پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په لوړ غږ د حق خبره کول
بسم الله الرحمن الرحيم
په لوړ غږ د حق خبره کول

 (ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

زه یوه پوښتنه لرم:

د یونس سورت، ۹۰ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل» او د طه سورت ۷۸ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل»

ایا دا په دې معنی ده چې د حاکم امر او د حاکم عمل دواړه یو شی دي؛ نو وایو چې د امرونو پر وړاندې درېدل یې د عملونو پر وړاندې درېدلو سره یو دي؛ یعنې که موږ د هغه د پولیسو یا مرستیالانو پر وړاندې د حق خبره وکړو؛ همداسې ده لکه د ده پر وړاندې مو چې کړې وي؟ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې وينا تر مصداق لاندې راځي؟: «أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ» یعنې تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړندې د حق خبره کول دي. مننه

د پوښتنې د الفاظو بدلولو حق لرئ؛ جزاک الله خیراً

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لومړی: په پوښتنه کې د دوو ذکر شوو ایتونو په اړه؛ چې الله سبحانه و تعالی د سورت یونس په ۹۰ام ایت کې فرمايي:

[وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْياً وَعَدْواً]

ژباړه: «او (په پايله كې) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې ایستل؛ نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له امله هغوی تعقیب کړل (ورپسې شول)»

او دغه راز هغه سبحانه و تعالی د طه سورت، په ۷۸ام ایت کې فرمايي:

[فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ]

ژباړه: «نو فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل؛ خو سیند دوی (فرعونیان) ښه پوره راونغاړل. »

ښکاري چې تاسو د معنی هغه توپیر ته اشاره کوئ چې د «جُنُودُهُ» کلیمه کې د (واو) او (باء) تورو په سبب رامنځه شوی. الله سبحانه و تعالی په لومړي ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل». او بیا په دویم ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل».

د تفسیر د کتابونو له مخې، د «فَأَتْبَعَهُمْ» معنی دا ده چې هغه دوی وڅارل او ورورسېد.

خو لومړی ایت [فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې»؛ له ژبني اړخه داسې فهمولی شو چې فرعون د هغو کسانو په منځ کې و چې دوی یې څارل؛ یعنې د موسی علیه السلام او بني اسرایلو په څارلو کې فرعون شامل و او په هغو کسانو کې و چې دوی یې څارل او ور ورسېدل. ځکه خو دلته واو (او لښکر یې) په ګډون دلالت کوي؛ یعنې د بني اسرایلو په څارلو کې د فرعون او هغه د لښکر ګډون.

او په دویم ایت کې: [فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون یې په خپل لښکر». له ژبني اړخه دلته پوهېدی شو چې فرعون یې له لښکر او د هغو له ملګرو سره په تعقیب کې شامل و؛ خو له ژبني اړخه دا خبره هم ترې درک کېدی شي چې فرعون یې له لښکر سره نه و او له هغو سره بهر نه ولاړ، بلکې یوازې په تعقیب کې یې مرسته ترې وغوښته؛ دا ځکه چې «با» د ژبې له اړخه ملګرتیا او مرستې ته اشاره کوي. نو په دغه ایت کې له «بِجُنُودِهِ» څخه هم دا معنی اخیستل کېږي چې فرعون یې له لښکر سره د بني اسرایلو په تعقیب کې ملګری و او هم دا معنی ترې اخیستل کېږي چې له هغو یې مرسته وغوښته؛ یعنی کېدای شي ورسره ملګری وي او کېدای شي پرته له دې چې خپله په دغه تعقیب کې برخه واخلي، یوازې له لښکره مرسته وغواړي؛ په دې معنی چې تعقیبوونکی پخپله فرعون نه، بلکې لښکر یې و.

د دغو دوو معناوو (مرسته یا ملګرتیا) تشخیص د دواړو ایتونو له ترکیب څخه ښکاري:

لومړی ایت له ژبني اړخه یوه معنی لري؛ هغه دا چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای و. د دوهم ایت معنی له ژبني اړخه ښايي دا وي چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره ملګری و او دا معنی هم ممکنه ده چې په دغه تعقیب کې یې یوازې د خپل لښکر مرسته وغوښته او پخپله یې ګډون پکې ونه کړ. دا چې د دواړو ایتونو معنی سره په ټکر کې نه ده، نو د دواړو ایتونو له ترکیب څخه دا معنی اخلو چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره و. یعنی په «بِجُنُودِهِ» کې (با) ملګرتیا ته اشاره کوي؛ په دې معنی چې دی د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای او ملګری و. دا د دواړو ایتونو له معنی څخه درک کوو.

دویم: په پوښتنه کې د ذکر شوي حدیث شریف په اړه؛ دا حدیث تزمذي په خپل سنن کې د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله روایت کړی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو ستر جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د عدل خبره کول دي.

ابو عیسی ويلي؛ په دغه باب کې د أبو أمامة په حواله، د هغه له نظره دا یو حسن غریب حدیث دی. د طبراني په معجم الکبیر کې د أبو أمامة په حواله راغلي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَحَبُّ الْجِهَادِ إِلَى اللهِ كَلِمَةُ حَقٍّ تُقَالُ لإِمَامٍ جَائِرٍ»

ژباړه: الله ته تر ټولو خوښ جهاد د حق هغه خبره ده چې ظالم حاکم ته ويل کېږي.

طبراني په یوه بل روایت کې له أبو أمامة څخه په روایت راوړي چې یوه کس په جمرات (په ډبرو د شيطان ويشتلو ځای) کې وویل: اې رسول الله، کوم جهاد تر ټولو غوره دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.

په عون المعبود کتاب کې د دغه حدیث په تشریح کې راغلي: [... د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله، چې ویې ویل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.» په عون المعبود کې راځي:

(تر ټولو غوره جهاد): یعنې یو له تر ټولو غوره؛ لکه د ترمذي په روایت کې چې راځي: بې شکه چې یو له غوره جهادونو.

(د حق ـ عدل ـ خبره): د ابن ماجه په روایت کې د حق خبره ده؛ د لفظ مفهوم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. دا که په خبره وي، که په لیکلو یا د مطلب د اظهار کومه بله لار.

(د یوه ظالم حاکم پر وړاندې): یعنې یو ظالم. بیشکه چې دا تر ټولو غوره جهاد شو؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري.

د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. لکه خطابي او نورو چې ویلي، دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. (یا یو ظالم حاکم / امير): ښکاري چې د راوي لخوا شک دی].

له دغه حدیث شریف څخه پوهېږو چې تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ نه یې د پلویانو. دلته د ظالم سلطان معنی ظالم واکمن دی؛ دا کېدی شي ولسمشر، پاچا، لومړی وزیر یا والي وي. باید واک او حاکمیت ولري چې پر وړاندې یې د حق ویلو دا ارجحیت ورکړل شي.

خو دا په دې معنی نه ده چې د ناعادل او ظالم حاکم د پیروانو پر وړاندې د حق خبره هیڅ فضیلت نه لري. د حق خبره کول تل ښه او له فضیلته ډکه وي. خو کوم امتیاز چې رسول الله صلی الله عیله وسلم په دغه حدیث کې ذکر کړی، هغه د حاکمیت او واک د خاوند پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ لکه پخپله حاکم. ځکه چې په دغه ډول د حق خبره ډير ارزښت لري؛ خطر ورسره مل وي او باید د کولو لپاره یې زړورتیا او قوت وي. د حدیث ځینو شارحينو ویلي:

 [...خطابي ویلي: دا بېشکه چې تر ټولو غوره جهاد دی؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري. د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. المظهر ویلي: دا ځکه غوره جهاد دی چې د سلطان ظلم د هغه تر حاکمیت لاندې پر ټولو خلکو کېږي او په ډيره لویه کچه دی. که هغه له ظلم څخه منعه شي، ډيرو خلکو ته يې ګټه رسېږي، چې دا ځانګړتيا د کافر په وژلو کې نه شته...].

نو ټوله خبره پخپله د ناعادل او ظالم حاکم په اړه ده؛ نه د هغه پیروان، مرستیالان او عسکر.

ستاسو ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق، د رجب الخیر ۱۷مه

۲۰۲۴م، د جنوري ۲۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې