شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
زموږ ماما، نوید بټ
بسم الله الرحمن الرحيم
زموږ ماما، نوید بټ

ټول یې ماما بولي؛ ځکه خو د نوید بټ په نامه ورته غږ کول سم نه راته برېښېدل. دغه نوم د نږدېوالي یو احساس پیدا کوي، همداسې دی زموږ د کورنۍ د غړي په څېر و. هر چا فکر کاوه چې له خپل خېل څخه یې دی. ما یې تر لاس لاندې کار کړی، اووه کاله د ویاند معاون وم او ډېرې مهربانۍ یې راسره کړې دي. دومره نېکۍ یې راسره کړي چې بېرته یې نه شو جبرانولی. زه او مېرمن مې تل دعا ورته کوو. ماشومان مو چې په خبرو راغلل، دا دعا مو ور زده کړه: «اې خدایه! موږ له خپل پلار او مور سره وبښه. اې خدایه! ماما له بنده خلاص کړه!.» زړه مې خوږېږي او تر څو چې دی ازاد نه وي، همداسې به وي. د حزب التحریر-ولایه پاکستان په مطبوعاتي دفتر کې د ده تر رهبرۍ لاندې د کار پر وخت مې نه یوازې دعوت مخ ته وړل ترې زده کړل، بلکې د ژوند په هره برخه کې یې ډېر څه راوښودل، که هغه واده وي، که ماشوم لویول، روغتیا، درملنه، په سوداګرۍ کې شراکت، اخلاق او کورنۍ. زه اوس افسوس کوم چې د خپلې کمزورۍ په سبب مې ډېره ګټه ترې وانخ خیسته.

ما په داسې وخت کې ولید چې مالي وضعیت یې ښه نه و. ان هغه وخت یې هم نه پرېښودم چې د کوم څه پیسې ورکړم. داسې یې نه ښوده چې مالي وضعیت یې خراب دی. د میراث پیسې چې لاسته ورغلې، ډېرې یې وروڼو ته قرض ورکړې. نه مې په یادېږي چې چاته یې د هغو پیسو د بېرته ورکولو ویلي وي.

له رسنیو سره د کتو پر وخت به زه ورسره وم. پر حزب د بندیز په سبب به د مرکو موکه کمه په لاس راتله. یوه ورځ په راولپنډۍ کې یوې ورځپاڼې له موږ سره مرکه کوه، دا ښه فرصت او لویه لاسته راوړنه وه. زه او ماما د دغې ورځپاڼې دفتر ته ور روان وو، په لار کې موږ یو کس ولید چې له خپلې کورنۍ سره ولاړ و، موټر یې ستونزه پیدا کړې وه او مرستې ته یې اړتیا لرله، ماما موټر ودراوه، د هغه کس موټر یې وکوت او ویې ویل چې ګاز یې خلاص کړی، یو چا یې باید موټر د ګاز اچولو تر نږدې سټېشن پورې کش کړی وی. ما ماما ته وویل چې دا مرکه ډېره مهمه ده، پرېږده چې یو بل کس مرسته ورسره وکړي، خو بیا یې هم موټر تر هغه ځایه ورساوه.

ماما د خلافت یو هڅاند او ډېر لېوال مدافع و. د ورځې ۲۴ ساعته، د اونۍ ۷ ورځې او د کال ۳۶۵ ورځې یې همدا حال و. د رسنیو په مخ کې مې تر اوسه داسې نه دی لیدلی چې د هغو د پوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغلی وي. ماما به د اوسنیو مشهورو ویاندویانو او خبریالانو داسې پوښتنې ښکاره او په جرئت ځوابولې چې ډېری اسلامي رهبران یې ځواب پټوي او پلمې کوي. ماما به تل د دغو پښتنو کوونکو پر وړاندې د اسلام غاړه هسکوله. یوه ورځ د اې. آر. وای ټلوېزیون خبریال ترې وپوښتل: «په خلافت کې تاسو ښځې اړ باسئ چې خپل ځانونه پټ کړي؟» ماما ډېر ارام ځواب ورکړ: «ته دا راته ووایه چې د امریکا، انګلیس او فرانسې غوندې هېوادونو په عامه ځایونو کې د ښځو د جامو لپاره یو قانون شته کنه؟

څوک پوره لوڅ بیرون ته وتلی شي؟ که یو حد وي، دا په دې معنی ده چې پوره ازادي ناشونې ده. نو خبره دا نه ده چې حد شته؛ ځکه چې حد هر ځای په بېلو بڼو وي، خو تاسو ګوته نه ورته نیسئ. پوښتنه دلته ده چې څوک باید دا حد وټاکي. په ډیموکراسۍ کې دا کار پارلمان کوي، خو موږ مسلمانان پر دې باور یو چې دا کار یوازې او یوازې د ټول جهان د خالق سبحانه وتعالی دی». له دغه ځواب وروسته، خبریال بله پوښتنه نه شوی کولی.

یو بل خبریال یې یوازې په دوو دقیقو کې تر تاثیر لاندې راغی، ماما له دغه خبریال څخه وپوښتل: «تر څه وخته به خلک محدودوئ چې د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ تر منځ توپير باندې بحث ونه کړي؟ دواړه یو شان قضایه قوه نه لري؟ پولیس، تشریفات او ټولنیز نظام یې یو شان پر لېبرال فکر نه دی ولاړ؟ که مشرف مجاهدین خرڅ کړل، د نواز په دوره کې اجمل کانسي پر امریکا خرڅ نه شو؟ دواړه د «ملي ګټو» په نامه امریکا ګټې نه خوندي کوي؟ دواړه په نوي استعماري نظم کې کار نه کوي؟». که څه هم دا خپرونه بیا خپره نشوه، ښایې یوه زنګ دا خبریال اړ ایستلی وي چې د خپرونې له خپرولو لاس واخلي.

یو بل خبریال چې په خپل چینل کې یې استعفا ورکوله، په وروستۍ خپرونه کې یې ماما ته دا فرصت ورکړ چې په وروستۍ خپرونه کې یې خپل غږ ازاد پورته کړي. دا له اسلام سره د رسنیو د کارکوونکو مینه ښيي او دا ټول د ماما له برکته.

ماما د پوچو او منحطو فکرونو د رد لپاره ډېرې مقالې ولیکلې. نن ورځ هم هغه مقالې چې ماما په ساده اردو لیکلې وې، د دغو فکرنو د رد لپاره بهترینې دي. د اسلام د اقتصادي نظام، د اسلام د حاکمیت نظام، د اسلام قضایي نظام او د اسلام د بهرني سیاست او ښوونې پالیسۍ په اړه په زړه پورې پرېزېنټېشنونه وړاندې کړل، په دې سره یې د اسلام د بیا حاکمیت لپاره د امت پر ځان باوري لوړه کړه. مطبوعاتي اعلامیې یې د ظالمو حکامو په زړونو کې خنجر و او هغوی ته اصلاً د زغملو نه وې.

ماما او ملګرو یې نه یوازې دا چې د حزب التحریر غړي تیار کړل، ګڼ شمېر رهبران یې هم تولید کړل. بې له شکه چې دی د ډېرو شبابو استاد و او ان شاءالله بېرته به راځي. کله چې ازاد شي او وګوري چې ځایناستو یې د دغه غږ د پورته کولو او دعوت د مخته وړلو لپاره څومره کار کړی، په خپل زندان او بندي کېدو به افسوس ونه خوري. ښایي داسې وخت بېرته راستون شي چې دغه ظالم حکام به له غاړو نیول شوي وي او د اشغال لوبه به ختمه وي. هغه ورځ به د مبارکیانو غږونه وي، دی به د خپلو وروڼو په اوږو وړل کېږي او د یوه حاکم په توګه به د اسلام د پلي کولو مسوولیت اخلي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمران یوسفزی-پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې