یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له سود خوړونکي کارمشر څخه د معاش اخیستلو حکم
بسم الله الرحمن الرحيم
له سود خوړونکي کارمشر څخه د معاش اخیستلو حکم

پوښتنه

السلام‌علیکم‌ورحمت‌‌الله‌وبرکاته!

د یو ورور پوښتنې زه له ستونزو سره مخ کړم او ما دا غوره وبلله چې هغه دلته مطرح کړم. که څه هم هڅه مې وکړه چې هغه ته یې واضحه کړم، خو هغه قناعت ونه کړ.

پوښتنه د عمومي دندې په اړه ده چې د پانګوالۍ په نظام کې ترسره کېږي، هغه نظام چې ډېره برخه او یا یې لږ اقتصاد د سود پر بنسټ دی؛ د دې مسلې په درک سره هغه دولتونه چې د دندې په مقابل کې معاش ورکوي،  دغه مال او یا د هغه یوه برخه د اجنبي دولتونو له سودي پورونو او یا د پیسو د نړیوال صندوق له لوري ورکول کېږي.

پوښتنه دا ده چې ایا موږ مامورینو د دندې په مقابل کې سودي پیسې تر لاسه کړې؟ که ځواب هو وي، نو له دې پدیدې څخه د خلاصون لاره څه ده او ایا بې دندې ژوند ته دوام ورکولی شو؟

تر هر څه وړاندې له تاسو نه مننه او الله سبحانه وتعالی دې د دغو ځوابونو په مقابل کې خیر درکړي. ستاسو ورور عمار له تونس څخه.

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

د هغه معاش په اړه چې یو مامور او یا یې کارمند د دندې په مقابل کې تر لاسه کوي، حکم یې په هغه کار پورې اړه لري چې هغه یې ترسره کوي. که یو تن حرام کار ترسره کوي، د بېلګې په توګه: دا شخص په مخابراتو او یا داسې ځای کې دنده ترسره کوي چې هغه اداره د مسلمانانو او دعوت کوونکو د ځورولو لپاره فعالیت کوي، په دغه کار کې یې معاش حرام دی. ځکه دغه کس له حرام عمل څخه معاش تر لاسه کوي.

په هغه صورت کې چې د کارمند کار مباح وي، د بېلګې په توګه: یو شخص د ښوونکي، انجینیر او یا ډاکتر په توګه په دولتي ادارو او روغتونونو کې کار کوي، په داسې کارونو کې مامور ته معاش اخیستل جایز دي. په دې برخه کې که مال سودي وي یا غیر سودي، جایز وي او یا غیر جایز د کارمند د معاش په اړه کومه ستونزه نه رامنځته کوي. که چېرته کارمند د دغه ګډ کار له لارې معاش تر لاسه کړي، یعنې حلال او حرام، جایز دي. باید یادونه وشي چې دلته باید د کار حکم ته وکتل شي، که یو کارمند د غلا، غصب او یا له بلې حرام لارې معاش تر لاسه کوي، چې هغه په ذات کې حرامه وي، لکه شراب، د خنځیر غوښه او ورته نور حرام څیزونه چې په ذات کې حرام دي، په دغه صورت کې بیا معاش اخیستل حرام دي.

حرام مال په څو ډوله دی:

حرام باالذات: لکه شراب. د داسې حرامو نه ډالۍ روا ده، نه اجرت او نه پېر او پلور. د شرابو کاروبار او څوک چې هغه پېري او پلوري، دا حرام دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«حُرِّمَتِ الْخَمْرُ بِعَيْنِهَا»

ژباړه: د شرابو ذات حرام دی.

نسایي دغه حدیث روایت کړی دی.

بل ډول یې داسې حرام دي چې د بل تن د حق په دلیل حرام شوي دي. د بېلګې په توګه؛ د غلا او مغصوبه مالونه. دا ډول مال غله او غاصب ته یې حرام دی، نو ډالۍ او اجرت یې هم جایز نه دی. دغه مال کاسب او هغه چاته حرام دی چې تر لاسه کوي یې، ځکه یاد مال یې د څښتن حق دی، هر ځای چې پیدا شي، بیرته یې څښتن ته ورکول کېږي. احمد له سمره څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سُرِقَ مِنَ الرَّجُلِ مَتَاعٌ، أَوْ ضَاعَ لَهُ مَتَاعٌ، فَوَجَدَهُ بِيَدِ رَجُلٍ بِعَيْنِهِ، فَهُوَ أَحَقُّ بِهِ، وَيَرْجِعُ الْمُشْتَرِي عَلَى الْبَائِعِ بِالثَّمَنِ»

ژباړه: کله چې د یو کس څخه مال غلا شو، یا یې مال ضایع شو، وروسته همغه مال له بل کس سره پیدا شو، نو په دغه صورت کې هغه مال خپل اصلي څښتن ته ورکول کېږي. د پیسو او بیې څښتن باید هغه له اصلي پلورونکي څخه واخلي.

دغه حدیث ښکاره نص دی چې غلا شوی مال باید بیرته خپل اصلی څښتن ته ورکړل شي. په همدغه ترتیب، مغصوبه مال باید له غاصب څخه واخیستل شي او څښتن ته یې ورکړل شي. څنګه چې له سمره څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»

ژباړه: چاچې یو څه اخیستي وي، باید بیرته یې ادا کړي.

بل ډول حرام مال هغه دی چې د باطلې معاملې په دلیل حرامېږي. د بېلګې په توګه: سود او قمار. کله چې له کوم کس سره له سود او حلالو څخه ګډ مال وو، د هغه مال سودي برخه کاسب ته حرامه ده؛ خو که کوم کس په حلاله طریقه دغه مال تر لاسه کړي، هغه ته نه حرامېږي. د بېلګې په توګه: که کوم سود خوړونکی مال وپلوري او بیا یې بیه واخلي، یا دا چې یوه مېرمن خپله نفقه له سود خوړونکي څخه واخلي، همدارنګه که سود خوړونکی خپل مال خپلو خپلوانو ته ورکړي او یا بل ډول معاملات ترسره کړي؛ په دغه صورت کې ګنهګار سود خوړونکی کس دی. د بیې اخیستونکی، هغه مېرمن چې نفقه اخلي او یا کوم کس مال د ډالۍ په توګه تر لاسه کوي، هغه ته ګناه نشته. ځکه په دغه صورت کې هغه کسان نه ګنهګارېږي چې یاد توکي تر لاسه کوي. په دې اړه څو دلیلونو ته اشاره کوو:

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى﴾

(انعام: ۱۶۴)

ژباړه: د هر کار ترسره کوونکی د خپل کړي عمل مسول دی. د ګنهګار کس ګناهونه پر نورو نه اچول کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې له یهودو سره معامله کوله، په داسې حال کې چې پر دې پوهېده چې د یهودو ډېری مالونه له سود څخه تر لاسه کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيراً* وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ﴾ (نساء: 160)

ژباړه: د هغه ظلم پر اساس چې یهود یان یې مرتکب شوي، د الله سبحانه وتعالی له دین څخه د ډېرو خلکو د منع کېدو له امله، د سود خوړو په دلیل، چې هغه منع شوی و او د ډېرو خلکو مالونه یې په باطله توګه خوړلي دي، هغه څیزونه چې پاک او حلال وو، هغوی ته حرام شوي دي.

یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم د یهودیانو هدیه منله، څنګه چې احمد او هغه له ابن عباس څخه روایت کړی چې یوې یهودې مېرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو پسه ورکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پسه هغې مېرمنې ته بیرته ورولېږه او ویې فرمایل:

«مَا حَمَلَكِ عَلَى مَا صَنَعْتِ؟»

ژباړه: کومه څه د دې لامل شوي چې دا کار دې ترسره کړ؟

مېرمنې یې وویل، پر دې پوهېدل غواړم چې که ته نبي وې، الله سبحانه وتعالی به تا پوه کړي او که نبي نه وې، خلک له تانه راحت کړم.

له ځینو اصحابو او تابیعنو څخه په صحیح روایت سره روایت شوی چې هغوی له سود خوړونکي کس څخه ډالۍ اخیستلو ته اجازه ورکړې ده.

۱. ابن مسعود ته یو تن راغی او ورته ویې ویل: زه داسې ګاونډی لرم چې سود خوري او هغه تل ماته بلنه راکوي، ابن مسعود وویل: «هدیه ستا ده او ګنهګار همغه سړی دی.» دغه روایت عبدالرزاق صنعاني په خپل مصنف کې روایت کړی دی.

۲. له حسن څخه پوښتنه وشوه، ایا د هغه صراف ډوډۍ چې سودي او مخلوط معاملات ترسره کوي، وخوړل شي؟ ویې ویل: «قَدْ أَخبرَكُمُ اللَّهُ عَنِ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى، إِنَّهُمْ يَأْكُلُونَ الرِّبَا، وَأَحَلَّ لَكُمْ طَعَامَهُمْ» الله سبحانه وتعالی تاسو خبر کړي یاست چې یهود او نصارا سود خوري، خو الله سبحانه وتعالی د هغوی ډوډۍ تاسو ته حلاله کړې ده. دغه روایت عبدالرزاق صنعاني پخپل مصنف کې له معمر څخه روایت کړی دی.

۳. له منصور څخه روایت شوی چې ویلي یې دي: ابراهیم ته مې وویل، یو تن ته د کار لپاره ورغلم، ویې منلم او د کار اجازه یې راکړه، ویې ویل: ویې منه، ورته ومې ویل، د سود څښتن دی، بیرته یې راته وویل: «اقْبَلْ مَا لَمْ تَأْمُرْهُ أَوْ تُعِنْه» یعنې: ویې منه، ځکه له هغه سره دې مرسته نه ده کړې او امر دې نه دی ورته کړی. دغه روایت عبدالرزاق صنعاني پخپل مصنف کې له معمر څخه روایت کړی دی.

 د پورتنیو دلیلونو پر اساس، غوره دا ده چې له سود اخیستونکي او سود خوړونکي کس سره معامله ونه شي، د هغه لپاره مال ونه پلورل شي او ډالۍ یې ونه منل شي؛ چې په همدغه ترتیب پلورونکی د خپل مال په مقابل کې په سود ککړې پیسې تر لاسه نه کړي. همدارنګه هدیه یې وانه خیستل شي، که هغه له سودي مال څخه وي. په همدغه ترتیب، مسلمانان له هر ډول چټلۍ او ناپاکۍ څخه لېرې پاتې کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېرو مباحاتو څخه ځان لېرې ساته، څو له حرامو لېرې پاتې شي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه وویل:

«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ»

ژباړه: یو بند تر هغه متقي نه بلل کېږي، څو د احتیاط له امله د ځینو مباحو له ترسره کولو ډډه وکړي.

دغه حدیث ترمذي روایت کړی او یلي یې دي چې حسن دی.

لنډه دا چې د یو کس لپاره جایزه ده چې له مخلوط او سودي مال څخه پېر، پلور و کړي او هدیه یې ومني. همدارنګه جایزه ده چې یو تن له سود خوړونکي کس څخه معاش تر لاسه کړي؛ خو غوره دا ده چې له سود خوړونکي کس سره پېر او پلور ونه شي او هدیه یې وانه خیستله شي. همدانګه کار ورسره ونه شي او معاش یې وانه خیستل شي. پر همدغه اساس، هغه کسان چې په عمومي دندو کې کار کوي، له حرج پرته د معاش اخیستل ورته روا دي او په دغه صورت کې کار کوونکی نه ګنهکارېږي؛ بلکې ګناه د کار د څښتن وي. هیله مند یم چې دغه ځواب همدومره بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوهېدونکی، عالم او پخپل کار کې حکمت لرونکی دی.

ستاسو ورور عطاءبن خلیل ابوالرشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې