جمعه, ۱۵ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بوسینیا جګړه یې یوه بېلګه ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
د بوسینیا جګړه یې یوه بېلګه ده!

(ژباړه)

الله تعالی کافران د یو بل د ساتونکو په توګه ښودلي:

(وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ)

[انفال:۷۳]

ژباړه: کافران د یو بل ملاتړ کوي.

په قران کریم کې له اسلام او مسلمانانو سره د دوی د دوښمنۍ په اړه راغلي؛ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ ‏مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾ [ال عمران: ۱۱۸]

ژباړه: ... د هغوی د زړه دوښمني له خولې څخه راوځي او څه چې دوی په خپلو سینو کې پټ ساتلي، هغه له دې څخه ډېر زیات دي... .

ابن کثیر د دغه ایت په تفسیر کې وايي چې د دوی دغه دوښمني د دوی په څېره، خبرو او زړه کې ښکاري. دا چې دا خبره اهل درک ته ښکاره وي، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾[ال عمران:۱۱۸]

ژباړه: ... موږ تاسو ته په ډاګه، څرګنده لارښوونه کړې ده، که تاسو پوهه لرئ.

له مسلمانانو سره د کفارو بې حده دوښمني تل او په هر ځای کې ده. سره له دې چې کفار په خپل منځ کې د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره مخالفتونه لري؛ خو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې سره یو دي. پخوا او اوس د مسلمانانو پر وړاندې هېڅ داسې جګړه او ټولوژنه نشته چې د غربي هېوادونو مستقیم یا نامستقیم لاس نه وي پکې، یا لږ تر لږه د جنایتکارو ظالمانو پر اعمالو غلي پاتې شوي او له هغوی سره یې یو ځای توطیې جوړې کړې دي؛ د بوسینیا جګړه چې په ۱۹۹۲-۱۹۹۵ کلونو کې وشوه، د دې شاهده ده. دغه جګړه د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې د کرکې له کبله پیل شوه؛ اروپا او امریکا، صربیان هڅول او ملاتړ یې کاوه چې دغه ټولوژنه او جنایت وکړي. دغه هېوادونه وېرېدل چې بوسینایان په مرکزي اروپا کې یو اسلامي دولت جوړوي؛ په غربي هېوادونو کې په همدغه پلمه له مسلمانانو سره جګړه وشوه او ظلم پرې وشو، دوی وېرېږي چې ټولنې یې اسلامي نه شي. د همدې لپاره په اسلامي هېوادونو کې استعماري جګړې کېدې او اوس هم روانې دي چې د خلافت د بیا راتګ مخه ونیسي.

د بوسینیا صرب مشر، میلارډ ډاډیک د جرمونو نړیوالې محکمې ته وویل چې د دغې جګړې سبب دا و چې «مسلمانانو غوښتل اسلامي دولت تاسیس کړي». د ډاډیک دغه خبرې، راډاوان کارادزیک محکمې ته د ده د اقرار په متن کې راغلې. منبع: (فرانس پرېس اژانس،  09/04/2013) غربي هېوادونو او ناټو د بوسینیا د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې د صربیانو پلوي وکړه او د عراق، افغانستان، سوریې او نورو اسلامي هېوادونو په شان یې هلته هم د مسلمانانو پاکه وینه وبهوله.

د ناټو غړو هېوادونو، صربیایي جنایتکارانو ته پوځ او اکمالات ورکړل، له بلې خوا یې پر وسلو سخت بندیز ولګاوه او په دې سره یې د بوسینیا مسلمانانو ته تقریباً ناشونې کړه چې وسلې پیدا کړي. په بوسینیا او هرزګونیا کې د ولسمشرۍ شورا پخواني مشر، ډاکټر سیلاډیچ په 27/12/2015 نېټه د الجزیرې ټلویزیون په یوه خپرونه – Witness to the Times - کې په جګړه کې د دغو هېوادونو د ناوړه رول او د ملګرو ملتونو له لوري د صربیانو د پلوۍ په اړه وویل: «له صربیانو سره د روسي ځواکونو پوځي ملاتړ و، د دوی روحیه یې لوړه کړې وه او په بوسینیا کې ټولو‌ژنه د ناټو او ملګرو ملتونو تر سترګو لاندې وشوه. ده همداراز وویل چې له صربیانو سره د فرانسې او بریتانیې غوندې لویو هېوادونو ملاتړ و. په حقیقت کې، د امریکا استخباراتي اداره، چې د دغه جنایتکار ایتلاف په سر کې وه، د مسلمانانو پر ټولوژنه پوهېده، خو د امریکا دولت د دغو رپوټونو مخه ونیوله او پټ یې وساتل. دا خبره د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې کړې وه. منبع: (الاوي مجله، ۶۶مه ګڼه، شپږم کال، د ۱۴۱۳هـ ق کال ربیع الاخر، د ۱۹۹۲م کال جون میاشت) د بوسینیا مسلمانانو پر وړاندې دغه جرمونه، چې د نړیوالې ټولنې او د دوی د دستګاه تر سترګو لاندې وشول له تصوره لیرې او بې حده لوی وحشت وشو. د ملګرو ملتونو د شمېرو او د موندل شوو لویو قبرونو د شمېر له مخې، ۳۰۰زره کسان پکې ووژل شول، ۲.۲میلیونه نور بېځایه شول، تر ۵۰زرو ډېرو ښځو باندې جنسي تېری وشو او تر ۸۰۰ ډېر جوماتونه – چې ځینې یې په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوي وو- شهیدان شول. دغه راز د ساراییوو تاریخي کتابتون ته اور ورته شو، زرګونه انسانان په محاصره کې له ډېرې لوږې په اسکلېټ بدل شول. په دغه جګړه کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لویه عاموژنه وشوه چې تر ۸زره ډېر مسلمانان پکې ووژل شول، چې د ملګرو ملتونو ځواکونو ورته کتل. په دغه جنایت کې یې دا شراکت هم و چې دا ښار یې د ملګرو ملتونو د ځواکونو تر کنټرول او ساتنې لاندې خوندي ښار اعلان کړ. ۴سوه هالنډي پوځيان د ښار د ساتنې لپاره واستول شول او له بده مرغه مسلمانانو هم د ملګرو ملتونو پر درواغو باور وکړ او هغو غوځښتونو چې هلته یې د خلکو د ژوند او عزت دفاع کوله، خپلې وسلې دغو پوځیانو ته وسپارلې. د ۱۹۹۵ په  جولای کې، جنایتکار صربیان ښار ته ننوتل، د ملګرو ملتونو پوځونو ورته کتل، ښځې او نران یې سره بېل کړل او په سړه سینه یې د جولای له ۶مې تر ۲۵مې ټولوژنه وکړه. ملګرو ملتونو او هالنډي پوځ د مسلمانانو د ساتنې لپاره هېڅ ونه کړل، بلکې چا به چې مرسته ترې غوښته، هغوی به یې صربیانو ته تسلیمول او ژر به وژل کېدل. ملګرو ملتونو دا کار د سوریې په حلب، ادلیب او نورو سیمو کې هم وکړ؛ یوه سیمه به یې خوندي اعلان کړه، جنګي ډلې به یې بې وسلو کړې، ملکیان به یې په ځانګړو سیمو کې راټول کړل، په دې توګه به یې جنایتکار رژیم او متحدینو ته لار برابروله چې ملکیان بمبار کړي او ازادې سیمې بېرته رژیم ته وروګرځوي. مسلمانان په بوسینیا، عراق، فلسطین، افغانستان، سوریه او نورو اسلامي هېوادونو کې د غربي هېوادونو له لوري بې شمېره ځله چیچل شوي؛ په داسې حال کې چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم خبرداری را کوي چې:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

پایلې یې هر ځل خطرناکې او کومه حللاره چې دوی یې د شخړو د حل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ورته وړاندې کوي، ویجاړوونکې وي؛ یوازې دوی ته ګټه رسوي. نړیوال ځواکونه د سولې ساتنې په پلمه راځي او یو نوی اشغال کوي، دوی هېڅکله د مسلمانانو د ساتنې او امنیت خوندي کولو لپاره کار نه کوي؛ بلکې غړي یې د هغو لېوانو غوندې وي چې پسونه ورته سپارل کېږي. په سوډان، مرکزي افریقا او نورو ځایونو کې د دوی بریدونه، جنسي ناوړه استفادې او د عزتمندو ښځو پر عزت تېري، د دې خبرې شاهدي ورکوي. د دوی دا تش په نامه د سولې هوکړه‌لیکونه لاسلیکول غلامانو ته دا موکه ورکوي، چې پر هېواد او ظرفیتونو یې کنټرول پیدا کړي او اسلامي هېوادونه ټوټه ټوټه کړي. لکه د ډایټن هوکړه‌لیک چې د بوسینیا د جګړې د ختمولو لپاره لاسلیک شو. د مسلمانانو او د مسلمانانو د مسایلو لپاره له کافرانو او د دوی له آلو د خیر تمه نه کېږي، دا حقیقت په ایتونو، احادیثو او روان واقعیت کې څرګند دی. الله سبحانه و تعالی خبرداری راکوي چې پر ظالمانو د تکیې او په هغوی پورې د تړل کېدو په صورت کې به هغه سبحانه وتعالی بریا رانه واخلي او دوښمن ته به مو قوت ورکړي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾

[هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي. تاسو به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ چې له الله سبحانه و تعالی څخه مو وژغورلای شي او له هېڅ ځای څخه به تاسو ته مرسته ونه رسېږي.

مرسته او بریا یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري ده او باید الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مومنانو ته مخلص او صادق وو.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

براعه منصره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې