جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ملتونو کمزوري او د الله سبحانه وتعالی قوت
بسم الله الرحمن الرحيم
د ملتونو کمزوري او د الله سبحانه وتعالی قوت

یو شمېر مسلمانان پخپلو خبرو کې پر دې باور کړی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت په رامنځته کېدو سره د اسلام بیا واکمني ناشونې ده؛ ځکه هغوی دا استدلال کوي چې په سیمه کې واکمن او لوی دولتونه لکه امریکا، اروپا، چین او روسیه به یې ژر تر ژره د هغه د له منځه وړلو هڅې پیل کړي او د تاسیس کېدو په مخ کې به یې خنډ شي. ځینې نور بیا دا نظر وړاندې کوي چې د اشغال شوو سیمو او یا هغه سیمې چې تاوتریخوالی پکې ډېر دی او خلک یې قتل عام کېږي، لکه فلسطین، سوریه او کشمیر د ازادۍ لپاره په ترکیه، پاکستان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د اوسنۍ واکمنې اردو خوځول یوه سیاسي او نظامي ځانوژنه ده.

هغه هېوادونه چې ډېری نفوس یې مسلمانان دي او ادعا کوي چې د داسې نظامي چلند پایله به له ماتې سره مخ شي؟ ځکه په اوسني حالت کې اسلامي هېوادونه نه یوازې له لویو هېوادونو سره په مبارزه کې دي، بلکې له تړونکوونکو او ملګرو غربي او شرقي هېوادونو سره مخ دي. د هغوی ادعا دا ده چې اوسني لوی دولت ته هېڅوک ماتې نه شي ورکولی او تل به همداسې واکمن وي. دا د اوسنۍ نړۍ د رهبرانو فکري لیدلوری دی. د هغوی له ډلې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جریان کې یې د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا د اټومي بټیو په تړاو وویل: «موږ هیله مند یو چې له دغه قدرت څخه ګټې اخیستنې ته اړ نه شو، خو داسې وخت به هم راشي چې د نړۍ ځواکمن ملت به نه وو.

هر کله چې یو شمېر مسلمانان د مسلمانانو د راتلونکي په اړه په داسې باور وي، حتما له خلکو سره د ماتې مفکوره پیدا کېږي، عادي خلک تل واکمن واقعیت ته تسلیمېږي، د ظلم، تاوتریخوالي او وژنو دوام به ومني. هغه مسلمانان چې په داسې لیدلوري لویېږي، هر کله چې یې خلک پخپله خاوره کې د بدلون غوښتنه وکړي، هغوی د ملګرو ملتونو د ارګان له لارې او یا د دغه سازمان د تګلارو پر اساس له سیاسي حزبونو سره جوړجاړی کوي. ځکه د هغوی مفکوره داسې ده چې تباه کوونکی واقعیت یې رامنځته کړی دی.

موږ په ځلونه کله چې د داسې سازمانونو له کړنو څخه ملاتړ کړی، د بې ګناه وینې تویدو لامل شوی، هغه ناکام شوی او پر ځای یې ظالمو واکمنانو، نظامونو او بنسټونو ته ډېر قدرت ورکړی دی. یا سرچپه، دا ډول حزبونه او سازمانونه هغه ابزار دي چې لوی دولتونه د شته حالت د پیاوړتیا په هدف د خپل نفوذ او سلطې اړوند په نړۍ کې ترې ګټه اخلي. دغه له ماتې سره مخ فکرونه په نړۍ د اوسنیو واکمنو واقعیتونو د اقداماتو د احساساتو له پایلې څخه رامنځته کېږي. د بېلګې په ډول، که دا ومنل شي چې یو هېواد د لوی نظامي قدرت په درلودو سره کمزوري هېواد ته ماتې نه شي ورکولی؛ ایا د نظامي او سیاسي پېښو کنټرول د شطرنج د دانو د کنټرول په څېر دی؟ په ډاډ سره ویلی شو چې دا ډول لیدلوری یوازې پر نظامي قدرت تکیه کول ردوي. له دې داسې معلومېږي چې بهرنی عمل د صحنې او د ملل د بریا د دوام تر شاه دی، چې هغه الله سبحانه وتعالی قوي، قادر او د وړتیا لرونکی ذات دی. دغه واقعیت په نړۍ کې د کورونا ویروس د پراختیا او ښکاره کېدو په وخت کې نړیوالو ته ښکاره شو. دا کوچنی مخلوق چې حتا په سترګو نه لیدل کېږي، په نړۍ کې یې ستر اقتصادي رکود رامنځته کړی دی. د کورونا پیغام هغو کسانو ته لوی عبرت دی چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې خپله کمزوري ولیدله. داسې درسونه څو څو ځله په قرانکریم کې ذکر شوي، چې ډېرو تېرو امتونو او لویو امپراتوریو داسې ګمان کاوه چې ماتېدل یې ناشوني دي او الله سبحانه وتعالی ته له هر ډول تسلیمېدو څخه یې سرغړونه وکړه؛ خو الله سبحانه وتعالی مومنینو ته دا وریادوي چې یوازنی له ماتې سره نه مخ کېدونکی ذات الله سبحانه وتعالی دی. څنګه چې فرمایي:

﴿أَلَمْ يَرَوْاْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاء عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ﴾

 [الأنعام: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدل چې تر دوی وړاندې مې ډېر ملتونه او قومونه هلاک کړل؟ هغوی ته مې ځمکه، نعمتونه او امکانات ورکړل، چې تاسو ته مې هغه نه دي درکړي او پر هغوی مې پرلپسې بارانونه وکړل او تر پښو لاندې مې یې نهرونه وبهول، خو هغوی سرغړونه وکړه، نو هغوی مې د خپلې ګناه له امله هلاک کړل او تر هغوی وروسته مې نور قومونه پیدا کړل.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قُلْ سِيرُواْ فِي الأَرْضِ ثُمَّ انظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ﴾

[الأنعام: 11]

ژباړه: پر ځمکه وګرځئ، وروسته ووینئ، د هغو کسانو عاقبت څه شی شو چې الهي ایاتونه یې دروغ وګڼل؟

د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی بیاهم فرمایلي دي:

﴿أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وِأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ﴾

[التوبه: 70]

ژباړه: ایا د هغو کسانو خبر نه دی در رسېدلی چې تر هغوی وړاندې وو؟ د نوح، عام، ثمود، ابراهیم د قومونو حال او همدارنګه مدین اصحاب او د لوط د قوم ړنګ بنګ شوي ښارونه، چې پیغمبرانو یې روښانه دلیلونه ورته راوړل، خو هغوی ونه منل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ظلم ونه کړ، بلکې هغوی وو چې تل یې پر خپل ځان پخپله ظلمونه کول.

نو د عاد د قوم داستان چې په قرانکریم کې راغلی، د اوسني واقعیت تر ټولو ښکاره بېلګه ده، چې هغوی فکر کاوه مات به نه شي. د عاد قوم لومړی قوم و چې له حضرت نوح علیه السلام وروسته یې بت پرستي پیل کړه او د طغیان په پایله کې د لوی طوفان په وسیله له منځه یوړل شو. څنګه چې الله سبحانه وتعالی په سورت فجر کې فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ * إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ * الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ﴾

[الفجر: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدې چې الله سبحانه وتعالی د عاد له قوم سره څه وکړل؟ او له هغو ښارونو سره چې لوړې ودانۍ پکې جوړې شوې وې؟ داسې چې بېلګې یې په ښارونو کې نه وې جوړې شوې.

نن ورځ د نړۍ لوی قدرتونه په وړتیا او سیطره کې د عاد له قوم سره برابر نه دي. ځکه په نړۍ کې د عاد د قوم سیال نه و، په نړۍ کې به یې چې هر څه وغوښتل، هغه به یې ترسره کول او هېچا له هغه سره د سیالۍ وس نه درلود. له اقتصادي پلوه د عاد قوم ښه شتمني او اسانتیاوې درلودې، چې د هغوی له ډلې یې بڼونه او ډول ډول باغچې درلودې. په داسې بڼه چې د هغوی شتمني دومره پراخه او ډېره وه چې د غرونو په سرونو به یې کورونه او ودانۍ جوړولې، چې هېچا هلته ژوند نه کاوه؛ دوی یوازې دغه کورونه د وړیا ښودلو او لویۍ په هدف جوړ کړي وو. د نفوذ او نسل له پلوه الله سبحانه وتعالی هغوی ته ډېر نسل او پیاوړي خلک ورکړي وو. د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی یادو کسانو ته د ښارونو په جوړولو کې ښه مهارت ورکړی و.

په هر حال، هغه ټول ځواک چې دوی درلود، هغوی تکبر وکړ، کافران شول د هود علیه السلام له رسالت څخه، چې د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو او عبادت لپاره رالېږل شوی و، ډډه یې وکړه. دوی ادعا وکړه چې د ځمکې پر مخ تر ټولو پیاوړی امت دی او د کوم چا لارښوونې او هدایت ته اړتیا نه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ﴾

[فصلت: 15]

ژباړه: د عاد قوم په ناحقه تکبر وکړ او ویې ویل: ایا تر موږ هم څوک زورور شته؟ ایا هغوی پر دې نه پوهېدل، چې الله سبحانه وتعالی چې دوی یې پیدا کړي، تر هغوی پیاوړی دی؟ په دې ګمان چې تر هغوی پیاوړی نشته، تل یې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو څخه انکار کاوه.

هغوی له قدرت څخه د عاقلانه ګټې اخیستنې پر ځای ظلم وکړ او وحشیانه چلند یې غوره کړ. په همدغه دلیل الله سبحانه وتعالی پر هغوی لوی باد راویست او هغوی یې له منځه یوړل. څو د ځمکې پر مخ راتلونکو نسلونو ته د عبرت یوه نښه وي، چې یوازې الله سبحانه وتعالی ټول واک او قدرت په لاس کې لري. همدارنګه الله سبحانه وتعالی هغه پیاوړی او تر ټولو قدرتمند ذات دی چې کارونه ترسره کوي او هوډ نیسي، څو ټولو ته دا وښيي چې د ملتونو د ښکاره کېدو او نسکورېدو واک او کنټرل د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ * سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ * فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ﴾

[الحاقة: 6]

ژباړه: او اما د عاد قوم یې په ډېر تند باد او طغیانګر باد سره له منځه یوړ، الله سبحانه وتعالی پر هغوی اوه شپې او ورځې پرلپسې مسلط کړ او که هلته وی، لیدلي به د وو چې هغوی د خرما د پوچو شوو ونو غوندې پر ځمکه پراته او هلاک شول.

دغه لوی قوم په څو ورځو کې د الله سبحانه وتعالی په قدرت سره د هغه باد په واسطه چې په سترګو نه لیدل کېده، بلکې یوازې اثار یې احساسېدل، داسې له منځه ولاړ چې ته به وایي، اصلا نه وو. الله سبحانه وتعالی! د الله سبحانه وتعالی په اړه په فجر مبارک سورت کې ژمنه کړې چې ظالمین، کافران او سړغړوونکي تباه دي او الله سبحانه وتعالی هغوی ته هېڅ اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ سرغړونه وکړي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ * فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ * إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ﴾

[الفجر: 12]

ژباړه: په هغوی کې یې ډېر فساد رامنځته او تباه یې کړل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ډول ډول عذابونه نازل کړل. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی په کمین کې دی.

همدارنګه فرمایي:

﴿وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ﴾

[النحل: 61]

ژباړه: که الله سبحانه وتعالی خلک د ظلم له امله حساب ورسره وکړي، هېڅ خزنده چې د محاسبې مستحق دی، د ځمکې پر مخ نه پرېښودل، خو الله سبحانه وتعالی تر یوې مودې هغوی ته وخت ورکوي، کله یې چې اجل راشي، نه یو ساعت وروسته پاتې کېږي او نه یو ساعته وړاندې کېږي.

په تېر وخت کې د حاکمانو او ظلم کوونکو، چې حق به یې رداوه، فساد به یې پراخاوه او مومینینو ته به یې عذاب ورکاوه، د الله سبحانه وتعالی قانون همدا دی. د دې تر څنګ مو ولیدل چې الله سبحانه وتعالی نمرود ظالم پادشاه، چې فکر یې کاوه د نړیوالو خدای دی، د مایسې غوندې یو وړ مخلوق د پوزې د سوري له لارې د هغه مغز ته ورسېده او له منځه یې یوړ. موږ ولیدل چې الله سبحانه وتعالی څرنګه خپل پیغمبر داود علیه السلام ته توفیق وړ کړ، څو په یوه وړه تیږه د فلسطین لوی او ځواکمن قومندان چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني یې کوله، وواژه او له منځه یې یوړ. موږ همدارنګه ولیدل چې فرعون یوه لویه امپراتوري اداره کوله، له خپلې اردو سره یې څه ډول په سیند کې ډوب شو؟ د دې تر څنګ مو شاهدان یو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د الله سبحانه وتعالی په مرسته د بدر په غزا کې قریشو کفارانو ته ماتې ورکړه.

تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو د عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې څه ډول د فارس امپراتوري چې د تجهیزاتو له اړخه ډېره پیاوړې وه، په قادسیه کې ماتې کړه. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا﴾

[مريم: 9]

ژباړه: ډېر ملتونه مې د هغوی د طغیان له کبله هلاک کړل. ایا کوم څوک هغه وینئ، یا د هغوی هېڅ ورو زمزمه او غږ نه اورئ؟

په داسې حال کې چې تېرې امپراتورۍ له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه له اوسنیو دولتونو لویې وې. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا﴾

[فاطر: 44]

ژباړه: ایا په ځمکه کې ونه ګرځېدل، ترڅو د هغو کسانو په اړه فکر وکړي چې تر هغوی وړاندې او ډېر قوي وو، څه ډول شول؟ هېڅ داسې څه په ځمکه او اسمان کې نشته چې الله سبحانه وتعالی عاجز کړي، څو د هغه له قدرت څخه بېرون شي. ځکه هغه تل پوه او د قدرت لرونکی دی.

دا ټول موارد مستمري درس دی د بني بشر لپاره. قدرت او قوت یوازې د الله سبحانه وتعالی دی او د بشر تمدن او پرمختګ چې هر څومره لوی او پیاوړی وي، هر کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه له منځه وړل وغواړي، له ټولو امکاناتو سره یې له منځه وړي. دا د مومنینو لپاره یو پند دی، چې که هر کله الله سبحانه وتعالی پر مومنینو نصرت وکړي، هېڅ سیاسي، نظامي او اقتصادي قدرت یې مخه نه شي نیولی. د داسې شواهدو په موجودیت سره اوس هم یو شمېر مسلمانان پیدا کېږي چې پر دښمنانو د مسلمانانو بریا تېرې افسانې، د الله سبحانه وتعالي پیغمبران او صحابه یادوي او د اوسني وخت د مسلمانانو لپاره یې د عبرت او بېلګې په توګه نه ګاروي؛ چې له اوسنیو سیاسي پېښو سره مبارزه وکړي. د تاریخ په اوږدو کې داسې شواهد لرو چې مسلمانان تر خلفای راشیدو وروسته او صحابه وو د نورو خلفاوو په واکمنۍ کې او د مسلمانانو واکمنانو بریالۍ اتلولۍ درلودې؛ چې اوسني سیمه‌ییز تصویرونه بشپړ منفي شمېري. د بېلګې په توګه: هغه لویه بریا چې مسلمانانو د صلیبیونو پر وړاندې د اتل سلطان صلاح الدین ایوبي د خلافت په وخت کې تر لاسه کړه او د تاریخ په زړه کې نورو ته د عبرت په توګه ثبت شوه. هغه داسې چې په درېیمه صلیبي جګړه کې، چې د حطین د مشهورې جګړې او د بیت المقدس د ازادېدو لامل شوه، په هغه وخت کې المان، فرانسې او انګلیس اتحاد کړی و، چې د هغوی د پادشاهانو په رهبرۍ لویه اردو وه، د بیت المقدس د بیرته نیولو لپاره یوځای شوي وو او ټول ناکام شول. په دې جګړه کې ځینې څېړنې دا ښيي چې یوازې د المان اردو د ۳۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې وه، چې دا شمېر په هغه وخت کې له حده ډېر دی. صلاح الدین د کمې اردو په درلودو سره پر دې وتوانېد چې له بیت المقدس څخه دفاع وکړي. ځکه هغه عقیده درلوده چې له بیت المقدس څخه دفاع د الله سبحانه وتعالی امر دی او په اسلام کې دغه خاوره پاکه او مبارکه خاوره بلله کېږي. په دې جګړه کې د الله سبحانه وتعالی قدرت هغه وخت معلومېږي، کله چې د المان صلیبي لښکر د شام پر لور حرکت وکړ او د هغوی پادشاه فریدریک بارباروسا مړ شو او وروسته یې په پوځ کې ناروغۍ او بې شمېره اختلافونه راپیدا شول. بیا هغه وو چې له صلاح الدین سره د مقابلې لپاره د دوی پوځ شام ته ورسېد، د هغوی له جملې څو سوه سرتیري پاتې شول چې د کمزورۍ او بې وسۍ له امله له منځه ولاړل. په دې معرکه کې یوه الهي مرسته دا وه چې د فرانسې دویم فیلیپ د عکا ښار په کلابندۍ کې ناروغ شو او له خپل پوځ سره بیرت فرانسې ته ولاړ. همدارنګه هغوی د انګلیس پادشاه ریچارد د صلاح الدین پر وړاندې یوازې پرېښود. همدارنګه د ریچارد پوځ له ګرمۍ او د څښلو اوبو له نښت څخه ځورېده او د شپې پر مهال د زهري عنکبوتونو لښکر هغوی وچیچل. وروسته کله چې د قدس ښار په څومترۍ کې لیدل کېدل، یوازې ۲۰۰۰ زره سرتیري یې پاتې وو، چې د جګړې او د ښار د نیولو وس یې نه درلود. الله اکبر! نو د هغو مسلمانانو لپاره یو لوی درس دی چې الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړی دی چې د اسلام د بیا راتلو په لټه کې دي.  د اسلام په تاریخ کې د څو بریاوو شاهدان وو. هر کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د دین پر پښو درېدو، د هغه سبحانه وتعالی د امر پر ځای کولو او له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع لپاره راپورته شوي وو، د لږ شمېر او د کمزوري نظامي قدرت پر شتون سربېره الله سبحانه وتعالی هغوی ته بریا ور په برخه کې کړې ده. د بېلګې په توګه، په ۱۳مه پېړۍ کې د تاتار قبیله چې وحشي انسانان وو، پر اسلامي خلافت یې برید وکړ، خلیفه یې کلابند او وروسته یې وواژه او کابو د اسلامي خارو درېیمه برخه یې اشغال کړه. کله یې چې هغوی د اسلام د وروستي مرکز مصر پر لور حرکت وکړ، تاتار د مصر واکمن محمود سیف الدین قطز ته په یو لیک کې ولیکل: «اسلامي خاورې مې اشغال، ماشومان مې یتیم او انسانانو ته مې سخته جزا ورکړه او قتل عام مو کړل. د هغوی ګران انسانان مو ذلیل او رهبران مو یې ونیول؛ نو ته څه فکر کوې چې چېرته به ولاړ شې؟ قطز له مسلمانانو، علماوو او د سلامي خارو د دفاع لپاره د مسلمانانو له خلیفه څخه مرسته وغوښته او هغوی یې یووالي ته راوبلل. همغه وو چې د عین جالوت په جګړه کې د نوموړي په رهبرۍ مسلمانانو د روژې په مبارکه میاشت کې د تاتار پر وړاندې لویه بریا خپله کړه. دا چې قطز د اسلامي خلافت د څو اشغال شوو سیمو د ازادولو هڅه وکړه، هغه له اسلام څخه د دفاع لپاره مبارزه وه، نه شخصي هدف. د تاریخ په اږدو کې یې ژوندۍ بېلګې ډېرې دي. کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی او د هغه د اوامرو د ځای پر ځای کېدو لپاره په لږ شمېر راپورته شوي او الله سبحانه وتعالی هغوی بریالي کړې وي، ډېر مثالونه شته دي.

پر دې سربېره د دښمن پر وړاندې د نصرت د تحقق لپاره د رسولانو، صحابه وو او همدارنګه د قدرت توازن شتون شرط نه دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾

[البقره: 249]

ژباړه: خو کوم کسان چې پر دې باور، چې د الله سبحانه وتعالی د دیدار لیدونکي دي، ویې ویل: هغه کوچنۍ ډله چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق پر لویه ډله بریالۍ شوه او الله سبحانه وتعالی له صبرکوونکو سره دی.

کفارو تل په نړۍ کې د قوی توازون اصطلاحات لکه د نظامي او سیاسي قدرت توازون د جګړې او د سیاست په ډګر کې د بریا شرط بللی دی؛ خو تل اړتیا نشته چې د مسلمانانو فکر همداسې وي، ځکه موږ پوهېږو چې الله سبحانه وتعالی د محدود فکري قضاوت او منطق پر اساس نصرت نه ورکوي، بلکې الله سبحانه وتعالی د نصرت د ورکړې لپاره قضاوت او ټاکلې مبده لري چې هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د مسلمانانو پیروي، پر هغه توکل او د اسلام د دین د نصرت لپاره هڅې دي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾

[محمد: 7]

ژباړه: اې مومنانو! که د الله سبحانه وتعالی اوامر ومنئ، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره مرسته کوي او ګامونه مو ټینګ وي.

همدارنګه د اسلامي خلافت په وخت کې موږ د دې شاهدان وو، هر کله چې مسلمانان د اسلام د پلي کېدو او تحقق او د خپلو لیکو د پیاوړي کېدو لپاره جګړه کړې، له ژمنې سره سم الله سبحانه وتعالی اسلامي خلافت تر ټولو په قوي ځای کې ساتلی دی. تر دې چې سیاسي، اقتصادي او نظامي قدرت یې په ټوله نړۍ کې خپور شو، د اسلام دښمنان ترې ډارېدل او پرلپسې بریاوې یې تر لاسه کړې. همدارنکه د دغو هڅو پر مټ مسلمانان پر دې وتوانېدل چې ډېرې سیمې ونیسي. له هسپانیې نیولې تر منځنۍ اسیا پور، خو کله چې مسلمانانو د اسلام په زده کړه، فهم او پلي کېدو کې د خلافت دولت په چوکاټ کې ټنبلي او سستي وکړه، پر ځای یې پردي فکرونه راخپل کړل، اسلامي خاورې ووېشل شوې او اسلامي دولت کمزوری شو. کار تر دې ځایه ورسېد چې اسلامي خاورې د اشغال کوونکو په کنفرانسونو کې د ساتېرۍ په الو بدلې شوې او د هغوی دروازې د اسلامي خارو د استعمار، وېشلو او پر هغوی د نظامي بریدونو او د مسلمانانو د وینو تویولو لپاره پرانیستل شوې. قران، سیرت او د اسلام تاریخ زموږ لپاره غوره درسونه دي چې د هغه پر اساس خپله مفکوره جوړه کړو او دا چې الهي نظامي اقامه یعنې اسلامي خلافت حتما د الله سبحانه وتعالی په مرسته تاسیس کېږي، د نړۍ له پرمختګ او قدرت پرته. ځکه زموږ دین موږ ته امر کړی چې په هر حالت کې د خپل رب اطاعت وکړو او د خپل دین په قدرت ایمان ولرو.

پر همدغه اساس، بشپړ باور ولرو چې اسلامي پوځونه دا وړتیا لري، څو په سوریه، فلسطین، کشمیر، چین، میانمار او نورو اسلامي خارو کې زموږ ځورېدلې خویندې او وروڼه وژغوري. ځکه زموږ پوځونه یوازې د الله سبحانه وتعالی دغه امر ته لبیک وایي: له اسلامي خاورو او د مسلمانانو د ژوند ساتنه. داسې بارونه له اصطلاحاتو او تورو سره غوټه خوړلې چې په ځلونه موږ ته ویل شوي دي، خو ډېر کم کسان دي چې مانا او مفهوم یې درک کړی دی. لاحول ولا قوه الا بالله! په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی هغه چا ته نصرت ورکوي، چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ * تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ﴾

[البقره: 251]

ژباړه: که چېرته الله سبحانه وتعالی د ځینو د تیري او ظلم مخه د نورو کسانو په وسیله نه نیوله، ځمکه به له فساده ډکه شوې وای، خو الله سبحانه وتعالی د نړۍ د خلکو پر وړاندې فضل او احسان کوي.

لیکواله: ډاکتر نسرين نواز

د حزت التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رییسه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې