جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 رمضان 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 16 می 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۵۷

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت پولي واحد چې سره او سپین زر یې پشتوانه کوي؛ د هغه اقتصادي تورم حل لاره چې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د ټیټېدو له امله رامنځته شوی دی

د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) سره د پاکستانیو چارواکو تر هوکړې وروسته د پاکستان روپۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او دا حالت به د پاکستان لپاره ډېره ناوړه پایله ولري.  د ۲۰۱۹ م کال د مې پر ۶مه د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په نړیوال بازار کې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره په بې سارې توګه لوړ یعنې ۱۴۸ ته ورسېد. لکه څنګه چې په اوبو کې ډوبېدونکی کس وښو ته لاس اچوي؛ همداسې دولت هم د مې پر ۱۵مه یوه کمېټه جوړه کړه، څو د سیمه ییزو پیسو د بیو د راټیټېدو پر کنټرول سربېره له پاکستان څخه د پانګونې د تېښتې مخه هم ونیسي. په هر حال، دولت به هېڅکله دا ستونزه حل نه کړي، ځکه چې د پیسو په نړیوال صندوق پورې تړلی، نړیواله سوداګري یې په ډالر ده او د پولي واحد پشتوانه یې د قیمتي فلزاتو ریښتینې پانګه نه ده. د پیسو استعمارګر نړیوال صندوق دولت ته یوازې د دې لپاره د سیمه‌ییزو پيسو د ارزښت د کمېدو په اړه لارښونه کوي، چې د دوی سودي پورونه بېرته ورکړي. په پراخه کچه د پاکستانۍ روپۍ د کمزورۍ پایله اقتصادي تورم دی، چې له پاکستان څخه د تولید او سوداګرۍ توانایي اخلي او نه یې پرېږدي چې خپلې بې کچې وړتیا ته ورسېږي.   

اې د پاکستان مسلمانانو!     

اسلام مسلمانانو ته امر کړی چې ۴.۲۵ کیلوګرامه د سرو زرو دینارونه او ۲.۹۷۵ ګرامه د سپینو زرو درهمونه د دولت د پولي واحد په توګه وټاکي.  همدا دلیل و چې په خلافت کې ۱۰۰۰ کاله بیې ثابتې وې. د هند په نیمه وچه کې چې اسلام حاکم و، د روپۍ پشتوانه سپین زر وو. د قیمتي فلز معیار په کورنۍ او نړیواله سوداګرۍ کې د روپۍ ارزښت ثابت ساتلی و، همداراز د اسلام د حاکمیت پر وخت د هند نیمه وچه، دنړیوال اقتصاد لپاره یو پیاوړی اقتصادي مرکز و. په ډيموکراسۍ کې بیا د روپۍ پشتیوانه یوازې د دولت اداره ده، دوی اجازه ورکوي چې نوټونه چاپ شي، داسې چې نوی چاپ شوی نوټ تر پخواني کمزوری وي. په حقیقت کې دا  زموږ لپاره یو لوی شرم دی چې د دغه اقتصادي وضعیت او لوږې پر وړاندې چوپ یو او د دغو ګنهکارو او بې کفایته چارواکو اطاعت کوو؛  په داسې حال کې چې زموږ سپېڅلی دین د دغه اقتصادي ناورین او تورم لپاره د حل لاره لري. موږ باید د نبوت پر منهج خلافت په بیا تاسیس سره د یوه واحد بدن په توګه راپاڅو. وېره له ځانه لرې کړو او ځانونه د دغو فاسدو رهبریو له شره خلاص کړو. دا یوازې خلافت دی چې زموږ پولي واحد ته به د سرو او سپینو زرو ټینګ بنسټ ږدي، د سرو او سپینو زرو منظمې ذخیرې به جوړوي، د دې لپاره به کار کوي چې سره او سپین زر د نړیوالې سوداګرۍ د بنسټ په توګه وکارول شي او د غربي پولي واحدونو ظالمه واکمني به ختموي. په دې توګه به موږ د خلافت له راتګ وروسته پوه شو، چې د تش په نامه ژوندي پاتې کېدو او سم ژوند کولو تر منځ توپير څه دی.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

[روم: ۴-۵]

ژباړه: په دغه ورځ به د الله سبحانه وتعالی په ورکړل شوي بري باندې د روم په نیول کېدو مسلمانان خوشحاله شي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښ یې شي. الله سبحانه وتعالی پوره برلاسی او رحم لرونکی دی.

حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې