي ښکېلاک يو ميراث دا دی، چې پلازمېنې دې شمتني وي او نورې سیمې د نېستمنې وي. ولايتي بودیجه په دوامدره توګه په ولايتونو کې د سياسي ګوندونو او په پلازمېنه کې د حاکم ګوند ترمنځ د شخړې اصلي لامل دی. د جنوبي پنجاب د مسلمانانو د ژوند معيار د شمالي پنجاب مسلمانانو  په پرتله، چې د مسلم ليګ نواز ګوند اصلي ټاټوبی دی،  په ټيټه کچه دي. د سند مسلمانان له پاکو اوبو، حفظ الصحې او د برېښنا له نعمتونو څخه بې برخې دي. د بلوچستان او خيبر پښتونخوا مسلمانان له باکيفيته زده کړو، روغتيایې او کاري فرصتونو بې برخې دي، که څه هم دې ته په پام سره ولايتي پلازمېنې نسبتاً په ښه حالت کې دي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

له ياد نظام څخه تمه مه کوئ او نه هم ياد نظام د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کومه اقتصادي تګلاره لري. دا د انسان په لاس جوړ شوی نظام دی، چې ښکېلاکګرو ته اجازه ورکوي، تر څو زموږ واقعي انرژي او پوتانشيل له منځه يوسي. د دې په بدل کې موږ بايد خپل دين ته ور وګرځو، تر څو مو بریا ډاډمنه او د الله سبحانه و تعالی رضایت مو په برخه شي. دا د اسلام سپېڅلی دين دی، چې ځانګړې اقتصادي تګلارې لري، پر مټ يې دولت د ډېرو عوايدو خاوند کېدای شي، له دې پرته چې پر ټولنه اقتصادي بوج واچوي. اسلام شتمني په دریو شخصي، دولتي او عامه برخو وېشلې. د انرژۍ سرچينې، لکه: تېل، ګاز او برېښنا عامه شتمنۍ ګڼل کېږي. عامه شتمني نه خصوصي او نه هم ملي کېږي. نو د دولت تر کره څارنې لاندې به په يادو سترو عوايدو سره د خلکو چارې سمبالېږي. اسلام د شخصي کمپنیو مالي توان محدودوي، ترڅو د اقتصاد سترې برخې، لکه: لوی ترانسفورټ او ساختمانونه خپله مدیریت کړي. همدا ده چې دولت په طبيعي ډول په يادو سکتورونو کې د مشرۍ رول لوبوي او د دولتي خزانې لپاره پرېمانه عوايد تر لاسه کوي. اسلام امر کوي چې بانکنوټونه (پيسې) سره يا سپين زر وي، کوم چې خپله يو ذاتي ارزښت لري، نړيوالې سوداګرۍ ته ثبات ورکوي او کورنۍ بيې ثابتې ساتي. اسلام امر کوي چې د دولت تشکیل واحد او مرکزي وي او د ټولو سیمو واک له خلافت سره وي، چې د خپل والي او عامل پر مټ به واک پر ټولو سیمو چلوي. سرچينې به د امت شورا او ولايت شورا له مشورې وروسته ځانګړې کېږي، ترڅو د خلکو له غوښتنو سره سم مناسبه بودیجه ځانګړې شي. لکه څرنګه چې شورا يوازې مشورتي رول لري، نو ناندرۍ او سياسي مخالفتونه له منځه ځي او ټولې کړنې يوازې د خليفه حق ګرځي او بس.

اې د پاکستان مسلمانانو!

راشئ پانګوال ناکام نظام رد کړو، هغه نظام چې زموږ پر ستونزو او کړاوونو نورې ستونزې هم زياتوي. په ياد ولرئ، هر هغه څوک چې اوسني نظام ته تر ټاکنو وروسته لاره مومي، د ښکېلاکګرو له لورې ورته دنده سپارل کېږي، چې د پاکستان اقتصاد په ډوبېدونکې کښتۍ کې به نور سوري هم جوړ کړي او د خپلې حکومتولۍ په پير کې به زموږ د غوسې سبب شي.

راشئ ونه غولېږو او له حزب التحرير سره په اخلاص کار وکړو، ترڅو د نبوت پر منهج د خلافت د تاسيسولو له لارې خپل دين بيا ځلې ټینګ کړو. که اسلام ته ژور دید وشي، نو خلافت هغه نظام و چې له پېړيو راهيسې یې د مسلمانانو د ځمکو لپاره د اقتصادي څارنې ډېر پياوړی ريکارډ درلود. راشئ د انسان په لاس جوړ شويو قوانينو ته شا کړو او د الله سبحانه و تعالی د دین د بشپړ حاکمیت لپاره  هڅې وکړو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿أَلاَ يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

[الملک:۱۴]

ژباړه: ايا هغه دې د هغو له زړونو خبر نه وي، چې پيدا کړي یې دي؟ په داسې حال کې چې هغه باریک لیدونکی(په پټو رازونو پوه) او باخبره دی.

حزب التحرير- ولايه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې