پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نبیانو او رسولانو عليهم السلام ترمنځ توپیر
بسم الله الرحمن الرحيم
د نبیانو او رسولانو عليهم السلام ترمنځ توپیر

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

د «الشخصية الاسلامية» کتاب د نبیانو او رسولانو بحث لومړۍ برخه ۱۳۰ مخ کې راغلي چې:

«موسی علیه سلام نبي و، ځکه هغه ته شریعت ورکړل شوی و او د دې ترڅنګ رسول هم و، ځکه د هغه شریعت د هغه د خپل رسالت لپاره و. همدارنګه هارون علیه سلام هم نبي و، ځکه هغه ته هم شریعت ورکړل شوی، خو رسول ځکه نه و چې هغه ته ورکړل شریعت د هغه د رسالت لپاره نه و ، بلکې د ده شریعت د موسی علیه سلام د رسالت لپاره و.» 

په «الشخصية الاسلامية»کتاب کې د پورتنۍ خبرې او د قران کریم د لاندې ایتونو ترمنځ ـ چې هارون علیه سلام په ټولو تفسیرونو کې رسول او نبي یاد شوی ـ څنګه ارتباط ټینګ کړو؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولا رَبِّكَ]

ژباړه: «هغه ته ورشئ او ورته ووایئ چې موږ ستا د رب له لوري را استول شوي (رسولان) یو» [طه:۴۷]

[فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ]

ژباړه: «فرعون ته ورشئ او ورته ووایئ چې موږ د کایناتو د رب له لوري را استول شوي (رسولان) یو» [الشعرأ:۱۶]

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته

لومړی: د نبي او رسول ترمنځ د توپیر په اړه د علماوو ترمنځ د نظر اختلاف دی؛ مثلاً:

۱. نبي هغه دی چې یوه دنده (مکلفیت) ورکړل شوی وي، خو د رسولو یا لېږد امر یې نه وي ورته شوی؛ که یې د رسولو امر ورته شوی وي، نو رسول دی. د ابن حجر عسقلاني په کتاب «فتح الباري» (۱۱/۱۱۲) کې راغلي دي: [د نبوت او رسالت اصطلاحات توپېر سره لري؛ د نبوت کلیمه له نبأ څخه اخیستل شوې، چې د «خبر شوي» معنی لري او خبر ګڼل کیږي. نو نبي د عرف له مخې منبأ يا هغه چاته ویل کېږي چې الله سبحانه وتعالی د هغه امر پر بنسټ چې د ده په تکلیف پورې اړوند او ضروري وي، معلومات ورکوي؛ خو که امر ورته شوی وي چې دا معلومات نورو ته ورسوي، نو نبي نه، بلکې رسول ګڼل کېږي. دې په کتو، هر رسول، نبي دی؛ خو هر نبي، رسول نه ګڼل کیږي. نبي او رسول په یوه امر، نبأ (نبوت) کې سره ګډ دي؛ خو په رسالت کې سره بېلېږي. نو که وويل شي چې فلانی رسول، دا ښيي چې هغه نبي او رسول دی او که وويل شي چې فلانی نبي دی، نو دا معنی نه لري چې هغه رسول هم دی...» 

۲. رسول  هغه دی چې د وحې د رسولو لپاره رالېږل شوی وي او یو کتاب هم ولري او نبي هغه دی چې په عمومي توګه د وحې رسولو لپاره رالېږل شوی وي. العیني په «البنایا شرح الهدایه» (۱/۱۱۶)کې وايي: [... د نبي او رسول ترمنځ توپير: رسول هغه دی چې کتاب ولري او د وحې د رسولو لپاره رالېږل شوی وي او پیغمبر هغه دی چې په عمومي توګه د وحې رسولو لپاره استول شوی وي؛ مهمه نه ده چې کتاب لري که نه، لکه یوشع علیه السلام؛ نو د نبي کلیمه د رسول په پرتله ډېره عامه ده. شیخ قوام الدین الترازي په خپله «شرحه» کې بیانوي؛ دی د «النھایة» له لیکوال څخه روایت کوي: رسول هغه نبي دی چې کتاب لري، لکه موسی علیه السلام؛ نبي هغه دی چې د الله په اړه خبر ورکوي او ممکن کتاب ونه لري، لکه یوشع علیه السلام. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «عُلَمَاءُ أُمَّتِي كَأَنْبِيَاءِ بَنِي إِسْرَائِيلَ» ژباړه: (زما د امت علما داسې دي، لکه د بني اسرایلو نبیان.) پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې نه دي ویلي چې (د بني اسرایلو رسولان). شیخ اکمل الدین رحمة الله عليه د دوی پیروي وکړه او د دوی تر منځ یې داسې توپیر رامنځته کړ].

۳. «رسول هغه دی چې شریعت ورکړل شوی وي او تر څنګ یې امر ورته شوی وي چې نورو ته یې ورسوي؛ نبي بیا هغه دی چې د نورو رسولانو شریعت ورکړل شوی وي او د همغه شریعت د رسولو امر ورته شوی وي. رسول هغه چاته وايي چې پر ده د نازل شوي شریعت د رسولو یا لېږد امر ورته شوی وي او نبي هغه دی چې د نورو د شریعت د رسولو یا لېږد امر ورته شوی وي.» دا هغه نظر دی چې موږ یې غوره کوو او د «الشخصية الاسلامية»کتاب د لومړي ټوک د ورډ فایل په 35-38 مخونو کې مو توضیح کړی دی:

[نبیان او رسولان: نبي او رسول دوې مختلفې کلیمې دي؛ خو دا ګډ ټکی لري چې دواړو ته شریعت ورکړل شوی دی. د رسول او نبي توپیر دا دی چې لومړي ته یې د شریعت وحې شوې او د همدغه شریعت د خپرولو امر ورته شوی دی او  دویم یعنې نبي ته هم وحې شوې، خو د رسولانو د شریعت خپرولو او لېږد امر ورته شوی دی. په بل عبارت، رسول ته امر شوی چې خپل شریعت خپور کړي او نبي ته د نورو رسولانو د شریعت خپرولو امر شوی دی. [وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ] ژباړه: «او اې محمده صلي الله عليه وسلم! تر تا وړاندې مو کوم رسول او نه نبي داسې نه دی لېږلی(چې له هغه سره دغه معامله نه وي شوې)». [حج: ۵۲] قاضي بيضاوي د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په تفسیر کې وایي: «رسول د الله سبحانه وتعالی له بیا را ژوندي شوي یا نوي شریعت سره لېږل کیږي او دغه شریعت ته خلک رابولي؛ په داسې حال کې چې نبي د پخواني شریعت د تصدیقولو لپاره رالېږل کېږي.» نو موسی علیه السلام پر خپل رسالت مامور شوی و. د هغه ترڅنګ هارون علیه السلام که څه هم نبي یا پیغمبر و؛ خو رسول ځکه نه و چې شریعت یې د ده علیه السلام نه، بلکې د موسی علیه وسلم د رسالت لپاره و. دغه راز، محمد صلی الله علیه وسلم هم نبي و او هم رسول؛ ځکه چې شریعت ورکړل شوی و او دا شریعت یې د خپل رسالت لپاره و.] د نقل قول پای.

دغه نظر تر ټولو کره او د سموالي احتمال یې ډېر دی. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث د نبي واقعیت او له رسول سره يې توپیر واضح کوي. د بیلګې په توګه له ابو حازم څخه روایت دی، هغه وايي چې: زه پینځه کاله له ابو هریرة سره وم، ما له هغه څخه واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ. قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ؛ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: بني اسراییل نبیانو رهبري کول؛ کله به چې یو نبي وفات شو، بل به یې ځای ونیو. تر ما وروسته پیغمبر نشته، خو خلفاء به وي او هغوی به ډېر وي. ورته وویل شول: موږ ته څه امر کوئ! ویې فرمایل: له لومړي خلیفه سره پر بیعت وفا وکړئ او د خلفاوو حق ادا کړئ. الله سبحانه وتعالی له هغوی څخه د دوی د رعيت د چارو او حال پوښتنه کوي.

له دغه حدیث څخه معلومیږي چې بني اسرایل به نبیانو یا پیغمبرانو رهبري کول او لکه څنګه چې ښکاري او په حدیث شریف کې راغلي دي؛ دا د موسی علیه السلام له شریعت سره سم وو او په پورتني حدیث کې د حکومت کولو د موضوعاتو له اړخه د خلفاوو د کار څرنګوالی د بني اسرایلو د نبیانو له کار سره تشبیه شوی دی. لکه څنګه چې د بني اسرایلو نبیانو د موسی علیه السلام د شریعت له مخې خلک رهبري کول، همداسې خلفاء د محمد صلی الله علیه وسلم د شریعت له مخې مسلمانان رهبري کوي. د دې معنی دا ده چې د بني اسرایلو نبیان له نوي شریعت سره نه و استول شوي، بلکې د موسی علیه السلام د شریعت پیروي يې کوله. دغه حدیث شریف په ډاګه کوي چې نبي هغه دی چې وحې ورته کیږي او خلک هم ترې خبروي، خو خلکو ته نوی شریعت نه وړاندې کوي؛ بلکې د هغه رسول شریعت خپروي چې تر ده وړاندې راغلی و. له دې معلومیږي چې رسول هغه چاته ویل کیږي چې له ځان سره يې نوی شریعت راوړی وي او نور نبیان یې پیروي کوي؛ لکه د موسی علیه السلام او د بني اسرایلو د نبیانو په قضیه کې. پورتنی حدیث د رسول او نبي ترمنځ د توپير واقعیت ښيي.

دویم: د هارون علیه سلام واقعیت:

۱. لکه څنګه پورته مو چې د «الشخصية الاسلامية» کتاب څخه نقل قول کې وویل: [نو موسی علیه السلام پر خپل رسالت مامور شوی و. د هغه ترڅنګ هارون علیه السلام که څه هم نبي و؛ خو رسول ځکه نه و چې شریعت یې د ده علیه السلام نه، بلکې د موسی علیه السلام د رسالت لپاره و. دغه راز، محمد صلی علیه وسلم هم نبي و او هم رسول؛ ځکه چې شریعت ورکړل شوی و او دا شریعت یې د خپل رسالت لپاره و.] نو د هغه تعریف پر بنسټ چې د صحت احتمال یې ډېر دی، موږ پرېکړه کړې چې هارون علیه سلام نبي دی، خو رسول نه. ځکه چې هغه د موسی علیه السلام د شریعت پیروي کوله. شرعي نصوص داسې تصدیق کوي:

۲. د هغو دوو مبارکو ایتونو په اړه چې تاسو په پوښتنه کې ذکر کړي؛ په ځینو تفسیرونو کې د هغو تفسیر ګورو:

الف- [تفسیر النسفی (۲/۲۹۷، الشامله پخپله شمېره ورکړې):

[فَأْتِيَاهُ] «فرعون ته ورشئ» [فَقُولا إِنَّا رَسُولاَ رَبّكَ]  «ورته ووایئ، موږ ستا د رب له لوري استول شوي (رسولان) یو» دوی ورغلل او پیغام یې ور ورساوه او هغه څه یې ورته وویل، چې امر یې ورته شوی و.

[قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يا موسى] «هغه وویل، اې موسی ستاسو (دواړو) رب څوک دی؟» دوی یې مخاطب کړل، وروسته یې له دوی څخه یو راوباله، ځکه چې د نبوت اصل موسی علیه السلام و او هارون علیه السلام یې پیروي کوله...]  

په تفسیر النسفي کې دا هم راځي (۲/ ۴۶۴، الشامله پخپله شمېره ورکړې):

[فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ] «فرعون ته ورشئ او ورته ووایئ، موږ د ټولو کایناتو د رب له لوري استول شوي (رسولان) یو» په دغه ایت کې رسول د اصطلاح په حيث د دواړو لپاره نه دی کارول شوی: [إِنَّا رَسُولاَ رَبّكَ] «په حقیقت کې، موږ ستا د رب له لوري استول شوي (رسولان) یو» ځکه چې رسول د «لېږل شوي» معنی هم ورکوي او د «پیغام» هم. نو ځینې وخت د هغه چا معنی ورکوي چې لېږل کېږي، نو اړتیا نشته چې په تثنیه بڼه راشي. دلته یې معنی «پیغام» دی، نو دا د یوه، دوو او جمع په وصف کې مساوي دی. یا دا چې دوی د یوه رسول پشان په شریعت کې سره متحد او همغږي دي. یا زه غواړم له موږ دواړو هر یو [أَنْ أَرْسِلْ] «چې ولېږم» نو د رسول په معنی کې د لېږلو معنی راځي او د دغې خبرې معنی هم پکې ده چې [مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ]  «له موږ سره بني اسرایل دي». د هغه موخه دا ده چې دوی پرېږدئ چې له موږ سره فلسطین ته لاړ شي او هغه د دوی استوګنځی و. دوی د ده تر دروازې راغلل، خو تر یوه کال پورې اجازه ورنه کړل شوه، تر هغې چې د دروازې ساتونکي وویل: دلته یو کس دی او ادعا کوي چې د کایناتو د رب له لوري استول شوی (رسول) دی. هغه وویل: را پرې یې ږدئ چې پرې وخاندو. په دې توګه دوی پیغام (رسالت) ورکړ او فرعون موسی علیه السلام وپیژانده ...]

ب- [تفسیر قرطبي ۱۳/۹۳):

د الله سبحانه وتعالی دا قول: [فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ] «فرعون ته ورشئ او ورته ووایئ، موږ د کایناتو د رب له لوري استول شوي (رسولان) یو» ابوعبیده وویل: رسول د پیغام (رسالت) او له هغه څخه د قدردانۍ په معنی دی. له موږ سره د کایناتو د رب پیغام دی. ابوعبیده ويلي: رسول د دواړو جوړه (دوو) او جمع معنی ورکوي. عربان وایي: «هذا رسولي ووكيلي، وهذان رسولي ووكيلي، وهؤلاء رسولي ووكيلي.» یعنې دا زما رسول او وکیل دی او دا دوه زما رسولان او وکیلان دي او دوی ټول زما رسولان او وکیلان دی. دا ډول الله سبحانه و تعالی فرمايي: [فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِي] «نو دوی زما دښمنان دي». او وویل شول: د دې معنی دا ده چې له موږ څخه هر یو د کایناتو د رب لخوا رسول (استول شوی) دی.]

ج- د دغو دوو ایتونو او نورو هغو ایتونو چې هارون علیه السلام د الإرسال (لیږل شوي) او رسالت (پیغام) له لفظونو سره پکې ذکر شوی و، تر څیړنې وروسته دا ښکاري چې د الإرسال (لیږل شوي) له کلیمې سره د هغه ذکر کول تل له موسی علیه سلام سره وو، یعنې دا چې له هغه څخه پیروي کوي، الله سبحانه وتعالی فرمایي: [ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ] ژباړه: «بیا موږ موسی علیه السلام او د هغه ورور هارون علیه السلام له خپلو نښانو او څرګند دليل سره ولیږل»  [المومنون:۴۵]

[وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَاناً فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءاً يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ]

ژباړه: «او زما ورور هارون له ما څخه د ژبې زیات فصاحت لري، هغه له ما سره د مرستیال په توګه ولیږه، ترڅو هغه ما تاییدکړي، ځکه زه وېریږم چې دوی به ما درواغجن وګڼي.» [القصص:۳۴]

[وَإِذْ نَادَى رَبُّكَ مُوسَى أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ * قَوْمَ فِرْعَوْنَ أَلَا يَتَّقُونَ * قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ * وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ * وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنْبٌ فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ * قَالَ كَلَّا فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا إِنَّا مَعَكُمْ مُسْتَمِعُونَ * فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ * أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيل]

ژباړه: «او دوی ته هغه قصه واوروه چې کله ستا رب موسی علیه سلام ته وویل چې: هغه ظالم قوم ته ورشه.* د فرعون قوم ته. ایا دوی له الله څخه نه وېریږي؟ * هغه وویل: اې زما ربه! زه ویریږم چې هغوی به ما درواغجن وګڼي. *زما سینه تنګېږي او ژبه مې بندیږي. ته هارون علیه سلام ته رسالت ولیږه. *او پر ما باندې د دوی لخوا د یو جرم تور هم شته، له همدې امله زه وېریږم چې دوی به ما ووژني. * الله سبحانه وتعالی وفرمایل: تاسو دواړه زما له نښانو سره ورشئ، په حقیقت کې زه له تاسو سره یم او ستاسو هر څه اورم. * فرعون ته ورشئ او هغه ته ووایئ چې موږ د کایناتو رب د دې لپاره رالیږلي یو چې * ته بني اسرایل پرېږدې چې له موږ سره لاړ شي». [الشعرا:۱۰-۱۷]

[اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي * اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى * فَقُولَا لَهُ قَوْلاً لَيِّناً لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى * قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى * قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى * فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى * إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى]

ژباړه: «ته او ستا ورور زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په یادولو کې لټي مه کوئ*. تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، ځکه هغه سرکښه شوی دی. *له هغه سره په نرمۍ خبرې وکړئ، ښایي چې هغه نصیحت ومني او له الله سبحانه وتعالی څخه وویریږي. *دواړو وویل: اې زموږ ربه! موږ وېرېږو چې هغه به پر موږ ظلم وکړي او یا به لا ډېره سرکښي وکړي. * الله سبحانه وتعالی وفرمایل: مه وېرېږئ، زه له تاسو سره یم او هر څه وینم او اورم* هغه ته ورشئ او ورته ووایئ چې موږ ستا د رب لخو استول شوي یو، بني اسرایل له موږ سره تللو ته پرېږده او هغوی مه ځوروه. موږ تاته ستا د رب له نښانو سره راغلي یو او د هغه چا لپاره سلامتي ده، څوک چې له سمې لارې (هدایت) څخه پیروي کوي. * په حقیقت کې دا موږ ته وحې شوې ده چې د هغه کس لپاره سخت عذاب دی چې دا پیغام درواغ وګڼي او مخ ترې واړوي». [الطه: ۴۲-۴۸]

له پورتنیو ټولو نصوصو څخه ښکاري چې هارون علیه السلام د پیغام (رسالت) په وصف کې یوازې نه و؛ بلکې وصف د موسی او د هغه، دواړو علیهما السلام په اړه و. د دې معنی دا ده چې هارون علیه السلام د پیغام (رسالت) په وصف کې خپلواک نه و او نه دا وصف یوازې په ده پورې منحصر و.

د- خو کله چې هارون علیه السلام په قران کریم کې یوازې او په وصف کې خپلواک ذکر کیږي؛ رسول نه، بلکې نبي ورته ویل شوي او دا هغه وخت دی چې قران موسی علیه السلام ته د رسول او پیغمبر دواړو وصف تایید کړ؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصاً وَكَانَ رَسُولاً نَبِيّاً * وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيّاً * وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيّاً]

ژباړه: «او په دغه کتاب کې د موسی علیه السلام یادونه وکړه. په حقیقت کې هغه غوره شوی و او هغه رسول او نبي و* او موږ پر هغه د طور غره له ښي اړخ څخه غږ وکړ او رانیژدې مو کړ او ډاډ مو ورکړ* او په خپله مهربانۍ مو د هغه ورور هارون نبي کړ او هغه ته مو د مرستیال په توګه ورکړ» [مریم: ۵۱-۵۳]

هغه د موسی علیه السلام په اړه وویل: [رَسُولًا نَّبِيًّا] «او هغه رسول او نبي و» [مریم:۵۱] تر دې وروسته د هارون علیه السلام لپاره قران کریم د رسالت وصف نه ثابتوي، خو نبوت يې ثابتوي: [أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيّاً]  «د هغه ورور هارون د نبي په توګه.» [مریم:۵۳]. دا له موږ سره د دې مسلې په پوهېدو کې مرسته کوي چې موسی علیه السلام رسول او نبي دی، ځکه چې هغه ته نوی شریعت ورکړل شوی او د خپرولو او رسولو امر یې ورته شوی و. او هارون علیه السلام یوازې نبي دی، ځکه چې هغه د موسی علیه السلام پیروي کوله او امر ورته شوی و چې د کوم خپلواک او نوي شریعت له لرلو پرته د موسی علیه السلام پیغام او شریعت خپور کړي. د ابن کثیر په تفسیر کې د یادو ایتونو په اړه لاندې توضیحات راغلي دي:

[ابن کثیر تفسیر ۵/۲۳۷]:

... کله چې الله سبحانه وتعالی ابراهیم الخلیل یاد کړ او د هغه ستاینه یې وکړه، نو الکلیم یې یاد کړ او ویې فرمایل:

[وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصاً]

ژباړه: «او په دغه کتاب کې د موسی (علیه السلام) یادونه وکړه. په حقیقت کې هغه غوره شوی» [مریم:۵۱]

[وَكَانَ رَسُولا نَبِيّاً]

ژباړه: «او هغه رسول او پیغمبر و» [مریم:۵۱]

د ده لپاره دواړه صفتونه یوځای راغلي، ځکه چې دی له پینځو اولي العزم رسولانو څخه و. اولي العزم رسولان دا دي: نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او محمد صلوات الله وسلامه عليهم وعلى سائر الأنبياء أجمعين. او دا قول چې:

[وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيّاً] ژباړه: «او په خپله مهربانۍ مو د هغه ورور، هارون پیغمبر کړ او هغه ته مو د مرستیال په توګه ورکړ» [مریم:۵۳] یعنې: موږ د هغه غوښتنه او د خپل ورور په اړه د هغه شفاعت ومانه او په دې ډول مو هغه نبي کړ، لکه په نورو ایتونو کې چې راځي:

[وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَاناً فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءاً يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ]

ژباړه: «او زما ورور هارون علیه سلام له ما څخه د ژبې زیات فصاحت لري، هغه زما سره د مرستیال په توګه ولیږه، ترڅو هغه ما تایید کړي، ځکه زه ویریږم چې دوی به ما درواغجن وګڼي.» [القصص:۳۴]

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى]

ژباړه: « اې موسی، څه دې چې غوښتل، درکړل شول» [الطه:۳۶]

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ * وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنْبٌ فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ]

ژباړه: «ته هارون ته رسالت ولېږه. *او پر ما باندې د دوی لخوا د یوه جرم تور هم شته، له همدې امله زه وېرېږم چې دوی به ما ووژني.» [الشعرأ:۱۳-۱۴]

له همدې امله ځينو مخکینیو (سلفو) ویلي چې: په دې دنیا کې هېچا ته هم دومره لوی شفاعت نه دی ورکړل شوی، لکه د هارون علیه السلام لپاره د موسی علیه السلام شفاعت؛ چې هغه نبي شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: [وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيّاً] «او په خپله مهربانۍ مو د هغه ورور، هارون پیغمبر کړ او هغه ته مو د مرستیال په توګه ورکړ» [مریم:۵۳] ابن جریر وایې: یعقوب موږ ته وویل چې، ابن علیه موږ ته له داوود او هغه له عکرمه څخه روایت کړی، چې هغه ويلي: ابن عباس رضی الله عنه وویل چې: د هغه قول [وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيّاً] «او په خپله مهربانۍ مو د هغه ورور، هارون پیغمبر کړ او هغه ته مو د مرستیال په توګه ورکړ» [مریم:۵۳] هغه وویل: هارون علیه السلام تر موسی علیه السلام مشر و، خو هغه ته يې نبوت ورکړی و.]

۳. له پورته خبرو دا روښانه کېږي چې د نبي او رسول لپاره زموږ د تبني او غوره شوي تعریف له مخې موسی علیه السلام نبي دی، ځکه چې شریعت ورکړل شوی او د هغه د رسولو امر هم ورته شوی؛ دغه راز رسول هم دی، ځکه چې یو ځانګړی شریعت ورته ورکړل شوی و. هارون علیه السلام یوازې نبي دی، ځکه چې شریعت ورکړل شوی و؛ خو رسول نه دی، ځکه هغه شریعت چې ده ته ورکړل شوی چې خلکو ته یې ورسوي، په ده پورې ځانګړی نه و، بلکې هغه د ده د ورور موسی علیه السلام لپاره ځانګړی شوی شریعت و.

زموږ له انده همدغه نظر سم دی او موږ تبني کړی؛ الله سبحانه وتعالی پر هر څه تر ټولو ښه پوهېږي او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور عطاء بن خليل أبو الرشتة

۱۲مه ۱۴۴۴ هجري کال، د شوال

د ۲۰۲۳ م کال، د مې، ۲مه

Last modified onجمعه, 23 جون 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې