شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الاول 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 30 جنوری 2017 م

شمېره:      PR 17006

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا مزدوران اسلام فاسدوي

(ژباړه)

د ټرمپ له فرمان سره سم د پاکستان چارواکي د الله سبحانه و تعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر وړاندې جګړه نوره هم تېزوي. کله چې د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالد ټرامپ د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په دوام ټینګار وکړ، نو د پاکستان چارواکو هم د الله  سبحانه و تعالی او پیغمبر پر وړاندې په جګړه کې د خپل شتون اعلان وکړ. په داسې حال چې د ۲۰۱۷ د جنوري پر ۲۸مه د یاد هېواد دفاع وزیر خواجه آصف په سیالکوټ کې د کارګر ګوند په کنوانسیون کې څرګنده کړه: «د ټرورېزم پر وړاندې جګړه یوازې پر سیاسي برخه متمرکزه ده، خو ټرورېزم به تر هغه له منځه ولاړ نه شي چې ایډیولوژي بدلون ونه کړي.»

اوس د پاکستان او ټولې نړۍ مسلمانان غواړي چې خپل ژوند یې د اسلام تر سیوري لاندې تېر شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره هغوی د اسلام د پلي کېدو غوښتنه لري. پر اسلام د مسلمانانو دغه کلکې منګولې لګول امریکا ته د منلو وړ نه دي. نو د مسلمانانو تر ټولو مهمه وجیبه د اشغالګرو کافرانو پر وړاندې جهاد او د دوی په اشغال شوو سیمو کې د اسلام پلی کېدو ته دعوت دی.

امریکا او په اسلامي خاورو کې د دوی څارګر (جاسوسان) پر دې ښه پوهېږي چې په اسلامي خاورو کې د مسلمانانو پر وړاندې په ښکاره جګړه اعلانولی نه شي؛ نو له همدې امله «د ټروریزم پر وړاندې د جګړې» په نوم اسلام او د مسلمانانو مفکوره موخه ګرځوي. که یو وخت مسلمانانو د روسیې د سره پوځ پر وړاندې جګړه د افغانستان د اشغال د پای ته رسولو په موخه جهاد بلله، اوس څه شوي چې د امریکا د متحده ایالتونو ځواکونو په وسیله د افغانستان اشغال د ټروریزم پر وړاندې جګړه بولي؟ که د سړې جګړې پر وخت مسلمانانو د اسلام د پلی کېدو غوښتنه کولی شوه، نن کوم بدلون راغلی چې اسلام غوښتونکي کسان افراطي بلل کیږي؟ یا څه دلیل شته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړتیا دې اوس بدلون موندلی وي؟

 په پاکستان او ټوله نړۍ کې مسلمانان اوس پر دې پوهېږي چې د امریکا جګړه د اسلام پر وړاندې صليبي جګړه ده او د همدې لپاره په افغانستان، عراق، فلسطین، کشمیر او نورو اسلامي خاورو کې د اشغالګرو  او کافرانو پر وړاندې د مسلمانانو له جهاد څخه ملاتړ کوي. هغوی همداراز په اسلامي نړۍ کې د پانګوالي نظام او له دغې پديدې څخه د دوی د جاسوسانو د دفاع پر وړاندې د سیاسي او فکري مبارزې ملاتړ کوي. په همدې دلیل امریکا او جاسوسان یې په اسلامي نړۍ کې ارام نه دي ناست او د مسلمانانو د منحرفولو لپاره له دوکو او پروپاګندو ګټه اخلي او مسلمانان د خپلې دوکې په لومه کې راګېروي.

ځینې وختونه هغوی د ټروریزم او کله هم د افراطیت له نومه ګټه اخلي. ځینې وخت بیا وایي چې زموږ ایدیولوژي ریفورم (اصلاحاتو) ته اړتیا لري او کله هم وایي چې موږ بدلون ته اړیتا لرو.

د پاکستان او ټولې نړۍ مسلمانان اوس پر دې ښه پوهېږي چې پانګوالي او اشتراکیت او د بشر د ذهن زېږنده هره ایډیولوژي ناکامه ده. ټول ښه پوهېږي چې د مسلمانانو د ستونزو یوازینی حل د اسلام پلي کول دي. امریکا او جاسوسان يې په اسلامي نړۍ کې نه یوازې سیاسی او فکري ثبات نه لري او د خپلې ایډیولوژۍ په دفاع کې ناکام دي، بلکي له دینه د مسلمانانو د اړولو او پرېښودو هڅه کوي. خو دوی پر دې نه پوهېږي چې ان د امریکا خلک هم د دوی پر کفري نظام نیوکې کوي. له همدې امله امریکا او جاسوسان یې پر مسلمانانو له ظلم پرته بل هېڅ انتخاب نه لري او د دوی ظالم قوتونه اوس هم هڅه کوي چې مسلمان د اسلام پرېښودلو ته اړ کړي. که څه هم موږ ډاډمن یو چې هېڅ ځواک دا کار نه شي کولی؛ ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي:

يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُواْ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَىٰ ٱللَّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَافِرُونَ

[توبه: ۳۲]

 

هغوی غواړي چې د لله سبحانه وتعالی نور په خپلو پوکیو مړ کړي، خو الله سبحانه وتعالی د خپل نور له بشپړولو پرته بل څه نه غواړي؛ که څه هم کافران خوښ نه وي.

نو ایا د پاکستان چارواکي د الله سبحانه وتعالی له خبرو وړاندې ځي؟ هغوی باید خپل حماقت پرېږدي او پر بنسټیزه لاره منګولې ولګوي. هغه حل لاره چې مسلمانان اړتیا ورته لري او هغه د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت بیا تاسیس دی.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې