جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چا چې د کفر په حالت کې نېک عملونه کړي وي؛ تر اسلام راوړلو وروسته یې ثواب ورکول کېږي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
چا چې د کفر په حالت کې نېک عملونه کړي وي؛ تر اسلام راوړلو وروسته یې ثواب ورکول کېږي؟

(ژباړه)

پوښتنه: السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

محترم شیخ صاحب! زه یوه پوښتنه لرم: پر دې پوهېږو چې یو کافر مسلمان شي، ګناهونه یې پاکېږي او بښل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده چې د هغو نېکو عملونو پایله به څنګه کېږي، چې د کفر په حالت کې یې کړي؟ که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کیسې شرحه په پام کې ونیسو، چې له حکیم ابن حزام څخه روایت شوې ده: اې رسول الله! د هغو نېکو عملونو اجر او بدله به څنګه کېږي، چې د جاهلیت په وخت کې مې کړي؛ لکه صدقه، د غلام ازادول او صله‌رحم پالل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ». د دغه حدیث سم مفهوم څه شی دی؟ الله سبحانه وتعالی خو دې تاسو ته اجر درکړي!

ځواب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

تاسو د هغه مبارک حدیث په اړه پوښتنه کړې، چې بخاري او مسلم په صحیحین کې او نورو محدثینو له حکیم ابن حزام رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې ویلي یې دي: اې رسول الله! د هغو نېکو عملونو اجر او بدله به څنګه کېږي، چې په جاهلیت کې مې کړي؛ لکه صدقه، د غلام ازادول او صله‌رحم پالل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ»

ژباړه: د خپلې نېکې ماضي په سبب دې مسلمان شوې.

کوم مطلب چې ستاسو له خبرې څخه اخیستل کېږي او تاسو سم نه دی واضح کړی، هغه دا دی: د هغو نېکو عملونو پایله به څنګه کېږي، چې یوه کس د کفر په حالت کې کړي وي او وروسته یې اسلام راوړی وي او تر مرګه پر خپل اسلام باندې پاتې شوی وي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی:

لومړی: په دې مسله کې د علماوو او د علم خاوندانو تر منځ اختلاف دی او زه دلته ځینې هغه موارد یادوم چې امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (د صحیح مسلم شرحه) کې د دغه حدیث په اړه یاد کړي او په دقیق او ښه ډول یې تشریح کړي:

«... او د هغه صلی الله علیه وسلم دا خبره: " أَسْلَمْتَ عَلَى مَا أَسْلَفْتَ مِنْ خَيْرٍ" په ځانګړې توګه د دې جملې په معنی کې اختلاف شوی دی:

۱. امام ابو عبدالله المازري رحمه الله ویلي چې د دې خبرې ظاهر د اصولو له غوښتنې سره په ټکر کې دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی ته د کافر تقرب سم نه دی، نو د کافر په غاړه اېښودو کې ثواب نشته دی؛ دا خبره سمه ده چې کافر به مطیع وي، خو الله سبحانه وتعالی ته تقرب نشي کولی. ځکه هغه پر الله سبحانه وتعالی یوازې باور لري او یوازې تر همدغه حده بسنه کوي. همدارنګه هغه په خپلې باورمندۍ د ایمان له چارې سره توافق کړی، نو ځکه مطیع ورته ویل کېږي، چې زموږ په نزد د اطاعت مفهوم له یوې چارې سره د توافق په معنی دی، خو دغه کافر الله سبحانه وتعالی ته تقرب نه دی کړی، ځکه د تقرب شرط ایمان او د الله سبحانه وتعالی پېژندل دي، چې د نېک عمل لامل کېږي. پر همدغه اساس کله چې کافر شخص نېک عمل وکړي، د الله سبحانه وتعالی پر ذات یې ایمان او علم نه دی ترلاسه کړی او له دې موضوع څخه په ثبوت سره ښکاري، چې دغه حدیث توجیه شوی او ښايي یوه معنی یې د نېکو صفتونو ترلاسه کول وي، چې کافر شخص ته دغه نېک صفتونه تر اسلام وروسته ګټه رسوي او دغه صفتونه د نېکو عملونو د ترسره کولو لپاره پیلامه او مرستندوی وي.

د حدیث دویمه معنی دا ده چې په کافر شخص کې د دغو صفتونو شتون د دې لامل کېږي، چې له اسلام وروسته به هم دغه کس په نېک نامه یادېږي. همدارنګه له دغه حدیث څخه درېیمه معنی دا اخیستل کېږي، چې د کفر پر مهال د نېکو عملونو په ترسره کولو سره کېدلی شي، چې له اسلام راوړلو وروسته هم اجر او ثواب زیات شي او ځینې وایي چې کله کافر نېک عملونه ترسره کوي، نو ښايي ګناهونه یې کم شي، نو لرې نه ده چې دغه نېک عملونه دې د دغه کس اجر او ثواب هم زیات کړي؛ دا د المازري رحمه الله خبره ده.

۲. قاضي عیاض رحمه الله وایي: ځینو د حدیث معنی داسې تعبیر کړې، چې الله سبحانه وتعالی د هغو نېکو عملونو په برکت چې یوه کافر کړي دي، هغخ ته هدایت کوي او یا د کار په لومړیو کې خیر ورڅخه ظاهروي؛ همدا پخپله د اخرت نېکمرغي او د ښې پایلې دلیل او نښه ده. دا د قاضي عیاض خبره ده.

۳. د ابن بطال او نورو څېړونکو نظر دا دی، چې دغه حدیث د خپل ظاهر په معنی دی او مفهوم یې داسې دی: کله چې یو کافر، مسلمان او په اسلام کې وفات شي؛ د هغو نېکو عملونو بدله ورکول کېږي، چې په کفر کې يې کړي دي. دا علما د ابوسعید خدري رضی الله عنه پر حدیث استناد کوي، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی:

«إِذَا أَسْلَمَ الْكَافِرُ فَحَسُنَ إِسْلَامُهُ كَتَبَ اللَّهُ تَعَالَى لَهُ كُلَّ حَسَنَةٍ زَلَفَهَا وَمَحَا عَنْهُ كُلَّ سَيِّئَةٍ زَلَفَهَا وَكَانَ عَمَلُهُ بَعْدُ الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَالسَّيِّئَةُ بِمِثْلِهَا إِلَّا أَنْ يَتَجَاوَزَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

دار قطني بیا دغه حدیث د امام مالک رحمه الله له غریبو احادیثو څخه یاد کړی دی. ابن بطال رحمه الله د دغه حدیث تر یادولو وروسته وایي، دا الله تعالی دی چې د هر بنده لپاره وغواړي، فضیلت ورکوي او هېڅوک پر هغه د نیوکې حق نه لري او نوموړی وایي: دا موضوع د حکیم ابن حزام لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرې په څېر ده، چې فرمایي: «ته د هغه خیر په سبب مسلمان شوې، چې ترسره کړی دې و او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه عالم او حکمت واله دی ...» د شرح نووي د نقل قول پای. 

دویم: هغه حدیث چې ابن بطال پرې استدلال کړی، په دغه حدیث کې هغه څه ور زیات شول، چې صحیح البخاري روایت کړي دي. د بخاري ۴۱ حدیث چې مالک وویل، زید ابن اسلم خبر را کړ، چې ابوسعدی خدري رضی الله عنه ورته وویل، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې اورېدلي دي:

«إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللَّهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها وَكَانَ بَعْدَ ذلكَ القِصاصُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثالِها إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ والسَّيِئَةُ بِمثْلِها إلاَّ أَن يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

د صحیح البخاري په شرحه عمدة القاري کې د دغه حدیث د حکم په اړه داسې راغلي دي: «بخاری دغه حدیث معلق ذکر کړی، خو د دغه کتاب په هېڅ ځای کې یې دغه حدیث متصل نه دی بللی؛ بخاري، مالک نه دی لیدلی؛ نو دا حدیث معلق دی. خو دا چې لفظ يې جازم او قطعي دی، نو دا حدیث صحیح دی او کومه نیمګړتیا پکې نشته ده، خو دا چې ابن حزم ويلي: دغه حدیث د صحت له مخې ستونزه لري، ځکه دا حدیث منقطع دی؛ خو داسې نه ده، ځکه دغه حدیث له نورو اړخونو صحیح دی، یعنې هر منقطع حدیث د نیمګړي په معنی نه دی، له همدې امله هر څومره چې پر دغه حدیث له اصطلاحي اړخه د منقطع اطلاق وشي، خو په دغه دلیل چې صحیح دی، نو د متصل حکم لري. ابوذر هروي په ځینو نسخو کې دغه حدیث متصل ښودلی، همدارنګه نسایي له احمد بن المعلي بن یزید څخه، هغه بیا له صفوان بن صالح او هغه له لهولید ابن اسلم او هغه له مالک بن زید بن اسلم څخه دغه حدیث متصل ښودلی دی ... همدارنګه سفیان ابن عیینه له زید ابن اسلم څخه او هغه له عطاء څخه په مرسل ډول دغه حدیث روایت کړی او مالک د مدینې د خلکو حدیث د نورو خلکو له حدیث څخه ښه تفکیک کوي. بزار ویلي دي چې یوازې مالک دغه حدیث متصل ګڼلی دی، ابن بطال ویلي چې بخاري د ابوسعید ځینې احادیث ساقط  کړي او دا همغه مشهور حدیث دی چې د مالک په روایت له "موطا" پرته یې داسې څرګند کړی دی: «إِذا أسلم الْكَافِر فَحسن إِسْلَامه كتب الله لَهُ كل حَسَنَة كَانَ زلفها، ومحى عَنهُ كل سَيِّئَة كَانَ زلفها» او پاتې نورو کسانو دغه حدیث د پورته لفظ په معنی سره یاد کړی دی.»

درېیم: همدارنګه تاسو وینئ چې په دغه حدیث کې زیاتوالی نشته لکه پاس چې د بخاري په حدیث کې یې یادونه وشوه، چې له قطعي نصوصو سره چې له اجر، ثواب، صالح عمل او د ایمان له مسلې سره اړیکه لري او په تکراري ډول له راغلو ایتونو سره ټکر رامنځته کوي:

﴿وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْراً﴾ {الكهف: 88}

ژباړه: هر څوک چې ایمان راوړي او نېک عمل ترسره کړي، هغه ته نېکه بدله ورکول کېږي او زموږ په فرمان کې د هغه لپاره اسانتیاوې دي.

﴿وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ﴾{القصص: 80}

ژباړه: او کومو کسانو چې پوهه درلوده (هغو خلکو ته چې د دنیا په ښکلا مینان وو او عزت یې په زر او زور کې لیده) وویل: افسوس پر تاسو! (دا څه وایئ او نېکمرغي په څه شي کې لټوئ؟) د الله اجر او بدله (چې تل پاتې جنت دی) د هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي وي، غوره او لوړ دي (له دغو شیانو څخه) او دغه (جنت) یوازې د صابرینو لپاره دی.

﴿وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ﴾ {البقرة: 25}

ژباړه: هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي، زېری ورکړه، چې د هغوی لپاره (په جنت کې) داسې باغونه دي چې ترې لاندې به ویالې روانې وي.

﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون﴾ {البقرة 82:}

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي دي، دوی جنتیان دي او په جنت کې به د تل لپاره وي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ﴾ {البقرة: 277}

ژباړه: هو، هغه کسان چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه کوي، لمونځ ادا کوي او زکات ورکوي، د هغوی بدله له رب سره ده.

﴿وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَاللهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ {آل عمران: 57}

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي، هغوی ته الله بشپړ ثواب ورکوي او الله هېڅکله ظالمان نه خوښوي.

له دغو ایتونو ښکاري چې د نېکو عملونو اجر او ثواب ورکول له ایمان راوړلو مخکې نه وي، بلکې وروسته وي.

څلورم: پر همدغه اساس زه غوره ګڼم چې د (كتب الله لَهُ كل حَسَنَة كَانَ زلفها) جملې زیاتوالی رد شي او د صحیح البخاري پر هغه حدیث چې پاس یې یادونه وشه، باید استناد وشي:  

امام مالک وایي چې زید ابن اسلم خبر راکړ، چې ابو سعید خدري ورته ویلي دي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې هغه ویل:

«إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللَّهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها وَكَانَ بَعْدَ ذلكَ القِصاصُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثالِها إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ والسَّيِئَةُ بِمثْلِها إلاَّ أَن يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

یعنې هدف دا دی چې یو کس پر هغه ګناه نه محاسبه کېږي، چې له اسلام وړاندې یې کړې وي، یا غواړو خبره داسې بیان کړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث مطابقت څرګند شي:

«إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» رواه أحمد والطبراني عن عمرو بن العاص.

ژباړه: اسلام مخکیني ګناهونه له منځه وړي.

دغه عبارت د بخاري له دغه حدیث «إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها»

سره موافق دی او د حدیث معنی داسې کېږي چې الله سبحانه وتعالی د جاهلیت د وخت ګناهونه تر اسلام راوړلو وروسته بښي؛ همدارنګه ځینې دلایل شته دي چې له دغه حدیث څخه درې حالتونه مستثنا کوي، داسې چې په دغو درېیو حالتونو نوموړی کس له اسلام څخه مخکې نه، بلکې وروسته هم پوښتل کېږي. همدارنګه موږ په (أجهزة دولة الخلافة، ۱۲۳-۱۲۷) کتاب کې د عقود او معاملاتو تر باب لاندې دغه مطلب واضح کړی او ویلي مو دي چې دا درې حالتونو په دغه حدیث کې نه راځي:

1- کله یې چې د اسلام په مخالفت کې د کړي عمل اغېز دایمي وي.

2- هغه حالت چې قضیه پکې په هغه کس پورې تړاو ولري، چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي دي.

3- هغه حالت چې قضیه د غاصب په لاس کې پر غصب شوي مال پورې تړاو ولري.

د دغو درېیو قضیو تعقیبول چې دایمي او د اسلام خلاف اغېز لري، هغه عمل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړی دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت تر تاسیس وروسته سود له اصلي پانګې څخه بېل کړ او اصلي پانګه یې د مالونو څښتنانو او پور ورکوونکو ته بېرته ورکړه، یعنې د دارالاسلام تر راتګ وروسته یې سود تقسیم کړ او داسې حکم یې وکړ چې پوروړی یې په بېرته ورکولو مکلف نه دی. همدارنګه هغه کسان چې د جاهلیت د قوانینو له مخې یې تر څلورو ډېرې مېرمنې درلودې، مګر د دارالاسلام په رامنځته کېدو سره یې شمېر څلورو مېرمنو ته راټیټ کړ. ترمذي د عبدالله بن عمر له لارې تخریج کړی، چې غیلان بن سلمه ثقفي په داسې حال کې مسلمان شو، چې د جاهلیت په وخت کې یې لس مېرمنې درلودې او ټولې ورسره مسلمانې شوې هم وې:

«فَأَمَرَهُ النَّبِيُّ ﷺ أَنْ يَتَخَيَّرَ أَرْبَعاً مِنْهُنَّ».

ژباړه: رسول‌الله صلی‌الله علیه‌وسلم هغه ته امر وکړ، چې له دغو ښځو څخه یوازې څلور یې غوره کړي.

نو هغه عقد چې له اسلام سره په مخالفت کې دایمي اغېز لري، د خلافت په تاسیس سره دغه اغېز پای ته رسېږي او پای ته رسېدل یې یو واجبي چاره ده؛ د بېلګې په توګه که چېرې یوې مسلمانې ښځې له یوه مسیحي نارینه سره واده کړی وي، د خلافت تر تاسیس وروسته دغه عقد له شرعي احکامو سره سم له منځه ځي.

خو د هغو کسانو د قضیو د تعقیب دلیل چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي وي، دا دی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مکه فتحه کړه، د یو شمېر هغو خلکو وینه تویول یې روا وګڼل، چې د جاهلیت په وخت کې یې اسلام او مسلمانان ځورولي وو او داسې حکم یې وکړ چې که چېرې دغو کسانو د کعبې پر پرده ځانونه راځوړند کړي هم وي، خو بیا هم باید ووژل شي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» یعنې هغه کسان چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي دي، له دغه حدیث څخه مستثنا دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغو کسانو کې ځینو ته یې بښنه هم وکړه؛ لکه عکرمه ابن ابو جهل ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بښنه وکړه. همدارنګه د خلیفه لپاره روا دي چې د دغو کسانو پر ضد قضیه تعقیب کړي او یا هغوی ته بښنه وکړي. دا مسله د هغو کسانو په اړه هم ده، چې مسلمانان ځوروي او پر اسلام تور لګوي، ځکه د «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» حدیث پر دغو کسانو مصداق نه کوي، بلکې دا کسان له دغه حدیث څخه مستثنا دي او د دغو کسانو پر وړاندې د قضیې تعقیبول د خلیفه په نظر پورې تړاو لري.

او د غصب د هغو قضيو څېړلو دليل، چې غصب شوی مال د غاصب په لاس کې وي، هغه حديث دی چې له وائل بن حجر څخه روايت دی، هغه ويلي:

«كُنْتُ عِنْدَ رَسُولُ اللهِ ﷺ فَأَتَاهُ رَجُلاَنِ يَخْتَصِمَانِ فِي أَرْضٍ فَقَالَ أَحَدُهُمَا إِنَّ هَذَا انْتَزَى عَلَى أَرْضِي يَا رَسُولَ اللهِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ وَهُوَ امْرُؤُ الْقَيْسِ بْنُ عَابِسٍ الْكِنْدِيُّ وَخَصْمُهُ رَبِيعَةُ بْنُ عِبْدَانَ قَالَ: بَيِّنَتُكَ، قَالَ: لَيْسَ لِي بَيِّنَةٌ، قَالَ: يَمِينُهُ، قَالَ إِذَنْ يَذْهَبُ بِهَا، قَالَ: لَيْسَ لَكَ إِلاَّ ذَاكَ، قَالَ: فَلَمَّا قَامَ لِيَحْلِفَ قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ مَنِ اقْتَطَعَ أَرْضاً ظَالِماً لَقِيَ اللهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ»

ژباړه: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوا کې وم چې دوه سړي ورته راغلل چې د ځمکې پر سر يې شخړه لرله، يوه يې وويل: اې د الله رسوله! دغه سړي د جاهليت په وخت کې زما ځمکه لاندې کړې ده (ولکه يې پرې کړې ده)، دی (مدعي) امرؤ القيس بن عابس کندي و او مقابل لوری يې ربيعه بن عبدان و، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: بينه (د اثبات دليل) دې څه دی؟ هغه وويل: بينه نه لرم، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: نو دی (ستا مقابل لوری) به قسم کوي، هغه (مدعي) وويل: نو بيا خو ځمکه دی وړي (ګټي)، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته پر ده يوازې همدا (د قسم) حق لرې، راوي وايي: کله چې هغه (مدعي عليه) پورته شو چې قسم وکړي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې په ناحقه سره (د بل چا) ځمکه پرې کړه (ترې ولکه يې کړه)، نو له الله سبحانه و تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي چې هغه پرې غوسه وي.

به دغه حديث کې «انْـتَزَى عَلَى أَرْضِي» معنا دا ده چې: ولکه يې پرې کړې ده، يا غلبه يې پرې کړې ده، يعنې د غصب په توګه يې راڅخه اخيستې ده. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه کس دعوه ومنله، که څه هم د غصب عمل د جاهلیت په وخت کې شوی و، پر همدغه اساس هر هغه څوک چې ځمکه او یا د افرادو ملکیت یا عامه ملکیت او یا هم د دولت ملکیت غصب کړي او عمل یې شرعاً غصب وي، نو په دې برخه کې یې دعوه منل کېږي.

څلورم: لنډه دا چې کله یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، نو له اسلام مخکې ګناهونه یې بښل کېږي، پرته له هغو درېیو حالتونو څخه چې یادونه یې وشوه. دا هغه نظر دی چې زه په ځانګړې توګه په دې مسله کې لومړیتوب ورکوم، الله سبحانه وتعالی له هر چا څخه ډېر عالم او حکمت واله دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې