چهارشنبه, ۱۳ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حرمین شریفین خاورې ته د ټرامپ سفر ته کتنه او د شیدو د غوا لوشل
بسم الله الرحمن الرحيم
د حرمین شریفین خاورې ته د ټرامپ سفر ته کتنه او د شیدو د غوا لوشل

(ژباړه)

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ، په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ. دی په دغه سفر کې د عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز لخوا خورا په بې ساري ډول استقبال شو او د دواړو هېوادونو تر منځ د نوو اړیکو پاڼه یې پرانېسته. د دې مقالې په لړ کې د یاد سفر مهمو ټکو ته اشاره کوم:

لومړی ـ د ټرامپ له لوري د آل سعود لوشل: یو وخت ډونالد ټرامپ ویلي وو، چې عربستان موږ ته د یوې شېدې ورکوونکې غوا په څېر دی، تر هغه چې شېدې ورکوي، لوشو یې او کله یې چې شیدې؛ ډالر او طلا را نه کړل، د ذبحې دستور یې ورکوو او یا له نورو غواړو چې دا کار وکړي. دغه ویناوې یې عربستان ته له سفر سره پلې شوې او وتوانېد چې د شیدو له دغې غوا سره د ۳۸۰ ملیاردو ډالرو په قیمت هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې ۱۱۰ ملیارده ډالره پکې د تجهیزاتو او وسلو خرڅلاو او عربستان ته نظامي خدمات وو.

په دومره کچه د وسلو پلور، د امریکا اقتصاد ته د سرمایې د لړۍ د تګ د دوام لامل کېږي. که څه هم ځینو شنونکو د امریکا او عربستان تر منځ د اقتصادي او نظامي هوکړو واقعي شمېره تر یو تریلیون ډالرو لوړه ښودلې، چې په امریکا کې د یو میلیون دندو د رامنځته کېدو لامل کېږي او د ۲۰۰۸ز کال له اقتصادي کړکېچ څخه وروسته د امریکا په کالبد کې نوی روح پو کوي. حال دا چې په عربستان کې همدا اوس بیکاري او فقر مخ پر زیاتېدو دی، چې د رسمي شمېرو له مخې ۱۲ سلنې ته رسېږي. 

دغه هوکړه لیک په دې ورستیو کې د امریکا لخوا پر عربستان د وسلو د پلور خورا لوی او مهم هوکړه لیک بلل شوی، چې په منځنۍ اسیا کې به د تسلیحاتي رقابتونو نوې لړۍ پیل کړي او امریکا به پکې اساسي رول ولوبوي. د سیمې د هېوادونو مسلح کول، منځنی ختیځ او اسلامي خاورې د باروتو په امبار بدلوي، چې ډېرې خطرناکې پایلې به ولري. هغه پایلې چې په لویه کچه د مسلمان وژنه لامل کېږي. ځکه اوس امریکا دوه بلاکه یعنې سني بلاک یې (د عربستان په مشرۍ) او شیعیه بلک یې د (ایران په مشرۍ) په منځنۍ اسیا کې را منځته کړي او دغه دواړه د یو او بل پر وړاندې پاروي او ناوړه ګټه ترې اخلي.

البته، د یاد څو سوه ملیارد ډالري هوکړه لیک بل اړخ په قدرت کې د ال سعود سلمان بن عبدالعزیز د کورنۍ پاتې کېدل دي، چې امریکا یې د یاد هوکړه لیک په بدل کې د خپلو کورنیو رقیبانو پر وړاندې ملاتړ وکړي. همدا اوس د ملک سلمان یو زوی په امریکا کې د عربستان سفیر، بل یې د عربستان په کابینه کې وزیر او بل یې د عربستان د پاچاهۍ ولیعهد دی. له بل پلوه، دغه ستر مالي قرار داد یو ډول فدیه ده، چې امریکا ته د سیاسي او نظامي ملاتړ او د عربستان د امنیت د ساتنې لپاره ورکول کېږي.

دویم ـ د وخت د فرعون ته د مسلمانو رهبرانو سرټیټي: ټرامپ په دغه سفر کې د خپل مزدور عربستان په مرسته وکولی شول چې د اشرف غني په ګډون د ۴۰ مسلمان میشتو هېوادونو نامشروع او دیکتاتور رهبران را ټول کړي او د افراطیت پر وړاندې د مبارزې ژمنه ترې واخلي. البته یاد غدار او مزدور حکام په دومره بېشرمۍ د ټرامپ ویناوو ته ناست وو، ته وا د مکتب زده کوونکي دي، چې ښوونکی یې لوی شیطان (ټرامپ) دی او ان په یاده غونډه کې یې ګډون یو ډول ویاړ باله.

تر دې چې د مسلمان میشتو هېوادونو د رهبرانو را ټولېدل، تعظیم او د وخت فرعون (ټرامپ) ته سر ټیټي، په امریکایي سي.ان.ان شبکه کې د امریکایي شنونکو د خندا او مسخرو لامل شوی و. په داسې حال کې چې ټرامپ امریکا ته د اوو مسلمان مېشتو هېوادونو د اوسېدونکو پر راتګ بندیز لګولی و. همدا راز ټرامپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې اسلام ضد خبرې هم کړې وې؛ خو دغو خاینو رهبرانو په حقیقت کې په دغه کار خپله مزدوري او دوستي امریکا ته او خپل خیانت او خباثت اسلام او مسلمانانو ته څرګند کړ، چې د الله سبحانه وتعالی او رسول الله دښمن ته د دوستۍ لاس ورکوي. په ځانګړي ډول د ملک سلمان کورنۍ چې د ټرامپ د خوښۍ لپاره یې له هېڅ ډول خوش خدمتۍ ډډه ونه کړه او د حرمین شریفین خاوره چې د وحی او د اسلام د وړانګې سرچينه ده، پر مزدوره خاوره او د مسلمانانو پر وړاندې یې د جګړې پر خاوره بدله کړه.

همداراز د افغانستان جمهوري ریاست په غرور په یوه اعلامیه کې د ټرامپ او غني د ناستې خبر ورکړی و، په داسې حال کې چې غني او ټرامپ په سعودي کې د افغانستان په اړه کومه لېدنه نه درلوده او یوازې روغبړ یې کړی و. اعلامیې همداراز د ټرامپ لخوا د افغان نظامي ځواګونو د ستایلو خبر ورکړی و، چې په ډېره ښه توګه د مسلمانانو پر وړاندې امریکایي جګړه د مسلمانانو د وینو په بیه پر مخ وړي.   

درېیم ـ امریکا؛ د تاریخ وحشي جنایتکار: ټرامپ د خپلو ویناوو په یوه برخه کې وویل:«غواړي د دوستۍ، هیلې او مینې پیغام راوړونکی وي» ده زیاته کړه چې له ترهکرۍ سره يې مبارزه «د وحشي جنایتکارانو له منځه وړل دي، چې غواړي د انسان ژوند له منځه یوسي د هغو پر وړاندې چې د خپل ژوند او دین ساتنه کوي.» همدا راز ویې ویل:« د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، د ادیانو تر منځ جګړه نه ده، بلکې د خیر او شیطان (شر) تر منځ جګړه ده.»

په داسې حال کې چې جګړه د خیر یعنې د اسلامي مبدا، اسلامي امت او شیطان (شر) یعنې د پانګوالۍ او اړوند دموکراسي نظام تر منځ ده.

د ټرامپ ویناوې ښیي چې امریکا مسلمانانو ته د وحشیانو او جنایتکارانو په سترګه ګوري. نو ځکه ځان ته حق ورکوي چې پانګه یې لوټ کړي، مسیر ته یې د امریکایي ګټو په لور تغییر ورکړي او د هغو حکامو ملاتړ په لاس راوړي چې د مسلمانانو په څاڅکي څاڅکي وینه کې شریک دي. په داسې حال کې چې د بشر تاریخ تر امریکا بل وحشي او جنایتکار نه دي لیدلي.

امریکا یوازې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې، تر یوه میلیون ډېر مسلمانان له خاورو سره خاورې کړي. افغانستان او عراق یې د وینو په حمام بدل کړي. سوریه، سوډان، سومالیه، پاکستان او یمن یې د مسلمانانو په وژنتون بدل کړي، تر دې چې یوازې د اوباما په دوره کې په هرو اتو دقیقو کې پر مسلمانانو یو بم راغورځېده.

اوس وحشي او جنایت کار څوک دی؟ وحشي امریکا ده چې د ټولو بمونو مور یې پر افغانستان راوغورځوله او د افغانانو په وینه یې چین، روسیې او شمالي کوریا ته خپل سیاسي او نظامي پیغام ورساوه. همدا راز د ټرامپ په سفر کې د عربې ناټو د جوړښت په اړه خبرې اترې وشوې. په حقیقت کې عربي ناټو هغه ارګان دی چې د مسلمانانو تر منځ د داخلي جګړې او د امریکا د نظامي لګښتونو د کموالي په موخه جوړ شوی. یعنې امریکا اوس غواړي، امریکایي جګړه د مسلمانانو د فوځ، پیسو او انرژۍ په وسیله پر مخ ولاړه شي او د امریکا پر وړاندې د مسلمانانو ګواښ، د مسلمانانو په وسیله کنټرول او وځپل شي.

امریکا د دې ستراتېژۍ په مرسته هڅه کوي، خپل مستقیم نظامي حضور په ځينو هېوادونو کې کم کړي، تر څو له یوې خوا خپل نظامي لګښت کم کړي او له بلې خوا مسلمان مېشته هېوادونه د خپلې نیابتي جګړې لپاره پخپله چمتو او تجهیز کړي.

هیله ده چې د ټرامپ دغه سفر د غفلت له خوب څخه د مسلمانانو د ویښېدو لامل شي او د مسلمانانو پر وړاندې د امریکا له سیاست او له نړۍ څخه یو سم درک ته ورسیږي، تر څو د امریکا او د امریکا اړوندو رهبرانو اصلي څېره درک کړي. په ځانګړي ډول، موږ افغانان چې دا شپاړس کاله د امریکا له ټانګونو او توپونو لاندې خاورې اېرې شوو او د امریکا د ستراتېژیکو موخه لپاره مو د زړونو ټوټې له لاسه ورکړې. خو تر اوسه هم ځينې ګوډاګیان او خاینان د افغانستان په اړه د ټرامپ سیاست ته په تمه دي او انتظار کوي چې ټرامپ د بدبختیو او تروږمیو څه نوې نسخه دغې غم لړلې سیمې ته لیکي.

مصدق سهاک

د حزب التحریر ولایه ـ افغانستان مطبوعاتي دفتر غړی

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې