جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا د مخ پر زوال امریکا له جاذبې ځان ازاد نشو کړای
بسم الله الرحمن الرحيم
د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا د مخ پر زوال امریکا له جاذبې ځان ازاد نشو کړای

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د جون په ۲۹مه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې وویل: د ناټو غړي هېوادونه څو زره تازه دمي ځواکونه افغانستان ته استوي. نوموړي زیاته کړه چې د ناټو دفاع وزیرانو يو ځل بیا ژمنه وکړه چې له افغانانو سره به يې د هېواد د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي او پرې به نږدي چې افغانستان يو ځل بیا د «نړیوالو تروریستانو» په امن پټنځای بدل شي. سټولټنبرګ همدا راز ټينګار وکړ چې د ناټو اصلي دنده د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکول او د هغوی روزنه ده او ناټو به بیا جګړه ییز ماموريت ته ور ونه ګرځي.

د ناټو سازمان د امریکا د خورا اوږدې جګړې په بهير کې د ۱۳ کلن جنګي ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته د ۲۰۱۵م د جنورۍ له لومړۍ نېټې د «غوڅ ملاتړ» په نامه خپل نوی ماموریت پيل کړ؛ چې دوه کاله وروسته د دغه تړون غړو هېوادونو یو ځل بیا د روزنې، مشورې ورکونې او له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د څو زره ځواکونو په استولو هوکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د خونړیو بریدنو شاهد و، چې له امله يې سلګونه ملکي کسان مړه او ټپيان شول. ناټو هم په ښکاره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د بیا حضور اساسي دلیل د «تروریزم» بيا راتګ او د ناامنیو زیاتوالی بولي. په افغانستان کې د وروستۍ میاشتې د موخنو «هدفمنو» چادونو څپه لکه څنګه چې له پېچلتیا او پراختیا يې څرګندېږي، په امریکا پورې د تړلو استخباراتي شبکو له لوري پلان شوې وه او د دغو چادونو په وسیله يې اروپایانو ته دا پيغام ورساوه چې په افغانستان کې له جګړې څخه په ځان کښلو تروریستان پياوړي کېږي او تاسو اړ یاست چې له هغوی سره په لویو اروپايي ښارونو کې جګړه وکړئ، چې لګښت یې تر هغه زیات دی.

که څه هم اوس ټولو ته ثابته او روښانه شوې چې ننۍ امریکا نوره د شلمې پېړۍ د وروستیو امریکا نه ده. کور د ننه هم ورسته پاتې او چټله شوې او له ګڼو کورنیو ناورينونو څخه کړيږي، چې د وخت تېرېدو او د دغه ناورينونو پراخېدو، هراړخیز کېدو، اوږدېدو او د بل قدرت له لوري وژونکې ضربې ته اړتیا لري؛ تر څو عامه افکار په ښکاره احساس کړي چې څومره چې ښودل کېږي، امریکا نوره دومره ځواکمنه نه ده. خو له بده مرغه د امریکا په دا ډول هلاکېدونکو شرایطو کې یو ځل بیا د ناټو غړي هېوادونه د امريکا له لوري پر غوره شوي مسیر حرکت ته دوام ورکوي، چې دا خپله پر دې دلالت کوي چې د پانګوالي ایډیولوژۍ ټول پلي کوونکي او حاملین دولتونه له تدریجي انحطاط او زوال سره لاس او ګرېوان دي او په دوی کې داسې هېواد نشته چې د دغه نړیوال بدماش پر سر وروستۍ ضربه ووهي.

له بل لوري، ټاکل شوې چې امریکا به تر راتلونکې یوې میاشتې د افغانستان په اړه خپله نظامي ستراتیژي اعلان کړي، هغه ستراتیژي چې د امریکا د امنیتي او نظامي بنسټونو تر منځ د سخت کړکېچ او اختلاف له امله يې اعلان په ځلونو ځنډول شوی. مګر بيا هم امریکایان پر دې وتوانېدل چې د افغانستان لپاره د خپلې ستراتيژۍ تر اعلان وړاندې د افغانستان د جګړې پر وړاندې د اروپایانو «ناټو غړو هېوادونو» ژمنه تر لاسه کړي او هغوی د نورو تازه دمو ځواکونو استولو ته اړ کړي. امريکا له دې لارې تر لويې کچې په افغانستان کې د جګړې دروند بار د دوی پر اوږو ورواچاوه، چې دا امريکا ته د دې چانس ورکوي، ترڅو خپله د سیمې، مرکزي اسیا او روسیې په کچه اوږدمهالو او ستراتیژیکو موخو ته جدي پاملرنه وکړي.

دلته د امریکا موخه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې په دوام د ناټو غړي هېوادونه عملاً پر يوه بې پایه جګړه اخته کړي، تر څو په بین المللي ډګر کې د مخ پر زوال امریکا له جاذبې څخه د ازادۍ د تفکر فرصت ترې واخلي او د پياوړې او واحدې اروپا اجنډا ترې هېره کړي. لکه څنګه چې د امریکا د دفاع وزیر جيمز متیس په جرات سره وويل: "زه د جګړې لپاره مهال بندي نه کوم، جګړه په خپل اساس کې یوه نه پیشبیني کېدونکې پديده ده."  

په داسې حال کې چې د قطر د سیاسي دفتر په ګډون د طالبانو ځواکمنې ډلې له امریکا او د افغانستان دولت سره مشروطې سولې ته چمتو دي، خو بیا هم د طالبانو دا غوښتنه په پام کې نه نیول کېږي او حتی د امریکا له دغه سیاست سره په همغږۍ د طالبانو د بلې ډلې په وسیله ظاهراً سولې ته د قطر دفتر غیر مستقيم او مشروط چمتووالی ګواښل کېږي. د دې تر څنګ امریکا د طالبانو ډلې له ګواښ سره په یوه وخت کې د خراسان د داعش په نامه نوی ګواښ هم رامنځته کړی. که له طالبانو سره سوله هم وشي، بله ډله په کمین کې تياره ناسته ده، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي، حال دا چې د سولې د خبرو اترو په بهیر کې اصلاً د داعش نوم هم نه اخیستل کېږي.

له همدې امله د افغانستان جګړه د «تروریزم» پر وړاندې جګړه نه ده، بلکې خپله د امریکا او ناټو حضور په سیمه او افغانستان کې د ترور، وحشت، دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د مسلمانوژنې لامل شوی. د تروریزم پر وړاندې جګړه یوه پلمه ده، چې امریکا يې له لارې خپلې ستراتیژيکې او سیمه ییزې ګټې تعقیبوي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د «الراية» جریدې لپاره

Last modified onشنبه, 08 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې