جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 رجب 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 28 مارچ 2019 م

شمېره:      ۴۲ /۱۴۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۴۲هـ.ق د رجب په ۲۸ مه د خلافت له ړنګېدو راهیسې، امت څه ښېګڼې لیدلي او له کومو ناخوالو سره مخ دی!؟

د ۱۳۴۲هـ.ق د رجب په ۲۸مه چې د ۱۹۲۴م د مارچ له درېیمې سره سمون لري، خلافت د بریتانوي اشغالګرو له لوري د خاینو عربو او ترکانو په مرسته ونړول شو، چې د خلافت له نړیدو راهیسې امت د نړۍ په هر ځای او د ژوند په هره برخه کې له ګڼو بدختیو سره مخ شوی دی.

هغه خلافت یې ړنګ کړ، چې یو وخت یې هغو ته چې د خپلو عقایدو له امله شړل شوي وو، ځای ورکړ د بېلګې په توګه؛ یهودیانو، هسپانوي عیسویانو ته چې د پلټنې په پایله کې یې تیښته غوره کړه، خو دا دی نور هغه خلافت نشته، چې نن ورځ مسلمانان له خپلو جګړه ځپلو خاورو څخه، چې تر خورا فشار لاندې په سوریه یا هم یمن کې دي، وژغوري. هغه خلافت نن نشته چې تر زرو کالو زیاته حکمراني یې کړې او د اسلام لپاره یې نوې ځمکې نېولې. مسلمانان لا د دښمن له ظلم مخکې بې دفاع شوي، همداراز اوسني حکام پرې درانه حکمونه صادروي، ترڅنګ یې ځواکونه هم د خپلو غوښتنو پر ځنځیر تړلي. امت د خلافت له نړېدو راهیسې له څه ښیګڼو او څه بدبختیو سره لاس او ګریوان دی؟

هغه خلافت نور نشته، چې اقتصاد یې د ټولې نړۍ لپاره یوه روښانه بیلګه وه، خو دا دی نن یې د نشت له امله مسلمانان په سختیو او بېوزلیو کې ښکیل شوي، سره له دې، چې د نړۍ سرچینې هم د دوی په خاورو کې دي. هغه خلافت نن نشته، چې یو وخت یې له افریقا څخه راټول کړي زکات ته  څوک نه پيدا کېدل، خو نن له بده مرغه له سختې قحطۍ او بېوزلۍ څخه کړیږي. هغه خلافت نن نشته چې یو ځل یې د ایرلنډ عیسویانو ته چې له قحطۍ سره مخ شوي وو، د خوراکي توکو یوه کښتۍ واستوله، خو دا دی له بده مرغه نن مسلمانان د خپلو خیټو مړولو لپاره پښې او لاسونه وهي، سره له دې چې ګڼ شمېر سیندونه او خورا ډېرې کرهڼیزې ځمکې لري. آیا د خلافت له ړنګېدو راهیسې چې له ګڼ شمېر بدبختو سره مخ شوي یو، بسنه نه کوي؟

هو! هغه خلافت نن نشته، چې پوهنتونونه یې د نړۍ په کچه د اروپا د شهزادګانو او شهزادګیو د زده کړې لپاره تر ټولو ښه ځای و او عربي ژبه یې د زده کړې لپاره یواځينۍ نښانه وه، خو له بده مرغه نن ورځ زموږ ځوانان د زده کړې لپاره اروپا ته منډې وهي. هغه خلافت نن نشته چې د مقام په پام کې نیولو پرته یې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر نازل شوو احکامو حکم کاوه. نن ورځ له بده مرغه مسلمانان له سخت فساد سره مخ دي، چې د کمزوي حقوق د زورواکو له لوري خوړل کیږي. نو آیا په رښتیا مونږ کولی شو، د خلافت په نشت کې د ښیګڼو تمه ولرو؟

په واقعیت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه سرغړونه هیڅکله هم ښېرازي نه راوړي او دا ډول سرغړونه یوازې مصیبتونه زېږوي او بس. د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دی، چې مسلمانان په هر وخت کې باید له هغه واحد خليفه سره بیعت وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو سره حکم کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«کانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ

بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: د بني اسراییلو چارې د پیغمبرانو له لوري مخ ته وړل کېدې، کله به چې یو پیغمبر مړ شو، بل پیغمبر به دا چارې مخ ته بېولې. له ما وروسته بل پیغمبر نه راځي، خو خلفا به وي. دوی وپوښتل موږ ته په څه امر کوې؟ هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ، له دوی سره یو په بل پسې بعیت وکړئ، الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي، چې تاسې پرې اعتماد کړی. آیا هغه وخت نه دی رارسېدلی، چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړو؟

حزب التحریز-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې