شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړۍ د تېلو بازارونه (مارکيټونه)
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړۍ د تېلو بازارونه (مارکيټونه)

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

الله دې لویه پرتمینه بریا در په برخه کړي او د خلافت کمپله دې ستاسو په لاسونو و غوړېږي.

زما پوښتنه د لومړي دلیل (د نړۍ د تېلو بازرارونو) په تړاو ده، چې له امله یې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې او دا د دغې پوښتنې یوه برخه ده: په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا واقعیت ته په کتو سره څرنګه د تېلو په نرخونو کې زیاتوالی د امریکايي شېل تېلو له تولید سره انډول مومي؟

ایا د نوموړي زیاتوالي اغېز امریکا له بدمرغۍ سره نه شي مخ کولی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستاسو د پوښتنې په تړاو:

ایا د تېلو د زیاتوالي اغېز امریکا له بدمرغۍ سره نه شي مخ کولی او په داسې حال کې چې ټرمپ په وار وار خپلو ګوډاګیانو ته امر کړی، چې د تولید مخه ونیسي؟ موږ د دغې موضوع اړوند ځواب د ۲۰۱۹ د جولای د ۱۲مې په پوښتنې او ځواب لیکنه کې خپور کړی او ښايي له تاسو سره وي. په هغه لیکنه کې تاسو ښکاره ځواب موندلی شئ، چې لاندې ټکي پکې روښانه شوي دي:

۱- د دې لپاره چې همږغي په واقعيت بدله شي، د سعودي-روسيې ترمنځ په اړيکو کې تر ۲۰۱۴ م کال وروسته د پام وړ ښه والی راغلی دی. د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۰مه ملک سلمان مسکو ته سفر وکړ او دا روسیې ته د سعودي د یوه پاچا لومړنی سفر و. د روسيې ولسمشر او سعودي شهزاده ترمنځ ګڼې ناستې وشوې او روسيه دې ته لېواله شوه، چې له سعودي عرب سره د وسلو پلورلو پراخې هوکړې لاسليک کړي، چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېلو د اړيکو يو پېر پرانيستل شو. دغه ټولې چارې د امريکايي لاسپوڅي ملک سلمان او د هغه د زوی په دور کې وشوې. د سعودي-روسيې د هڅو په پايله کې د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۳۰مه لومړنۍ هوکړه د اوپيک سازمان او ۱۱ هېوادونو ترمنځ د تېلو توليد د کمولو په تړاو لاسليک شو، چې له مخې يې اوپيک سازمان به خپل د تېلو توليد د ورځې ۱.۲ مېليونه بېلره راکموي. دا په داسې حال کې چې ۱۱ نور هېوادونه به خپل د تېلو توليد د ورځې ۵۶۰ زره بېلره راکموي، چې له يادې اندازې څخه د ورځې ۳۰۰ زره بېلره به یوازې روسيه خپل توليد راکموي. د دغې هوکړې تر لاسليک کېدو مخکې سعودي عرب ګواښ کړی و، چې په بازارونو کې به د تېلو توليد ډېر کړي، له همدې امله روسيې د بيو د ټيټوالي او د تېلو د ليلام کېدو له وېرې له سعودي عرب سره همږغۍ ته مخه کړه، څو د مالي ستونزو مخه ونيسي. د روسيې ۵۰ سلنه اقتصاد د انرژۍ پر وارداتو (تېلو او ګازو) ولاړ دی.

۲- دې هوکړې د تېلو پر بیو مثبت اغېز وکړ او د تړون تر لاسلیک وروسته سمدستي د تېلو بیې جګې شوې، خو دا تړون یوازې د شپږو میاشتو لپاره و او تر دې وروسته به د دې هوکړې د اوږدېدو پر سر اوږده بحثونه وشي. کله چې د تېلو نرخونه ښه وو، نو روسیې له معمول سره سم غوښتل چې د خپلې بودجې د پیاوړي کولو لپاره د تېلو استخراج او تولید ډېر کړي. په داسې حال کې چې سعودي عرب له خپلې ثابتې پالیسۍ سره سم په دې هڅه کې دی، چې د تېلو تولید کم کړي؛ خو ځینې وخت دا ګواښ هم کوي، چې د تېلو تولید به دومره ډېر شي، چې د مارکېټ اړتیا به پوره کړي. په دې سره یوازې روسیې ته ګواښ دی، چې غواړي د تېلو د تولید کمښت ختم کړي. دا يوه ښکاره لوبه ده او هر څوک چې سیاسي پوهه ولري پرې پوهېږي. د امریکا ولسمشر له سعودي عرب څخه وغوښتل چې د تېلو تولید زیات کړي، څو په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې راولوېږي او په دې سره روسیه د تېلو د تولید کمښت ته تشویق شي. داسې ښکارې چې روسیه غواړي د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي، خو له سعودي څخه وېرېږي او د اړتیا له مخې له سعودي سره په همږغۍ د تېلو په تولید کې کمښت راولي. د بېلګې په توګه ټرمپ د یکشنبې پر ورځ په يوه ټويټ کې وویل: «ما له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې او ترې ومې غوښتل، چې د تېلو تولید ډېر کړي. ښایي د ورځې ۲۰۰۰۰۰۰ بېلره تولید کړي، څو په دې سره د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي او پاچا سلمان هم زما غوښتنه منلې ده.» (العربیه الجدید۱/۷/۲۰۱۸)

د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د پوښتنې او ځواب مخکنې خپره شوې لیکنه ولوله؛ په هغې لیکنه کې بشپړ ځواب موندلی شې... او الله سبحانه و تعالی د بشپړې پوهې او پوره بصیرت خاوند دی.

د الله په امان

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۰هـ.ق کال، د ذوالحجې ۳مه

۲۰۱۹م کال، د اګېسټ ۴مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې