جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د لمانځه وخت ټاکلو لپاره له نجومي (ستوري پیژندنې) د محاسبو څخه کار اخیستلی شو، خو د روژې او اختر ټاکلو لپاره یې نه شو اخیستلی  ابو العاصم هاشمي ته
بسم الله الرحمن الرحيم
د لمانځه وخت ټاکلو لپاره له نجومي (ستوري پیژندنې) د محاسبو څخه کار اخیستلی شو، خو د روژې او اختر ټاکلو لپاره یې نه شو اخیستلی ابو العاصم هاشمي ته

پوښتنه:

اسلام‌عليکم و رحمت‌الله و برکاته!  زموږ د قدر وړ امیره صاحب! دغه پوښتنه زما په ذهن کې له ډېره وخته ده. هیله لرم چې ستاسو لخوا روښانه شي. د الله تعالی څخه تاسو ته سلامتي او تندرستي غواړم  او الله تعالی دې لويه فتحه ستاسو په نصیب کړي.

ولې موږ د کال په اوږدو کې د ورځې پینځه وخته لمونځ ټاکلو لپاره له نجومي محاسباتو څخه کار اخلو او د اختر او روژې وخت ټاکلو لپاره د نجومي محاسباتو څخه کار نه شو اخستلی؟

ځواب:

موږ دغه ډول پوښتنې ته په 2003/11/25 کې ځواب ورکړئ و، هلته داسې ویل شوي و:

[الله‌تعالی غوښتنه کړې، چې موږ د میاشتې په لیدلو روژه ونیسو او افطار یې وکړو او الله‌تعالی د میاشتې لیدل د روژې نیولو او خوړلو لپاره دلیل کړی دی. «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ». «کله دې چې وليدل روژه ونیسه او کله دې چې وليدل افطار وکړه.» کله چې موږ د رمضان مياشت هلال ووینو روژه نیسو او کله چې د شوال مياشت هلال ووینو افطار کوو یې.

څوک چې د روژې په اړه نصوص ولولي، پوه به شي چې د لمانځه په اړه راغلو نصوصو سره توپير لري، ځکه چې روژه او افطار په لیدلو پورې اړه لري:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ».ژباړه: کله دې چې وليدل روژه ونیسه  او کله  دې چې وليدل  افطار وکړه.

}فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه{ البقره: 185]. ژباړه: نو هر چا چې مياشت وليدله، روژه دې ونیسي. د مياشتې لیدل پرېکړه کوي. مګر د لمانځه نصوص له وخت سره تړاو لري.

{أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ} [الاسرا: 78]. ژباړه: د لمر په پریوتو سره لمونځ قایم کړه.

«إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ فَصَلَّوْا». ژباړه: کله چې لمر له نصف النهار څخه تېر شو لمونځ وکړه. لمونځ په وخت پورې اړه لري، نو په هرې وسیلې چې مو وخت معلوم کړی لمونځ وکړئ. کله چې لمر ته ګورې د نصف النهار (زوال) په حال کې وي یا دې ولیدل چې د هر شي سیوری د هغه په خپله اندازه دی، لکه په هغو احادیثو کې چې د لمانځه د وخت په اړه راغلي، که چیرې دې وخت معلوم کړ، لمونځ صحت لري. که دې داسې و نه کړل، او نجومي محاسبه دې وکړه او پوه شوې چې لمر له نصف النهار څخه تیریږي او یا دې خپل ستاعت ته وکتل، پرته له دې چې بیرون ووځې لمر او یا سیوری وګورې، لمونځ دې صحت لري. یعني د هرې وسیلې په کارولو سره وخت ټاکې. ولې؟ ځکه الله سبحانه و تعالی امر کړی، چې د لمانځه وخت داخل شو لمونځ وکړه او د وخت ټاکلو کړنلاره يې تاته پریښې ده، هغه سبحانه وتعالی نه ده ټاکلې. د روژې په اړه هغه سبحانه وتعالی امر کړی، چې د میاشتې په لیدلو روژه ونیسه او هغه سبحانه وتعالی دلیل هم درته روښانه کړی له دې سره یې تاته ویلي: که وریځو د لیدلو مخه ونیوله او تاسو ونه شوای لیدلی؛ نو روژه مه نیسئ ان که میاشت د وریځو شاته وه او تاسو يې د نجومي محاسبو له مخې پرشتون باوري وئ.

«حَدَّثَنَا آدَمُ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ زِيَادٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ أَوْ قَالَ قَالَ أَبُو الْقَاسِمِ ﷺ صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ» (البخاري)

ژباړه: آدم له محمد بن زیاد څخه روایت کوي، چې هغه له ابوهریرة رضی الله عنه څخه اوریدلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د میاشتې په لیدلو روژه ونیسئ او د شوال میاشت په لیدلو يې پای ته ورسوئ او که آسمان وریځې پوښلی و (او ومو نه شوای لیدالی) د شعبان دیرش ورځې پوره کړئ.

یعني که دې میاشت ونه لیده، نو د شعبان دیرش ورځې پوره کړه.

الله سبحانه وتعالی د ټولو کايناتو خالق دی او هغه سبحانه وتعالی انسان ته هغه څه ورزده کړل، چې انسان پرې نه پوهېده. د ستورو او دقیقو علم د الله تعالی پر انسانانو یوه لورينه ده. خو الله تعالی له موږ څخه غوښتنه نه ده کړې، چې د روژې نیولو لپاره له نجومي محاسبو کار واخلو، بلکې له موږ څخه يې غوښتنه کړي، چې مياشت ووینو، نو موږ د الله سبحانه وتعالی هغسې عبادت کوو، چې څه ډول یې غوښتنه راڅخه کړې، نه هغسې چې هغه سبحانه وتعالی یې غوښتنه نه ده کړې.

د روژې نیولو او خوړلو لپاره يوازینی حکم د مياشتې لیدل دي، نه نجومي محاسبې.

نو په دې اساس وایو، چې د نجومي محاسبو له لارې د روژې نیول او خوړل جایز نه دي، د مياشتې لیدل يوازې د دې لپاره دي چې په نصوصو کې یې ذکر راغلی.

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو الرشته

Facebook page پوښتنې ته د ځواب لینک د امیر له فسبوکپاڼې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې