جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سوریه، انقلاب او حزب
بسم الله الرحمن الرحيم
سوریه، انقلاب او حزب

حزب التحریر په ۱۹۵۵م کال کې کله چې په سوریه کې کار پیل کړ، همهاله یې دعوت هم ورسره پیل کړ. له هماغه وخته د سوریې زندانونه د حزب له ځوانانو خالي نه وو. دغه حزب د سوریې د ۱۹۷۹ـ ۱۹۸۲م په خونړیو پېښو کې هېڅ ډ‌ول برخه نه درلوده. ځکه مادي فعالیت  د دغه حزب له تګلارې سره په ټکر کې دی. د حزب فعالیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د اسلامي دولت رامنځته کېدل دي. د سوریې نظام د ۱۹۹۹م کال په مني کې د حزب د غړو  نیول پیل کړل. دغه راز په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶م کلونو کې یې هم دغه کار تر سره کړ.

حزب د عربي پسرلي او په تونس، مصر، لیبیا او یمن کې د انقلاب هر کلی وکړ او په دې باور و، چې دغه پېښې پخپله رامنځته شوې دي... یادو پېښو مثبتې پایلې درلودې، ځکه هغه وخت خلکو له حکامو څخه وېره له منځه وړې وه. د ډېری خلکو شعارونه د اسلامي احساساتو له کبله وو. خلک پرته له دې چې د حکامو له ظلم څخه ووېرېږي، د تکبیر په ویلو سره پر مخ تلل. له همدې امله دغه خوځښت د خلکو په تشویق کې بریالی و او همدایې د پاکۍ یوازینی لامل و. خو له بله اړخه احساسات او عمومي تحرکات او چیغې پیل شوې، چې په اسلامي هېوادونو کې د داسې حرکتونو ځپل نفوذ لرونکو قدرتونو او د هغوی لاسپوڅو ته ډېر ساده و. اروپایي او امریکایي قدروتونه د هغو زده کړه ورکړل شوو کړیو په وسیله چې په انقلاب کوونکو کې یې نفوذ درلود، وکولی شو چې د دغه انقلاب مخه ونیسي. له دې لارې پر دې وتوانېدل چې د عربي پسرلي په خاورو کې له حاکمو نظامونو مننه وکړي او خپل نفوذ ته یې د همدغو کړیو له لارې د پلاستیکي جراحۍ په وسیله دوام ورکړ.   

هنگامی‌که انقلاب سوریه شعله‌ورشد، حزب برای رسیدن به هدف خود از این انقلاب نیز استقبال کرد؛ زمانی‌که متوجه شد انقلاب مردم سوریه، انقلاب مؤمنینی می‌باشد که ندای‌شان "لبیک یا الله... ای پروردگار آمادۀ خدمت گذاری هستیم... و ما لنا غیرک یا الله... ای پروردگار ما کسی را جز تو نداریم..." در حالی‌که از یک طرف آمریکا برای جلوگیری از تأسیس دولت اسلامی در تلاش بود تا از طریق شورای ملی، ائتلاف ملی، هیئت‌های مذاکره کننده و سپس دولت مؤقت، رهبریی را از مخالفان سکولار در خارج از کشور، برآن‌ها تحمیل کند.

کله چې د سوریې انقلاب راپورته شو، نو حزب هم خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ملاتړ ترې وکړ. دغه راز کله یې چې دې ته یې پام شو چې د سوریې انقلاب د مومنینو انقلاب دی او غږ یې «لبیک یا الله... اې لویه خدایه خدمت ته تیار یو... ومالنا غیرک یا الله... اې لویه خدایه موږ له تا پرته بل څوک نه لرو...» دی. دا په داسې حال کې وه، چې له یوه اړخه امریکا د اسلامي دولت د تاسیس د مخنیوي په هڅه کې وه، څو د ملي شورا، ملي ائتلاف، مذاکره کوونکی پلاوی او وروسته لنډمهاله دولت له خوا له هېواد څخه بهر سېکولر رهبري پر هغوی وروتپي.

حزب له انقلاب لس ورځې وروسته په درعا ښار کې یوه بیانیه صادره کړه او په هغه کې یې له شر او غمیزې څخه د خلاصون په موخه د نظام پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه. حزب له امت څخه وغوښتل چې د الله سبحانه وتعالی د نظام د حاکمیت لپاره کار وکړي، چې تغییر یې بنیادي او داسې تغییر وي چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خوښوي. دغه راز له دې پرته تغییر به یې ناقص وي. حزب له امت څخه وغوښتل چې د اسلامي خلافت لپاره کار وکړي او د پخواني مزدور حاکم په څېر، حاکم او د پخوا په شان بل اساسي قانون باندې راضي نه شي. له کفارو او بهرنیانو څخه د خپلو امورو په تغییر کې مرسته ونه غواړي او همدارنګه هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې له دغه بهیر څخه بهر یې په اړه خبرې وکړي. حزب التحریر له انقلابیانو وغوښتل چې خلافت اعلان کړي. که څه هم د حزب دې غوښتنې د یاد انقلابي خوځښت ډېری ملاتړي حیران کړي وو، خو حزب خپل دعوت ته دوام ورکړ او دعوت یې د خلکو د لاریونونو له لارې پراخاوه. هغه کړنې چې انقلاب یې خپل سمې موخې ته برابراوه؛ د نظام بنسټیز له منځه تګ، له غرب سره یې د اړیکو پرېکول او د اسلامي حاکمیت یعنې د خلافت تاسیس و.

د سوریې د انقلاب په اړه د حزب پرله پسې بیانونو د لاندې اساساتو پر بنسټ دوام درلود:

ـ د انقلاب ملاتړ

ـ د خلافت دولت د منځته راتګ پر لور د انقلاب سوق کول

ـ د بهرنیو توطیه کوونکو پر لاس د انقلاب د له منځه تلو او بې لارې کولو په اړه خبرداری؛ هغه کسان چې په بهر کې یې سیکولر مخالفین او ملیت پال رامنځته کړي وو.

ـ د بهرنۍ پوځي لاسووهنې ردول.

له شک پرته هغه څه چې په سوریه کې وشول او کېږي، د حق او باطل مبارزه ده. هغه هم په داسې حال کې چې شرق او غرب له دې څخه وېره لري، چې د انقلاب مسیر د اسلامي دولت پر لور نه کړي، له همدې کبله یې د دغه انقلاب پر وړاندې له هېڅ ډول دسیسې مخ وانړاوه. انقلاب ته د اسلامي جهت په ورکولو کې اصلي رول د حزب و. دغه راز دغو فعالیتونو د خلکو او رسنیو پام خپل ځان ته وراړولی و. هغه رسنۍ چې حزب یې په وسله والو فعالیتونو تورناوه، د دې ادعا یې کوله چې حزب پوځي جبهه لري. خو واقعیت دا دی چې حزب هېڅکله پوځي جبهه نه درلوده، بلکې حزب پوځي ځواکونونو ته د فکري فعالیت دعوت ورکاوه او ورته ویل یې چې د نظام له سقوط وروسته یې باید موخه د نبوت پر منهج د خلافت اعلان وي.

د سوریې انقلاب او په هغه کې د حزب د لاسووهنې په اړه چې د حزب له امیر شیخ عطا بن خلیل ابو رشته څخه پوښتنه شوې وه، هغه داسې ځواب ورکړی و: «زموږ کار همدا دی، په هر ځای کې چې د فعالیت زمینه راته مساعده شوې، زموږ طریقه نه ده پکې بدله شوې... دا هغه واقعیت دی چې له انقلاب مخکې او د انقلاب په جریان کې هم موږ پکې وو. خو دا چې انقلاب د دې زمینه مساعده کړه، چې خلک له امنیتي سازمانونو ونه وېریږي او حق ته غوږ ونیسي، کټ مټ لکه پخوا چې خلک له امنیتي سازمانونو نه وېرېدل. له همدې کبله اوسمهال د خلکو پام زموږ لوري ته شوی او زموږ ملایم او نرم قدرت د امت په منځ کې د نفوذ لامل ګرځېدلی دی. خو که ستاسو موخه په انقلاب کې لاسووهنه او د پوځي جبهې لرل وي، دا بیا کاملاً تېروتنه کوئ، ځکه موږ هېڅکله پوځي جبهه نه درلوده، نه مخکې له انقلابه او نه هم وروسته. زموږ حزب یو سیاسي حزب دی او مبدا یې اسلام دی. زموږ حزب د دعوت په پړاو کې مادي فعالیت نه کوي، د قدرت لرونکو د نصرت په لټه کې وو؛ هغه کسان چې د خلافت د تاسیس وس لري.»

کله چې د داعش سازمان د خلافت اعلان وکړ، نو د خلافت مفکوره ناڅرګنده شوه او د دې امکان و، چې دغه مفکوره د سوریې انقلاب پر وړاندې په یوه ظالمه مفکوره بدله شي، که څه هم الجزیرې او نورو رسنیو دغه موضوع پټه کړه، په انقلاب کې یې د حزب پر فعال رول پرده غوړوله او عامه افکار یې ډیموکراتیک تحول، د مدني دولت جوړولو، د ازادۍ او دې ته ورته موضوعاتو ته به یې کمپاین کاوه. د حزب امیر په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې د ډېرو خلکو پوښتنو ته دا ډول ځوابونه ورکړل: «د داسې خلافت اعلان په هېڅ وجه سم نه دی، ځکه هر سازمان، چې په هر ځای کې د خلافت اعلان کوي، باید طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وي.

 له بله اړخه دغه سازمان باید په هغه ځای کې ځواک ولري، څو د امنیت له پلوه په داخل او بهر کې ځان پرې وساتي. دغه راز هغه ځای باید د دولت د کارونو د مخ ته وړلو لپاره مساعد وي... خو داعش په سوریه او عراق کې هېڅ ډول ځواک نه درلود، څو په داخل او بهر کې خپل امنیت ونیسي ان هغه څوک چې د خلیفه په حیث بیعت ورسره کېده، نه یې شوای کولی عام محضر ته راووځي. د خلافت له اعلان وروسته هم پټ و. نو د دغه سازمان له خوا د خلافت اعلان هېڅ مانا نه درلوده. اسلامي خلافت هغه عالي او دبدبه لرونکی دولت دی، چې د اسلامي شرعیت او د تاسیس لاره یې، په حاکمیت، سیاست، اقتصاد او نړیوالو اړیکو کې څرګنده ده... د خلافت اعلان کوم سوداګریز خبر نه دی، چې په ویبپاڼو او رسنیو کې خپور شي. دغه یو بې بنسټه اعلان و، چې په واقعیت کې د داعش دولت نه په لومړیو او نه هم په اخر کې کوم تغییر رامنځته کړ. دغه سازمان تر اعلان مخکې او وروسته د نورو وسله والو خوځښتونو په څېر یو وسله وال حرکت پاتې شو.

ان تر دې چې د حزب امیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «هغه څه چې باید یاد شي، له دغه اعلان وروسته د خلافت په اړه منفي فکر و، په ځانګړې توګه د سطحي اشخاص په فکر کې. د سطحي اشخاصو په فکر د خلافت مفکوره له خپل لوړ مقام څخه راټيټه شوه. دا ډول خلافت یوه احساساتي پرېکړه ده، ځکه په یوه سیمه او یا کلي کې یو کس راپورته کېږي او خلافت اعلانوي او فکر کوي چې ښه کار یې کړی دی. دوی هغه څه چې مخکې باید پرې پوه شي، له اعلان وروسته ځان پرې پوهوي. د ښکاره قدرت نشت د دغو کسانو کار دی؛ هغه قدرت چې داخلي او بهرنی امنیت وساتي. په داسې حال کې چې دغه اعلان یوازې په فېسبوکپاڼو او نورو خبري رسنیو کې خپور شوی و او بس.»

د داعشي سازمان له خوا د خلافت اعلان، د خلافت مفکورې تحریف او د هغو کسانو په ذهنونو کې شک وراچول و چې له واقعي دعوت کوونکو سره یې د پام وړ علاقه پیداشوې وه. ځکه دغه اعلان یوازې د خلافت د موخې د مخشوشولو لپاره یوه پروژه وه. هغه مهال په سوریه کې شدید انقلابي حالت خلافت غوښت او سیکولري پروژه د له منځ تلو په حالت کې وه، ډېر کم کسان وو چې دا واقعیت یې نه شو درک کولی.

لنډه دا چې ډېری خلک د داعش په وسیله د خلافت د شکمن اعلان په اړه د حزب د دریځ په تړاو حیران شول. همدارنګه هغو کسانو ته چې له نېږدې او لېرې یې حالت او چارې څارلې، د حزب د دې دریځ نیونې حقانیت ورته ښکاره شو. په ځانګړې توګه کله چې دغه سازمان کارونه تر سره کړل او دغو کړنو د خلافت مفکورې په مخشوشولو کې لوی لاس درلود. یاد سازمان د نظام د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړې پیل کړې او نظام تر خپل ولکه لاندې سیمو کې ارام ژوند کاوه. په ورته وخت کې قضیه داسې ښکارېده چې په سوریه کې جنایت کوونکی نظام دی، چې غواړي د یوې سختې جګړې په پایله کې خپل خلک په خپله ولکه کې وساتي او له هغه وروسته داسې شعارونه واورېدل شول، چې دغه نظام له نړیوال ټرورېزم سره په جګړه کې دی!

حزب پر دې وتوانېد چې په سوریه کې د امریکا برنامې افشا کړي. سره له دې چې په ځينو مواردو کې د انقلاب په اړه د امریکا پر دریځ خلک وغولېدل او ګومان یې کاوه چې امریکا د انقلاب ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې امریکا د بعثي جنایت کوونکي حکومت پلوې وه. د امریکا پلان د لاندې مواردو پر بنسټ و:

ـ د سکولار مخالفینو رامنځته کول، تر څو د هغوی حل لاره پر خلکو وتپي، چې له خلکو سره همکاري وکړي او دا د حل لارې یوه برخه وي.

ـ د خلکو له ذهنونو د سیاسي اسلام او اسلامي دولت مفکورې لېرې کول او ذهن یې د یوه مدني سیکولري دولت منلو ته رااړول.

ـ باید د امریکا له باور وړ پوځیانو؛ هغه چې د پوځ پخواني افسران و او اوس له پوځ څخه بېل شوي وو، یو نوی پوځ جوړ شوی وای. سره له دې چې د نظام او د هغه د څېرې په تغییر سره، ځینې د نظام مخالفې ډلې غولېدلې وې او نظام واقعیت ترې پټ کړی و. په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ځینو شیانو ژمنې ورسره شوې وې. دا هغه ځواکمنه هسته وه، چې امریکا د خپلو پروژو د تحمیلولو لپاره کاروله.

ـ د نړیوالو ځواکونو لېږل، لکه افغانستان ته یې چې ولېږل. دا د دې لپاره چې د خپل سیاسي ملاتړي بهیر ملاتړ پرې وکړي او په سوریه کې نوی حاکمیت ورباندې ثابت کړي. دغه راز غوښتل یې چې دغه ځواکونه باید فعال جنګي ماموریت ولري او دا ماموریت به د خلافت د دولت له تاسیس څخه مخنیوی او له مسلمانانو سره پر جګړه به یې تمرکز کاوه.

ـ د قدرت د لېږد مدیریت او لار ورته هوارول؛ موخه یې دا وه، چې  د داسې لاسپوڅو یو حاکم هیت رامنځته کړي، چې د نظام په مخالف او موافق صف کې وي.

حزب د امریکا د دسیسو او برنامو پر وړاندې په ډېرې هوښیارۍ عمل کوي. حزب تل په دې هڅه کې دی، چې امت او انقلاب کوونکي د دوی او د دوی د دسیسو د شنډولو پر وړاندې راپورته او پوه کړي. سره له دې چې د حزب غړي د هغو کسانو له خوا ځورول کېږي، چې ظاهراً ځان د نظام مخالف بولي، خو د چټلو سیاسي پیسو په واسطه په سوریه کې د امریکا دې نقشو د پلي کولو لپاره د ترکیې په خدمت کې دي. لکه څنګه چې هیئت تحریر شام په ادلب کې د ترکیې د پولیسو رول تر سره کړ او هغه چیغې یې ودروې، چې د ترکیې رول یې برملا کاوه. همدارنګه په ادلب کې یې د انقلاب رول اوسني حالت ته راورساوه. په ادلت، حماة او حلب کې یې د حزب التحریر نېږدې څلوېښت ځوانان، سره له یو شمېر متنفذینو او ټولنیز موقف لرونکو کسانو سره یو ځای ونیول. حزب له انقلاب کوونکو څخه غواړي، چې له هغو رهبرانو څخه چې په بهرنیانو پورې تړلي، لېرې او پر مخلصو رهبرانو ورټول شي. څو پاک رهبران یوه قوي او د کار وړ قوي ـپوځي شورا جوړه کړي، چې هغوی متحد او د نصرت، خیر او تقوا پر لوري سم کړي. موخه مو دا ده، چې دغه رهبران، انقلابیون او د قدرت لرونکي د خلافت دولت د تاسیس لپاره حزب التحریر او رهبرۍ ته یې نصرت ورکړي.

د شام د انقلاب په اړه د ټولو مخالفو دولتونو هڅه دا ده، چې د بشار د نظام ملاتړ وکړي او د سوریې پر خلکو سیکولرېستي اساسي قانون تحمیل کړي. دغه راز غواړي ټول مخلص کسان ترهګر وبولي، هغوی له منځه یوسي او دوسیه یې وتړي... ټوله موخه یې د خلافت دولت د تاسیس مخنیوی دی. هغه فرض چې الله سبحانه وتعالی یې په تاسیس مکلف کړي دي؛ هغه دولت چې د یووالي، قدرت، عزت او غرور منبع یې ده. هغه دولت چې د اسلامي خاورو هېوادونه یې د غربي او کفري هېوادونو له استعمار څخه ژغورلي و او دا د الله سبحانه وتعالی د شرعیت د حاکمیت برکت و. هغه دولت چې اسلامي امت یو موټی کوي. د دې ټولو د تحقق لپاره یوازینۍ لار دا ده، چې د خلافت دولت د زبرځواک په توګه پر نړۍ واکمن شي، د اسلام نظام پلی او د هدایت او روښنایۍ پیام نړیوالو ته ورسوي.

﴿وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ﴾

[قصص: 5]

ژباړه: موږ دا اراده درلوده، چې په ځمکه چې پر ذلیل شوو کسانو مهرباني وکړو، رهبران او وارثان یې وګرځوو.

لیکوال: حامد عبدالعزیز

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې