یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په څارویو کې زکات
بسم الله الرحمن الرحيم
په څارویو کې زکات

(ژباړه)

پوښتنه: علي السعيدي

زموږ د قدر وړ شېخ صاحب! السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

الله سبحانه وتعالی دې په هڅو کې برکت واچوه او الله سبحانه وتعالی دې ستاسو پر مټ بری راولي. د خلافت دولت مالي سرچینې کتاب، د زکات د برخې په ۱۵۳مخ کې د څارویو د زکات په فصل  کې راغلي: «په څارویو کې زکات؛ د غوايي زکات هغه وخت فرض کېږي چې نږدې يو کال په څړځای کې څرېدلی وي. دغه راز د دې کتاب په ۱۵۵مخ کې راغلي: د پسونو زکات هغه وخت فرض کېږي، چې د کال ډېره برخه په څړځای کې څرېدلی وي، په هغه صورت کې چې د شپانه مسوولیت ټول کال همداسې په لږه کچه وي.  

پوښتنه دا ده چې ایا په هغو پسونو او غوايانو زکات نشته، چې له څړځايونو نه تغذيه کېږي او د مړولو لپاره یې د کال په جریان کې پیسې لګیږي؟ که پر دغه ډول څارویو زکات وي، نو څومره به دی؟

بله پوښتنه دا ده چې ولې په څارویو کې زکات د غوايي، پسه او اوښ په اړه یاد شوی او د مرغانو په ځانګړي ډول د چرګانو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې په عصري خونو (فارمونو) کې زرګونه شمېر ساتل کيږي؟ ایا دوی د معاملاتو برخه دي؟

الله سبحانه تعالی دې زما د پوښتنو د ځوابولو په بدل کې اجر درکړي، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته 

ځواب:

وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته!

۱ـ هو؛ په هغو پسونو او غوايانو کې زکات نه شته چې په څړځای کې نه څريږي، بلکې په مړولو يې لګښت راځي. ځکه «څرېدل» يو صفت دی او دا مفهوم افاده کوي چې دغه صفت د زکات د حکم لپاره علت دی. دغه ډول صفت د شي له ذاتي صفتونو څخه په يوه صفت پورې شرعي حکم تړي. دا خبره پر دې دلالت کوي؛ کله چې دغه ځانګړی صفت نفي شي، نو د شي له ذات څخه هم حکم نفي کيږي. د دغه صفت لپاره ـ چې د علت شتون افاده کوي ـ شرط دا دی چې باید په بشپړ ډول څرګند وي. خو که صفت بشپړ څرګند نه وي او د علت شتون افاده نه کړي، نو دغه ډول صفت اعتبار نه لري. زه بيا ځلې وايم؛ د صفت لپاره شرط دا دی چې بايد په بشپړه ډول څرګند وي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: «... فِي صَدَقَةِ الغَنَمِ فِي سَائِمَتِهَا..»  ژباړه: "... په څرېدونکو پسونو کې زکات..." (رواه البخاري) د "پسه" لفظ د شي ذاتي نوم دی چې هغه دوه صفتونه لرلای شي. څرېدل او يا په کور کې په وښو ساتل کېدل. د زکات فرضیت یې د څرېدلو په صفت پورې تړلی دی، نو دا پر دې دلالت کوي چې په کور ساتلو پسونو کې زکات فرض نه دی.

۲ـ هغه بله پوښتنه چې د مالدارۍ په پسونو، غوايانو او اوښانو کې زکات شته او په نورو حيواناتو لکه مرغانو، چرګانو او داسې نورو کې زکات نه شته، ځکه په نصوصو کې يواځې ياد څاروي بيان شوي او موږ هم دغه ارزوو او پر هغو بسنه کوو. د يادو درې ډوله حيواناتو په اړه نصوص په دې ډول دي:

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چې هغه وفرمايل:

«ما من صاحب إبلٍ، ولا بقرٍ، ولا غنمٍ، لا يؤدي زكاتها، إلاّ جاءت يوم القيامة، أعظم ما كانت، وأسمن، تنطحه بقرونها، وتطؤه بأخفافها»  

(متفق عليه)

ژباړه: د اوښانو، غوايانو او پسونو هغه څښتن چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي، دغه څاروي به د قيامت په ورځ په داسې حال کې راشي، چې د دنيا له حالت څخه به لوی او چاغ وي، دی به په ښکرو وهي او تر پښو به يې لاندې کوي.

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه اوږده حديث کې وفرمايل:

«... وفي سائمة الغنم إذا كانت أربعين، ففيها شاة...»

  ژباړه: له څرېدونکو پسونو څخه چې شمېر يې څلويښتو ته ورسېږي، يو پسه بايد په زکات کې ورکول شي...

حضرت علی کرم الله وجهه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي:

«ليس في البقر العوامل صدقة»

ژباړه: د ځمکې په خړوبوونکو (له ارهټ څخه اوبه راويستونکو) غوايانو کې زکات نه شته. (دا روايت ابو عبيد او بيهقي نقل کړی دی)

عامر ابن دينار وايې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي، چې ويې فرمايل:

«ليس في الثور المثيرة صدقة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته (دا روايت ابو عبيد کړی دی) او جابر ابن عبدالله له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: «لا صدقة على مثيرة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته. کولبه کوونکي غوايان هغه دي چې ځمکه اړوي او د کرنې لپاره يې چمتو کوي.

حاکم په خپل کتاب «المستدرک» کې د بهز ابن حکيم په روايت دوه حديثونه نقل کړي، چې هغه له خپل پلار او هغه له خپل نيکه څخه روايت کوي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويې فرمايل:

«...في كل إبل سائمة في كل أربعين ابن لبون...»

ژباړه: له څرېدونکو اوښانو څخه په هرو څلوېښتو کې يو دوه کلن جونګی د زکات په توګه فرض دی... .

 څرېدونکي څاروي هغه دي چې له وښو او غذا ورکولو پرته په څړځايونو او کروندو کې څریږي او پخپله ځان مړوي.

۳: له همدې امله په يادو درې ډوله حيواناتو کې زکات فرض دی لکه څرنګه چې يې مخکې يادونه وشوه. زکات يوازې په هغو څرېدونکو څارويو کې فرض دی، چې تر يوه کال ډېر څرېدلي وي.

په نصوصو کې په نورو څارويو، مرغانو او يا سمندري حيواناتو کې د زکات فرضيت نه دی بيان شوی او يوازې په يادو څارويو کې د زکات د فرضيت يادونه شوې ده. هغه حيوانات چې د سوداګرۍ لپاره وي په هغو کې هم زکات فرض دی او د مالياتو کتاب، د معاملاتو زکات په فصل کې يې يادونه شوې ده.

۴: په پايله کې باید ووایم چې له پسونو، غوایانو او اوښانو پرته په نورو څارویو کې هېڅ زکات نشته. خو کله چې څاروي د سوداګرۍ له توکو څخه وي، يعنې د پېر او پلور لپاره وي په هغو کې زکات شته.

هر هغه شی يا توليد که هغه غلې ـدانې، جامې، څاروي يا بل شی وي او د سوداګرۍ لپاره کارول کېږي د هغوی د زکات په تړاو نصوص راغلي دي:

«أما بعد، فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يأمرنا أن نخـرج الصدقة من الذي نعد للبيع»

(ابو داود)

ژباړه: له سمره ابن جندب څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په هغو شيانو کې د زکات ورکولو په اړه امر کاوه چې د سوداګرۍ لپاره به وو.

له ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: «وفي البَزِّ صدقته» په نساجي (اوبدل شويو ټوکرانو) کې زکات شته (دارقطني او بيهقي) له نساجي څخه موخه جامې او هغه جامې چې د سوداګرۍ لپاره وي ده.

ابو عبيد له ابو عمره ابن حماس او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي چې ويل يې:

«مرّ بي عمر بن الخطاب، فقال: يا حماس، أدّ زكاة مالك، فقلت: ما لي مال إلاّ جعاب، وأدم. فقال: قوّمها قيمة، ثمّ أدّ زكاتها»...»

ژباړه: عمر ابن خطاب رضی الله تعالی عنه زما تر څنګ تېر شو او راته ويې ويل: اې حماسه!، د خپلو پيسو زکات ورکړه. ما وويل: زه پيسې نه لرم پرته له دغه يوه بکس او د بکس له پوښ څخه. راته ويې ويل: د هغو قيمت وسنجوه او د ارزښت له مخې يې زکات ورکړه.

هيله لرم چې خپل ځواب به مو موندلی وي. الله سبحانه و تعالی په هر څه پوه او د حکمت څښتن ذات دی.

ستاسې ورور عطا ابن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې