پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اسلامي خاورو د اوسنیو رژیمونو په پوځونو کې ګډون او غړیتوب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي خاورو د اوسنیو رژیمونو په پوځونو کې ګډون او غړیتوب

(ژباړه)

پوښتنه:

که مو اجازه وي یوه پوښتنه لرم؛ د دغو رژیمونو په پوځونو کې د ګډون او غړیتوب شرعي حکم څه دی؟ ایا یو ځوان ته جايز ده چې د اوسنیو رژیمونو په پوځونو کې کار وکړي او رتبې واخلي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

۱. موږ د ۲۰۱۳م کال د جون په ۸مه د پولیس یا افسر په توګه کار کولو په اړه یو بیان خپور کړی و؛ هلته مو ویلي:

 [أبو يعلى په خپل مسند او ابن حبان په خپل صحیح کې روایت کړی؛ الفاظ د أبو يعلى دي: له ابو سعید او ابو هریره رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَكُونُ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ سُفَهَاءُ يُقَدِّمُونَ شِرَارَ النَّاسِ، وَيَظْهَرُونَ بِخِيَارِهِمْ، وَيُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ مَوَاقِيتِهَا، فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ، فَلَا يَكُونَنَّ عَرِيفاً وَلَا شُرْطِيّاً وَلَا جَابِياً وَلَا خَازِناً».

ژباړه: پر خلکو به داسې زمانه راشي چې احمقان او مستبد حکام به پر تاسې واکمن شي، چې تر ټولو شریر کسان به رامخته کوي، هغوی به د دوی په ټاکنه راڅرګندېږي او لمونځونه له خپل وخت څخه ځنډوي. نو که له تاسو کوم يو په دغه وخت کې و، نو نه دې افسر (د پوليسو مشر) کېږي، نه دې پوليس کېږي، نه دې ماليه راټولونکی او نه هم خزانه‌دار جوړېږي.

په دغه حدیث کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دغو احمقو حکامو تر حاکمیت لاندې دا څلور کاره په مطلق ډول منعه کړي دي.

خو طبراني په المعجم الصغیر او المعجم الاوسط کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه داسې روايت کړی:

«فَمَنْ أَدْرَكَ مِنْكُمْ ذَلِكَ الزَّمَانَ فَلَا يَكُونَنَّ لَهُمْ جَابِياً، وَلَا عَرِيفاً، وَلَا شُرْطِيّاً»

ژباړه: «که له تاسو کوم يو په دغه زمانه کې و، نو نه دې د هغوی ماليه راټولوونکی کېږي، نه دې افسر او نه دې پوليس.»

نو په دغه دوهم حديث کې راځي چې: فَلَا يَكُونَنَّ لَهُمْ «د دوی لپاره دې نه کېږي»

یعنې دا ممنوعیت مقید شوی، ځکه چې «لام» د اختصاص (ځانګړي کولو) لپاره دی؛ دا په دې معنی ده چې په دویم حدیث کې ممنوعیت د دغو حکامو په کار پورې اړه لري؛ لکه د دوی شخصي ساتونکي، د دوی د ساتنې لپاره ځانګړې امنیتي څانګه، د دوی د پیسو ساتونکي او نورې امنیتي څانګې او ادارې چې د حکامو د ساتنې لپاره ځانګړې وي... دا چې د اصولي قواعدو د صراحت له مخې مطلق پر مقيد حمل کېږي، نو په دې توګه دغه ممنوعیت یوازې د پولیسو د هغو ادارو په کار پورې اړه لري چې د حکامو د ساتنې او امنیت برخې ته ځاګړې وي. د پولیسو په نورو ادارو کې کار جواز لري. البته دا جواز پر خلکو د ظلم او له خپلو حقونو څخه د هغوی د محرومولو په معنی نه دی، بلکې په کار کې د حق لپاره د کوښښ په معنی دی.]

په دغه حدیث کې چې د شرطي (پولیس) کلیمه ذکر شوې، د ابن منظور په لسان العرب کې یې په اړه داسې ویل شوي:

«فلاني دغه يا هغه کار ته ځان شرط کړ، يعنې ځان يې ورته څرګند کړ او تياری يې ورته ونيوه. شُرَط هم له دې څخه اخيستل شوی، ځکه دوی (پوليس) ځان ته داسې علامې غوره کوي چې يو څوک پرې د پوليس په حيث پېژندل کېږي.... او شرطة په واکمنۍ کې ځانګړې نښې او چمتووالي ته ويل کېږي، له دې څخه شرطي (پوليس) سړی دی چې شرطة ته منسوب دی او جمع يې شرط کېږي، دوی ته ځکه شُرَط (پوليس) ويل کېږي چې دوی په لباس او هيئت کې ځانګړې نښې لري چې په هغو سره پېژندل کېږي. ځينې وايي: دوی د لښکر لومړۍ ډله ده چې جګړې ته وردانګي.»

د فیروزآبادي په معجم المحیط کې راغلي:

«شرطة په پېښ سره د شُرَط واحد (مفرد) دی، لکه د صُرَد په څېر او دوی (شُرَط) هغه کتيبه يا ډله ده چې تر نورو لومړی جګړې ته وردانګي او مرګ ته چمتو کېږي، دغه راز دوی هغه ډله ده چې له چارواکو سره مرسته کوي او شُرطي د تُرْكي او جُهَني په څېر دی، دوی ځکه په دغه نوم نومول کېږي چې دوی ځان په ځانګړو نښو سمبال کړي وي چې په هغو سره پېژندل کېږي».

د جواز لرلو یا نه لرلو له نظره، څه چې د پولیس په اړه د پلي کېدو وړ دي، د افسر یا سرتېري لپاره هم دي.

نو په اسلامي خاورو کې په پوځ کې کار جواز لري؛ خو د اسلام له نظره دا کار باید د حکامو د ساتنې په ځانګړي ځواک کې نه وي؛ د هغو لپاره پیسې راټولې نه کړي او نه یې پیسې وساتي. که یو کس په ځانګړي ځواک کې وي چې حکام او د هغه پيسې او شتنمني ساتي، نو دا جواز نه لري. خو که یې په پوځ کې کار له دې اخوا بل څه وي، جواز لري. په دې کې شک نشته چې دا جواز پر خلکو د ظلم او له خپلو حقونو څخه د هغوی د محرومولو په معنی نه دی؛ بلکې په کار کې د حق غوښتلو او د هغو ښه ترسره کولو په معنی دی.

تمه ده چې همدومره به بس وي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو زیات علیم او حکیم دی.

ستاسو ورور
عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق، د شعبان ۱۷مه

۲۰۲۴م، د فبروري ۲۷مه

اړوند مطلبونه:   « سعې د رزق سبب نه دی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې