جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بې‌دیني حیرانونکې نه، بلکې د پانګوال نظام نه بېلېدونکې برخه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
بې‌دیني حیرانونکې نه، بلکې د پانګوال نظام نه بېلېدونکې برخه ده

(ژباړه)

په دې وروستیو کې څېړنې ښيي، چې په نړۍ کې دین د له منځه تلو په حال کې دی. دغه راز غربي ټولنې ته په کتو او د سیکولار ـلېبرالېزم په ظهور سره دا کومه حیرانونکې خبره هم نه ده. په فورین افیرز سایټ کې د خپرې شوې مقالې پر بنسټ، ډېری خلک دین د خپل ژوند ضروري څیز نه بولي. وایي: «دین د مذهب یوه برخه ده؛ ځکه اوس هغو جنسیتي مسایلو ته اړتیا نشته، چې په کلونو کلونو به د نړۍ له اصلي دینونو سره تړلي وو.» دغې مقالې په اروپا او اسیا کې د دین پر راګرځېدو تمرکز درلود. دغه راز د انګلیس راډیو ټلوېزیون (بي بي سي) د راپور پر اساس؛ دغه د دین راګرځېدنه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې هم شته او هره ورځ خلک د دې ادعا کوي، چې کم مذهبي دي.  

ایا لازمه ده، چې د دین پرېښودل موږ حیران کړي؟

نه، د دین پرېښودل باید حیرانونکي نه وي؛ ځکه د دین د محدودیت لپاره د سیکولار ـلېبرالېزم اساس، شخصي عبادت دی، نو په سازمان ورکولو او د ټولنې په امورو کې هېڅ رول نه لري. دین ته د شخصي عقیدې په سترګه کتل کېږي، چې په فردي ډول عمل پرې کېږي. دغه راز موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې په پراخه توګه سیکولاره شوې او ازادې ټاکنې، بشري حقونو، د پردیو زغمل، چاپېریال ساتنې، جنسیتي برابري او د بیان ازادۍ ته یې لومړیتوب ورکړی دی. سرچینه: (فورین افیرز)

ستونزه همدا ده، که د خصوصي ژوند تر څنګ دین وساتو، نو څه ډول بیا پولې وټاکو؟ ایا په تعلیمي سیسټم کې مو مذهبي زده کړې ته اجازه ورکوو؟ ایا له کورنۍ او ملګرو سره د معاملاتو پر مهال د دین دخالت ته اجازه ورکوو او یا دین ته اجازه ورکوو، چې زموږ په فردي ژوند کې محدویت رامنځته کړي؟ که چېرې دین ته اجازه ورکړو، چې زموږ عملونه رهنمایي کړي، نو تر کومې کچې به وي؟ ایا لازمه ده، چې د نظرونو د اختلاف پر مهال د خپلو پرېکړو اساس دین وګرځوو؟ که دغه اختلافات په قانوني موضوعاتو کې وي، بیا څنګه؟

 هغه ټولنه چې په په پراخه توګه لېبراله شوي وي، له دین څخه بېزاري پکې باید حیرانونکې نه وي او دا یو حقیقت دی. ځکه هغوی داسې یوه ټولنه لري، چې مذهبي عقاید یې د باورونو او کړنو اساس نه، بلکې لېبرالېزم یې اساس دی. یعنې دین د دوی د ژوند برخه نه ده. د پرېکړو اصلي ټکی او محور یې اقتصادي ګټې دي. اخلاق بیا هغه موضوع ده، چې په فردي ګټو راڅرخي. دین د هغو سیاستوالو لپاره یوه ښه وسیله ده، چې په ژورو مذهبي هېوادونو کې لېبرال نظم پرې وساتي او د ټولنې کنټرول پرې تضمین کړي. په لېبرال ټولنو کې فردیت تر ټولنیزتوب ډېر مهم دی او د خوشبخت ژوند افکار په پراخه توګه تیتوي.

برعکس؛ سیکولار کول د یوې پایدارې ټولنې لامل نه دي ګرځېدلي، بلکې له حل لارې پرته یې مختلفې ستونزې راولاړې کړي دي. جنسي تبعیض، جنسي تجاوز، د جنسیت تغیر، د وسلې په وسیله توتریخوالی، وژنه، شکنجه او نسل وژنه؛ د ستونزو هغه موارد دي، چې لېبرال ټولنه یې نه شي حلولای.

لازمه نه ده چې د دین د پرېښودو له کبله دې، موږ دغه موارد حیران کړي. باید موږ په غربي ټولنه کې د خلکو د نارضایتۍ په فکر کې کړي. دغه راز په غربي ټولنه کې د Covid-19 اغېزې یوه ښه بېلګه ده او موږ په یوه تاریخي تحول کې ژوند کوو. غربي نظام د کمزورتیا په حال کې دی او ورځ تر بلې کمزوری کېږي. غربیان د نوو کسانو په ګومارلو او خپلو احمقانه طرحو سره، غواړي خپلې تشې ډکې کړي، چې په دغو بحثونو کې د دین ضد احساسات او له دین او مهاجرینو سره دښمني کوي. دا هغه مکر دی، چې دوی یې همېشه د ستونزو پر مهال کاروي. دغه راز اسلامي امت یې خپل دښمن ګرځولی، څو خلک د خپلو ستونزو حل په اسلام کې ونه لټوي؛ خو دغه حالت باید موږ ته د اسلامي دولت د تاسیس فکر راکړي او موږ باید د دغې موخې لپاره دا یو ښه چانس وبولو.  

هېره نه کړئ، چې اسلام د نورو دینونو په شان نه دی. اسلام د انساني ستونزو لپاره جامع افکار او حلارې لري. دغه راز زموږ د ژوند پر ټولو برخو اغېزه لري، د اسلام تاریخ او د اسلامي دولت بریاوې یې ښه دلیل دی. اوسنی حالت دا ښيي، چې اسلام په پوره توګه نه دی پلی شوی.

موږ د اسلامي دولت تاسیس ته اړ یو!

دین له دولت څخه بېلول ناممکن دي. واقعیت دا دی، چې موږ یوه داسې اساس ته اړتیا لرو، چې زموږ د ژوند امور تنظیم کړي. په رښتیا چې له ډول ډول نفساني غوښتنو سره، انساني عقل د احکامو د صحت او غلط لپاره معیار نه دی. نو په دې ډول دین داسې یو څه نه دی، چې هغه څنډې ته کړو او په فردي ژوند پورې یې محدود کړو. زیاتې ستونزو او ټکرونه دي، چې دغه امر رامنځته شوی او دا ناممکنه ده، چې دین د ژوند په یوه برخه پورې محدود کړو. که په سمه توګه اسلامي دولت ایجاد او تطبیق شي، نو اسلام دغه ډول ستونزې نه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِيناً﴾ [مائده: 3]

ژباړه: نن مې ستاسو دین درپوره او خپلو ټول نعمت مې درکړ. اسلام مې د دین په توګه ستاسو لپاره غوره کړ.

دغه راز باید ووایم چې غرب او پلویان یې په دې هڅه کې دي، چې موږ د لېبرالېزم په طرف بوځي، خو لا هم اسلامي امت له اسلام سره خپلې اړیکې نه دي پرېکړي. باید هېر نه کړو، چې څه ډول باید اسلام تطبیق شوی وای، هغسې نه تطبیق کېږي. د اسلامي دولت بیا تاسیس په دې مانا دی، چې زموږ د ټولو پرېکړو اساس د الله سبحانه وتعالی احکام دي. دا ناممکنه ده، چې یو سیکولار نظام دې اسلام تطبیق کړي او یا دې اسلام سمون ورسره ولري. په اسلام کې اخلاق د بحث وړ موضوع نه ده، الله سبحانه وتعالی زموږ خالق دی، چې زموږ اړتیاوې ښې ورته معلومې دي. احکام یې زموږ لپاره ټاکلي، څو زموږ او نورو کیفیت او اړیکې وښيي. د دین او دولت امور واجب دي، چې یو ځای وي، نه بېل.

دغه امر زموږ د ژوند د ټولو اړخونو توازن ساتي، ټولنه او فرد تر خپلې اغېزې لاندې راولي. قوانین او احکام زموږ د ژوند په ټولو برخو کې شامل دي او دغه احکام د خلکو د ساتلو او هغوی ته یې د حقونو د ورکولو لپاره دي.

لیکواله: فاطمه مصعب

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې