پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غزې تر جګړې ورسته حالت لپاره وړاندیز شوې حللارې
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې تر جګړې ورسته حالت لپاره وړاندیز شوې حللارې

(ژباړه)

پوښتنه:

په داسې حال کې چې تر پنځو میاشتو ډیر وخت کېږي چې د غزې د خلکو پر وړاندې د یهودو ویجاړوونکې جګړه د امریکا له فاسقانه ملاتړ سره روانه ده او تر اوسه یې د ګڼو ویجاړیو ترڅنګ تر سلو زرو زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې؛ تر جګړې وروسته حللارو په اړه ډير بحثونه کېږي: د امریکا په مشرۍ استعمارګرو دولتونو پلان ته په کتو به له سیاسي اړخه څه وشي؛ له دغو حللارو او پلانونو څه تمه کېږي؟ ممکنه ده چې لودیځه غاړه همداسې پاتې او اشغال شوې غزه نظامي شي؟ یا دا چې په لوېدیځه غاړه او غزه کې به ملکي دولت رامنځته شي؟ او که به لودېدیځه غاړه پر خپل حال پاتې شي او غزه به تر نړیوال او عربي مدیریت لاندې وي او که به د لوېدیځې غاړې پشان خپلواکه وي؟ سمه حللاره څه ده؟ مننه.

ځواب:

د دغو پوښتنو تر ځوابولو وړاندې لاندې موارد ارزوو:

لومړی: د فلسطین سپېڅلې خاورې په اړه څو مهم ټکي:

۱. ښکاره ده چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د بالفور ژمنه کې، چې په ۱۹۱۷/۱۱/۲ نېټه لارډ روتشیلډ ته د ده په لیک کې راغلې؛ په فلسطین کې د یهودو لپاره د ملي دولت له جوړولو د انګلستان ملاتړ یاد شوی. دا ژمنه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ځینو عربو او ترکو د خیانت په سبب د عثماني خلافت د ماتې په وروستیو ورځو کې وه. تر دې کلونه وړاندې د بریتانیا تر ملاتړ لاندې صهیونیستي ټولنو استازي، هرتزل په ۱۹۰۱/۵/۱۷ نېټه له عثماني خلیفه څخه یوه غوښتنه وکړه او هڅې یې وکړې چې د خلافت دولت له مالي ستونزو په ناوړه ګټه اخیستنې، د فلسطین په بدل کې ستر مالي وړاندیزونه وکړي؛ خو خلیفه عبدالحمید هرتزل ته سخت او حکیمانه ځواب ورکړ: «د فلسطین یوه لوېشت خاوره هم نه شم پرېښودی، ځکه دا زما شخصي ځمکه نه ده، بلکې د اسلامي امت خاوره ده. زما خلک د دغې خاورې لپاره جنګېدلي او هغه یې په خپلو وینو خړوبه کړې. یهود دې خپلې پیسې وساتي، کله چې خلافت ړنګ شو، هغه فلسطین وړیا اخیستی شي؛ خو څو چې زه ژوند یم، دا کار به ونه شي.» خلیفه د بصیرت او حکمت څښتن و او خپل نظر یې سم ووایه. ځکه له خلافت وروسته فلسطین له کومې بیې پرې کولو پرته د یهودو لاس ته ولوېد. په دې توګه پر فلسطین د تېري او د فلسطین د خلکو د وژنو او بې ځایه کولو کیسې پیل شوې؛ څنګه چې خلیفه عبدالحمید رحمه الله ویل هماسې وشل، خلافت په ۱۹۲۴م کې د بریتانیا په مشرۍ غرب او ځینې ترکي او عربو خاینو په همکارۍ سقوط شو؛ دا سقوط په فلسطین کې د یهودي منفور او مسخ شوي رژیم د تاسیس مقدمه وه.   

۲. بیا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا عملاً را میدان ته شوه او د ۱۹۴۷م په نومبر کې یې د فلسطین د ویش لپاره د امنیت شورا ۱۸۱ ګڼې پرېکړه‌لیک په صدور کې اغېزناکه مرسته وکړه او د یهودي صهیونیزم په منلو کې يې له انګلستان او ټولې اروپا سره سیالي وکړه. بایډن په سپینه ماڼۍ کې د یهودو د روښنایۍ (حنوکا) جشن پر مهال وویل: «د صهیونیست کېدو لپاره اړینه نه ده چې یهود وئ، زه صهیونیست یم.» (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳/۱۲/۱۲). کله چې د امریکا ولسمشر، بایډن په ۲۰۲۳/۱۰/۱۸ نېټه تر طوفان الاقصی عملیاتو وروسته تل‌آویو ته ولاړ، له اسرایلي چارواکو سره په لیدنه کې یې وویل: «اسرایل باید یو ځل بیا د یهودو لپاره به امن ځای بدل شي او که اسرایل نه وئ؛ موږ به یې د رامنځته کولو لپاره هڅې کړې وی.» هغه وویل: «دا اونۍ به د امریکا له کانګریس څخه د اسرایلو لپاره د مرستو یو بې ساري پکېج وغواړم... موږ چپ نه پاتې کېږو؛ نه نن، نه سبا او نه هيڅ وخت» (الجزیره؛ ۲۰۲۳/۱۰/۱۹). دا ښيي چې امریکا جګړه پیلوي او یهودي رژيم د بهرنیانو، په ځانګړي ډول  امریکا له مرستې پرته جګړې ته دوام نه شي ورکولی؛ ځکه چې یهودي رژیم یو داسې وجود دی چې په یوازې ځان نه شي درېدی؛ یهودي رژیم خپله ماته په خپلو لاسونو رسموي، ځکه چې د خلکو له ملاتړ او امان پرته، جګړه نه شي کولی. قوي او عزیز الله تعالی فرمايي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۱۲]

ژباړه: « ژباړه: دوی چې هر ځای وموندل شي، ذلت به پرې مسلط وي؛ مګر دا چې د الله او انسانانو تر څنګ پناه واخلي (منګولې ولګوي د الله پر رسۍ او د خلکو پر رسۍ).»

دوی د الله سبحانه و تعالی رسۍ پرې کړې او یوازې د امریکا، اروپا او په اسلامي خاورو کې د خاینو حکامو د ملاتړ رسۍ ورسره پاتې ده؛ هغه حکام چې د یهودو د وحشیانه تېري پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ، بلکې تر ټولو ستر کار یې دا دی چې شهیدان او ټپیان شمېري! دغه راز ښيي چې امریکا دغه رژیم ته د خپلې اصلي اډې په سترګه ګوري چې له دې لارې له اسلامي امت سره وجنګېږي او د دوی د یوالي او دولت یعنې خلافت د جوړېدو مخه ونیسي.

۳. یهودو په ۲۰۰۵/۸/۱۵ نېټه له غزې څخه تر شاتګ وروسته تر یوه ځل ډیر زیات پر غزه وحشیانه تېري وکړل، تر دې چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه طوفان الاقصی عملیات پیل شول؛ مجاهدینو د یهودو تاسیستاتو ته نفوذ وکړ، د دښمن پزه یې ور ماته کړه، تر ۱۲۰۰ پوځیان یې ور ووژل او ګڼ شمېر نور یې اسیر کړل. دښمن په ډیر وحشت پر غزه برید وکړ چې تر پنځو میاشتو زیات وخت کېږي دوام لري؛ ډیری کورونه یې ویجاړ کړل، روغتونونه یې بمبار کړل، ناروغان یې ووژل او ژوندي یې برمته کړل؛ هغه ښوونځي یې بمبار کړل چې د غزې خلکو پناه پکې اخیستې وه؛ تر دې چې د شهیدانو شمېر ۳۱ زرو او د ټپیانو شمېر ۷۰ زرو ته ورسېد چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. دښمن د خلکو لپاره د مرستو، خوړو، اوبو او لومړنیو موادو د رسېدو د مخنیوي له لارې د لوږې د فشار سیاست پر مخ وړي چې پر مجاهدینو د زندانیانو ازادولو لپاره فشار راوړي. دا جګړه په ټوله معنی نسل‌وژنه ده چې غرب یې ملاتړ او هڅونه کوي. غربي رهبران په دغې ویجاړوونکې جګړه کې له یهودي رژیم څخه د خپل ملاتړ ښودلو لپاره یو په بل پسې اسرایلو ته سفرونه کوي.

۴. د اسلامي او عربي خاورو د نظامونو چوپتیا هم یهودي رژیم ته جرات ورکړی؛ ځکه چې ځینې یې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د پوځونو د بسیج پر ځای، د مجاهدینو برید وغانده او له یهودو سره یې خپلو اړیکو ته داسې دوام ورکړ لکه هېڅ چې نه وي شوي. هم هغو هیوادونو چې پخوا له یهودي رژيم سره د اړیکو عادي کولو په لټه کې وو او هم نویو هیوادونو له یهودي رژيم سره د اړیکو عادي کولو خیانت ته دوام ورکړ؛ دغو نظامونو له یهودي رژيم سره معاهدې او هوکړې، لکه له مصر سره ډیويډ کمپ او له اردون سره وادي عربه، لغوه نه کړې. یعنې ان ډیر کوچنی جنګي وضعیت یې هم ونه ښود. سربېره پر دې، د یهودو وحشیانه بریدونو له ځینو دغو هیوادونو سره پر سوداګرۍ هیڅ اغېز ونه کړ. د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر، عبدالقادر اورال اوغلو په ۲۰۲۴/۱/۱۱ نېټه اعتراف وکړ چې «د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د ډسمبر تر ۳۱مې د ترکیې له بندرونو څخه اسرایلو ته شاوخوا ۷۰۱ کښتیو حرکت کړی؛ یعنې د ورځې شاوخوا ۷ کښتۍ.» (الجزیره؛ ۲۰۲۴/۱/۱۱). ځینو دغو هیوادونو نه یوازې دا چې پر غزې د بریدونو په ځواب کې د غزې ملاتړ ونه کړ، بلکې د خپلو سرتېرو په ملاتړ یې هم جګړه اعلان نه کړه؛ یهودي رژیم په سوریه کې د ایران اډه په نښه کړه او ډیر شمېر سرتېري یې ووژل، خو ایران یې پر وړاندې د جګړې اعلان ونه کړ!

۵. له بل لوري، امریکا خپلې خبرې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر حللاره متمرکزې کړې؛ په ورته وخت کې د یهودي رژیم د شتون لېواله دی او د هر وحشیانه عمل دفاع یې کوي؛ خو وېرېږي چې پاتې لږ اخلاقي ځایګی به یې هم له لاسه ورکړي، ته به وايې چې اخلاق لري! بایډن وویل: «د اکتوبر ۶مې پشان وضعیت ته تګ نشته؛ یعنې دا ډاډمنه ده چې حماس نور په اسرایلو کې د وحشت رامنځته کولو وړتیا نه لري. دا په دې معنی ده چې کله دا ناورین ختم شي، باید راتلونکي ته یو لید وي. زموږ په اند، باید د دوو دولتونو حللاره وي چې د ټولو اړخونو لپاره د متمرکزې هڅې په معنی ده.» (سي ان ان وېبپاڼه؛ ۲۰۲۳/۱۰/۲۵). نوموړي په ۲۰۲۳/۱۲/۱۲ نېټه وویل: «د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له دې وېره شته چې امریکا دې له اسرایلو د ملاتړ په سبب خپل اخلاقي ځایګی له لاسه ورکړي.» (الجزیره؛ ۲۰۲۳/۱۲/۱۲).

خو هغه د امریکا پر سیاست په ټینګار وویل چې «هېڅکله به اسرایل یوازې پرې نه ږدي او د اسرایلو دفاع ډیره مهمه ده. دوی ته د ټولو وسلو درولو په اړه هېڅ سره کرښه نشته، نو د ساتنې لپاره یې یوه اوسپنیزه ګنبده پر ځای ده.» (اس ان بي سي؛ ۲۰۲۴/۳/۹). ځکه خو امریکا -سره له دې چې په ټاکنو کې د بایډن سیال، ټرمپ ته د نتنیاهو د نیږدېوالي په سبب د بایډن او نتنیاهو اړیکې ترینګړې دي- د یهودي رژیم ملاتړ کوي.

۶. امریکا دغه راز په دې هڅه کې ده چې سعودي د یهودي رژیم په رسمیت پېژندلو او له هغو سره اړیکو عادي کولو ته اړ او د دوو دولتونو حللارې منلو ته وسوسه کړي. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان آل سعود په داووس کنفرانس کې وویل: «د فلسطین د ناورین د حل په صورت کې، سعودي ښايي له اسرایلو سره سوله‌ایزې اړیکې ټینګې کړي.» (انډپنډنټ؛ ۲۰۲۴/۱/۲۰). تر دې وړاندې د سعودي ولیعهد په ۲۰۲۳/۹/۲۱ نېټه له فاکس نیوز امریکايي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «هره ورځ له اسرایلو سره د اړیکو عادي کولو ته نیږدې کېږو.» د فلسطیني ادارې مشر، محمود عباس په ۲۰۲۳/۹/۲۶ نېټه په رام‌الله کې د سعودي له سفیر، نایف السدیري سره وکتل. هغه تر دې وړاندې د یهودو تر څار لاندې سیمې له لارې د اړیکو عاي کولو د مقدمې په توګه په دې پلمه لوېدېځې غاړې ته تللی و چې په فلسطین کې فوق العاده او نامقیم سفیر او په قدس کې سرقونسل دی.

دوهم: اوس د غزې تر جګړې وروسته د امریکا او یهودي رژیم د پلانونو او تمې په اړه پوښتنې ځواب ته راځو:

۱. د دوو دولتونو حللارې په چوکاټ کې فلسطیني ادارې ته د غزې تسلیمول... امریکا دا حللاره عملي نه، بلکې یوازې لفظي غواړي؛ یعنې په تشو خبرو مخکې ځي. بایډن غواړي غزه یو خپلواک دولت نه، بلکې بې وسلې او غیر نظامي شي. «د امریکا ولسمشر، جو بایډن تېره ورځ جمعه وویل چې د اسرایلو له لومړي وزیر، نتنیاهو سره یې د دوو دولتونو حللارې په اړه خبرې کړې او هغه له دې سره کوم مخالفت نه لري. بایډن خبریالانو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په ملګرو ملتونو کې د څو داسې هېوادو شتون ته په کتو چې ځانګړي وسله‌وال ځواکونه نه لري، د دوو دولتونو حللارې لپاره ګڼې الګوګانې شته.» (الجزیره؛ ۲۰۲۴/۱/۴). یعنې بایډن د دوو دولتونو په اړه هغو الګوګانو ته اشاره وکړه چې وسله‌وال ځواکونه نه لري! سره له دې، یهودي رژیم ان د امریکا دغه پلان هم ونه مانه. «په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې انادولو تعقیب کړ، نتنیاهو په کلکه وویل چې تل‌آویو (په قاطع ډول د یو اړخیز فلسطیني دولت جوړول نه مني).» (انادولو اژانس؛ ۲۰۲۴/۲/۱۸). د امریکا په وړاندیز د دوو دولتونو حللاره چې هر ډول وي، د امریکا له جدي امر پرته نه شي پلې کېدی او د بایډن اداره د امریکا د راتلونکو ټاکنو په سبب پر نتنیاهو او د هغه پر حکومت فشار نه راوړي؛ ځکه چې بایډن په ټاکنو کې د یهودو رایې او د یهودي لابي پیسو ته اړتیا لري؛ په ځانګړي ډول دا چې سیال یې، ټرمپ د یهودي رژیم سخت ملاتړ کوي... اروپا او بریتانیا دواړه د امریکا د پلان تابع دي... خو د دوو دولتونو جوړېدو په اړه د اسلامي خاورو د حکامو غوښتنه خیانت دی او د امریکا له غوښتنې سره هیڅ توپير نه لري!

۲. د یهودي رژیم لخوا د غزې بیاځلي اشغال. د اسرایلو د داخلي امنیت وزیر، بن ګویر او د اقتصاد وزیر، اسموتریچ د دغه پلان له سختو پلویانو دي. دغه دوه ښي اړخي افراطي وزیران وايي چې یهودي ملکیان او اشغالګر پوځیان باید په غزه کې پاتې شي او دا پر غزې د کنټرول ساتلو یوازینۍ حللاره ده. «بن ګویر چې د نتنیاهو په ښي اړخي ایتلاف کې د یوه کوچني نشنلست ګوند مشر هم دی، په یوه خبري کنفرانس کې يې وویل چې غزې ته د یهودي مېشتو او پوځیانو راستنېدل له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده چې د اکتوبر ۷مې پشان پېښو د تکرار مخه ونیول شي.» (رویټرز؛ ۲۰۲۴/۱/۲۹). خو امریکا او عام یهود دا نظر نه مني؛ [د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن چهارشنبه ټینګار وکړ چې اسرایل د روانې جګړې تر ختمېدو وروسته «غزه نه شي اشغالولی». ده زیاته کړه: «اوس حقیقت دا دی چې ښايي د جګړې په پای کې یوې انتقالي دورې ته اړتیا وي... او موږ د بیاځلي اشغال تمه نه لرو؛ څه مې چې د اسرایلو له رهبرانو اورېدلي، هغه دا دي چې دوی د غزې د بیاځلي اشغال نیت نه لري...»] (الحره؛ ۲۰۲۳/۱۱/۸) دا ځکه چې د غزې بیاځلي نظامي اشغال به د یهودي رژیم لپاره اقتصادي او نظامي لګښت او زیانونه ولري.

۳. پر غزې د حماس د کنټرول دوام. امریکا، اروپا او یهود نه غواړي چې حماس په غزه کې په واک کې پاتې شي؛ ځکه دوی باور لري چې له دې سره به د اکتوبر ۷مې پشان پېښې بیا تکرار شي. بلېنکن په توکیو کې خبریالانو ته وویل: «حماس د غزې ادارې ته دوام نه شي ورکولی؛ ځکه له دې سره د اکتوبر ۷مې پشان بریدونو ته په اسانۍ لار هوارېږي.» (ګارډین؛ ۲۰۲۳/۱۱/۸) د اسرایلو دفاع وزیر، ګالانت وویل: «حماس به تر جګړې وروسته غزه کنټرول نه کړي او تل‌آویو دې ته د تیاري په حال کې دی چې غزه د (یوه نړیوال بنسټ) له لوري کنټرول شي.» (انادولو؛ ۲۰۲۳/۱۲/۱۸).

۴. د یهودي رژیم له پوځ څخه یوه نړیوال ځواک ته د غزې د امنیت لېږد. د هغو مواردو له ډلې چې امریکايي سیاسیونو بحث پرې وکړ، دا دي چې په غزه کې له عربي او نورو دولتونو څخه نړیوال ځواکونه وي... دا خبره رسنیو خپره کړې هم ده.

«د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په حواله؛ غزې ته د امنیتي ځواکونو د تامین پر هغې د څار لپاره د هغو عربي هیوادونو متقاعد کول چې له اسرایلو سره د سولې تړونونه یا د عادي کولو هوکړه‌لیکونه لري، اړتیا ده چې ځینې هیوادونه یا سازمانونه اداري مسولیتونه یا د امنیت څار پر غاړه واخلي. دا ورځپاڼه وايي چې ځینې عرب ګاونډیان په دغه کار کې شک لري.» (الحره؛ ۲۰۲۳/۱۱/۳). پر دغې موضوع بیا خبرې وشوې؛ Russia Today شبکې په ۲۰۲۳/۱۲/۴ نېته دا موضوع داسې خپره کړه: «واشنګټن هم له دې ملاتړ کوي چې د غزې تړانګې امنیت له اسرایلي ځواکونو څخه یوه نړیوال ځواک ته چې ښايي له ځینو عربي دولتونو جوړ وي، انتقال شي. خو اسرایل له دې سره موافق نه دی چې د جګړې په سیمه کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه مېشت شي؛ دوی دغه راز د اسرایلو د ګټو خوندي کولو په برخه کې پر دغه نړیوال سازمان باور نه لري».

۵. له لوېدیځې غاړې سره له اتحاد پرته، فلسطینیانو ته د غزې د مدني ادارې تسلیمول؛ خو یهودي رژيم به، لکه په لوېدیځه غاړه کې، امنیتي مسولیت لري. الجزیرې وویل چې بنیامین نتنیاهو د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۲۳مه د غزې لپاره «د راتلونکې ورځې» پلان د امنیتي او سیاسي چارو وزیرانو شورا ته وړاندې کړ. «دا پلان چې بنیامین نتنیاهو د خپل حکومت غړو ته وړاندې کړ، د غزې د راتلونکي په اړه ډیر جزیات لري او په امنیتي برخه کې یې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې اسرایل په ټوله غزه کې د نظامي او امنیتي اقداماتو ازادي له کوم زماني محدودیت پرته ځان ته ځانګړې کوي او د دې ترڅنګ په غزه کې له فلسطین سره د ۱۹۴۸م کال پولې په اوږدو کې امنیتي کمرند جوړوي. پر دې سربېره، اسرایل په بشپړه توګه غزه بې وسلې کوي او له هغه څه پرته چې د عمومي امنیت لپاره ورته اړتیا ده، هر ډول نظامي ځواک ترې اخلي.)

۶. د امریکا او یهودو د پلانونو تېرو احتمالاتو ته په کتو؛ د دوی په فکر کې تر ټولو ډیر احتمال د هغې خبرې دی چې پورته په ۵مه شمېره کې  ذکر شوه. یعنې غزه باید له لوېدیځې غاړې سره یو ځای نه شي، بلکې په دواړو کې به امنیتي او نظامي اقدامات یو شان وي؛ «اسرایل په ټوله غزه کې د نظامي او امنیتي اقداماتو ازادي له کوم زماني محدودیت پرته ځان ته ځانګړې کوي»، په ځانګړي ډول دا چې یهود همدا پلان په لوېدیځه غاړه کې تنفیذوي. راپورونه وایي چې نتنیاهو دا پلان امریکايي چارواکو ته وړاندې کړی او ښکاري چې د هغوی موافقت یې ترلاسه کړی. « داسې ښکاري چې نتنیاهو غواړي پلان کړی پلان یې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له دایمي حللارې سره سم وي او له امریکا سره د دغه پلان په اړه د اسرایلو د سټراټيژيکو چارو وزیر، ران درمر –چې د اسرایلو د جنګي کابینې غړی هم دی- له لارې مشوره شوې.» (ان ټي وي؛ ۲۰۲۴/۱/۳۱). یعنې دا چې امریکا د نتنیاهو له پلان څخه له وړاندې خبره وه.

د هغه څه په اړه چې بایډن یې د دوو دولتونو حللارې په اړه تکرراوي؛ دا دومره توپیر نه لري. لکه څنګه چې په ۱ شمېره کې د هغه د پخوانیو خبرو په اړه ذکر شول: «بایډن خبریالانو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په ملګرو ملتونو کې د څو داسې هېوادو شتون ته په کتو چې ځانګړی وسله‌وال ځواکونه نه لري، د دوو دولتونو حللارې لپاره ګڼې الګوګانې شته»؛ بایډن اشاره وکړه چې غزه باید بې وسلې شي او له ده سره هيڅ داسې خنډ نه شته چې د دوو دولتونو تر حللارې وړاندې لنډمهاله دورې وي؛ لکه په ۲مه شمېره کې یې چې په خبرو کې راغلي: «اوس حقیقت دا دی چې ښايي د جګړې په پای کې یوې انتقالي دورې ته اړتیا وي.» (الحره؛ ۲۰۲۳/۱۱/۸)

درېیم: هغه شرعي حل‌لاره، چې باید تعقیب شي:

۱. پورتنیو موضوعاتو ته په کتو، د امریکا او یهودي رژیم له پلانونو داسې ښکاري، چې هغوی د لوېدیځې غاړې او غزې د بې‌وسلې کولو پلان لري او غواړي چې د هغه ځای امنیتي کنټرول له یهودانو سره وي؛ توپیر نه کوي چې د یوه دولت تر نامه لاندې په دواړو ځایونو کې وي او که یې د ضمیمه کولو له لارې؛ ان که په داسې پړاوونو کې وي چې امریکا غواړي لوېدیځه غاړه په انتقالي دوره کې له غزې بېله وي او بیا غزه له نظامي ځواک پرته له لوېدیځې غاړې سره یوځای شي. یا داسې چې یهود غواړي؛ یعنې غزه باید د تل لپاره له لوېدیځې غاړې څخه بېله شي او دواړه سیمې دې غیرنظامي شي او اصلي حاکمیت یې باید د یهودو په لاس کې وي. نو له دې څخه داسې ښکاري، چې هر هغه څه چې امریکا او یهودو پلان کړي، وژونکي زهر او له الله، د هغه له رسول او له مومنانو سره خیانت دی. سره له دې، د حیرانتیا وړ نه ده چې یهود او امریکا دا ډول پلان جوړوي؛ ځکه هغوی زموږ دښمنان دي. د حیرانتیا خبره دا ده، چې د اسلامي خاورو حکام او په ځانګړې توګه د فلسطین شاوخوا حکام چوپ پاتې شي؛ د غزې، د غزې د خلکو، اقصی او شاوخوا سیمو د نصرت لپاره لښکرې ونه خوځوي؛ د یهودي رژیم د له منځه وړلو لپاره ګام وانه خلی او فلسطین په بشپړه توګه خپل اصلي څښتن ته ونه سپاري. ایا هغه څوک چې د مسلمانانو خاوره یې اشغال کړې او اوسېدونکي یې ترې ایستلي دي، د دې وړ نه دي چې د مسلمانانو پوځونه ورسره وجنګېږي او هغوی هم د دې خاورې د اوسېدونکو په څېر وباسي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

‏ ‏‏﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾[بقره: ۱۹۱] ‏

ژباړه: «‏او له هغوی سره چې هر ځای مخ شوئ، ویې وژنئ او له هغه ځایه یې وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي یئ»

نو حکام ولې دغه مسله نه درک کوي!؟ پر دوی یې خپلې بدمرغۍ غلبه کړې، د استعمارګرو کفارو په ځانګړې توګه د امریکا اطاعت کوي او د خپلو بې‌ارزښته چوکیو د ساتنې لپاره امریکا ته ځواب نه ورکوي.

‏‏ ‏‏﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾‏[منافقون:۴]

ژباړه: «الله دې دوی ووهي! څه ډول (له حق څخه) اړول کېږي!؟»

۲. دې جګړې له دوو مهمو څېزونو پرده پورته کړه: لومړی د یهودو کمزوري او ذلت، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب کې فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةَ﴾؟![آل عمران:۱۱۲]

ژباړه: «دوی چې هر ځای وموندل شي، ذلت به پرې مسلط وي؛ مګر دا چې د الله او انسانانو تر څنګ پناه واخلي (له خپل ناوړه چلند څخه لاس واخلي او خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي؛ د سوله‌ییز ژوند د اصولو په مراعاتولو سره ځان له ازار او ځورولو څخه په امن کړي او له حقوقي او قضايي مساواتو څخه برخمن شي). هغوی د الله د قهر وړ دي او مغلوبیت پرې مسلط شوی دی»

دوی له خپلو پیغمبرانو وروسته د الله سبحانه وتعالی رسۍ او امان هم له لاسه ورکړي او یوازې د خلکو، امریکا او د لارویانو رسۍ او امان یې ور پاتې دي او دا ډول قوم د جګړې او بریا وړ نه دی. بل دا چې د اسلامي خاورو د حکامو له خیانت څخه یې پرده پورته کړه، دوی په دغو پېښو کې یوازې تماشه‌چیان دي او تر ټولو عادل کس پکې هغه دی، چې شهیدان او ټپیان وشمېري!

﴿‏صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ﴾[بقره: ۱۸]

ژباړه: «‏هغوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي؛ نو (د حق په لوري) نه راګرځي.»

دغه دوې چارې باید په مسلمانو پوځونو کې مخلص کسان او د قدرت څښتنان وهڅوي، چې د الهي فریضې د اداکولو لپاره د قتال پر اساس د فلسطین د اشغالګرو یهودانو پر وړاندې عمومي بسیج اعلان کړي:

﴿‏وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيماً حَكِيماً﴾[النساء: ۱۰۴]

ژباړه: «د هغه قوم په تعقیبولو کې (چې کافران دي او د جګړې اعلان یې کړی او له هرې خوا پر تاسو د برید پلان لري) سستي مه کوئ (تل ورته په سنګر کې اوسئ او ورسره جنګېږئ). که تاسو (په جګړه کې) زیانمن کېږئ، هغوی هم ستاسو په څېر زیانمن کېږي، (خو توپیر مو دا دی چې) تاسو له الله څخه هغه څه غواړئ، چې دوی یې نه غواړي (هغه د الله رضا او تل‌پاتې جنت دی) او الله په هر څه پوهېږي (ستاسو او د هغوی پر عملونو) او د حکمت خاوند دی (له تاسو او دوی څخه هره یوه ته د خپل کار جزا ورکوي).»

په دې توګه تاسو د هغوی رژیم نسکورولی شئ او د الله سبحانه وتعالی په نزد په قتال او مبارزه کې د دوی ماتول ډېر اسانه دي، نو له هغې وروسته به د الله سبحانه وتعالی دغه ژمنه هم پوره شي:

﴿فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيراً﴾[إسراء:۷]

ژباړه: «کله چې د دویمې ژمنې (اې یهودانو ستاسو د فساد د جزا او بدلې) وخت راغی، (ستاسو دښمنانو ته ځواک ورکوم او پر تاسو یې مسلط کوم) ترڅو تاسو خپه او غمګین کړي او مسجد (الاقصی) ته دننه شي، لکه څنګه چې په لومړي ځل داخل شول او پر هر شي یې چې لاس بر شي، هغه له منځه یوسي.» ‏

نو په غزه کې د خپلو وروڼو د نصرت لپاره بېړه وکړئ او که چېرې پر اسلامي خاورو حاکم ظالم نظامونه ستاسو پر وړاندې ودرېدل، هغوی په بشپړه توګه له منځه یوسئ ... په بدل کې یې د الله سبحانه وتعالی حکم؛ یعنې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړئ او په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زېر پر واقعیت بدل کړئ:

«ثُمَّ تَکُونُ جَبَرِیّة، فَتُکُونُ مَا شَاءَ اللهُ اَن تَکُونَ، ثُمَّ یَرفَعُ‌ها اِذَا شَاءَ اَن یَرفَعُ‌ها، ثُمَّ تَکُونُ خَلَافَةُ عَلَی مِن‌هاجِ النَّبُوَّة» ثُمَّ سَکَتَ. (مسند ابی داود الطیالسی)

ژباړه: ورپسې به جبریه حکومت راشي او تر هغه وخته به دوام کوي، چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، تر دې پورې چې وغواړي او بیا هغه له منځه یوسي، وروسته به د نبوت پر منهج یو ځل بیا خلافت راشي» وروسته پیغمبر صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

هغه مهال به خلیفه، د هغه معاونین او د اسلامي پوځ ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه غړي پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کوي، امت به له دوی سره همغږی وي او تکبیر به وایي، د خپل رب په خوښه به ځواکمن او د خپل غوره دین په واسطه به عزتمند وي او دښمن به نور دا جرأت ونه کړي، چې په اسلامي خاوره کې دې رژیم ولري.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * ‏ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾[روم: ۴-۵]

ژباړه: «په هغه ورځ به مومنان خوشاله وي؛ د الله له مرستې (څخه به خوشاله وي). الله چې هر چا ته وغواړي، مرسته ورسره کوي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او (پر خپلو دوستانو) ډېر مهربانه دی.»

د ۱۴۴۵هـ.ق کال، د رمضان ۱۲مه

د ۲۰۲۴م کال، د مارچ ۲۲مه

اړوند مطلبونه:   « د پاکستان ټاکنې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې