جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سعودي او امریکا اړیکه؛ د کورونا ویروس تر پوښښ لاندې د تېلو جګړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي او امریکا اړیکه؛ د کورونا ویروس تر پوښښ لاندې د تېلو جګړه

(ژباړه)

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د نړیوال نظم د جوړېدو په لټه کې شوه. امریکا له سیاسي اړخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ملاتړي هېوادونه جوړ کړل او له اقتصادي پلوه یې بریتون‌وودزو، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک جوړ کړ. وروسته یې شوروي اتحاد ته قناعت ورکړ چې فرانسه او انګلیس یې له مستعمرو څخه لېرې کړي، تر څو د امریکا مصلحتونه تامین کړي او روسیه په ختیځه اورپا پورې منحصره شي.

وروسته امریکا دې پایلې ته ورسېده چې په ۱۹۷۱م کال کې د بریتون‌وودز له تړون څخه ووځي او د سرو زرو پر ځای ډالر نړیواله پیسه وټاکي؛ څو د تېلو سوداګري د ډالر پر اساس په خپل واک کې کړي. وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر «ریګن» په ۱۹۷۱ م کال کې ډالر له ټولو بندیزونو ازاد پرېښود، تر دې چې د امریکا د شتمنۍ کچې د اقتصادي ودې په پرتله یې څو برابره ډېره وده وکړه. د دغه هېواد اقتصادي ودې له ۳ بیا تر ۸ فیصده وده درلوده او نغدې پیسې یې٪۵ ډېرې شوې؛ چې د اقتصادي ودې او شتمنۍ تر منځ یې دا تناسب نه و.

له یوه لوري له سرو زرو څخه د ډالر د بېلېدو پایله او له بل لوري له اقتصادي ودې څخه ازادي، د وهمي اقتصاد د منځته راتګ لامل شوه، چې د مال په مقابل کې نه کوم جنس شته، نه کوم تولید او نه هم خدمتونه. امریکا د یادو کړنو په ترسره کېدو سره نړۍ د پیسو، پانګوالۍ او نړیوالې سوداګرۍ لور ته سوق کړه. ټول هېوادونه د یادې طرحې منلو ته اړ کوي، څو سوداګري د ډالر پر اساس شي، په ځانګړي ډول انرژي او تېل. امریکا له ټولو هغو راکړو ورکړو څخه ګټه ترلاسه کوي چې د ډالر پر اساس وي. امریکا له خپل نفوذ ګټه واخیسته، تر دې چې د اوپک سازمان او  ارامکو شرکت، چې سعودي یې غړی دی، پخپله ګټه وکاروي او د تېلو له نړیوال بازار څخه وکولی شي بیې، عرضه او غوښتنې کنټرول کړي.

د کورونا ویروس د خپرېدو په بحران کې د تېلو غوښتنه راکمه شوه، په ځانګړي ډول د چین له لوري، چې د نړۍ کابو ٪۲۰ فیصده تېل اخلي. امریکا او د هغه مزدور سعودي هڅه وکړه، څو د تېلو بیه د هغه په راټیټېدو سره وساتي. روسیې، چې د اوپک سازمان غړې نه ده، د تېلو د تولید کمېدل یې رد کړل او په دې باور ده چې د ټیټېدو پر وړاندې یې د تېلو ډېر تولید د اقتصادي زیان مخه نیسي. امریکا او سعودي په دې برخه کې یو له بل سره تړونونه لري او د ټرمپ په خبره، چې دی د سعودي او روسیې تر منځ د راپیدا شوو شخړو د حل غوښتونکی دی. امریکا غواړي چې د تولید په کمېدو سره د تېلو بیه لوړه شي او دروند بار یې پر روسیه ور ولوېږي. روسیې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د سعودي ډېر تولید هغې ته زیان نه رسوي. بلخوا د روسیې د انرژۍ وزیر د تېلو د بیې د ناوړه کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

پر دې سربېره، رسنیو داسې خبر خپور کړی چې امریکا هڅه کوي، څو د دوی او سعودي ترمنځ د تېلو یو تړون رامنځته شي او د اوپک سازمان نور پای ته ورسوي. امریکا په خپلواک ډول د سعودي له رهبرۍ پرته دا څه تر لاسه کوي. کېدای شي امریکا له دغه فرصت څخه په ګتې اخیستنې د تېلو په اړه لاندې ستراتیژیکې کرښې رامنځته کړي:

۱. له امریکا سره د اړیکو ساتلو او روغې جوړې په اړه پر سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان بشپړه واکمني.

۲. په بېساري ډول د تېلو د بیو خرابول، چې همدا اوس بحراني دي او د تېلو بازار له رکود ډاروي، څو د تېلو نور هېوادونه د امریکا د خوښې وړ له تړون سره یوځای کېدو ته چمتو کړي.

۳. د نړۍ بوختیا او اوسنۍ ګډودۍ: په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونه کېدای شي له کورونا ویروس څخه دا شونتیا رامنځته کوي چې هر ډول سیاسي او اقتصادي عمل او معامله ومني.

هغه پلان چې امریکا یې د تر سره کېدو هڅه کوي، یادونه مو یې وکړه. په ۱۹۷۳م کال کې چې د مصر او سوریې تر منځ جګړه وشوه او له یهودو سره هم ترسره شوه، له ملک فیصل سره یې همداسې عمل ترسره کړ. کله چې فیصل اروپایي هېواونو ته د لنډمهال لپاره د تېلو د جریان کمېدو هوډ وکړ، بیه یې لوړه شوه. هغه څه چې امریکا له سرو زرو څخه د ډالرو د بېلېدو لپاره استخدام کړل، دا د دې لامل شول چې د تېلو سوداګري په ډالرو شي. په دغه پړاو کې غشی پر ځای ونه لګېد، د بیې لوړېدو پر ځای، سرچپه بیې راټیتې شوې او صادرونکي هېوادونه یې دې ته اړ کړل چې د ګټې تر لاسه کېدو لپاره په هره بیه چې وي، معامله ترسره کړي.

حقیقت دا دی چې نړیوال حالت د ټرمپ د غوښتنې او سیاست سرچپه روان دی. کېدای شي د تېلو په نړۍ کې د پام وړ بدلونونه رامنځته نه شي. کورونا ویروس د مالي او اقتصادي نظامونو د پاشل کېدو لامل کېږي. څنګه چې د نړیوال نظم د بدلون په اړه نړیوالو واکمنانو څه ویلي دي. په بېساري ډول د تېلو د غوښتنې کمېدل، هغه که د چنایي شرکتونو د بندېدو له امله وي او یا په نړۍ کې د لېږد رالېږد وسایلو درېدو او د انرژۍ د لږ مصرف له کبله وي. داسې اټکل کېږي چې د خپل زیان د پوره کېدو لپاره د تېلو بیې لوړې کړي.

هغه تېل چې ټرمپ او د سعودي ولي عهد پخپله ولکه کې کړي، د اسلامي امت ملکیت دی. جایزه نه ده چې د اوسنیو نظامونو د ملاتړ په هدف په مختلفو بڼو وکارول شي. اوسنی واکمن نظام یو استبدادي او ظالم نظام دی، له مسلمانانو او اسلام سره قوي دښمني لري او اوسني نظام د اسلام پر وړاندې ظالمانه جګړه اعلان کړې ده. اسلام تل هڅه کوي، چې انسانان له تیارو وژغوري او د روښنایۍ لورته یې بوځي او له حکومت څخه یې لېرې کړي. باید نړۍ د اوسني واکمن نظام له شر څخه په امن کې شي. په هره بڼه چې وي، له اوسني نظام سره مرسته روا نه ده او اړتیا ده چې نړۍ د اوسني ناوړه نظام له شر څخه وژغورل شي.

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: دکتور محمد جیلاني

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې