جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 22 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۳۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوا عمران رژیم د خلافت په ملاتړ کوونکو رحم نه کوي او برمته کولو ته یې دوام ورکوي، خو د هغو کسانو په هکله اندېښنه څرګندوي کوم چې د سعودي په زندانونو کې دي!

(ژباړه)

د پاکستان ولسمشر عمران خان، د سعودي له ولیعهد سره په وروستۍ لیدنه کې، په سعودي کې د زرګونو پاکستاني زندانیانو څخه یادونه وکړه، چې په پایله کې یې د سعودي ولیعهد د ۲۱۰۰ تنو له خوشې کولو ډاډ ورکړ. چې د دغو زندانیانو لومړۍ ډله د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په ۲۱ مه پاکستان ته ورسېده. عمران خان په دې کار سره خلکو ته داسې وښوده، چې د پاکستان د خلکو په فکر دی، په ځانګړې توګه هغه خلک چې له هېواده یې بهر دي.

عمران خان وویل: «پاکستاني کار کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره په سعودي کې کار کوي. دا ډول خلک زما زړه ته ډېر نږدې دي چې له هغوی څخه ۳۰۰۰ تنه د کوچنیو جرمونو له امله په بند کې دي». په حقیقت کې دا هم د رژیم دوه مخيتوب دی چې له لومړۍ ورځې یې مکاري ښکاره وه. عمران خان غواړي له یوې خوا په لویو نمایشونو سره په سعودي کې له پاکستاني زندانیانو اندېښنه ښکاره کړي او له بلې خوا، د بجوا-عمران رژیم د سلګونو تنو احساسات منحرف کړي او د رژیم پر وړاندې د هغوی کلک زړونه  نرم کړي، پرته له دې چې د خپلې کورنۍ غړو له حالت او ځای څخه یې خبر کړي او په محکمه کې په راغوښتلو سره د هغوی درد او رنځ څو برابره کوي. رژیم د خلافت د ملاتړ کوونکو پر وړاندې په داسې بې رحمۍ سره عمل کوي چې لاتر اوسه  یې لادرک کړي. انجنیر نوید بټ، د حزب التحریر ولایه پاکستان غړی، کابو اووه کاله مخکې د ۲۰۱۲ م د مې په ۱۱مه ، له لاهور څخه برمته شو او همداسې انجنیر محمد جنید اقبال او سید نبیل اختر د ۲۰۱۵ د سپتمبر په ۱۵ مه له کراچۍ څخه برمته شول.

د عمران له خبرو سره سم هغه پاکستانیان چې په سعودي کې په بند کې دي ازاد شول، ځکه ډېر کوچني جرمونه یې تر سره کړي وو. د هغو مخلصو مسلمانانو په هکله پوښتنه کوو چې د خلافت ملاتړي دي او بې جرمه دي او ولې یې لا احوال او ځای هم نه دی معلوم؟ ایا د خلافت د ملاتړ کوونکو، له بند څخه ازادي اړینه نه ده؟ د هغوی خو له دې پرته چې ویل یې (له خلافت څخه ملاتړ کوو). بل جرم نه وو. په حقیقت کې د پاکستان اوسنی رژیم هم د پخوانیو دیموکراتیکو نظامونو په څېر، له اسلام سره په جګړه کې له امریکا سره په مرسته کولو سره، غواړي د یوه لوی ځواک په څېر د خلافت دولت له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي. خو بیا هم دغه رژیم د رښتنولۍ په څېره خپل مخ پټوي(!). چې هرو مرو به یې له مخ لرې شي او  ډېر ژر به د پاکستان مسلمانانو لاس په خپل ګرېوان کې وویني. دغه رژیم یوازې دومره کولی شي چې له دغو ظلمونو څخه په ډډه کولو سره ځان د رسول الله ددغه حدیث پر مټ له ژمنه شوو عذابونو څخه وژغوري:

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُمْلِي لِلظَّالِمِ فَإِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ»
(رواه ترمذي، بخاري او مسلم)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د ظالم رسۍ اوږدوي او کله چې الله سبحانه وتعالی دا رسۍ ونیوله، نو بیا یې نه پرېږدي.  

د حزب التحریر ولایه ـ پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې