جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا د سرو زرو پر هغو ګاڼو زکات شته، چې د سپما په موخه ساتل شوي وي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا د سرو زرو پر هغو ګاڼو زکات شته، چې د سپما په موخه ساتل شوي وي؟

لیوای سبېح ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم زموږ قدرمن امیر صاحب!

ایا د سرو زرو پر هغو ګاڼو زکات شته چې د سپما په موخه ساتل شوي وي ؟ جزاک الله خیر! الله سبحانه وتعالی دې ستاسې په لاسونو دغه دعوت ته بری ور په برخه کړي...

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

۱. ګاڼې یا زیورات هغه څه دي چې یوه ښځه يې د ځان ښایسته کولو په موخه کاروي. له سرو یا سپینو زرو جوړ شوي توکي پر مړوندونو، غاړې، غوږونو او د بدن پر نورو برخو ځړوي، ترڅو ځان پرې سینګار کړي.

د ګاڼو زکات نشته، هغه که د سرو او سپینو زرو او یا هم نورو قیمتي غمیو لکه مرغلرو، یاقوتو، زمرودو او نورو ارزښتناکو ډبرو څخه جوړ شوي وي. که ګاڼې زیاتې وي یا کمې؛ که ټاکل شوي نصاب ته رسېدلي وي او یا تر هغه هم زیاتې وي، بیا هم پر دې ټولو شیانو باندې هېڅ ډول زکات نشته، ځکه دا د اغوستلو توکي دي، دا شیان یوه ښځه د سینګار او ښکلا لپاره کاروي.

اللیث بن سعد له ابي الزبیر او هغه له جابر رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ليس في الحليّ زكاة» ژباړه: پر زیوراتو زکات نه شته. ابن قدامه دا حدیث په المغني کې را اخیستی دی.

ابو عبید له عمرو ابن دینار څخه روایت کوي، دی وایي:«له جابر بن عبدالله څخه پوښتنه وشوه چې ایا د ګاڼو زکاته شته. هغه وویل، "نه". دوی ورته وويل که تر ۱۰زرو هم واوړي؟ ده ورته وویل، "هو".»

عبدالله ابن القاسم له خپل پلار څخه روایت کوي چې وایي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې حضرت عایشه رضی الله عنها سره په کور کې د دې یتیمې خورزې اوسېدلې، دې به په زیوراتو سینګارولې، هغې (رضی الله عنها) به د دغو زیوراتو زکات نه ورکاوه.» (دا حدیث امام مالک په الموطا کې روایت کړی دی)

د عمرو ابن شعیب په حدیث کې متن په دې ډول راغلی دی: «یوه ښځه چې لور يې هم ورسره وه او د سرو زرو دوه بنګړي یې په لاس وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «هل تعطين زكاة هذا؟» ژباړه: ایا د دې زکات ادا کوې؟ هغې ورته وویل: "نه" رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أيسرُّك أن يُسوِّرك الله بهما بسوارين من نار»

. ژباړه: ایا ستا دا خوښه ده چې الله سبحانه تعالی د دې پر ځای د اور بنګړي در په لاس کړي؟ ابو عبید د دغه حدیث په اړه وايي: «موږ یوازې دومره پوهېږو چې دا حدیث فقط یو ځلې روایت شوی دی، چې د روایت په سلسله کې یې خلکو هم اوس او هم په تېر وخت کې بحث کړی دی.» الترمذي وايي: «هیڅ شی تر دې عنوان لاندې نه راځي.»

هغوی چې په دې اند دي چې د ګاڼو زکات نشته عبارت دي له: ابن عمر، جابر، انس، عایشه، اسما، القاسم، الشعبي، قتاده، محمد بن علي، مالک، الشافعي، احمد، ابو عبید، اسحاق او ابو ثور څخه.

دا و د ګاڼو په اړه، هغه څه چې ښځې يې د سینګار په توګه کاروي، البته که د سوداګرۍ لپاره وي، نو د هغو ګاڼو زکات باید ادا شي چې د سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي.

۲. خو که چېرې ګاڼې نه د سینګار او نه هم د سوداګرۍ لپاره ساتل شوي وي، او پرته له اړتیا څخه د سپما په موخه ايښودل شوي وي، دا بیا په کنز (ذخیره کولو) کې راځي. دا کار حرام دی که څه هم زکات یې ورکول کېږي.

د مال د ذخیره کولو د مانا په اړه الله سبحانه تعالی فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ * يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ﴾ (التوبه ۳۴-۳۵)

ژباړه: هغه کسان چې سره او سپین زر ذخیره کوي او د الله په لار کې یې نه صدقه کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه. یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره ددې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي. دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره ذخیره کړي وو، نو خوند وڅکئ د هغه څه چې  تاسې ذخیره کړي وو.

امام احمد په یوه صحیح روایت کې له ابي امامه څخه روایت کړي دي چې وايي: «د اهل صفه له ډلې څخه یو نفر وفات شو، د هغه په جامو کې یو دینار وموندل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَيَّة» ژباړه: «دی به وسوځل شي» بیا وایي: یو بل نفر هم وفات شو او د هغه په جامو کې دوه دیناره وموندل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَيَّتَان» ژباړه: «‌دی به دوه ځله وسوځي»

الطبري هم د روایت له ورته سلسلې سره همدا حدیث له ابي امامه الباهلي څخه روایت کړی دی. دا شواهد په څرګنده د سرو او سپینو زرو له ذخیره کولو څخه مسلمانان منعه کوي، که څه هم دوه دیناره او حتی یو دینار وي؛ تر هغو چې دا پیسې له کوم هدف څخه پرته ذخیره شوي وي.

سربېره پر دې، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د دغو دوو کسانو په اړه ځکه وکړله چې دغو کسانو د صدقاتو له لارې خپل ژوند تامیناوه، خو بیا یې هم سره زر ساتلي وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كية» یو ځلې سوځل «كيتان» :دوه ځلې سوځل. دا د الله تعالی د دغې ارشاد له مخې:

﴿يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ [التوبة :۳۵]

ژباړه: یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دغو خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي.

دا ایت د کنز یا ذخیره کولو په اړه دی. دا د ذخیره کولو د حرمت په اړه څرګند دلیل دی، که سپما د زکات نصاب ته رسېدلی وي یا نه، زکات یې ادا شوی وي یا نه ـ په هر حالت کې د سپما ټول ډولونه حرام دي.

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې