شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دیني ویناوو د تغیر لپاره د غرب پلان او پر مسجدونو او منبرونو یې اغېزې
بسم الله الرحمن الرحيم
د دیني ویناوو د تغیر لپاره د غرب پلان او پر مسجدونو او منبرونو یې اغېزې

 

(ژباړه)

د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۵مه د سوډان د دیني چارو او اوقافو وزیر نصرالدین مفره او د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه په سکندریه کې د ابوبکر صدیق روزنځای د سوډاني او مصري امامانو او د یو شمېر نړیوالو زده کوونکو لپاره پرانیست. مفرح د دغه روزنځي د پرانیستې پر مهال وویل: «دغه برنامه د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ټولو نړیوالو ته یو پیغام دی، هغه څه چې موږ متحد کوي، منځلاري ده.» نوموړي زده کوونکي له بې شمېره اسانه لارو څخه د خپل دعوتي پیغام منلو په وسیله د افراطیت پر وړاندې د منځلارۍ په وسیله د مبارزې لپاره دعوت کړل.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۰مه د سوډان د اوقافو وزیر په مشرۍ د لوړ پوړو امامانو پلاوی، د دعوتي حرکتونو رهبران او د اسلامي فقې رهبران مصر ته ولاړل او له افراطیت څخه د فکر ساتنې په برنامه کې یې؛ چې په قاهره کې د نړیوالو اوقافو ادارې له لوري ښوونیزه برنامه پیل شوې وه، ګډون وکړ. له لوړ پوړو چارواکو سره بله برنامه هم وه چې وزیر مفره له مصري چارواکو او بنسټونو سره پکې لیدنې او کتنې وکړې. خو د دې مسلې حقیقت څه دی؟

د دیني ویناوو د بدلون لپاره د سوډان حکومت له لوري د امامانو لپاره دغه ښوونیزې برنامې د امریکا دولت له لوري د اسلامي هېوادنو پر دولتونو ور تپل شوې دي، ځکه دا له اسلامي ویناوو سره د مبارزې لپاره امریکایي تحریف شوې وینا وې دي؛ هغه اسلامي ویناوې چې اسلامي امت د اسلامي ژوند بیا پیلېدو او وحت لپاره د خلافت په تاسیس سره راپاڅوي. هغوی دغه ویناوې په مسجدونو کې غواړي چې نوی امریکایي اسلام مطرح کړي؛ څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون پر ۱۴مه په یوه استماعیه غونډه کې د کانګرس د یو سناتور اسکاټ پري د پوښتنې په ځواب کې دا مسله بیان کړه. دې پوښتنې ته د ټیلرسن ځواب دا وه: «د سعودي حکومت په همکارۍ په ریاض کې یوه اساسي لاسته راوړنه دا وه چې د اسلامي افراطي ویناوو پر وړاندې د مبارزې یو مرکز پرانیستل شو.» هغه وویل: «دغه مرکز اوسمهال پر خپل حال دی، پرانیستل شوی او موږ هلته یو. په دغه مرکز کې له ټولې نړۍ څخه بې شمېره عناصر له افراطیت سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي او یو عناصر چې موږ له هغه سره یوځای ارزونه وکړه او هغه په دې برخه کې اقدامات وکړل، د نویو درسي کتابونو خپرول دي چې د نړۍ په ټولو مسجدونو کې په شته مدرسو کې تدریسېږي. دا کتابونه هلته د شته کتابونو پر ځای، ځای پر ځای کېږي. موږ له هغوی وغوښتل چې نه یوازې نوي درسي کتابونه چاپ کړي، بلکې د پخوانیو کتابونو د پیدا کېدو مخه ونیسي او دا یوازې یوه نمونه ده.» ټیلرسن د خپلو خبرو پر دوام وویل: «دا مرکز ډېره پراخه لمن لري، له ټولنیزو ارتباطتي مسایلو نیولې تر رسنیو او په اسلامي ښوونیزو مرکزونو کې د امامانو روزل هم پکې شامل دي او نن د دغه نوي مرکز د تاسیس په اړه په هغو معیارونو سره چې موږ به ځواب ویونکي وو، له هغوی سره کار کوو.»

د «سي ای اې» پخواني رییس جیمز وولسي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې ویلي وو: «موږ به هغوی ته داسې اسلام جوړ کړو چې زموږ مناسب وي، وروسته به هغوی له انقلابونو سره حرکت وکړي،  وروسته به په تعصبي شعارونو سره د یو بل پر وړاندې مبارزه پیل کړي او وېشل کېږي. وروسته به له موږ سره نښته وکړي او موږ به بریالي شو.» نو پر همدغه اساس، کومې ښونیزې برنامې چې نن په اسلامي خاورو کې فعاله شوې دي، د دې لپاره دي، څو زموږ مسجدونه په زیان اړوونکو مسجدونو بدل شي او په دې برخه کې د امریکا غوښتنې رښتیا شي او په منبرونو کې داسې ویناوې وشي چې له دین څخه د دولت بېلتون لامل شي او په اسلامي خاورو کې د غرب تمدن خپور شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِداً ضِرَاراً وَكُفْراً وَتَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَاداً لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ﴾ [سوره توبه آیۀ 106]

ژباړه:  منافقان هغه کسان دي چې د مسجد جوړېدل به پیل کړي او موخه به یې مومنانو ته زیان رسول، هلته کفر ته کار کول، د مومنانو په منځ کې بې اتفاقي اچول، د مسلمانانو صفونه ځپل او د هغه کس لپاره به کمین وي چې تر دې وړاندې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره جنګېدلی وي. هغوی به قسم کاوه چې له نېکۍ پرته بل نظر نه لري او یوازنۍ موخه یې هغو کسانو ته خدمت کول دي چې لمنځونه کوي او بس. خو شاهدي ورکوم چې هغوی پخپل قسم کې درواغجن وو.

موږ باور لرو چې الله سبحانه وتعالی د کفارو دسیسي شنډوي او د خپل دین ملاتړ کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ‏** لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ﴾ [سوره انفال آیۀ 36 و 37]

ژباړه: کفار خپل مالونه مصرفوي، څو خلک د الله سبحانه وتعالی له لارې وګرځوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به د هغوی د پېښمانۍ لامل شي او له ماتې سره به مخ شي. له شک پرته کفار ټول دوزخ ته ځي او په هغه کې راټولېږي. دا ماتې په دنیا او په اخرت کې عذاب ورکول کېږي. څو الله سبحانه وتعالی ناپاک له پاکو څخه بېل کړي او ځینې ناپاکان پر نورو ورزیات کړي او ټول به یوځای راټول کړي او بیا به یې دوزخ ته ور وغورځوي. هغوی په دنیا او اخرت کې زیان کوونکي دي.

خبرداری، خبرداری! د مسجدونو او منبرونو د سېکولر کولو لپاره جهنمي نقشو مخنیوي ته پام کوئ او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره او د اسلامي امت د بیدارۍ په هدف کار وکړئ چې د ښکېلاکګرو دولتونو له نقشو څخه د امت ساتنه وکړي.

لیکوال: عبد الله حسین

د حزب التحر ـولایه سوډان د مرکزي اړیکو کمېټې تنظیموونکی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې