یکشنبه, ۱۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 شعبان 1445

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 21 مارچ 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۴۴۵/۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي ورورولۍ بیا را ژوندي کول؛ راشده خلافت به د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانان پر کفر د بري لپاره بسیج کړي

(ژباړه)

د روژې په مبارکه میاشت کې د پاکستان د پوځ مسلمانانو او قبایلو مسلمانانو ترمنځ شدیدې جګړې پر مهال د مسلمانانو سپېڅلې وینه تويه شوه. د مارچ په ۱۷مه اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول. بیا د مارچ په ۱۸مه په افغانستان کې د پاکستان د هوايي ځواک د بمباریو په پایله کې نور مسلمانان ووژل شول. بیا چې افغان طالبانو بریدونه وکړل، یوولس نور مسلمانان پکې ووژل شول. لسګونه مسلمانان مو یوازې د روژې مبارکې میاشتې په دغو درېیو ورځو کې له لاسه ورکړل او زرګونه نور مو بیا د دغې خپلمنځې جګړې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي وو. یوه خوا هم نه پر شا کېږي او په دواړو لورو کې مومنان له لاسه ورکوو. دا په داسې حال کې ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم، چې د دواړو خواوو پر مسلمانانو تر ځان ډیر ګران دی، فرمايلي:

«قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا»

ژباړه: د یوه مومن قتل د الله په نزد د ټولنې نړۍ تر ویجاړۍ لویه او سخته خبره ده. (نسائي)

په دغه حدیث کې دا مطرح نه ده چې مسلمان د کوم ځای وي یا یې قوم او نژاد څه وي. دا همداسې ده او باید همداسې وي. هغسې نه لکه د پاکستان د پوځ مشر چې د جنوري په ۲۴مه وویل: «کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې محکوم او رټل کېدای شي». نه، هېڅکله داسې نه ده!

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! هره هغه توره ماته کړئ چې مسلمان ته نیول کېږي. وسلې مو زموږ اصلي دښمنانو، کفري دولتونو ته ونیسئ چې زموږ پر وړاندې جنګېږي او خاورې مو اشغالوي. همدا کفري دولتونه غواړي چې زموږ ترمنځ جګړه اوږده شي. موږ چې په خپل منځ کې جنګېږو، دوی مو تر څنګ ولاړ وي. ومو لیدل چې څنګه د امریکا سفیر له ولسمشر زرداري سره وکتل چې په جګړه کې خپل ملاتړ ترې وښيي. د مارچ په ۱۸مه د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: «سفیر په وزیرستان کې د وروستي ترهګریز برید په پایله کې وژل شوو پاکستاني سرتېرو په پار خپله غمشریکي وښوده او ولسمشر (زرداري) ته یې ډاډ ورکړ چې متحده ایالات د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان تر څنګ درېږي». کفار له سوډانه نیولې تر پاکستانه، په ټوله اسلامي نړۍ کې زموږ خپلمنځي جګړه هڅوي؛ هر چېرې چې زموږ په منځ کې جګړه وي، امریکايي سفیران یې لکه شیطانان تحریکول کوي. زموږ قوت او ځواک د وروڼو او مومنانو په توګه زموږ په خپل منځ کې دی. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ [النساء: ۱۳۹]

ژباړه: «هغه کسان چې له مسلمانانو پرته کافران په  دوستۍ نیسي، آیا دوی له هغوی څخه عزت او قدرت غواړي؟ حال دا چې قدرت او عزت ټول له الله تعالی سره دی.»

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! زموږ ترمنځ جګړه هغه څه دي چې امریکا یې د سیمه‌يیز امنیت د توازن لپاره غواړي. په داسې حال کې چې موږ سره جنګېږو، زموږ دښمن او د امریکا متحد، هند پر موږ خپل تسلط ټینګوي. په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله اور بل دی؛ له هندو دولت سره پر پوله خیر و خیرت دی. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او قبایلي جنګیالي د یوې بې پایه جګړې په دام کې نښتي؛ هندو پوځ ازادانه د سیمې له مسمانانو سره پر خپله دښمنۍ تمرکز کوي. اې مسلمانانو، دا باید همداسې وي!؟ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ﴾ [الفتح: ۲۹]

ژباړه: «محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او څوک چې له هغه سره دي د کفارو پر وړاندې توند او سرسخته او په خپلو منځونو کې مهربانه او زړه‌سواندي دي».

ایا مسلمانان باید له یو بل سره په دښمنۍ او غچ اخیستو کې وي، یو بل ووژني، پر یو بل برید وکړي؟ ایا مسلمانان باید له کفر سره یوازې جوړجاړی وکړي، اړیکې عادي کړي او محدود شي؟ اې مسلمانانو، دا څنګه شونې ده!؟

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! نن څنګه له یو بل سره جګړه کوئ؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې لږ وخت وړاندې د یو بل ترڅنګ د کفر پر وړاندې جنګېدئ؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې د یو بل په مرسته مو د شوري اشغالګر سرتېري وشړل؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې د یو بل په مرسته مو په سیمه کې د مسلمانانو لپاره ټیکاو راوستی و؟ تاسو هغه کسان نه وئ چې په ګډه مو ډیورنډ کرښه خوندي او هوسا ساتلې وه او هلته له هند سره د کنټرول پر کرښه کلونه کلونه هندو پوځ له وېرې خوب نه شو کولی؟ د اسلام په سبب ستاسو ترمنځ هيڅ جګړه نه وه. نن ورځ مو هم دا جګړه اسلام ختمولی شي. په یاد ولرئ چې د مدیني قبیلې تر اسلام وړاندې سره په جګړه کې وې؛ خو تر اسلام وروسته په یوه صف کې د واحد پوځ په توګه د کفر پر وړاندې ودرېدې. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا﴾ [آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: « او ټول د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او وېشل کېږئ مه، د الله ‏هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛  نو په لورېینې یې (یو د بل) وروڼه شوئ»

اې د پاکستان د پوځ او قبایلو مسلمانانو! وضعیت د کفر او کفري دولتونو پر ضد بدل کړئ. د تاریخ څپه د اسلام او اسلامي امت په ګټه بدله کړئ. د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو په حاکمولو سره د مسلمانانو ترمنځ دښمني په یوه تېره ترخه خاطره بدله کړئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِيٌّ وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ لَيَدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِي تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ (سنن ابي داود)

ژباړه: الله تعالی د جاهليت د وخت تکبر او پر پلرونو (قومونو) وياړ له تاسو څخه ايسته کړی دی (تاسو يې ترې منعه کړي ياست) سړی به يا پرهېزګار مؤمن او يا به بدمرغه او نافرمانه فاجر وي. تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم له خاورې څخه و. خلک به يا خامخا پر خپلو قومونو وياړ پرېږي، ځکه پر قومونو وياړ کوونکي خلک د جهنم سون توکي دي او که نه (که پر قومونو فخر کول پرېنږدي) نو د الله تعالی پر وړاندې به تر هغې ګونګټې (تورې کوچنۍ حشرې) ډېر سپک او ذليل شي چې په خپلې پزې مراداري ټيلوهي.

د یو بل ترڅنګ د وروڼو پشان د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړئ. یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی چې موږ ټول د اشغال شوي کشمیر او غزې د ازادولو لپاره بسیج کوي او مو دښمن پر شا تېښتې ته اړ باسي.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵هـ.ق کال د رمضان ۱۱مه

۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۱مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې