یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په قزاقستان کې سیاسي عواقب
بسم الله الرحمن الرحيم
په قزاقستان کې سیاسي عواقب

پوښتنه:

په قزاقستان کې د مایع ګاز بیه دوه چنده او بیا ناڅاپه نوره هم لوړه شوه ... روسیې په قزاقستان کې وروسته له هغې د «ګډ امنیتي تړون سازمان» په نامه مداخله وکړه چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف په خپل هېواد کې د لاریونونو د درولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه ... روسیه، بهرني ځواکونه، په ځانګړې توګه امریکا تورنوي چې د دې هېواد په چارو کې لاسوهنه او لاریونونه کوي. دا هم ویل شوي چې د ملي امنیت د کمېټې رییس د کودتا په پلانولو تورن شوی. د دغو لاریونونو شالید څه دی؟ روسیې ولې د «ګډ امنیتي تړون سازمان» په نامه دومره چټکه مداخله وکړه؟ په دې اړه د امریکا دریځ څه دی؟

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې مسایل روښانه کوو:

۱ـ  قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د لویدیځ ترکستان د یوې برخې په توګه یو لوی اسلامي هېواد دی چې  مساحت یې له ۲،۷ میلیونه کیلومتر مربع اوړي؛ خو نفوس یې د مساحت په پرتله کم دی او ۱۹ میلیونو ته رسېږي. مسلمانان پکې ډېر دي او سلنه یې له ۷۵ زیاته ده. په قزاقستان کې د روسیې لوی اقلیت شته چې ویل کیږي د دوی د نفوس ۲۰ سلنه یا ۳،۵ میلیونه جوړوي. دا هېواد روسیې ته له اقتصادي او جیو پولیټیک اړخه مهم دی. قزاقستان په ۱۹۹۱ کال کې تر خپلې خپلواکۍ پورې -د شوروي اتحاد په وخت کې- د روسیې تر مسقیم کنټرول لاندې و. دا هېواد له روسیې سره اړیکې او ګډ امنیتي تړونونه لري؛ لکه د سازمان تړون او د شانګهای تړون. د روسیې فضایي ډګر، چې فضایي بیړۍ ترې توغول کېږي، د قزاقستان په بایکونور کاسموډروم کې دی. روسیې د قزاقستان د شتمنۍ لویه برخه اداره کوله. قزاقستان د تېلو بډایه سرچینې لري چې د دې هېواد د ناخالصو تولیداتو ۲۱٪ جوړوي او هره ورځ تر ۱،۵ میلیونه زیات بیرله تیل تولیدوي.

قزاقستان په نړۍ کې د یورانیمو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی. دغه اسلامي هېواد ۱،۵ میلیونه ټنه یورانیم لري.  همداراز لویه کچه منګانیز، اوسپنه، کرومیم، د ډبرو سکاره او طبیعي ګاز لري. تر اوسه شاوخوا دوه ټریلیونه متر مکعبه طبیعي ګاز پکې کشف شوی. ځکه خو روسیې ته ډېر مهم دی، له اوکراین وروسته دویم ځای ورته لري او د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ  مهمه سیمه یې ګڼي. روسیه خپل استملاک ته د دوام ورکولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي چې په اوکراین کې پېښه شوې کیسه تکرار نه شي! دا چې قزاقستان هم د اوکراین په څېر په ریښتیا خپلواک نه شي.

۲ـ  امریکا هم د قزاقستان اهمیت درک کړی، ځکه چې موقیعت یې مهم دی؛ له روسیې سره په جنوبي پولو او له چین سره په لویدیځو پولو کې واقع دی. له همدې امله امریکا په دې هېواد کې د خپل نفوذ پراخولو په لټه کې ده. امریکا په دې کار سره د چین پر محاصره سربیره، روسیه هم له سیمه ییز نفوذ څخه بې برخې کوي. د روسیې له لاسونو څخه د قزاقستان وتل ښايي د منځنۍ اسیا په نورو هېوادونو کې هم د روسیې نفوذ ختم کړي.

د امریکا دغه لیوالتیا د قزاقستان د خپلواکۍ له اعلان ورسته را څرګنده شوه؛ امریکا لومړی هېواد و چې د قزاقستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله؛ ورپسې قزاقستان ته امریکایي شرکتونو راغلل او د دغه هېواد د تیلو او ګازو د صنعت ډېره برخه یې په لاس کې واخیسته. مثلاً شیورون امریکایي شرکت د تنګیز د تیلو ۵۰ سلنه برخه ترلاسه کړه، چې د قزاقستان هېواد د کلني تولید درېمه برخه جوړوي. اروپایي شرکتونو هم د قزاقستان د انرژۍ د سرچینو د یوې برخې اخیستل پیل کړل. ویل کېږي چې ] د قزاقستان د انرژۍ لکه تیلو او ګازو د صادراتو ۹۰ سلنه، یعنې نیږدې ټول یې د امریکا او اروپا د تیلو لویو شرکتونو، ویسترن کپیټل لخوا محدود او د دوی ملکیت شول.(Russian Sputnik Agency 8/1/2022) [

د امریکا هڅې یوازي د تیلو او ګازو په شرکتونو پورې محدودې نه وې، بلکې د نظربایف د ادارې پر مهال یې ځینې پوځي تړونونه هم لاسلیک کړل، نظربایف له ۱۹۸۹ کال راهیسې واکمن و او د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې یې استعفا ورکړه؛ وروسته د ده د ځای ناستي پر وخت هم امریکا پوځي تړونونه ورسره لرل؛ خو له روسیې سره د دوی نیږدې اړیکو د امریکا د اغیزمنو پوځي تړونونو د تړلو مخه ونیوله.

امریکا له خپلو هڅو نهیلي نه شوه. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د امریکا سنا ته د امریکا او قزاقستان د اړیکو په اړه وویل: [دا په منځنۍ اسیا کې تر ټولو پخې اړیکي ګڼل کیږي] (الجزیره). د امریکا او قزاقستان د پوځونو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو یو مهم اړخ جوړوي. له ۲۰۰۳ راهیسې، قزاقستان د څو اړخیزو نظامي تمرینونو کوربه توب کړی؛ یو یې د ۲۰۱۹ په جون کې د قزاقستان په سویل ختیځ کې ترسره شو چې امریکایي ځواکونو هم برخه پکې اخیستې وه. که څه هم تقریباً دا تمرینونه عادي وو؛ خو په قزاقستان کې د امریکا د ګټو ښکارندویي کوي له شک پرته روسیه له دې ګټو وېرېږي.

۳ـ  د روسیې وېره هغه وخت زیاته شوه چې دغه لاریونونه ناڅاپه پراخ شول. څنګه چې ښکاري؛ دا پیښې په ۲۰۲۲ـ۱ـ۵  نېټه د هېواد په لوېدیځ کې د زنازین او اکتاو ښارونو د اوسیدونکو له خوا د مایع ګازو د بیو د دوه برابره کېدو پر وړاندې لاریونونو سره پیل شوې؛ دا لاریونونه پراخه او نورو ښارونو ته ورسېدل. ویل کېږي چې په الماتا ښار کې يې د ولسمشر د استوګنې ودانۍ او ښاروالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی. الماتا د هېواد پخوانۍ پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی او له خورا مهم سوداګریزو ښارونو ګڼل کېږي. د روسیې سپوتنیک اژانس راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د پلازمینې  ودانۍ، نور سلطان (پخوانۍ استانه) شاوخوا امنیت ټنګ کړی او د پلازمینې لوی شمېر اوسیدونکي له بانکونو څخه د خپلو پیسو ایستلو لپاره راوتلي. د انټرنیټ بندولو  له امله غیر نغدي تادیات بند شوي دي. سمیه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په ختیځ بلخش سیمه کې د کان کیندنې کارګران له لاریونونو سره یوځای شوي او کار یې بند کړی دی. په دې توګه لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول... په انقره کې د قزاقستان سفیر د خپل هېواد د پېښو په اړه تبصره کې وویل: [د لاریونونو پیل د ښه ژوند د شرایطو غوښتنه او د ګازو بیې د زیاتوالي مخالفت و.. الماتا ښار ته له تګ وروسته یې بله لار غوره کړه او سوزونې او ناقانوني کړنې وشوې. (انادولو اژانس ۲۰۲۲ـ۱ـ۶)] په ۲۰۲۲ـ۱ـ۵ نېټه د قزاقستان د حکومت استعفا په دې هڅه وشوه چې وضعیت ارام او د مایع ګاز بیې ټیټې کړي؛ خو لاریونونه بند نه، بلکې لا پراخ شول!

۴ـ  دغه پراخوالي روسیه وهڅوله چې تر قزاقستان مخکې دوه اړخونو تورن کړي:

لومړی اړخ:

الف ـ د دې تر شا انګیزه دا وه، چې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې ځینې امنیتي کسان د لاریونونو او ګډوډۍ په اړه سترګي پټوي؛ د دې تورونو ګوته د ملي امنیت کمیټې رییس، کریم ماسیموف لوري ته وه. دی په هېواد کې د امنیت د ټنګښت مسولیت لري. ویل کېدل چې دې کس د واک ترلاسه کولو لپاره له وضعیت څخه ګټه پورته کړې. له همدې امله، په ۲۰۲۲ـ ۱ـ ۸ نېټه له دندې ګوښه او په خیانت تورن شو. د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ چې خپل پخواني مشر، کریم ماسیموف يې د خیانت په تور نیولی. د ملي امنیت د کمیټې د بیان له مخې: [ د روان کال د جنورۍ په شپږمه، د ملي امنیت کمیټې د قزاقستان جمهوري ریاست د جزا قانون د لومړي برخې د ۱۵۷ مادې له مخې د ستر خیانت د محاکمې په موخه څېړنې پیل کړې. (RT 8_1_2022)]

ب ـ وروسته د قزاقستان ولسمشر قاسم توکایف د روسیې په مشرۍ ګډ امنیتي تړون سازمان څخه د مداخلې غوښتنه وکړه او ویې ویل: [«هېواد مو له ترهګریز برید او د بهرنیو وسله والو په ګډون یوه منظم او پلان شوي تیري سره مخ دی.» هغه زیاته کړه: «د ترهګرو لخوا د تاوتریخوالي د کړنو په پایله کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي قرباني شول، شاوخوا ۱۳۰۰ سوداګریز تاسیسات زیانمن شوي، له ۱۰۰ زیات سوداګریزو او بانکي مرکزونه باندې برید شوی، د پولیسو ۵۰۰ موټر سوځول شوي، او د زیانونو کچه له ۲ تر ۳ میلیارده ډالرو پورې رسېږي» هغه زیاته کړه، د لس زره کسانو د نیولو او د ثبات د ټینګښت اعلان یې کړی، د ترهګرو د ګواښونو مرکزونه له منځه وړل شوي او د وسلو او مهماتو د زېرمه کولو مهم ستراتیژیک تاسیسات او ځایونه نیول شوي دي او خوندي دي». [Russia Today 10/1/2022]     

ج ـ په دې توګه د قزاقستان ولسمشر توکایف له روسیې د مداخلې غوښنه وکړه او روسانو په چټکۍ ځواب ورکړ؛ لکه له غوښتنې مخکې یې چې د مداخلې پرېکړه کړې وي! نو دوی د ګډ امنیتي تړون سازمان له لارې په قزاقستان کې پوځي مداخله پیل کړه؛ دا سازمان په ۱۹۹۲ کې تاسیس شو. لومړی پوځي کنډک په ۲۰۲۲ـ۱ـ۶ کې ورغی... (الجزیره نېټ ۲۰۲۲ـ۱ـ۶). په راتلونکو دوو ورځو کې ۲۵۰۰ پوځیان له خپلو تجهیزاتو او پوځي وسایطو سره د هوا له لارې ولېږدول شول. په دې بیړني ماموریت کې تر ۷۰ زیاتو روسي پوځي کارګو الوتکو برخه اخیستې وه، چې په دې کې له ارمنستان او قرغززستان څخه قزاقستان ته د سرتیرو استول هم شامل وو؛ په دې اړه توکایف وویل: [زه د روسیې له ولسمشر پوتین څخه ځانګړې مننه کوم چې زما غوښتنې ته یې چټک ځواب ووایه.. [[Russia Today 7/1/2022

له هغه وروسته پوتین په ۲۰۲۲ـ۱ـ۱۰ نېټه د ګډ امنیتي تړون د سازمان د امنیت شورا په ویډیو کنفرانس کې وویل: «ځینې بهرني او داخلي قوتونه د خپلو موخو تر لاسته کولو لپاره د قزاقستان له اقتصادي وضعیت څخه ګټه پورته کوي. د ګډ امنیتي تړون سازمان وکولای شوی چې په قزاقستان کې د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره مهم ګامونه پورته کړي، ما په خپل وخت لازم تصمیم نیولي او د ولسمشر په غوښتنه به دا ځواکونه تر یو وخته هلته مېشت وي. په قزاقستان کې داسې پیښې نه لومړنۍ دي او نه به د بهرنۍ لاسوهنې لپاره وروستۍ وي، د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو څرګنده کړه چې دوی به رنګینو انقلابونو ته اجازه ور نه کړي او په قزاقستان کې وروستۍ پیښې دا تاییدوي چې ځینې قوتونو په ډاډ سره د سایبر سپیس او ټولنیزې شبکو له لارې د جګړې لپاره وحشتګر، ترهګر او سلیپر سیل (هغه ترهګر چې د عامو خلکو په منځ کې عادي ژوند کوي) ګومارل.[[Russia Today 10/1/2022

دویم اړخ، بهرنی اړخ:

 پوتین که حه هم د دغه سازمان د ګډ امنیتي کنفرانس په ترڅ کې ښکاره نه دي ویلي چې امریکا له دې سره تړاو لري؛ خو له خبرو یې واضح ښکاري. هغه څه چې روسي رسنیو یې راپور ورکړی، مخکې له دې چې دا تفاهم تایید کړي، دوی په لاریونونو کې د امریکا د فرض شوي رول په اړه خبري وکړې. دا د سپینې ماڼۍ د ویاند جین ساکي غبرګون هم تایید کړې؛ ده د روسي رسنیو د دغو راپورونه په اړه چې د قزاقستان په پېښو کې امریکا ښکېله ده، وویل: «د روسیې لخوا لیوني تورونه دي»، دی ټینګار کوي چې دا تورونه «په بشپړ ډول ناسم» دي او د « روسیې د ناسمو معلوماتو ستراتیژي» ښيي. [The Independent Araba, 7/1/2022]

د ګډ امنیتي تړون سازمان له لارې د روسیې د مداخلې د توجیه کولو لپاره، د دغه سازمان اوسني مشر، د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان، تایید کړه چې (دې ایتلاف د بهرنۍ لاسوهنې په پایله کې غوښتنې ته ځواب ووایه). [The Independent Araba, 7/1/2022] په بل عبارت، دا ټولې څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې قزاقستان چې تر شا یې روسیه ده، داسې انګیري چې دا پیښې یوازې د داخلې لاملونو له امله نه دي، بلکې امریکا هم پکې ښکېله ده... په دغو پیښو کې د امریکا لاسوهنه د امریکا د لاندنیو څرګندونو له کتنې څخه معلومیږي:

الف ـ بلینکن له خپل قزاق سیال سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې وغوښتل چې په قزاقستان کې د کړکېچن وضیعت لپاره سوله‌ییز حل ومومي او د رسنیو ازادۍ ته درناوی ورکړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ویاند نېډ پرېس وویل چې، «بلینکن د قزاقستان د بنسټونو لپاره د متحده ایالاتو په بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ او د کړکیچ د سوله‌ییز حل او حقونو ته د درناوي غوښتنه یې وکړه.» هغه وویل، «امریکا په قزاقستان کې د پېښو په اړه اندېښنه لري، خو باوري دی چې جمهوریت یې د ګډ امنتي تړون سازمان له مرستي پرته حلولی شي. (AFP 6/1/2022)

بلینکن پر لاریون کوونکو د ډزو په اړه د قزاقستان د ولسمشر قاسم توکایف د څرګندونو په اړه تبصره وکړه: « زه د دغو خبرو مخالف یم او که دا ملي پالیسي وي، زه یې غندم.» (CNN 9/1/2022). د قزاق ولسمشر روښانه کړه: «ما له لومړي اخطار ورکولو پرته پر ترهګرو د ډزو امر صادر کړ» ده زیاته کړه: « د الماتا ښار په برید کې ۲۰ زره ترهګرو برخه اخیستې وه».

ج ـ امریکا له قزاقستان څخه  د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:      « که قزاقستان پر خپلو ژمنو دریږي نو  CSTO ځواکونه دي سمدستي له قزاقستان څخه ووځي... د دوی شتون پوښتنې را پورته کوي.»  [RIA Novosti 11/1/2022]

دا ټول د روسي ځواکونو له راتګ سره امریکا مخالفت ښيي او غواړي چې د روسیې له مداخلې پرته دې ستونزې هوارې شي او د لاریون کوونکو پر وړاندې دې له تاوتریخوالي کار نه اخلي. امریکا په دې پوه ده چې په قزاقستان کې د روسیې شتون د روسیې له رژیم سره د قزاقستان اړیکې پیاوړي کوي... امریکا په دې پېښو کې د لاسوهنې تورونه رد کړل؛ خو د وینا په سر کې یې د لاریونونو د نه ځپلو او د بشري حقوقو د ساتنې لپاره غږ وکړ.

پایله:

الف ـ له پورتنيو مواردو دا روښانه کېږي چې روسیه قزاقستان ته څومره ارزښت ورکوي. روسیه د اوسپني او اور په واسطه د قزاقستان د لاریونونو  مخنیوي کوي او دا لومړی ځل دی چې په  ۱۹۹۲ کال د دغه سازمان له را منځته کېدو راهیسې روسیه د ګډ امنیتي تړون ساتنه کوي. سره له دې چې د دې سازمان د مداخلې نه کولو په صورت کې ځینې هېوادونو زیان کړي او دا د قزاقستان د اهمیت حد په ګوته کوي.

ب ـ له بلې خوا په قزاقستان کې د امنیتي وضیعت ګډوډي د شوروي په شاوخوا سیمو کې د روسیې د نفوذ نوې کمزورتیاوې را برسیره کړې دي او دا کار ښايي لویدیځ دې ته وهڅوي چې روسیه له منځنۍ اسیا څخه تر بیلاروس پورې د بحرانونو په یوه دایره کې راګیر کړي!

ج ـ سره له دې، امریکا په قزاقستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې چې څه غوښتل، ترلاسه يې نه شوی کړی، داسې ښکاري چې امریکا د لاریونونو له پرمختګ څخه راضي وه، غوښتل یې د ننه د خپلو کسانو له لارې ګټه ترې پورته کړي او بیا دا وړتیا ولري چې له ننه او بهر څخه فشار راوړي.

د ـ د خواشینی ځای دی چې دښمنان د قزاقستان په څیر اسلامي هېوادونو پر سر شخړه کوي، شتمنۍ یې لوټوي او له مقام او صلاحیتونو یې د خپلو ګټو لپاره کار اخلي. مشران يې یوازې د څوکیو او لوړو مقامو د ترلاسه کولو په فکر کې دي او سره له دې چې بډایه خاوره او تولیدات لري، خلک په غریبۍ او کړاونو کې پرېږي. د قزاقستان خلک مسلمانان دي او اسلام دوی ته امر کوي چې د کفارو د تسلط لپاره لاره پیدا نه کړي.

له همدې امله د نبوت پر منهج د راشده خلافت (د حق لارښوونکی خلافت) لپاره کار کول د دې هېواد او خلکو د ژغورني لار ده. بیا به دا امت لکه څنګه چې تر ټولو غوره امت و، بیرته به را ګرځي او یو پیاوړی او بریالی امت به وي.

 ( ولینصرن الله من ینصره ان الله لقوی عزیز)

«او الله به خامخا د هغه چا ملاتړ کوي چې د هغه ملاتړ وکړي. بیشکه الله زورور او غالب دی» (الحج:۴۰)

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې