چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر ظلم او تېري باندې زغم او صبر مو نورو فتنو ته ټېیل وهي
بسم الله الرحمن الرحيم
پر ظلم او تېري باندې زغم او صبر مو نورو فتنو ته ټېیل وهي

له شک پرته اوس د بدلون لپاره هڅو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده. د سختیو او ربړونو په سلګونو ډولونو د اسلامي نړۍ لورې ته مخه کړې. که اقتصادي حالت ته وکتل شي، اوسنیو چارواکو مو د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته په پټو سترګو غاړه ایښې چې پر همدې بنسټ یې پر اولس مالیې لوړې کړي، ورسره جوخت د توکو بیې لوړې شوي، د سون توکو په نرخونو کې زیاتوالی راغلی، خلکو ته د خدمتونو په چمتو کېدو کې شرایط سخت شوي او د بې وزلۍ کچه مخ پر زیاتېدو ده. که امنیتي حالت ته وکتل شي، یرغلګر دښمنان زموږ د خپلو چارواکو د غفلت له امله پیاوړي شوي او د دې غفلت له امله په ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه د ایغور، روهینګیا، فلسطین او کشمیر مسلمانان ځورېږي.

موږ ټول په ژوند کې د راز راز فتنو ښکار یو او دا فتنې یوازې په هغو تېري کوونکو پورې نه دي محدودې، چې د الله سبحانه و تعالی له امر سره سمې کړنې نه ترسره کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي،

﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾

[الانفال:۲۵]

ژباړه: او له هغې فتنې څخه ځان وژغورئ چې د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړې توګه پر هغو خلکو پورې محدوده پاتې نه شي چې په تاسو کې چا ګناه کړې وي. پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی

د دې ایات په اړه ابن عباس رضي الله عنهما وايي: ) أمر الله المؤمنين ألا يقروا المنكر بين أظهرهم فيعمهم العذاب) الله مومنانو ته امر کړی چې د منکر کار مخه ونیسي چې تر منځ یې خپور نه شي او د هغه له امله یې په فتنه کې وانه چوي.

فتنه ډېره سخته ده او هغه ريښتني او صالح کسان راچاپیروي چې د الله سبحانه و تعالی له امر سره سم د بدلون لپاره هڅې کوي. ام سلمه رضي الله عنها فرمايي: ما له رسول صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، هغه وویل:

«إِذَا ظَهَرَتِ الْمَعَاصِي فِي أُمَّتِي عَمَّهُمُ اللهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِه»

کله چې زما په امت کې ګناهونه ښکاره شي، نو د الله عذاب به یې را ګیر کړي.

ما وویل، اې د الله رسوله! له دوی سره به څه وشي ایا په دوی کې به صالح کسان هم وي؟ هغه وویل، هو، ما و پوښتل له دوی سره به څه وشي؟ ده وفرمایل:

« يُصِيبُهُمْ مَا أَصَابَ النَّاسَ ثُمَّ يَصِيرُونَ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنَ اللهِ وَرِضْوَان»

(احمد) 

دوی ته به هغه څه ور پېښ شي چې خکو ته پېښېدل، خو دوی ته به الله بخښنه وکړي او ترې راضي به شي.

پر همدې بنسټ، له الهي عذابونو سره یوازې هغه کسان نه مخ کېږي چې د جرم اصلي مرتکبین وي، بلکې هغه کسان هم مخ کېږي چې د دوی په جرمونو خوښ نه وي. دغه راز له الهي عذاب سره هغه کسان هم مخ کېږي چې د ګناهونو او ګناهکارانو په اړه بې تفاوته وي او د ورانکارو چارواکو ته نصیحت او خیرغوښتنه نه کوي. الهي عذاب هغه کسان ځپي چې د ظالمانو د ظلمونو پر وړاندې له صبر څخه کار اخلي او دا عذاب هغو کسانو ته هم رسيږي چې د ظلم مخه نیوونکو پر وړاندې درېږي.

 زموږ دیني مقدساتو ته د تېري کوونکو د سپکاوي زغمل او ورته غاړه ایښودل ګناه ده. دا د یو فلج یا شل کس هغه بېلګه ده چې له یو بېړني ګواښ څخه په وېره کې وي او سمدواره د هغه ګواښ ښکار شي. پر ځای د دې چې د ناکرارۍ مخه ونیول شي او هوساینه رامنځته شي، پر ظلم صبر کول فتنو ته لاره هواروي، په دنیا کې زغم رامنځته کوي او په اخرت کې د الله سبحانه و تعالی غوسه راپاروي. پر ځای د دې چې ظلم ته غاړه کږه شي، اسلام له موږ څخه غواړي چې د ظلم او ظالمانو پر وړاندې له واقعي مخالفت څخه کار واخلو، ترڅو مو په توان کې وي. اسلام موږ ته امر کوي چې د بدلون لپاره پیاوړي استازي و اوسو، نه دا چې د بدلون کتونکي او ننداره کونکي واوسو.

 وینو چې تر دې دمه فتنو زموږ امت لوټلی، سره له دې چې د امت شمېر د چارواکو تر هغې کوچنی ډلې ډېر زیات دی چې د ځواک څښتان دي او د دې وړتیا لري چې د خپلو زامنو، د ځواک او نصرت څښتنانو او د وسلوالو ځواکونو له لارې نوموړې فتنې لمنځه یوسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« مَا مِنْ قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِي هُمْ أَعَزُّ وَأَكْثَرُ مِمَّنْ يَعْمَلُونَ ثُمَّ لَمْ يُغَيِّرُوهُ إِلَّا عَمَّهُمُ اللهُ بِعِقَاب»

(احمد)

هغه قوم چې په هغوی کې ګناهونه ترسره کېږي، په داسې حال کې چې دوی پیاوړي او تر هغو کسانو یې هم شمېر زیات وي چې ناوړې چارې ترسره کوي، بیا هم د هغوی د مخنیوي په موخه څه نه کوي، الله به یې په عذاب اخته کړي.

ایا اوس یې وخت نه دی چې حتمي باید هر یو د بدلون په راوستلو کې رغنده رول ولوبوو، د نفوذ خاوندان مو د ظلم پر وړاندې خپل ږغ پورته کړي یا نظامي چارواکي خلافت ته نصرت ورکړي؟

هغه کسان چې د ظلم پر وړاندې له زغم څخه کار اخلي حتمي باید غور وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:

« إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوُا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ»

[ ابو داود]

کله چې خلک ظالم و ویني او مخه یې و نه نیسي الله به یې ژر ټول په عذاب اخته کړي.

او هغو کسانو چې ظلم او تېري ته یې غاړه ایښې ده حتمي باید غور وکړي چې الله سبحانه و تعالی فریلي دي:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْ عِنْدِهِ ثُمَّ لَتَدْعُنَّهُ فَلَا يَسْتَجِيبُ لَكُم»

(احمد)

زما دي په هغه چا قسم وي چې زما ځان د هغه په واک کې دی! چې تاسو به په ښو کارونو امر کوی او له بدیو څخه به منع کوی یا به الله پر تاسو عذاب رالېږي، بیا به تاسو غوښتنې کوی خو الله به یې نه قبلوي

له موږ څخه هغه کسان چې ادعا کوي چې د حکامو جنایتونه موږ ته نه شي رسېدای، باید غور وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَثَلُ الْقَائِمِ عَلَى حُدُودِ اللهِ وَالْوَاقِعِ فِيهَا وَالْمُدَاهِنِ فِيهَا كَمَثَلِ قَوْمٍ رَكِبُوا سَفِينَةً فَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَسْفَلَهَا وَأَوْعَرَهَا وَشَرَّهَا وَأَصَابَ بَعْضُهُمْ أَعْلَاهَا فَكَانَ الَّذِينَ فِي أَسْفَلِهَا إِذَا اسْتَقَوُا الْمَاءَ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوقَهُمْ فَآذُوْهُمْ فَقَالُوا: لَوْ خَرَقْنَا فِي نَصِيبِنَا خَرْقًا فَاسْتَقَيْنَا مِنْهُ وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا: فَإِنْ تَرَكُوهُمْ وَأَمْرَهُمْ هَلَكُوا جَمِيعًا وَإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِمْ نَجَوْا جَمِيعًا»

د هغه کس مثال چې د الله حدود قایموي د هغه کس په پرتله چې له حدودو څخه سر غړونه کوي یا لاس  تر زنې کېني د هغه قوم په شان دی چې په کشتۍ کې سپاره وي، له دوی څخه ځیني د کشتۍ په کښته برخه کې وي چې ډېره بې کاره او کمزورې وي او نور بیا په لوړه برخه کې وي. کله چې د کښتني پوړ کسان اوبه غواړي نو پاسنۍ پوړ ته ځي اوبه راوړي خو دا چاره د پاسني پوړ کسانو ته مزاحمت او سر خوږی وي. نو دوی وايي راځئ چې په خپل کښتني پوړ کې سوری وکړو او اوبه ترې واخلو او په دې سره به د پورتني پوړ خلک زموږ له مزاحمت څخه خوندي وي. که د پورتني پوړ کسان دوی ته د دې کار اجازه ورکړي ټول د کشتۍ خلک به غرق شي، خو که د دې کار مخه ونیسي د ټولو ژوند به وژغورل شي.  ایا اوس یې وخت نه دی را رسېدلی چې د ظلم پر وړاندې له زغمه کار وا نه خلو او ورته تسلیم نه شو، باید د دوی د دې ناوړو کړنو مخه ونیسو، ښايي د غفلت له امله غرق شو؟!

زموږ ځیني کسان په دې اند دي چې زموږ فردي عبادت به زموږ لپاره د فتنو په مخ کې پرده شي، دوی باید غور وکړي چې زینب بنت جهش رضي الله عنها فرمايي:

«قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَنَهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ قَالَ «نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الْخَبَثُ»

[مسلم]

ما وویل اې د الله رسوله! ایا موږ ته به عذاب راکړل شي په داسې حال کې  چې زموږ په منځ کې صالح کسان وي؟ په دې اړه هغه صلی الله علیه وسلم و ویل، هو! خو هغه مهال چې ناوړه کارونه زیات شي.

ولې دا غوره ده چې د فساد د ننګونې پر ځای فتنو ته غاړه ږدو او د لمنځه وړلو لپاره یې نه لاس په کار کېږو او له امله یې د ظلم لمن پراخېږي؟ د دوی سستۍ او ټمبلۍ ته په کتو سره، څرنګه هغه کسان چې د اسلام له لارې د بدلون لپاره کار کوي د هغو کسانو په پرتله تورن شي چې د ظلم پر وړاندې مبارزه نه کوي او فتنې لا سم له لاسه زېږوي؟ څرنګه؟ داسې مهال چې فتنه په قران کې د شرک، نفاق، نافرمانۍ، ګمراهۍ  لپاره کار شوې، څرنګه یې دوی له حقې مانا څخه پرته د بلې مانا لپاره کاروي؟

په ريښتیا سره، څه ډول اسلام ته دعوت کول په فتنه باندې تعبیر کېږي، په داسې حال کې چې شرک فتنه ده؟ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾

[البقره:۱۹۳]

ژباړه:او دوی و وژنئ ترڅو فتنه لمنځه ولاړه شي.

 ابن خطیر فتنه د شرک په سیاق کې وګڼله. له دې سره-سره هم، الله سبحانه و تعالی فتنه تر وژلو او وینې تویولو بده ګڼلې:

﴿وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ﴾

[البقره:۱۹۱]

ژباړه: فتنه تر قتل ډېره بده ده.

څرنګه اوازونه پورته شي د هغه څه په اړه چې الله یې حکم کوي او هغه فتنه و بلل شي په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی حق ته شا کول، فتنه بللې؟ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْك﴾

[المایده:۴۹]

ژباړه: پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وا نه چوي، یوه ذره دي هم له هغه هدایت څخه وا نه ړوي چې الله تا ته لېږلی دی.

قرطبي په خپل تفسیر کې فرمايي:  یصدوک و یروک (شا درته اړه وي او نه دي مني).

څرنګه یو فرمان منونکی چې د خلافت وکالت کوي په فتنه باندې تورن شي، په داسې حال کې چې فتنه نافرماني او دوه مخي ده؟

(وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيّ)

[الحدید:۱۴]

ژباړه: هو، خو تاسو خپل ځان خپله په فتنه کې واچاوه، زموږ د تباه کېدو په انتظار واست. د الله سبحانه و تعالی د ژمنې په شک کې و غورځېدلی او درواغجنو هیلو تاسو وغولولی، تردې پورې چې د الله فیصله راغله.

 البغوي د دې ایت په اړه وايي: دلته د فتنې لفظ د نفاق(دوه مخۍ) او معاصي(نافرمانۍ) په سیاق کې کارول شوی.

ولې هغه کسان چې د انسان په لاس جوړشویو کفري قوانینو ته بد وايي، هغوی فتنه ګڼل کېږي په داسې حال کې چې فتنه د حق په جامه کې د باطل پټولو ته وايې؟ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ﴾

[الانفال:۷۳]

ژباړه: کوم کسان چې له حقه منکر دي، هغوی یو د بل ملاتړ کوي. که تاسو دا( په خپلو منځونو کې دوستي) و نه کړی نو په ځمکه کې به فتنه او ستر فساد راولاړ شي. دا نو د باطل په جامه کې د حق ښکاره کول دي او باطل پټول دي.

په رښتیا سره، د ظالمو واکمنانو د ظلمونو پر وړاندې له زغم څخه کار اخیستل تقوا نه شي بلل کېدای او نه هم د دوی د بې اطاعتۍ پر وړاندې راپورته کېدل کومه ګناه ګڼل کېږي. هو همداسې ده! موږ ټول حتمي باید د اوسني حالت تسلیمۍ او غاړې ايښودنې ته دپای ټکی کېږدو. موږ ټول باید له هغه څه څخه کرکه وکړو چې الله سبحانه و تعالی ور څخه کرکه کوي چې هغه شرک، نفاق، بې اطاعتي، ګمراهي او له حق څخه اوښتل دي. زموږ شمېر زیات دی او موږ د خپلو وسلوالو ځواکونو د ملاتړ پر بنسټ پیاوړي یو. په دې ټولو سره سره، کله چې موږ د تېري پر وړاندې راپورته شو، د الله سبحانه و تعالی له مرستې څخه برخمن کېدای شو. کله چې په کلک هوډ سره را پاڅو، خپل چارواکي د ظلم پر وړاندې و ننګوو دا زموږ دنیوي تکلیف رفع کوي او د جزا د ورځي له حسابه مو ژغوري. خو که له سهاره مو ظلم ته د غاړې ايښودنې او زغمل تکل کړی وي، نو ماښام به په ډېر ناوړه حالت کې یو. راشئ د اوبو د بېلابېلو څاڅکو د یو ځای کېدو په څېر یو بل ته داسې لاسونه ورکړو چې  سیل ترې جوړ شي او د باران د څاڅکو په څېر ځمکې پاکې او خړوبه کړو. راشئ د بدلون په لاره کې له وړو او کوچنیو خبرو تېر شو! راشئ د بدلون لپاره خپلو هڅو ته د لوی اجر لاسته راوړلو له دیده وګورو. نو راځئ چې هر یو د غچ یوه وسیله شو او نهايي اند مو د دې ستر ویاړ او اجر لاس ته راوړل  وي او بس.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 ولایه پاکستان

مصعب عمیر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې