دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بربنډو فلمونو د کتلو په اړه د پوښتنې ځواب او پر حزب التحریر لګول شوی تهمت  عمر داراګمه ته!
بسم الله الرحمن الرحيم
د بربنډو فلمونو د کتلو په اړه د پوښتنې ځواب او پر حزب التحریر لګول شوی تهمت عمر داراګمه ته!

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زموږ قدرمن شیخ صاحب:

زه هیله من یم چې تاسې به زموږ د شیخ په توګه ګڼو هغو تهمتونو ته ځواب ورکړی وي چې پر حزب التحریر لګېدلي دي. له دې جملې څخه یوه موضوع چې ډېره پ هغه د بربنډو فلمونو کتل دي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

د بربنډو فلمونو د موضوع په اړه زموږ موقف خورا څرګند او واضح دی. موږ دې ته په خورا وضاحت سره

ځواب ورکړی دی او زموږ په رسمي پاڼه کې یې ځواب شته چې په دې ډول دی:

«د بربنډو فلمونو د کتلو په اړه؛ دا یو ناروا عمل دی، دې ته له پام پرته چې دا انځورونه دي او حقیقي وجود نه دی. دا د هغې شرعي قاعدې له مخې چې پکې راغلي "الوسيلة إلى الحرام حرام" ژباړه: هر هغه عمل چې د حرامو لپاره وسیله ګرځي، خپله حرام دی. په دې قضیه کې حتمي نه ده چې وسیله دې خامخا په یقیني ډول د حرامو لامل وګرځي، بلکې یو وړوکی حدس هم په دې برخه کې کفایت کوي.

دا ډول فلمونه په غالب ډول حرامو ته لار برابروي او له همدې امله مخکینۍ یاده شوې قاعده پرې د تطبیق وړ ده. په همدې دلیل د دې ډول فلمونو کتل یا ساتل ناروا کار دي.

په دې اړه چې د حزب التحریر وروڼه او خویندي باید د هغو مسلمانانو سره چې دغه ډول فلمونه ګوري څه ډول چلند وکړي: په خواشینۍ سره هغوی چې معمولاً دغه ډول فلمونه ګوري د خپلو شهواني خواهشاتو په لومه کې لوېدلي وي. له همدې امله د دې ډول کسانو نیکې لارې ته رابلل او له دغه ډول ناروا کار څخه یې راګرځول بې ګټې وي، پرته له هغو کسانو څخه چې د الله سبحانه تعالی رحمت پرې وشي. خو له دې سره سره باید زموږ وروڼه او خویندې په دې اړه له قوي امر بالمعروف او غوره حکمت څخه کار واخلي. ممکن هغه چا چې دا پوښتنه کړې د خپل کوم نږدې ملګري په اړه تشویش ورته پیدا شوی وي، چې په دې ډول کار روږدی شوی دی. که داسې وي، دی یې باید نېکې لارې ته دعوت کړي، له منکر څخه يې منعه کړي او له مناسب حکمت څخه کار واخلي، ترڅو الله سبحانه تعالی هدایت ورته وکړي او ده ته په دې کار سره اجر ورکړ شي، که د الله سبحانه تعالی خوښه شي.

اوسمهال مسلمانان د خلافت د نه شتون له امله له ګڼو بدبختیو سره لاس او ګریوان دي. د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي، که یې بوختیاوې په مباح چارو کې هم وي. نو دا به بیا څومره بده وي چې یو مسلمان خپل وخت د داسې ناروا کار په ترسره کولو تېر کړي، چې الله سبحانه تعالی منعه کړی دی. زما وروڼو! دا پر تاسې لازمه ده چې مسلمانان د غوره اعمالو ترسره کولو ته په مسلسل ډول، خو په حکمت سره را دعوت کړئ، ترڅو د دوی وخت د نېکو اعمالو، جدي کار او د خلافت بیا تاسیس په لار کې  په هڅو کولو کې تېر شي او امت له اوسنیو مصیبتونو او کړاوونو څخه وژغوري.» پای

د هغو کسانو په اړه چې تهمتونه لګوي، دوی په اصل کې د هغو کسانو له ډلې څخه نه دي چې په حق پسې ګرځي. که چېرې دوی حق لټولای، دوی به زموږ کتابونو یا رسمي پاڼو ته مراجعه کړې وای او همالته به یې واقعیت موندلی وای. دوی خپله سپېڅلي خلک نه دي او سپېڅلي خلک هغوی دي چې یوازې له الله سبحانه تعالی سره مینه لري او د زړه له کومي اخرت ته پر دې دنیا ترجیح ورکوي.

هغه کسان چې تهمتونه تړي، د داسې کتابونو حواله ورکوي چې په موږ پورې هیڅ اړه نه لري. دوی د هغې کبیره ګناه په اړه ناخبره دي چې د دې ډول تهمت په تړلو سره یې مرتکب کېږي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُون [یونس: ۶۹]

ژباړه: «بېشکه هغه کسان چې پر الله سبحانه تعالی له ځانه تورونه تړي، نه شي بریالي کېدای.»

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: سلطان ولید

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې